په المان کې دساينس پوهانوټولنې د خواخوږۍ پيغام
30.04.2008 01:03په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړ چې داپریل میاشتې په ٢٧ نیټه په ولسي جرګه کې د پکتياولايت استازی اود افغان ولس وتلی، ملي ،فرهنګي شخصیت فضل الرحمن څمکنی په شهادت ورسید اودویم استازی داوود ځاځی ټپي شو.
اناالله و انا اليه راجعون
شهيدفضل الرحمن څمکنی د ولسي جرګې له هغو ګوتوشمېراستازو څخه و، چې :
• دهیوادخپلواکۍ څخه يې په کلکه ملاتړکړی دی اودهیوادیورښتونی صادق مسلمان خدمتګارو
• ددولت اقتصادي پروژو ، کلتوري او سیاسي چارو نیمګړتیاوې يې په ډانګپېلې توګه ولس ته په ګوته کولې اودسمون په موخه يې معقول وړاندیزونه کول
• په هیوادکې دسولې دټينګښت په موخه يې دامن په جرګوکې فعاله ونډه اخیستې ، هراړخیزې هلې ځلې کړې اوستونځی يې ګاللې دي.
• دپکتیاولایت د پرمختګ لپاره يې دخلکوغوښتنې اوخپل پلانونه ترخپله وسه پورې په بريالیتوب سره ددولت پروړاندې دفاع کړې دي . په دې اړوند يې هیڅ چاته هم غوړه مالي نه ده کړې اونه يې چاته سر ټيټ کړی دی .
• دهیوادپه کچه یووتلی ،ملي ،سیاسي ، ولسي اوفرهنګي شخصیت و. چې دپکتیاټول خلک دهغه په هسکه لونګی اومیړنتوب باندې به تل ویاړکوي
په جرمني کې دساينس پوهانوټولنه په دغه ويرکې ځانونه شریک ګڼي او د فضل الرحمن څمکني شهادت اود داوود ځاځي ټپي کیدل ، د ټول افغان ولس او په ځانګړې توګه د لويې پكتيا لپاره يوه لویه ضايعه ګڼي . موږ د پاك رب له دربار څخه شهیدڅمكني صاحب ته فردوس جنت او كورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتونكې يو.
(اروادې يې ښادوي )
(په درنښت )
پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ ( جرمني)
په جرمني کې دساينس پوهانود مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب