د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان پوځي شخصيتونو ته د ((طلوع)) تلويزيون يو بل دام

ځورېدلی افغان 12.05.2008 16:19

ټاكل شوې ده، چې د اريبا او روشن تلفوني كمپنيو په مرسته د طلوع تلويزيون له خوا د (SMS) نظر غوښتنو له لارې (غوره پوليس) وټاكل شي. له دې نظر غوښتنو څخه هدف دا دی چې يو خو به ددې كمپنيو او طلوع تلويزيون جيبونو ته د ګڼو افغانانو پيسې لاړې شي او له بلې خوا به د متعصبو طلوعوالو هغه ناوړه هدف تر لاسه شي چې دوی يې همېش د پښتنو او نورو هېوادپالو افغانانو سياسي، پوځي، ټولنيزو او فرهنګي شخصيتونو په اړه لري. ددې نظر غوښتنې تخنيكي خوا كه څه هم د اريبا او روشن كمپنيو له خوا سمبالېږي خو سياسي او موخه ييزې چارې يې د محمد عبدالله له خوا چې د ((ګفتمان)) خپرونې چلوونكی دی تر سره كېږي. دا ((لوريېنه)) د همدې ښاغلي له خوا پر پښتنو شوې چې د (يوه تاجك افغان) په مقابل كې يې ((درې پښتانه افغانان)) كانديدان كړي دي. له دريو پښتنو كانديدانو څخه هدف دادی چې په دې ډول نظر غوښتنو كې طبعاً قومي عنصر ډېر رول لري نو د پښتنو رايې به پر دريو مساويانه او يا هم متناسبو رايو تقشسيم شي او ميدان به يوازې بابه جان ته پاتې شي. له ښاغلي عبدالله څخه كه پوښتنه وشي چې ولې په ((ګفتمان)) خپرونه كې داسې لورېينه نه كوي چې د يوه اسمعيل يون او يوه حبيب الله رفيع پر وړاندې دې څلور يا پنځه تاجكان بحث كې كېنولي وي خو كله چې خبره د نظر پوښتنې يا د رايې اچونې راغله دلته بيا خبره معكوسه شوه. هر سړی پر دې پوهېږي چې د طلوع تلويزيون د چلوونكو په هر كار كې د تعصب زهر پراته وي او دا ځل غواړي زموږ د خلكو په رايو د هېواد پوځي شخصيتونو رنګ پيكه كړي، كه طلوع تلويزيون رښتيا هم د غوره پوليس په اړه د خلكو نظر پوښتلای نو يوازې به يې جنرال عليشاه پكتياوال او جنرال بابه جان رايې اخيستلو ته وړاندې كړي وای، كه څه هم د بابه جان بدرنګه ماضي او درغلي ټولو رښتينو افغانانو ته معلومه ده چې له كومو لارو او كودتاوو يې په سونو مليونه ډالر پيدا كړي دي خو بيا هم د ولس قضاوت ته په عادلانه ډول د وړاندې كولو حق لري. بله خبره داده چې همدا اوس بابه جان لګيا دی د خپلو ورونو له لارې چې ډېره پانګه يې په لاس كې ده او همدارنګه پر نورو سوداګرو د فشار له لارې د روشن كمپنۍ كارتونه اخلي او د بابه جان په كودگ (SMS) كوي، د ځينو معلوماتو له مخې بابه جان يوازې په لومړيو ورځو كې د روشن كمپنۍ لس زره كارتونه اخيستي او دا لړۍ لا دوام لري. بابه جان ته د خپل منفي شخصيت د مثبتولو لپاره د يو لك ډالرو بادول هېڅ هم نه دي. خو نور كانديدان بيا دومره نامشروع پيسې نه لري چې داسې جعلي رايې پرې راټولې كړي. بله خبره داده چې ايا روشن كمپنۍ د دې وس لري چې په پای كې د جنرال بابه جان په برخه كې نامطلوبه فيصله اعلان كړي ايا دوی دواړه به په پای كې ديوه سازش(زور او ثروت) د تبادلې لارې يو د بل په ګټه كار ونه كړي؟ همداسې نور ډېر جعلي كارونه. شعوري افغانان بايد د طلوع تلويزيون دې ((سخاوت)) ته په ژور نظر وګوري او ورته ووايي چې د دريو پښتنو كانديدانو پر ځای زموږ لپاره يو كفايت كوي او كه طلوعوال رښتيا هم د خپل تعصب لمن راټولوي نو بيا دې په ((ګفتمان)) كې د پښتنو ونډه زياته او يا هم لږ تر لږه تعادل مراعات كړي. پر هېواد مين افغانان دې اوس د خپلې رايې په برخه كې هم دقيق فكر وكړي، كه چېرې جميل جنبش او محمد سالم احساس په دې رايه اچونه كې له خپلې كانديدۍ تېر شي نو د بابه جان د كاميابۍ چانس به په حقيقي ډول له منځه لاړ شي،كه بيا يې په جعلي ډول لكه د نورو كارونو په شان، ځان كاميابوه، غاړه به د تليفوني كمپنيو بنده وي، د طلوع تلويزيون او بابه جان غاړه خو پرته له هغې هم بنده ده.