د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تنده مې زياته شوه

ممتاز علي خان خټک 11.05.2008 15:31

هرکله چې زۀ د اپرېل په نهه ويشتمه نېټه پېښور ته لاړم، نو نېغ د عبدالهادي حېران دفتر ته ورغلم، ځان سره مې د خپل زير تجويز کتاب \\\"جوړ تازه\\\" هغه ټول کالمونه وړي وو، چې حېران صېب يوه مياشت اګاهو کمپوز کړي وو. ما د پروف ريډنګ مکمل کولو نه پس دغه مسوده واپس هغوى ته وروړې وه چې هغوى ئې دوباره کمپوز کړي او پرنټ دپاره ئې تياره کړي.

کله چې زۀ د هغوى دفتر ته ورسېدم، نو حېران صېب زما ډېر تود هرکلى وکړو. د خېر خېريت تپوسونه ئې رانه وکړل، په کواټ کښې د خپلو ملګرو او پېژندګلو بېل بېل تپوسونه يې رانه وکړل. بيا يې راته وويل چې خټک صېب چاى به څښې که شربت؟ ما ورته د چايو څښلو خواهش ظاهر کړو. چاى لا نۀ وې راغلې چې مونږ خپلو کښې د خپل مطلب خبرې اترې وکړې. يعنې ما ورته پروف شوې مسوده، څه خپل تازه څه زاړۀ تصويرونه، د کتاب دپاره جوړ شوى ټايټل چې زما د هلکوانې د زمانې ملګري عبدالله جان عرف جان کاکا زما په فرمايش جوړ کړى دى چې د حجرې منظر پېش کوي، حېران صېب ته حواله کړو. نورې څه ضروري مشورې مو خپلو کې وکړې. دغه دوران کښې چاى راغلې. پته نشته چې چاى مزېدارې وې که زۀ ستړى وم خو ډېره مزه يې راکړه.

رخصت اخستو نه مخکې حېران صېب ما ته تازه تازه چاپ شوى خپل کتاب ډالۍ کړو. د کتاب نوم و \\\"تنده مې ماته شوه\\\". هغوى ما ته پنځه کتابونه راکړل چې يو پکې زما و، او څلور په کواټ کښې هغوى خپلو په ادب مئينو ملګرو ته ډالۍ کړل. زما دا عادت دى چې هرکله يو نوى کتاب ووينم، نو ادبي تنده مې پېدا شي. بالکل داسې لکه تږى بنيادم چې په اوړي کښې د سړو او يخو اوبو منګى وويني نو تنده يې نوره زياته شي او زړۀ ئې غواړي چې سمدستي مې ترې جام راډک کړى، په غړنګ غړنګ مې وڅښلى او خوا مې پرې يخه کړى. ما چې \\\"تنده مې ماته شوه\\\" نومې کتاب وليدو، په سر ورق يعنې سرپاڼه يو ښايسته غوړېدلى د ګلاب ګل جوړ و او په اخيرنۍ پاڼه د مصنف داسې ښايسته او ښکلى تصوير و چې هغه هم د ګلاب ګل نه کم نۀ و. نو ډېره مزه ئې راکړه. د کتاب دننه مې چې پاڼې واړولې راواړولې نو ډېر ښکلى کاغذ، ډېر صفا پرنټ او ځاى په ځاى لنډې قيصې يعنې افسانې پکې موجودې وې. خداى شته چې زړۀ کښې مې راغلل چې همدلته د حېران صېب په دفتر کښې ورته کښېنم، اول به دغه قيصۍ ټولې ولولم او بيا به رخصت واخلم. خو چې ګړۍ ته مې وکتل نو يوولس بجې وې، په بازار کښې مې څۀ ضروري کارونه وو، نو حېران صېب نه مې رخصت واخستو. اول صدر بازار ته لاړم، هلته مې خپل کارونه پاى ته ورسول، بيا په يو وېګن کښې کواټ اډې ته لاړم، اډه کښې مې د فلاينګ کوچ د کواټ ټکټ واخستو، په سيټ د يوې کړکۍ سره نزدې کښېناستم، د ډالۍ شوو کتابونو نه مې يو کتاب رابرسېره کړو او مطالعه مې شروع کړه. فلاينګ کوچ څۀ وخت روان شو، کوم وخت کوم ځاى ته ورسېدو، کوم ځاى ئې د لارې سورلۍ کوزې کړې، يا ئې لارې نه سورلۍ راواخيستې، ما ته هيڅ پته ونۀ لګېده.

زۀ په ټوله لاره \\\"تنده مې ماته شوه\\\" کښې داسې ډوب وم چې د چاپېرچل نه بېخي بې خبره وم، بالکل داسې لکه چې بنيادم اودۀ شي، د ځان او د جهان نه بې خبره وي. قيصې مې يوې پسې بله، بلې پسې بله لوستله. يو طرف ته د ليکوال د ليک خواږۀ، بل طرف ته د انساني نفسياتو ښکلې نقشه او ورسره ورسره زمونږ د چاپېرچل حقيقي عکسونه، زمونږ د روزمره رويو تصويرونه او زمونږ د ژوند منافقانه او خودغرضانه اړخونه ليکوال په ډېر مهارت سره په کتاب کښې ځاى کړي وو. خداى شته چې په ما هغه ليک ډېر زيات اثر کوي چې د حقيقت اظهار پکښې شوى وي. او بيا دومره حقيقت چې د طنز او مزاح په انداز کښې څرګند شوى وي خو ډېره مزه راکوي.

\\\"تنده مې ماته شوه\\\" کښې ټولې لس لنډې قيصې يا افسانې دي چې اتۀ د ليکوال خپل تخليق دى او دوه پکښې د اردو او انګرېزۍ ژبه کښې د ليکلى شوو افسانو ژباړه ده. کله چې زمونږ ګاډى کواټ کښې د ګلشن اباد په اډه ودرېدو او ډرايور غږ وکړو چې که څوک دلته کوزېږي نو کوز شئ، نو ما ته هله پته ولګېده چې زۀ خو کواټ ته ورسېدم. په دغه وخت کښې ما اخري قيصه \\\"بايللې مينه\\\" لوسته. زۀ چې د فلاينګ کوچ نه کوز شوم، نور کسان هم دلته کوز شول. دا کواټ بازار و او د کى ډي اى سوزوکى ولاړ و. ډرايور نعرې وهلې \\\"بازار ته، کى ډي اى ته\\\". زۀ سوزوکي ته وختم او د \\\"بايللې مينه\\\" باقي حصه مې بيا لوستل شروع کړل. زۀ چې کله د کى ډي اى په دويم ګېټ د سوزوکي نه کوزېدم هغې پورې ما دغه قيصه هم ختمه کړې وه. ګويا پېښور نه تر کواټ پورې ما \\\"تنده مې ماته شوه\\\" نومې کتاب پوره ولوستلو خو خداى شته چې زما خپله تنده ماته نۀ شوه بلکې زما ادبي تنده نوره هم زياته شوه. ما زړۀ کښې وويل کاش چې ليکوال لږه خواري نوره هم کړې وى کم از کم دغه هومره قيصې ئې پکښې نورې شاملې کړې وى نو کېدى شي چې ايله مې تنده ماته شوې وى. دا خو داسې ده لکه چې ډېر تږي سړي ته څوک د اوبو نيم جام ورکړي.