د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډاکټر شاه زار ليوال په مړينه د تسليت پيغام

نياز محمد مومند 24.03.2008 21:57
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې ډاکټر شاه زار ليوال د ورپيښې ناروغۍ له امله دپرديسۍ په حال کې دمسکو دښار په يوه روغتون کې دتل لپاره له دی نړۍ سترګي پټي کړي او خپل ټول خپلوان، دوستان او همسنګران يې تر شا ويرجن بريښودل.
ارواښاد شاه زار ليوال په هيواد مٌين سياسي، ټولنيز او علمي شخصيت و، د خپلو خلکو سره يی ژوره مينه لرله، د هيواد ترقي او د خلکو هوسايي يې د ژوند لوی ارمان و او د خپل اګاهانه سياسي ژوند لويه برخه يې په پوره صداقت،ځان تيرېدنې او سر ښندنې سره ددغه لوړ انساني ارمان د تحقق لپاره مبارزې ته بيله کړی وه.
زه په دې ويرجنو شيبو کې د هغه پتمنی کورنۍ او ټولو خپلوانو، دوستانو، خواخوږو او همسنګرانو ته خپله ژوره خواشيني، خوا خوږي او تسليت وړاندې کوم، هغوی ټولو ته د لوي صبر او زغم غوښتنه کوم او د هغه  پاک روح ته د دعا لاسونه پورته کوم.
                                                                                 روح دی يې تل ښاد وي.