د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له قران نه په تخنيک کې (پرله پسې لړۍ)

رفيع الله (ستانکزی) 12.04.2008 20:04


ليکوال : شعبان (دوغن)
ژباړن: رفيع الله (ستانکزی)
rafiullah.stanikzai@gmail.com

د دې کتاب په لوستلو سره تاسو کوم ګټور معلومات ترلاسه کولای شﺉ؟
که چېرې له تاسو وپوښتل شي، چې آيا قرانکريم له ريل ګاډي، الوتکو، اټم، ټلويزون، برېښنا او دې ته ورته نورو څيزونو  او اختراعګانو په اړه بحث کوي؟
دې پوښتنې ته به ستاسې ځواب څه وي؟ که چېرې (هو) نو په اړه يې بايد توضيح ورکړﺉ او د دغه شان مسايلو په اړه توضيح دومره اسانه نه ده، که چېرې مو ځواب (نه) وي،  د قرانکريم له مانا څخه لرې شوﺉ او هغه مبارک به مو ناسم ورپېژنﺉ او که چېرې پوښتنې ته هېڅ ځواب ورنه کړﺉ، نو هغو کسانو ته به، چې له قرانکريم څخه انکار کوي ښه موکه (فرصت) په لاس ورکړﺉ.
  د قرانکریم د ځينو آيتونو په شرحه کې وينو، چې ننني نوښتونه او اختراعګانې د قرانکريم د لارښوونو په رڼا کې ترسره شوي دي؛ لکه څنګه چې موږ ټول پوهېږو، قرانکريم د الله (ج) کتاب دی او د ټول بشريت د لارښوونې لپاره رالېږل شوی دی، نو له دغه ځايه ده، چې تر قيامته پورې به د ټولو بېلابېلو ټکنالوژيکي دورو او نورو ځواب ورکوونکی وي.
موږ بايد داسې فکر ونه کړو، چې دا ټول نوښتونه او اختراعګانې له قرانکريم سره هېڅ اړيکه نه لري؛ د هر شي په اړه په وړ اندازه بحث شوی؛ انسانان، چې هر علمي پلټنه کوي په قرانکريم کې يې پيدا کولی شي.
داسې فکر کول ناسم دي، چې قرانکريم يوازې يو فني او صنعتي کتاب دی؛ بلکې د هر علم په اړه يې په پوره پيمانه بحث کړی دی. که په هره موضوع يې په تفصيل سره بحث کړای وای؛ نو لږ تر لږه به څلوېښت يا پنځوس او يا تر دې لا هم ډېر جلدونه به يې وای.
 څه وخت، چې قرانکريم نازل شو، د هغه مهال انسانانو د نننۍ ټکنالوژۍ په اړه په خپل ذهن کې داسې خاکه هم نه شوای جوړولی، که چېرې هغوی ته په څرګند ډول د برېښنا، الوتکو، ټلويزون او .... په اړه بحث شوی وای، نو د هغوی په فکر کې يې سم ځای نه شو نيولای  او پايله به يې هېڅ هم نه وای او انکار به يې کړی وای، چې له قرانکريم څخه انکار کفر دی او همدا ډول قرانکريم بايد د اوسمهال د انسانانو لپاره هم لارښود وي، يانې قرانکريم د هغو انسانانو لپاره، چې 1400 کاله وړاندې يې ژوند کاوه او د هغو انسانانو لپاره، چې اوس ژوند کوي، او د راتلونکو انسانانو لپاره خطاب دی، نو په دې خاطر په کې دا ټول مهالونه په نظر کې نيول شوي دي.
په قرانکريم کې داسې  اشارې او کنايې شته دي، چې د وخت دانسانانو له پوهې او درک څخه لرې دي او د قرانکريم له اعجازو څخه يو اعجاز همدا دی.  
  مسلمانان په دې حقيقت له پخوا څخه پوهېدلي او د ځينو نورو دينونو پليونان هم له دې حقيقت څخه خبر شوي دي او ترېنه ګټه اخلي.
سترڅېړونکي او مشهور لامبوزن (کوسټو)، لومړنی انسان، چې په سپوږمۍ کې يې پل ايښی (نيل ارمسټرانګ)، مشهور فرانسوي عالم (روجرګراډي) او ډېر نور له دې حقيقته خبر شوي او پرې پوه شوي او يو پر بل پسې مسلمانان شوي دي.

قرانکريم له پيل نه تر پايه يوه ستره معجزه ده، چې د دغه ستر اسماني کتاب په ځينو ايتونو کې اټوم، نېوټرون، ټلويزون، برېښنا، الوتکې او نورو ورته اختراعګانو او نوښتونو ته اشاره شوې ده.
 د بېلګې په ډول په هوا کې د سليمان (ع) پرواز کول، الوتکې ته اشاره ده، د مور څخه د ړانده اولاد بيا ليدونکی کول، د بدن د غړو لېږدولو يا بدلولو ته اشاره ده، په اور کې د ابراهيم (ع) نه سوځېدل د اور ضد کاليو او د اور مړه کوونکو کسانو ته اشاره ده.
  الله (ج) دغه ټولې معجزې خپلو پيغمبرانو ته ورکړې دي، خو له هغو انسانانو څخه، چې په هر پېر (دور) کې ژوند کوي؛ غوښتي، چې دغه معجزې ځانته بېلګې وګرځوي او زيار وباسي؛ تر څو د دغو معجزو په رڼا کې نوي نوښتونه او اختراعګانې وکړي.
  ويل کيږي، چې د اډېسون (1) له مرګه وروسته د هغه له المارۍ څخه د قرانکريم د (نور) سورت ځينې ايتونه پيدا شوي دي؛ له دې څخه داسې انګېرل کيږي، چې اډېسون هم د ګروپ د اختراع کولو لپاره د قرانکريم لارښوونو ته پناه وړې او په پايله کې يې د ګروپ په جوړولو بريالی شوی دی.
په هغه صورت کې  د دې خبرې زبات، چې قرانکريم دغو ټولو نننيو اختراعګانو او نوښتونو ته اشاره کړې کولای شو، چې موږ قرانکريم په ښه ډول تلاوت کړو او په مانا يې ځان پوه کړو.
1- اډېسون په اوهايو کې په کال 1847 زيږدي کې پيدا شوی دی او په کال 1931 زيږدي کې مړ شوی دی، د خپل ژوند په موده کې يې له 1000 څخه ډېرې اختراعګانې کړي، چې د امريکا دولت يې هر کال د مړينې په ورځ د هغه د خدمتونو لپاره چې د برېښنا په تړاو يې ترسره کړي د يوې يا دوو دقيقو لپاره تياره جوړوي.