د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هسک پنځلس ورځنۍ له لوگر نه خپره شوه

06.05.2008 12:58

د لوگر له مرکز پل علم نه خپرېدونکې دغه خپلواکه سياسي، کلتوري او ټولنيزه خپرونه په څلورو مخونو کې په پښتو، دري او انگليسي ژبو چاپېږي او د لوگر ترڅنگ په کابل او د هيواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې وېشل کېږي.


د خپرونې د امتياز خاوند او مسئول مدير حقمل ستانکزى دى. د هسک د لومړۍ گڼې په سرمقاله کې راغلي چې دغه خپرونه د لوگر د خلکو د کلتوري او پوهنيز بهير د گړندي کولو او په دغه ولايت کې  د اداري فساد د مخنيوي په موخه پيل شوې او ټول هيوادوال يې بايد ملاوتړي.
ددې ترڅنگ هسک په خپله لومړۍ گڼه کې چې په ښکلې بڼه چاپ شوې د افغانستان راتلونکو ټاکنو، د غوايي د اوومې کودتا او په لوگر کې د ښوونې او روزنې بهير ته کتنه کړې ده.
که څه هم وړاندې تر دې په لوگر کې يو شمېر کسانو د خپلواکو خپرونو په چاپولو لاس پورې کړى، خو دامهال هسک يوازنۍ خپلواکه چاپي خپرونه ده چې له دغه ولايت نه چاپېږي. د هسک چلوونکي هيله ښيي چې له دغې لارې خپلو خلکو ته د چوپړ جوگه شي او ترڅنگ يې په دغه ولايت کې د خپلواکو رسنيو مټ پياوړى کړى.
درانه ليکوال او لوستونکي ددغې خپرونې په اړه خپل وړانديزونه، ليکنې او نيوکې د هسک په برېښنا ليک را استولاى شي.
د برېښنا ليک پته: hasklogar@gmail.com