د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ارواښاد ننګيال د نهم تلين ياد

18.04.2008 10:21

ګرانو لوستونکو تاسې ته به مالومه وي چې د ارواښاد اسحق ننګيال نهم تلين د ١٣٨٧ کال د ثور په اتمه نيټه پوره کيږي. د سمسوراو ننګيال ويبپاڼې د ټولو ليکوالو او شاعرانو څخه په ډېر درنښت هيله کوي چې په دې لنډ تنګ وخت کې دې د مرحوم ننګيال په اړه خپلې ليکنې او شعرونه راوليږي، چې په نوموړو پاڼو کې يې ځای پر ځای کړو. دې کار سره به نه يوازې دا چې دارواښادياد تازه شوی وي، بلکې اجر به يې تاسې او  د مرحوم ننګيال  روح ته  هم رسيدلی وي.

د يادونې وړ ده چې ستاسې نوې او زړې ټولې ليکنې به بيا د سمسور او ننګيال  ويبپاڼو چلوونکی سمسور حبيبي د کتاب په شکل خپور او چاپ  کړي. همدا رنګه د ننګيال مرحوم (( سيندونه هم مري)) او (( ډالۍ)) چې شعري ټولګې دي، په نوموړو ويبپاڼو کې پر ليکه شوی دی او د  نهم تلين په ياد به يې دوه نور کتابونه چې يو يې (( سيند په منګي کې)) چې شعري ټولګه ده او بل يې (( سيوری )) چې ناول دی هم پر ليکه شي. همدارنګه به د ننګيال ويبپاڼې ډيزاين چې ښاغلي نيک محمد ويال پرې ډېره خواري کړې ده په نوې بڼه ستاسې پر وړاندې ښکاره شي.
يو ځل بيا له ټولو شاعرانو او ليکلوالو څخه هيله کيږي چې د ثور له اتمې نيټې څخه مخکې خپلې ليکنې او شعرونه  په لاندينۍ پته راوليږي.
Samsoor Habibi
Elver Alle 28,23400 Hillerød
Denmark
Tele: 0045-30356608
E-Mail : samsoor@afghanstars.net