د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

٥٠٠٠ شهيدان

حامد بابر 09.04.2008 23:48

يادونه : د افغان بشري حقوقو د کميسون له خوا دغه لاندنۍ مقدمه او پوښتنې د يو کتاب لپاره چې د ٥٠٠٠ شهيدانو نومونه او اسناد پکې راغلي دي تيارې شوي دي ، دا هغه پېژندل شوي شهيدان دي چې د کمونستي رژيم په دوران کې د بشري جناياتو په نتيجه کې په ډېر وحشت شهيدان شوي دي .
دغه پوښتنې د افغان ملت د ګوند مشر ښاغلي انورالحق احدي مخې ته ايښودل شوي او هغه يې ځوابونه ويلي دي په لاندې کرښو کې پوښتنې او ځوابونه دواړه لوستلى شئ .
پټه دې نه وي پاتې چې دغه پوښتنې د يو څو نورو مشرانو مخې ته هم ايښودل شوي دي خو هغوى دې پوښتنو ته ځوابونه نه دي ويلي .
دغې پوښتنو ته تاسې څه ډول ځواب وايئ دلته يې وليکئ چې د نوموړي کتاب په نژدې چاپ کې ترې ګټه واخيستل شي ، د ټول افغان نه هيله کوو چې لوستونکو ته د تبصرو اجازه ورکړي .
ګران لوستونکي کولاى شي چې په دې برېښناليک هم اړيکې ونيسي اندونه راولېږي
hamidbabar@yahoo.com

ښاغلى محترم او قابل قدر ډاکټر انور الحق احدي صاحب د افغانستان د افغان ملت د ګوند مشر صاحب اسلام عليکم و رحمة الله و برکاته .

محترما ! په تېرو دوه نيمو لسيزو کې زموږ بېچاره اولس ډېر زحمتونه او تکليفونه ګاللي او پدې موده کې يې زيات دردونه او کړاوونه هم ليدلي دي ، چې يو هم له دې جملې څخه د خلق او پرچم ګوندونو د زمامدارۍ په دوره کې د بې شمېره بې ګناه زندانيانو ( اسيرانو ) ټولنيزې وژنې دي ، چې پدې کې محصلين ، علماء ، سياسي شخصيتونه ، د قومونو سپين ګيري ، استاذان، خارجي اتباع ، بزرګان ، ددولت کارکوونکي او د ژوند د نورو طبقو سره تړلي خلک په کې شامل وه د پلچرخي او د هېواد په نورو زندانونو کې د شپې په تيارو کې پرته د کومې علني محکمې ، په بې رحمانه شکل شهيدان کړل شوي دي .
او ددى مبارک جسدونه يې په دشتو او بيابانونو کې په اجتماعي ډول تر خاورو لاندې کړي دي .
چې فاميلونه يې تر اوسه پدې انتظار کې وه او ځينو فکرکاوه چې دوى به يې پخواني شوروي اتحاد ته ليږلي وي او يوه ورځ به خپلو کورنيو ته راستانه شي .
د افغانستان د بشري حقوقو کميسون له دې جملې څخه د پينځه زره ( ٥٠٠٠) شهيدانو اسنادونه او لستونه لاس ته راوړي و، چې د تېر کال د اګست په ٣١ مه نېټه د يو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې خپلو هېوادوالو ته ابلاغ کړل او پدې اړه يې د اوږدې مودې انتظار پاى ته ورساوه .
د خلکو د زياتې غوښتنې په اساس کميسون تصميم نيولى دى چې دغه اسناد د يو کتاب په شکل چاپ او ديو ژوندي سندپه څېر وساتل شي .
ددې سند د چاپ په خاطر د ځينو شخصيتونو نظر ته اړتيا لرو؛ نو د افغانستان د بشري حقوقو کميسون تاسې عاليقدر ته لاندې پوښتنې راجع کړي دي ، چې په ځواب ورکولو سره حوصله افزايي راپه برخه کړئ .

اوله پوښتنه : ستاسې محترم د افغانستان د افغان ملت د ګوند رييس او د افغانستان د انتقالي اسلامي دولت د لوړپوړي چارواکي په حيث ددې شهيدانو د قاتلينو سره بايد څه وشي ؟
دوهمه پوښتنه : آيا که د مقتولينو کورنۍ تاسې نه د انصاف په غوښتلو کې مرسته وغواړي نو د هغوى غوښتنې ته به ستاسې ځواب څه وي ؟
درېيمه پوښتنه : آيا پرته له علني محکمې څخه د داسې وژنو په هکله ستاسې نظر څه ډول دى ؟
څلورمه پوښتنه : ددې شهيدانو د اجتماعي قبرونو د خوندي ساتلو په اړوند مو کوم اقدام کړى دى او يا مو پدې هکله څه هوډ شته دى ؟
پنځمه پوښتنه : د يو مهم سياسي شخصيت په حيث چې ستاسې د ګوند هم يو زيات شمېر ملګري پکې شامل وه ددوى په ياد کې مو کومه مشخصه ورځ د لمانځلو تعين کړې ده او يا تصميم لرئ ؟
شپږمه پوښتنه : آيا که ددوى قاتلينو ته سزا ورنه کړل شي نو دغسې سرغوړونې به پاى ته ورسېږي ؟
اومه پوښتنه : د بشري حقوقو نه د سرغړونې د مخنيوي په اړه کومه طرحه په نظر کې لرئ ؟
ضمني پوښتنه : آيا ستاسې محترم له نظره ددې سندر چاپ کول څومره اهميت لري ؟ تاسې محترم خپل عمومي نظر هم ورکولاى شئ .
پدې اميد چې خداى پاک دې وکړي زموږ د پوښتنو څخه درته کومه نارامي نه وي رسېدلې .
په درنښت .
لعل ګل خان
د بشري حقوقو د کميسون رييس .

د افغان بشري حقوقو د کميسون د سوالونو ځوابونه .

اول ځواب : په افغانستان کې د ثور له کودتانه د کرزي صاحب تر حکومت پورې ډېر بشري جنايات واقع شوي ، کله کله هم په پوره بې رحمۍ په ډله ايز ډول خلک وژل شوي دي ، د بشري جناياتو مرتکبين بايد محاکمه شي او جزاء وويني، البته په محکمه کې متهم ددې حق لري چې د اتهاماتو په هکله د خپلې بې ګناهۍ نه دفاع وکړي او د محکمې طرز العمل بايد چې د محاکمو او قضا له بين المللي اصولو سره سم وي .
دويم ځواب : د جنايي پېښو ، خصوصي بشري جنايي پېښو ، په هکله د عدل په ځاى کول د دولت وظيفه ده ، غير له دې نه چې زه د بشري جناياتو په هکله د واقعي عدالت ملاتړ وکړم ، نور فکر نه کوم چې په شخصي سطحه څه و کولاى شم .
درييم ځواب : داکثرو بشري جناياتو مجرمين په علني ډول محاکمه کېږي ، خو دغه موضوع به قضايي مقاماتو ته پرېږدو چې په کومو حالاتو کې علني او په کومو حالاتو کې د پتې محاکمې تصميم نيسي .
څلورم ځواب : متاسفانه چې د يوې سياسي ډلې په صفت مونږ د غه کار ندى کړى ، زموږ د ځنې ډېرو مشهورو ملګرو لکه استاد مېړني جسد هم مونږ او يا فاميل ته يې ندى سپال شوى .
پنځم ځواب : د يو سياسي ګوند په صفت مونږ د شهيدانو د ياد لپاره کومه ورځ نده ټاکلې خو په بېلو ، بېلو وختونو کې مو په خپلو اجتماعاتو او نشراتو کې د هغوى يادونه کړې ده ، اصلاً دا د حکومت او دولت وظيفه ده چې د شهيدانو په نوم يوه ورځ وټاکي او په دغه ورځ کې د بېلو ، بېلو شهيدانو د کارنامو ياد وشي .
شپږم ځواب : د بشري جناياتو مرتکبينو ته بايد په هر حال کې جزاء ورکړل شي او هر کله چې مجرمين د خپلو کړو جزاء ونه ويني دهغه د جناياتو ارتکاب نور هم ډېر دى .
اوم ځواب :ټول مجرمين بايد محاکمه او که ګناهګار ثابت شول جزاء وويني .
د ضمني پوښتنې ځواب : څو کاله د مخه روستار تره کي په دې هکله يوه په زړه پورې رساله ليکلې وه ، که تاسو غواړئ چې کتاب نشر کړئ ، ددغو مصاحبونه سربېره بايد چې نورې تيوريکې ليکنې هم په کې ځاى کړئ .
موفقيت مو غواړم
په درناوي
انورالحق احدي
لاسليک