د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دملت اوښكې، اودغريب مرګ

احمد يادګار 09.05.2008 02:47
لكه څرنګه چې ليدل كيږي داوسنيو ستونزو لمن په ټوليز ډول دافغانستان سياسي جوړښت ترګواښ لاندې راوستى كه څه هم كومه تازه خبره نه ده افغانستان له دېرشو كالو نوڅخه را په دې خوا داوسنيو غدارانو او وطن پلورونكو دموجوديت له بركته دسوال په بڼه دپرديو هېوادنو په تېره بيا پاكستان له دسترخوان څخه ډوډى خوړلې ده خوپه دېرشو كالونو كې بيا دغه پينځه كاله اوپه پينځه كلنه دوره كې روان اوتېركال بې سابقه بڼه لري چې پاكستان په دې موده كومې نخرې نوې چې په دې ولس باندې ترسره كړې خبره خو دلته داده چې دافغان دولت د ناكارې او دنظام په جوړلوكې دناكامې كابينې دوزيرانو له لاسه دافغانستان دخلوكو دوينو په بيه خوراكي لومړني توكيو بيې اسمان ته وختې ،روان اقتصادي ناورين په واضح ډول په افغانستان كې خپل اثر پرېږدي چې دغه ناورين له بهرنيو هېوادونو څخه لكه بريتانيااويوشمېر نورهېوادونه خوپه تېره بيادپاكستان له اړخه په افغانستان باندې تپل كيږي چې په نېغه توګه دافغانستان كورني نظام هم ګډوډۍ ته وباسي چې په دې برخه كې دافغانستان سياسي كړۍ اوددولت مخالفو ډلوترمنځ دخرپ او ترپ نه لرې نه پاتې كيږي.او داهغه خبره ده چې په افغانستان كې امنيتي حالت په لوړه پيمانه ترينګلى حالت مخه كړې ده چې په واضح ډول داويلي شو چې دبهرني عوامل ترڅنګ اوسنۍ روان او ناكام اقتصادي سياست لانورهم دولت دنابودۍ كندې ته وړي او دهرې ورځې په تېرېدوسره نه يوازې داچې ددې خراب اقتصادي حالت دحل لاره نه موندل كيږي بلكه نور هم زور اخلي چې په دې برخه كې دماليې ،سوداكرۍ، ،كرنې مالدارۍ،او اقتصاد وزيران په نيغه توګه مسوول ګڼل كيږي او ديادشو وزيرانو دناكارۍ او درواغو دويلو له امله خلك د اوسنۍ اقتصادي ناورين له امله سر ماتولو ته اړ شوي دي،كومې څرګندونې چې په دې ورستيو وختونو كې ديادشوو وزيرانو له خوا ترسره كيږي دتېر په شان دشنو او سرو باغونو ښكاره كول دي چې كله هم دغه ملت دوسته وزيران خپلو خبروته دعمل جامې نشي وراغوستى .مهمه خبره خوداده چې ياد شوي وزيران داوسنيو ستونزو مسوليت په غاړه نه اخلي اودځواب ويلو اساسي مرجه خصوصي سكتور په ګوته كوي ،او خصوصي سكټور خو هېڅ كله دانه مني چې دراولاړو شوو مشكلاتو مرجه دوي دي دلته ده چې اصلي مرجه وركه شي، او مشكل پر خپل ځاى پاتې شي. ددې ترڅنګ ازاد بازار اودافغانستان داقتصادواك خصوصي سكټور وركول ددې نظام له شو كارونو او عملي اقداماتو څخه دى. چې او س مهال خپله دولت هم په وركو لارو سر شوى او نه پوهيږي چې څه وكړي. دريغى چې افغانستان داسې سوداګر درلودى چې خپلې ګتې دملت په سوكالي كې كتلي وى.په افغانستان كې تجارت او يا سوداګرۍ نظام په اوس وخت كې دافغانستان دخلكو دوينې په قيمت حاكميت لري له دې ټولو سره سره افغان دولت په دې بياهم ټينګار كوي چې بايد ازاد بازار ته نورهم وخت وركړل شي مګردافغان دولت دغه پاليسي تر ډېره بريده له بريالي توب څخه لري معلوميږي. داځكه چې افغانستان په اوسنيو شرايطو كې ددې وړتيا نلري چې په غدارانو باندې د ولس هيلې او ستونزې حل كړي داځكه چې تجار په افغانستان كې نشته اوهغه كسان چې دتجار تر نامه فعاليت كوي هغه عناصر دي چې دهغوي له لاسه ملت دې حالت رسېدلى دى همدغه اوسني تجاران دي چې دېرش كاله تمام په مختلفو ريژيمونو كې دوخت دحاكمانو په غوښتنه ددې بېچاره ملت وينې تويې كړي دي دا بايد وويل شي چې ريښتيني تجاران په افغانستان كې نشته او كه چېرته راهم شي دوسله والو تجارانو له خوا دمرګ ځالې ليږيل كيږي داځكه چې اصلي تجار دخلكو لپاره خدمت ته راځي او دمرګ دتاجرانوكار ورانيږي.كه چېرته ددې خبرې اصلي اړخونو ته مراجعه وشي په لاس راځي چې په افغانستان كې دم ګړۍ هرڅه لكه دپخوا په شان كه واك دى،كه پيسې دي اوكه دانسانانو ژوند دى دهماغه پخواني ټوپك سالارانو په لاس كې دي نو له كومې لارې نه په دې ملت كې سوله ،ارزاني او سوكالي راشي؟؟؟ له دې بله خطراناكه خبره داده چې هم دغه په اصل كې ټوپك سالاراو په اوسنۍ نوم تجار دمطبوعاتو واك هم خپل كړى اوهريو دغه له كركې نه ډكې څېرې دشرايطو نه په استفادې سره شخصي ټلويزيونونه هم جوړ كړل ترڅو له دې لارې دبيان دازادۍ له نوم څخه په استفادې سره دخلكو ژوند واخلي داهغه خبره ده چې ټولوته معلومه ده په اوسنيو شرايطو كې افغانستان ديوه داسې يو حالت په لور درومي چې كله هم ورته فكر نه كېده يو شمېر سوداګر ددې حالت ترشا دپاكستان سياسي لاس وهنې ته ګوته نيسي چې داخبره تولو ته معلومه ده اودا كومه تازه خبره نه ده افغانستان دېرش كاله په همدې اوركې ولمبېد اساسي علت يې په لومړۍ مرحله كې دافغانستان په چاروكې دپاكستان لاس وهنې په ګوته كيږي. چې دويم علت يې هم له افغانستان سره دپاكستان ناسم دريځ او دنوموړي هېوادمالي مرستې دافغانستان دولت له مخالفينتو سره په بېلابېلو وختونو اوريژيمونو كې يا دولى شو.دافغانستان دردېدلي او مظلوم ملت سره له دې چې په مختلفو ريژيمونو كې دحكومتونو دغوښتنو قربانيان شوي.خودورستۍ ځل لپاره زمونږ مظلوم ملت دطالبانو دامارت له ړنګېدوڅخه وروسته دحامدكرزي او ورسره راغلي ملګرو ته يې تر يو حده پورې هيلې لرلې چې دلنډې مودې په تېرېدوسره دملت دغه نيمګړي هيلې هم دنامرادۍ په كنده لاهو شوې.دموقتې ادارې دكارله پيل څخه ددوهم ځل لپاره دافغانستان دبربادۍ بنسټ كېښودل شوه.په دې دوران كې دطالبانو بيا بيا وده او ورسره جوخت دپاكستان لاس وهنې دخلوكو هيلې او غوښتنې له خاورو سره يوځاى كړې.او افغانستان دنړېوالې ټولنې او ورسره دامريكا او بريتانيا په پوځي اډې باندې تبديل شو. چې دنړۍ دپوځي ځواك او دملياردونو ډالرو په موجوديت امنيتي ا و اقتصادي حالت دلا خرابېدو په لور ودنګېد او دهركال په تېرېدو سره په سلګونه بيګناه خلك په بېلا بېل ناندريو كې خپل ژوندله لاسه وركړ چې اوس امنيتي اواقتصادي حالت د افغان دولت له كنټرول څخه دتلوپه حال كې دى.دافغانستان دولت په همدې موده كې سره له دې چې له افغاني پروسې اوله افغاني حكومت څخه به يې باټې وېشتې مګر په عمل كې لا تراوسه ددوي هېڅ راز خبرې عملي نشوې. داځكه چې د دولت مخالفينو ډېره وده وكړه.كارپوهان هم په افغانستان كې په وركو لارو روان دي او په ړندوسترګو باندې دوضعيت په هكله خلكوته هوايي مفكورې وركوي چې تر ډېره بريده دغه هوايي سياست مداران په خپلو غلطو تعبيرونو اوپلورل شوي نظرياتو باندې ددولت مخالفينوته دمبارزې او پياوړتيا لاره جوړي،په مجموعي ډول دافغانستان اوسنۍ حالت داسې نازكو شېبوته نيږدې شوى چې هر څوك او هر ګوند كولى شي خپلوشومو اهدافو ته ځان ورسوي.خصوصاَ دملت غداران (تجار) داځكه چې دولت دهغوي لپاره خاص ميكانيزم چې په ترڅ كې يې دبازار نرخونه دنړې دبازارونو سره ونښلوي وجود نلري چې له همدې ټكي نه هرڅوك چې حلال اويا حرامې پيسې لري په لوړه كچه ګټه اخلي.او زيانونه يې ملت ته رسيږي چې همدا اوس ددې خبرې نمونه دسر په سترګو ليدل كيږي.داچې ددغې ستونزې دخېړلو لپاره كومه ادره او يا هم كوم ارګان دنده په غاړه لري لاتراوسه معلومه نه ده.دسوداګرۍوزارت خپل دريځ بيان كړ چې په اوس وخت كې دوي ددې حق نه لري چې نرخونه او ياهم دتجارانوكړنې وڅېړي.اودغه مسوليت په خصوصي سكټور پورې اړه لري. دې ورته بي مفهوم دليل بيا خصوصي سكتور هم وړاندې كوي. چې له دې خبرې نه واضح معلوميږي چې پوښتنه نشته اودملت غم اودهغوي دغږ داورېدو لپاره كومه اداره نشته.نواوس فكر كول هم په دې برخه كې بې ګټې دى.په دې برخه كې رسنۍ او دبيان ازادي هم نه دۍ توانېدلى چې كومې خاصې پايلې ته ورسيږي ځكه چې خلكو سره دامفكوره نوره نشته چې دولت به درسنيو له لارې دملت مشكلاتوته رسيده ګي وكړي. ددې خبرې كره اسناد موجود دي چې دولت دخلكو حالت ته هېڅ راز پاملرنه نه كوي او يوازې په هوايي خبرو تكيه شوې په مجموعي دول داويلى شو چې دافغانستان په اوسني كابينه كې داسې يو كس نشته چې هغه ددې ملت له منځ څخه پورته شوى وي او دخپل توان له مخې كار وكړي او دستونزو لپاره دحل لاره وباسي. نه يوازې داچې په دې برخه كې افغان دولت پاتې راغلى بلكه دنظام په جوړولو كې هم پوره ناكام دي او دملت په وړاندې په ټول تور مخي شي داخبره هم لرې نه ده چې دملت زور دخداى زور دى داسې ورځ په راشي چې دافغانستان داوسنۍ كابينې وزيران مخكې او ملت له ډانګونو سره هغوي له افغانستان څخه وشړي او زما په فكر دا يوه معقوله لاره ده ځكه چې نور هيله مندي نشته څومره بده اوله شرم څخه ډكه خبره ده چې دكابينې ټول وزيران دنړېوالو له چندې نه چې ددې هېواد كونډو، يتيمانو،بېوزلو،اواړوكسانوته رالېږل شوي دي له هېواد نه بهر دملياردونو ډالرو په ارزښت مانۍ اخيستي دي او افغان بېجاره ولس تر خيمو لاندې ديوې مړۍ وچې ډوډۍ لپاره خپل اولادونه خرڅوي. اوخپلې شپې په همدې بدبختۍ سره سبا كوي ،ښه دا دى چې دكابينې هغه شمېر وزيرصاحبان چې له افغانستان څخه بهر شنې او سرې ماڼۍ دافغانستان دخلكو په وينو اخيستي خپل وژدان ته شرمنده دي كه ولس ته نه دي تاسو فكر وكړۍ چې په نړۍ كې بيا په اسلامي هېوادنو كې په هر ډول سختو حلاتو كې ملت ددولت له لاسه كله هم خپل اولادونه خرڅ كړي دي؟؟؟؟؟ وژل په بېلابېلو نومونواوداسې نورې ستونزې خوموجود دي مګر داولادونو پلورل ديوې مړۍ ډودۍ لپاره دلومړي ځل لپاره له افغانستان څخه اورېدل كيږي خودردونكې خبره داده چې ددې ملت مشران سره له دې چې دغه حلت په خلو سترګو ويني مګر بياهم په دې ملت باندې زړه نه سوځوي اوپه هغه شان شوكت ګرځي چې دنړۍ لوى لوى شخصيتونه ددوى په شان نشي ګرځېدى په پاى كې دا ويلى شو چې غريب ملت تل دخپلو ګمراهو مشرانو دغلطواو غير انساني اعمالواو بې عدالتيو قرباني شوي دي. اوس هم دالړۍ روانه ده خداى دې ددې بېجاره ملت په حال باندې رحم وكړي.