د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دفضل الرحمن څمکني ژوند ليک

ډاکتر کمال سادات 08.05.2008 00:30
فضل الرحمن څمکنی د دوست محمد خان زوي د جان خان څمکني لمسۍ د پکتياولايت د څمکنيو ولسوالۍ د مده خيلو دغونډۍ په کلي کې په ١٣٢٥هجري لمريز کال د اسد د مياشتي په ٢٩ نيټه پيدا شو.
دی څلور زامن او شپږ لورګاني لري ،فضل الرحمن څمکني ښونځۍ ته له تلو وړاندي د خپل کلي په جومات کې يو څه ديني زدکړي وکړي او بيا په اوه کلني کې د حصارک په منځنۍ ښونځۍ کې شامل شو.دی د ښه استعداد څښتن وو او تر دولسمه يې خپله اول نمرګې وساتله.
ده به له درسونو سره سره له خپل پلار سره په کورنيو اود کروندو په چاروکې هم مرسته کوله.
نومړي د لوړو زدکړو لپاره په هوايې پوهنځۍ کې شامل شو او له فراعت وروستو په کندهار ولايت کې د افسر رتبې په دنده وګمارل شو.
څو کاله وروستوفضل الرحمن څمکني خپله نظامي رتبه په ملکي واړوله او په پښتني تجارتي بانک کې د مديريت په پوست باندي ېي دنده واخيسته.او څوکا له يې پدي بانک کې په نورو مختليفو پوستونو باندي کار وکړ.
کله چې په افغانستان باندي پردۍ لښکري راغلي نو مرحوم څمکني لکه د نورو په شان خپل وطن پريښوده او پاکستان ته يې هجرت وکړ.نومړي هلته هم د خپلوهيوادوالو ته ډير څه وکړل.
دا دي ترڅنګ ښاغلي څمکني ډيره کالونه په خپل کور هم تير کړل ځکه چې په هيواد کې خپل مينځي شخړي رواني وي.او نه يې غو ښتل چې په کومه جنګي ډله کې ور شامل شي.
کله چې پدي وروستيو کالونو کې دافغانستان لپاره د بن غونډه جوړه شوه او په افغانستان کې نوي حکومت جوړشو،نو ځای چارواکو ديې په پکتيا ولايت کې د قبايلو د چارو د ريس په توګه وګماره او په دي دنده کې تر يوي مودي پوري پاتي شو،
لدي وروستو بيا په اضطراري لويه جرګه کې د پکتيا ولايت نه د خلکو په خوښه استازۍ وټاکل شو،او هم د اساسي قانون په لويه جرګه کې هم له خپل ولايت نه خلکو خپل استازۍ و ټاکه.
کله چې په افغانستان کې ولسي جرګې او مشرانو جرګي ټاکني پيل شوي،نو پدي کې هم فضل الرحمن څمکني په پورا اکثريت سره رايي يوړي او خلکو يوځل بيا خپل نماينده انتحاب کړ.
او پدي جرګه کې د شکايتونو د کميسون مرستيال هم وټا کل شو.
ديي به چې هرچېري ناست وو،نو د خپل کلتوري او پښتونوالي نشان به يې له ورايه معلوميده، په دا منا چې خپله پښتونواله لنګۍ او شمله به يې په ډيره ميړانه سره په سر ايښي وه.
کله چې مجاهدينو کابل ته د ننوتو ١٦ کاليزه د ١٣٨٧دثور په ٨ لمانځله او د افغان حکومت ولس مشر حامد کرزي او د ده د کابيني سره سره د نړي نور لوړ رتبه چارواکې هم پدي جشن واره کې حاضر وو،
له يوه ځايه پدي چشن واره باندي د سپکو او درنو وسلو ډزي وشوي،چې له امله يې غونډه ګده وډه شوه او په ډزو کې د يې او له ده سره دوه نور کسان ولګيدل.
لمړۍ ټپي وو خو څو ساعته وروسته يې په د کابل په څلور سوه بيستريز روغتون کې ساه ورکړه.
د ده جنازه چې په زرګونو کورنيو او بهرنيو خلکو پکې ګډون کړي وو، په کابل کې د ولسي جرګې په نوي ودانۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.
او د ده لونګې د پښتنو له دود اودستور سره سمه د خلکو په خوښه د ده په مشر ځوي ډاکتر نجيب باندي ور په سر کړايې شوه.