د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا سرشمېرنه به د ملي غميزي پيل وي

حبيب الله غمخور 10.04.2008 02:58

افغانستان دجگړې داور په لمبو کې سوځي، خو يوشمېر په سرشمېرنه پسې پښې رالوڅې کړي دي .

پدې شپواو ورځو کې په افغانستان کې د سرشمېرنې په هکله خبرې اوبحثونه خوراتاوده دي  داسې په نظر کي  ده چې د راتلونکي ١٣٨٧  کال د زمري په مياشت کې به سرتاسري  سرشمېرنه پيل شي .
نه پوهيږو چې ښاغلی کرزي  ولي تر اوسه لا دافغاني ټولنی لومړنۍ دندی ندي پېژندلي ؟ افغانان  له ښاغلی کرزی نه پوښتنه کوي ،ايادسرشمېرنې کومه عاجله اړتياشته ؟
ايانورټول کارونه موترسره کړه چي يوازي سرشمېرنه پاته شول ؟
بلې موږ سرشمېرنې ته اړتيالرو ولي دابايد هير ه نشي چې دغې موخي ته رسېدولپاره ديولړنور اړينو دندوسرته رسول لازمی شرط دی.  دسرشمېرنې لپاره سرتاسري سولي او امنيت ته اړتياشته ،پداسي حال  کي چي همدا اوس زموږپه هيوادکي سوله دجدي گواښ سره مخامخ  ده ،موږ  ټول ئې دسر په سترگو وينوچي زموږ هيواد داورپه لمبوکي سوځی اوهر ورځ داورلمبې نوري هم  تر آسمانوپورته کيږي ،تاسوخپله شوچ وکړی دناټو اوامريکاپوځی ځواکونه پداسي حال کي چي تر غاښو په مډرنو وسلو سمبال  دهوايي ځواکونو تر سيوري لاندي نشي کولاي په خلاسه پښه ولسواليو اوکليوته ولاړسی اويایې دکابل په ښار کي بېله ډار کاروان تير شي ،څنگه داومنل سي چي دهمدغوبهرنيوتر حمايي لاندي دولت يوماموردي  په  يوه ليري پراته  کلي کي  دخلکو کورونوته ولاړشی اوهلته دي شمېرنه ترسره کړی . نواوس دغه سرشمېرنه وبولو اوکه ديوې بلي ملي غميزي اوملي توطئې پيل . 
 درنو هيوادوالو!
راشئ تر هغوچې  امنيت اوسوله په ټول هيواد کي نه وي تامين شوې ټول افغانان  په يوه ږغ  دغه ناولې هڅه شنډه اومخه يې ونيسو.
د2007  م کال داکتوبر پر ۲۱ دوګړو دسر شمير نى د ملى كميټى غونډه د دغى كميټى درئيس احمد ضيا مسعود په مشرى جوړه شوه .  په دى غونډه كى د احصا ئيى دمركزى ادارى رئيس عبدالرحمن غفورى دوګړو د سر شمير نى رپوټ چى دروان كال دچنګاښ په مياشت كى د هيواد د ولايتو نو په يو شمير ولسوالى كى پيل شوى وه وړا ندى كړ ده د ازمايښتى پرو ګرام تطبيقول بريالى و بلل .باخترا ژانس
اصلا چې کله ماداخبر واوريدنودراديو له لاري مي دخلکو خبري راپياد شوي چي دوي دجمهوري رياست  اوپارلماني ټاکنو حخه وړاندي څه ډول څېړنه کړې وه اودخلکوپه کوروکې څومره کسان پداسي حاک چي وه نه وه شمېرلې اوپه لسهاو نوري قصدي غلطۍ ئې ځکه کړې وې چې زموږ په هيواد کې  ملي مسله يوه حادمسله گرځېدلې ده ،پر هغې ستر گي پټول دځان غولولو معنا لري .دسرشمېرنې رييس صاحب وايي داځل ((۳۲)) زره ښونکی پدې کار گمارل کيږي ،هغه وخت هم بهرنيان نه وه گمارل شوی همدا افغانان وه مگر له دي مسلې سره ئي ددي لپاره چې په پارلمان کي دکومي سيمي څومره وکيلان وي کرکجن (متعصب ) برخودکاوه . پايله داشوه چي تر اوسه افغانان نه دملکی ويش اونه هم په پارلمان کي دوکيلانوله ونډي سره قانع دي .
 دبي بي سي دخبر له مخی دروان ۲۰۰۸کال  دمارچ پر څلرمه د افغانستان د سرشمېرنې قانون د ولسي جرگې لخوا پاس شو. د نوي قانون له مخې به په هرو لسو کلونو کې د هېواد په کچه يو ځل سرشمېرنه کيږي .
د سر شمېرنې مساله په افغانستان کې ترینګلې مساله ده. خو افغان چارواکو د مسالې ترینګلتوب په نظر کې ندی نیولی او د تل په شان یې دا حیاتي کار هم د مصلحتونو قرباني کړیدی .داسي اورېدل کيږي  چي  افغان چارواکو د سر شمېرنې په کارکي د ایران څخه دمرستو ترلاسه کولو هڅه کړې ده .  پداسي حال کي چي د هر هېوادسر شمېرنه د ملي رازونو څخه شمېرل کېږي ، په ځانګړې توګه دسيالوهېوادونو او یاهغوڅخه چي موږ ورسره پر ځينو مسايلو اختلاف لرو ياددوي له لاسوهنوڅخه ځانونه نا ارامه احساسووبايد پټ  وساتل شي .
د افغان چارواکو په وينا د وگړو د کره شمېر په معلومولو سره به وتوانيږي چې بېلابېلې پروژې د خلکو د شمېر پر بنسټ د هيواد په مختلفو برخوکې پلې کړي . مگر پوښتنه پيدا کيږي چي  داشپږکاله يوپه بل پسې راپورونه ورکول کيږي چې دلته يا هلته  ،پدې  ولايت يا هغه ولايت او ولسوالی کي دپي آر ټي دپروگرام پر بنياد دغه ياهغه پروژې بهربرداری ياگټي اخيستنې ته چمتو شوې ،داټولي پروژې ولي بېله سرشميرنې پلي کيږي ؟ که داپروژې گټوري تمامي شوي وی نو اوس پدغه جگړايزحالت څه اړتياده چې تاسو غواړي هرومروسرشمېرنه ترسره کړی ؟ اوولي سرشمېرنه په هيواد کي دټولو ناخولو دحل کلي بولۍ ؟
د افغانستان د سرشمېرنې د مرکزي ادارې رييس  وايي د روان کال د زمري په مياشت کې به په ټول هيوادکې سر شمېرنه دبهرنيوهيوادود ((۶۰))ميليونوډالرو مرستوپه لگښت پيل اوترسره  شي .  خو ډېرى خلک په اوس وخت کې د روانو امنيتو ستونزو له امله دا چاره ناشونې بولي . د افغانستان مشرانو جرگې هم  د امنيتي اندېښنو له امله د هيواد په ۱۴ ولايتونو کې د سرشمېرنې د ځنډېدو غوښتنه وکړه .BBC
بلې !
دايو څرگندحقيقت دي چه د يوي ټولني د اقتصادي، ټولنيز،فرهنگی  او سياسي پياوړتياپه موخه دمختلفو پرو گرامو نودپلي کېدو لپاره سر شميرنه اړينه ده  ځکه  دوگړوپه هکله  بېله دکره معلوماتو څخه له ستونزوسره مخامخ کيږي ،ځکه دهر کار لپاره دقيق ارکام اوشمير ضروري خبره ده.  
كله چه د هيواد سر شميرنه بشپړ شي له هغه نه په ډاگه كيږي چه د نفوسو شميره ئې څومره ده ،دهر ولايت هري ولسواي او هر كلي نفوس څومره دي او په هغه كښي د ښځينه او نارينه فيصدي په كومه كچه ده ، څومره لوست ليک کولاي شي ،مورنۍ ژبه ،قومی اومذهبی اړېکي  اوداسي نورمعلوماتونه راغونډېږي  . 
دغومعلوماتوته دپارلماني دټاکنوپر وخت چي دغربی نړۍ په سټندرد باندي تر سره کيږي زياته اړتياشته ځکه دهمدي معلوماتو له مخې پرېکړه کيږي  چې کومی ولسوالی ته دڅو وکيلانودټاکلو حق ورکړه شي ،اويا څو نفره مشرانوجرگي ته وټاکل سي .همدا ډول دولسمشری دټاکنوپر وخت هم اړينه ده پدې پوه شوچي دڅومره هغوکسانوڅخه چې درايي ورکولوحق ئې درلودپه ټاکنو کي برخه واخيستل ترڅودټاکنوحقوقی اوقانوني مشروعيت خوندي وساتل شي . داخوپه سياسي اړخ کي وه په نورواقتصادي اوټولنيزوبرخوکښي هم دپلان دپلي کدواوجوړېدو لپاره ددغومعلوماتو لرل اړين دي .
خوحقيقت  اورښتياخبره داده  چې زموږ  په هيوادکي په سرشمېرنه کښي  تر ټولومهمه اولانجمنه مسله  همدا دژبې  اوقومي اړيکوخبره ده يعني څوک ډير دي  .
همدا اوس  يوشميرپردې خبره باندي  ټينگارکوی چې دري ژبه دغوڅ اکثريت ژبه ده اوپښتانه اکثريت ندي . بل مقابل پښتانه بياوايي چې موږ غوځ اکثريت يواوزموږ مورنۍ ژبه يعني پښتوبايد رسمی اوملي ژبه وي  . همدلته داخبره راپورته کيږي ددې لپاره چي  دبېځايه ملي لانجوسره نه يومخامخ شوی  دټولو اړتيا وسره بايد سرشمېرنه داسي وخت ترسره شي چې دهغه لپاره ذهنی ،امنيتی اوتخنيکی شرايط برابروي . تر څوخداي مکړه دکومي ملي لانجې سره مخامخ اودپرديودنارواموخو قربانيان نشو.
ځکه هرڅوک چې يوپه هره ژبه چي گړېږواودهرمذهب پيروان يوبياهم  ټول يوافغان يو اوداواحو افغانستان زموږ گډ کوردی چي دعزت اوعفت ساتنه ئي پر موږ ټولوفرض ده .
که يوانسان دافغانستان امنيتي حالات  په رڼوسترگو وگوري پدې باوريم  دابه ومنی چې اوس په رښتياسره دسرشمېرنې وخت ندی .زماپه عقيده هغه وخت چې دافغانستان جمهورریيس  د ۲۰۰۶ کال کي دلندن په کنفرانس کي نړيوالي ټولني ته په ۲۰۰۸ کال کي دعمومی سرشمېرنې وعده ورکړه داوعده له وخت نه وړاندي وه .  ښاغلي کرزی فکرکاوه  په افغانستان کي به سوله او امنيت پياوړی شي ،نيوالوهم  وعد ې ورکولې اوس هم هر ورځ وايي چې ددولت دمخالفينو جرړي باسو . خپله کرزی صاحب بايد نه يوازي امنيتي ټکی په نظرکي نولی واي بلکي پدي هکله ئي هم بايد فکر کړی واي چي ايا ټول افغانان ودي خبري ته اماده دي اويا اماده کيداي شي چي دسرشمېرنې مامورته دي دخپلي کورنۍ دټولو غړونومونه ووايي اويادي دامامور هغوي په خپلو سترگو وويني  اوکره معلومات دي ورکړي ؟غيرله هغه نه مثلآ همدا ښځه څوساعته وروسته ديوبل خپل کره بيول کيږي اوهلته په بل نامه ثبتيږي . يعني په ډيرو سيموکي به داوسېدونکو دوه برابره  وگړی ثبت شوی وي .لدې خبري انکارنشي کيداي په همدالږتيرو وختوکي ددې مسايلو بهترين مثالونه لرود مطبوعاتو آرشيف ته مراجعه وکړی .
 پوهيږم چي ددي کارسرته رسول هم دبن په غلطوپرېکوکي شامله يوه دند ده چي بايد ښاغلی کرزی ئې سرته ورسوی ،ځکه خودخپل دغه دوران دحاکميت په وروستی کال کښي ئي دې کارته ملاوتړل ،مگر پدي بايد پوه اوسو چي تر اوسه په افغانستان کي ( (  ۱۶)) ځله په مختلفو بڼو نيمگړي گوياسرشمېرنې  اوسروې گاني شوي دي ،خويوه ئي هم ځکه بريالی نه وه چي دسرشميرنې اوسروي گانولپاره کره شرايط برابر نه وه . که داځل پدې عجله اويوازي هغه دچاخبره دپلان سرته رسولوپه موخه دميليونوډالروپه بېځايه  لگښت سره داکار پيل شي  نه يوازي داچي پيس به عبث لگول شوی دي بلکي پدي باوريم چي ځاني تلفات به ئي هم بدرگه کړي . که دا نيمگړې اوغلطه سرشميرنه وشي چي که ئې مخه ونه نيول شي  داسي به وي ، دابه ددي ملت سره ستره  جفااوپه تاريخ کي  به داکسان څوک ونه بخښی .
دافغانستان  دمرکزي احصائيې  ریيس  عبدالرحمن غفوري  هم امنيتی ستونزي مني ،مگر وايي چې ددوي اداره دسرشمېرنې لپار چمتوده .هغه دازادی راډيوسره په خبروکي په ډاگه وويل : دامنيتی ستونزو له منځه وړل  زموږ کارنه دی بلکي دافغانستان امنيتی ادارې په هيواد کي دټيکاوساتلودنده لري ،هغوي دي داستو نزي حل کړي . داپدې معنا چي دسرشمېرنې ریيس وايي زه اماده يم سرشميرنه وکړم نور ستاسو کاردی  ،يعنی هريو ئې پر خپل سرډنگوی .داسي څوک نشته چي دهيواد امنيتي حالاتو پر بنياد امکانا ت وسنجوي  اوپدي هکله فکر وکړي چي رښتياهم موږ کولاي شو يوه کره سر شمېرنه پدغو ترينگلو شرايطوکي تر سره کړو اوکنه . دسرشمېرنې رییس صاحب دازادی راډيوسره په خبروکي وويل : ددې لپاره چي کره سرشمېرنه وشي نوري لاري چاري هم په نظرکي  نيول شوی دي ، داچي کومي لار چا ري دي هغه پدې هکله کوم څه ونه ويل اونه هم څوک پرې پوهېږي .
دسرشمېرنې لوي رييس صاحب سرشمېرنه دماشومانوله واکسين سره پرتله کړه وئې ويل ،هر کال ډاکتران په ټول افغانستان کي ماشومانوته واکسين پيچکاري کوي څوک څه نه ورته وايي هغه چې سرشمېرنه کوي څوک ئې څه کوي . دافسوس خبره خوداد چي له ملي مسايلو اوملي ستونزونه  زموږ ديوي مستقلي ادادرې درييس فهم  دومره دی . که داهم ومنوچي  ماشومانوته ډاکتران واکسين پيچکاري  کوي ، داسي فکر کيږي  چې غفوري  صاحب اود سرشميرنې دملي کمېټې رييس ښاغلي احمد ضيا پدي ندی خبر چي په ټوله افغانستان کي ماشومانوته واکسين هم نه پېچکاري کيږي  ،له بده مرگه دسولي دمخاليفينوله لاسه دابشري پروسه هم تر نيمگړي لانيمگړې سرته رسېږي .
زه پدي باوريم چي له يوې خوا امنيتي ستونزي اوبلي خوا داچي زموږ  عوام خلک لاتر اوسه دسرشمېرني په ارزښت  ندي پوه  شوي  اودې ته حاضر ندي چي دسرشمېرنې مامورسوالوته دي ځواب ووايي . پدې ټول ښه  پوهېږي چي په هيوادکي دمخالفو وسلوالوشتون  به داپروسه له خنډونوسره مخامخ کړي .  داپروسه به ناکامه ،اودا کار به ددولت  ملي جفا،ستره  اونه بخښونکې تيروتنه وي . دداسي غلطی اوبې ځايه سرشمېرنې پايلي به په هيوادکي ديوې بلي غميزي پيل وی .
داچې په سرشمېرنه کي کوم سوالونه شامل دي  هغه ددوي کاردی ،بايد سوالونه دسرشمېرنې دنيوالو نورمو نوپه حساب  برابر وي  .خودامسله  په افغانستان کي داقتصادي ارزښت په پرتله اوس سياسي ارزښت لري،
 له بده مرغه پدې ورستيو څولسيزو کي په افغانستان کي دلږکيو اوډیرکيومسلې  اودمشتو ورڼو قومونوتر منځ اختلاف ته زياته لمن وهل شوې ده .په يوه اوبل نامه  يودبل پر خلاف تبليغات شوی په ځانگړې توگه پدې ورستيوکښي دايران اويوشمير نوروهيوادوپه هڅونه  دپښتنوپر خلاف اوله هغوسره دنورو قو مو نواختلاف ته لمن وهل کيږي . داسي ډار شته چي ديولړ عينی دلايلو له مخې دايران  اوايران پلوه اشخاصو اوډلوهڅه داده چې دسرشمېرنې پايلي داسي راووزي تر څوهلته پښتو ژبی لږ اودری ژبی چي دوي ئي فارسي بولي ډير وښودل شي .دغه پايله اوشمېره به په هيڅ ډول دپښتنو لپاره دمنلو وړنه وي ،همدا کاربه ددي لام شي چې له يوې خوا به دنړيوالوپه ذهنيتونوکي پښتانه سرغړونکي  وپېژندل شي اوله بلې خوانورو ورڼو قومونو ته  به په خپلو افغان دښمنه تبليغاتو کي دا څرگنده کړی چې گوری پښتوژبی اوپښتانه  لږدي خودوي  ئي دادی  نه منی اوله ځان غوښتنې نه کار اخلي .
مخ کي له دېنه چي نورو ستونزو خبري وکړم زموږ  دهيوادوالو ډار پدي پروسه کي دايراني اخوندانوله لاس وهنو څخه تر هر څه زيات دی .که دسرشمېرنې په مسله کي ايران نېغ په نېغه مسوليت نلري دسرشمرني درییس له هغو خبرو څخه چي دازادی راډيوسره پر گردی ميز کولې داسي څرگنده شول چي دسرشمېرنې په پروگرام کي دوي دايکود سازمان  له غړو هيوادونه مرسته غواړي ،ايران هم دايکودسازمان غړی اوپدي پروگرام کي تر دغه نامه لاندي ددوي لپاره دهر ډول لاس وهنو امکانات  برابرېږي ،اوکه رښتيا ووايم دسرشمېرنې رييس صاحب چي له کاناډانه ئي تشريف راوړی   نه پوهېږو چي ولي ئې  دواړي پښې  په يوه بوټ کي اچوی او وايي خداي يو مالگی تروې چي سرشمېرنه به کوم . دومره خپل سری ددي لامل گرځي  فکر وشي  چي ممکن ددې بې مورده دلايلو شاته دبل چالاس وي . ځکه له بدمرغه زمو ږ په هيواد کي يوازي بهرني لاسونه بازی کوي اوسياسي لوبې پر مخ بيايي .
ايران  زموږ گاونډی هيواد دی هغه په امريکا کي دافغانستان  دسفير دطايب جوادپه خبره ده زموږ گاونډيان موږخپله ندي غوره کړي،متاسفانه ايراني چارواکي په ډيره سپين سترگی سره زموږ دهيواد په اړوند دوه مخی يادرې مخۍ سياست  چلوي .
په دې خبره کې هيڅ شک  نشته چې ا يران لا د ډيرو پخوازمانو نه زموږپه خاوره کې جا سو سان در لودل او تل يې د خپلو جا سوسانو په مر سته زموږ دخلکو تر مينځ دمذ هبي اوقومي تاو تريخوالي په بر خه کې کرغېړن لاسونه پورته اوکښته کول . البته ايران هغه وخت  ډير پياوړی  شوکله چې ز موږ پرګران هيواد افغا نستان  روسانوير غل  وکړاو ز مو ږ ډير شمير هيوادوال ګا ونډيو هيوادونو او له هغې جملې  ايران اوپاکستان ته په کډه کېدومجبور شول . هغه وخت ايراني اخوندانوزموږ  شعيه مذهبه ورونه پر اتو(۸) ډلو ووېشل  اودهغوي په منځ کې ئې په مختلفونومونودمذهب تر شعارلاندي  سياسي مذهبی تنظيمونه جوړکړل ،دخپلوڅاگرواداروله لاري ئي دهغوي روزنه پيل کړ ه . ايراني اخوندانونه يوازي داچي هغوي ئي افغانستان ته دجگړې لپاره رالېږل بلکي دايران اوعراق په جگړه کي تر ايرانی پوځيانود زياتو افغانانو ژوند  قرباني شو .
دايران دو لت همدا اوس ددي لپاره چي دافغان ولس  اوپه افغانستان کي دامريکا اواروپايي هيوادوسره دايران اټومی پروگرام پر سر راولاړه سوې  دښمنی تر سره کړي هغوته چې د افغا نستان  دحکومت پر خلاف  عملاجنګيږي وسلې ورکو ي او پو ځي مر ستې ورسره کوي،همدا اوس په ايران کي دافغانانو لپاره  دپوځی روزنې داسي کمپونه شته چي هلته هغوي روزل کيږي  اوافغانستان ته دخرابۍ لپاره رالېږل کيږي  . داير ان اخوندی  دولت د ا فغا نستان د وروڼوقومونو ترمينځ  مذهبي  اوژبنی تا وتر يخو الي ته  په افغانستان  اوله افغانستان بيرون  ديوشمير لاسپوڅوپوسيله لمنه و هي . دايران دباندنيوچارو وزير  متکي  دتير کال دسپتمبرپر ۹ نېټه دملگرو ملتودسازمان په گونده کي په ډاگه وويل ځي : موږ په ايران اوافغانستان کي دسپوږمکيو له لار ددوي (امريکا اوپلويانو) کړنې څارو ،دوي بايد پدي پوه وی چي په همدغودواړو هيوادو کې ئي ((۲۰۰)) زره پوځ دايراني توغنديوتر نښان لاندي دی . هغه زياته کړه په عراق او افغانستان کي زموږ استخبارات غښتلي دي ،موږ هر حه له نږدې حارو.داريانا افغانستان تلويزيون  خبري پروگرام
ټول افغانان پدې ښه پوهېږ ې ايران په افغانستان کي دمذهبی اوفرهنگی اړيکوتر نامه لاندي څومره ناولي لوبی  پر مخ بيايي .
ایران او ايران پلوه  خراساني ټلواله غواړي چې د پښتنو پرضد یوه پلان شوې دسیسه  پر مخ بوزی . همدا دليل وچي تر ټولو هيوادو وړاندي حاضر شو دسرشمېرنې په پروگرام کي مرسته وکړی اوياددي ادادري کارمندان په خپل هيوادکي وروزي .په بهرکي ددغه شان هيوادولخوا دکدرونوروزل يوڅه اندېښنې راپيداکوي .
زه نه پوهېږم چې ولي په ايران کي يوافغان ماشوم پر مخ چي هلته  ئي کورنۍ دژوند بدبختيورسولې ده دښونځيودروازي تړلي دي؟کله چي دلته په افغانستان کي دکدرونودروزلو خبره شي نوترهرچاوړاندي ايران تيار وي  .ايران ته ددرې  سوو((۳۰۰))  په شاوخوا کي ځوانان  ولېږل شوه تر څودژورناليزم  اواومطبوعاتو په برخوکي وروزل شی ،ددغه  روزنې پايله داشوه چي اوس په ايران کي روزل شوولپاره تر  دري ايرانۍ ياپهلوی فارسی دقدر وړده ،هره ورځ ملي ترمينالوژي تر پښو لاندي کوي  اودايرانی اصطلاحاتودرواج ورسپارل شوې دنده سرته رسوی . 
دافغانستان د سرشمیرنې په کاروکښي د ایران اويابل داسي دولت څخه چي زموږسره په ډول دډولونوژبنی اومذهبي اړېکه لري  اوپدي اړيکو کښي تاو تريخوالي محسوسېږي مرسته غوښتل زموږ په گټه ندي . سرشمېرنه زموږ ملي راز دی له هغه څخه بهرنيان  اوپه ځانگړې توگه رقیبو هېوادونو او یا د ایران په څېر هېوادوڅخه چې تل یې په افغانستان کې د افغاني ملي هویت او د افغانانو د اصلي شمېر او قومي جوړښت خلاف تبلیغات کړیدي بايدپټ  اومحرم  وساتل شي .
په ټوله نړی کي دهر هيواد د احصائیې چاري ،کوډونه اوپروگرامونه   ډير محرم اوملي راز شمېرل کيږي  .دهغه هيواد نوري داخلي ادارې هم له هغو څخه نشي خبرېداي  اونه څوک حق لري ديوچاپه هکله  بل چاته معلومات  ورکړی . په ټوله نړی کښي که  دکوم شخص  دشخصی دوسيې په اړوند  لاس وهنه شوې وي اويابېله قانوني جوازنه چاته معلومات ورکړه شي لوي جرم شميرل کيږي  . څنگه کېداي شي موږ په بهرنيانو دهغه  جملي په ايران داباور وکړو چي دوي زموږ داحصائېې په چاروکي دلاس وهلو حق ولري ؟ دټولو نړيوالو نورمونوله مخي دسرشمېرنې مامورين بايد تر کنترول لاندي وي تر څودبهرنيو څارگرواداروسره اړېکي ونلري .  دمرکزی احصائيې په  اداره کې  داسي کسان په دندو گمارل کيږي چي د ډير اعتماد اوباوروړوي ،سره له هغه هم تر ډير جدي کنترول لاندي وي تر څوبهرنی څارگري ادار ې ئې استخدام نکړی .
په افغانستان کي دسرشمېرن مسله دومره ساده خبره نده ،په شمېرنه کښې دهرډول دسيسې اوتوطئې امکانات شته . په تيرو وختوکې دمعينې طرحی له مخې په زياتو تذکروکې غلط معلوماتونه ليکل شوی دي  .له بلي خوا همدا اوس زموږ اکثريت هيوادوال دسواد له نعمت نه محروم پاته دي دوي څه  پوهېږي چي  دسرشمېرنې مامور ددوي  په فورمه کي څه ډول معلومات وليکل . پدي پوره باور لرم چی دد سرشمېرنې پايلی به دايران اويوشميرنووهيوادودغوښتنو او ارزوگانوله مخې  داسي وي لکه چي همدا اوس يوشمېر په اصطلاح افغانستانيان (خراسانيان) ئې په خپلو ليکنوکښې ليکی .
هغه ((۶۰)) ميليونه چي پر غلطه اوضدملي سرشمېرنه لگېږي ښه به داوي چې پدغوپسو يوه فابريکه جوړه شي ترڅوله يوې خوا زموږ دبيکارو شمير راکم شی اوله لې خوا دملي توليد څښتنان شو.  ددې برخی پاي