د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ماشومانو روزنه ستاسو په نظر

یحیی یعقوبي 13.04.2008 16:16
په ټولنه کي مو د نورو کورنۍ ناخوالو او تاوتریخوالو په خوا کی یوه بله لویه ستونزه خپلو ماشومانو سره د خبرو اترو او هغو ته د نصیحت کولو په چل نه پوهیدل دي . او ښایي ډیری خلک په دې اړه راسره همنظره هم وي .
ډیر پلرونه او میندې به مو لیدلي وي چې په ډیرو عادي خبرو او کارونو خپل ماشومان داسې رټي گواکې یو ستر جرم یی کړی وي . خو ځینې نور بیا د خپلو اولادونو په ډیرو بدو اعمالو داسې سترگې پټوي لکه چې هیڅ ترې خبر نه وي.
بی له شکه د کمکیانو په وړاندې د والدینو دواړه ډول غبرگونونه ناوړه اغیز لري او ډول ډول ستونزې پنځوي .
د بیلگې په توگه هغه ماشومان چې د مور او پلار تر کلکې څارنې او فشار لاندې وي نو لیدل شوي چې تر ځوانۍ او بالاخره تر پایه د یو بې زړه انسان په توگه پاتې شوی . همدارنگه د ماشومانو په وړاندې بې غوري هم له هغه څخه یوه ستره بلا زیږوي .
منم چې زموږ په ټولنه کې به ډیری خلک نالوستي وي او یا که لوستي هم وي نو د ځینو عواملو له کبله به داسې مسایلو ته نه متوجه نه کیږي او یا به ورته عادي بریښي . که هر څه وي خو دا ټکی باید له پامه ونه غورزو چې همدا غوټۍ د سبا ورځې گلان دي او که هر څنگه وي راتلونکی د همدو په لاس کې دی .
نو که د نړۍ پرمختللي هیوادونه نن ورځ پلرونو او میندو ته د بچو په وړاندې د خبرو کولو چار چلند او د کورني ژوند د ښه سمون لارې چارې په علمي موسسو او روزن ځایونو کې ور زده کوي، نو درځۍ چې موږ په گډه د خپلو گلالي ماشومانو د ښه روزلو په موخه خپلې تجربې او پوهه یو له بله سره شریکې کړو . څو په رښتنې بڼه زموږ د سپیڅلو خوبونو سپیڅلي تعبیرونه بیان کړی شي .
په همدې موخه د ټولو لیکوالانو او نظر خاوندانو څخه هیله ده چې د لاندې پوښتنې په اړه خپل نظرونه او تجربې روښانه کړي :
- ستاسو په اند ماشومانو ته باید په څه ډول او کومه لهجه نصیحت او لارښوونه وشي؟
ستاسو نظرونو ته سترگې په لار .

تبصرې پرې وکړئ ٠