د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ريدي ګل يوه كاميابه هڅه

نور رحيم عاطف 12.05.2008 17:54

په كندوز كې د پسرلي ادبي او كلتوري ټولنې له خوا د ثور په شلمه د كندوز هوټل كې د ريدي ګل دوديزه مشاعره ولمانځل شوه، په دغه مشاعره كې د هيواد له ګوټ، ګوټ ننګرهار، كندهار، زابل، لوګر، كابل، غزني، كونړ، پكتيا، خوست، فارياب، سمنګان، مزارشريف، جوزجان، تخار، بغلان او نورو ولايتونو نه ليكوالانو شاعرانو او د شعر مينه والو برخه اخيستې وه، د ريدي ګل په مشاعره كې له اروپا څخه راغلو ليكوالانو او په جرمني كې د كلتوري ټولنې مشر زرين انځوراو رسول باوري هم گډون كړې و له دغه ښاغلو پرته د هيواد تكړه او د ادب په ميدان كې سترو استادانو لكه استاد سعدالدين شپون، استاد محمداصف صميم، استاد محمد اسماعيل يون، مخان مېږي شينواري، ډاكټر خوشال روهي، نورالحبيب نثار،استاد لال پاچا ازمون، نبي صلاحي، حسام الدين حسام، او نورو مشهورو ليكوالانو برخه اخيستې وه.
دغه مشاعره چې تيركال يې بنسټ كيښودل شوو سږ كال په شاندارو مراسمو سره د كندوز په ولايت كې ولمانځل شوه كندزو ميشتي فرهنګيان هوډ لري چې دغه مشاعره به هركال د هيواد له ګوټ، ګوټ څخه د راغلو شاعرانو پر شعرونو ښكلې وي، ددغې مشاعرې په جوړولو كې د كندوز فرهنګيانو چې د پسرلي ادبي او كلتوري ټولنې تر سيورې لاندې راټول شوي دي نه ستړې كيدونكې هڅې كړي او دغه مشاعره يې د هيواد په كچه د كاميابو او بانظمه مشاعرو په ليكه كې راوسته.
ددغې مشاعرې په جوړولو كې د كندوز ولايت يو شمير فرهنګپالو او د ادب مينه والواو دولتي چارواكو مرستې كړي، دغه ميلمانه يوه ورځ وړاندې كندوز ته راورسيدل چې  د كندوز مخور سپين ږيري حاجي محمد امان اتمانزي ورته د شپې  ميلمستا كړې وه  او  د  غرمې ميلمستا د كندوز والي انجينر محمد عمر او د كندوز ښاروال عبدالودود عزيز له خوا برابره شوې وه،  يوشمير شاعران د كندوز ولايت د ترانسپورټ ريس ښاغلي محمد داود نيكپۍ د ميلمنو په توګه ومنل او دهغوي قدر يې وكړ او د بيرته تګ لپاره يې ورسره مرسته وكړه، له دې پرته  د ځوانانو د همغږۍ د ټولنې مشرښاغلى محمد اسماعيل مسول هم ددغې مشاعرې په جوړولو كې تر خپل وسه منډې كړي، ښاغلي اسدالله عمرخيل هم د راغلو ميلمونو لپاره د شپې د ارام كولو زمينه برابر كړې وه او خپل كار ځاى يې د فرهنګيانو په واك كې وركړې و.
همدارنګه له كندوز ميشتو چارواكو، مخورو او فرهنګپالو  پرته د ننګرهار والي ښاغلي ګل اغا شيرزي  هم له دغې مشاعرې سره نغده مرسته كړې وه.
چې د كندوز د فرهنګيانو په استازيتوب ترې  د پسرلي ادبي او كلتوري ټولنه مننه كوي.
د ريدي ګل مشاعره چې سهار له اوه بجو پيل شوه د مازيګر تر څلور نيمو بجو يې دوام پيداكړ ، په عمومي توګه د ريدي ګل په مشاعره كې د ګډونكونكو شمير تر پنځه سوو اوښته خو  تقريبا دوه سوه تنو شاعرانو په كې خپل شعرونه ولوستل، د ريدي ګل مشاعري په وياړ د دانش خپرندويه ټولنې له خوا يو شمير كتابونه هم چاپ شوي دي، ددغې مشاعرې په ترڅ كې د افغان ټولنو كلتوري جرګې له خوا د ريدي ګل مشاعرې په وياړ په بلخ ولايت كې د شمال د خلكو اصلاحي عنعنوي جرګې مشر ښاغلي عبدالستار اسحاقزي ته د هغه د ښو او غوره فرهنګي كارونو په وياړ د شيرخان ناشر په نامه د سروزرو مډال د ښاغلي استاد سعدالدين شپون په لاس وركړل شو.
دغه مشاعره چې د ملي يوالي او ګټو په موخه جوړيږي د هيواد د ټولو قومونو په نمايندګې په كې په ازبكي، دري ، پښتو او تركمني هم شعرونه ولوستل شول.
له نارينه شاعرانو پرته په دغه مشاعره كې د ګوټو په شمار ښځينه شاعرانو هم ګډون درلوده.
د يادولو وړ ده چې د مشاعرې په شپه د مخور سپين ږيري محمد امان اتمانزي په كور كې د شاعرانو لپاره د ريديو شپه او د څوغزلو تر عنوان لاندې پروګرام جوړ شوې و چې زياتو شاعرانو په كې خپل شعرونه وويل.

په شمال كې د عنعنوي اصلاحي جرګې مشر د خبرو پر مهال

د ريدي ګل مشاعرې يوه څنډه

د مشاعرې يوه برخه

د شاعرانو لپاره د شپې د غزل ويلو تابيا هم نيول شوې وه

حيات الله وړ د ريديو په شپه غزل وايي