د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نښتر په گردېز او المان کې ولمانځل شو

محمدامين بسـمل 16.03.2008 01:25

دشعراوادب ډېروقدرمنو مينوالو!
پرون زموږ نښتر درى كلن شواوپه لمانځنه كې يې له گران هيوادڅخه بهر اودننه سلگونو هېوادپالو، فرهنگپالواوخوږ ژبوشاعرانوبرخه لرله د نښـترپه وياړلايوه شپه د مخه دغـزل ماښام ورته جوړشوى وچې ډېروخوږ ژبوشـــاعرانوهم پكې خپلې وړتياوې وښودې اوهــم يې د سبا لپارد نښتر لمانځلو ته ځانونه تاوده كړل هو!
سبا سهارمخكې له دې چې غونډه پيل شي ماورسره دتېرودووكلونو په څېرتيليفوني ليكــې
پرانيستې خوند يې كاوه چې په تيليفون كې مې دخوږو ميلمنوغږونه اورېد په تېره بيـا كلـه چې ميلمه پالــــوزلمــــوبه ورته هركلى وېل اوستړې مه شې به يې ورسره كوله چې پلانى
صاحب او پلانى صاحب هركله راشئ ستړي مه شئ راځئ دې خواتشــريف راوړئ نوما ته خپل ځان رښتيا هم يوپرديس ښكاره شو، له وطن او له داسې بختورو غونډو څخه لريوالى
سړى واقعاٌځوروي لنډه دا چې دنښتر د دريمې كاليزې غونډې په لاندې ډول پيل شوه: دجمعې په ورځ مشاعره د سهار په نهو بجو دمولوي ګل مرجان له خوا د قــران پاک د څو سپېڅلو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه او په پيل کې ډاکتر عبدالهادي حماس دلويې پكــــتيا دفرهنگي ټولنې مشـــرد پرانيستونکې ويناپه ترڅ کې مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه بيا له هغه څخه وروسته په لسګونو شاعرانو دهېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه خپل ملي، بزمي، عشقي ، انتقادي او مزاحيه شعرونه واورول، چې په گرموولولو اوچكچكويې هرکلي وشو
دمشاعرې په جريان كې ما هم خپل تيليفوني پيغام په لاندرې ډول ورته وړاندې كړ:
زه محمـــدامين بســمل له هيواد څخه بهر په اروپا اوپه خاص ډول جرمني كې زموږد نننۍ مشاعرې دگډونكوونكواوپردېسوفرهنگپالو افغانانو په استازيتوب تاسود لويې پكتيا په زړه كې ناستو، د نننۍ تاريخي مشاعرې قـدرمنو گډونكوونكوته د نښتردبختورې دريمې كاليزې مباره كي وايم په څانگړي ډول دپكتـيا ډېر پياوړي والي صاحب ښاغلي جمع خان همدرد او د گران هيوادله گوډ گوډڅخه راغلو ډېرو قدرمنومېلمنوته نېكې هيلې، سلامونه، كورودانى اومباره كي وايم دپكتياله فرهنگي ټولنې څخه په مننه وايم چې پاك اﷲ دې لاتوفيق وركړې چې نورهم خوږې پښتوژبې اوافغان ولس ته د خدمت جوگه شي،همداراز له ټولوباتورو او تورزنو پكتيا والوڅخه هيـله كوم چې په مينه اواخلاص خپل اتل والي ښاغلي همــــــدرد ته زړونه اولاسونه وركړي ترڅوپكتيا شېرازه اوله ولايت څخه رانيولې ترمملكته پورې گران افغانستان افغانانو ته وگټو.
له مېلمه پالو نښتري زلميانوڅخه هم ډېره مننه كوم چې دگرانومېلمونو پالنه اوخدمت كوي

اﷲ مو لا سرلوړي لره د خداى په امان


ورپسې د پکتيا والي ښاغلي جمعه خان همـــدرد د خپلې وينا په ترڅ کې له مشـاعرې څخه خپله خوښي اوتأثرات بيان کړل دا ورځ يې په خپل ژوند کې يوه ډېره خونـدوره ورځ وګڼله وروسته يې په پکتيا کې د بيا رغاونې پر راتلونکـوپروژوهم رڼا واچوله دمشاعرې په پای کې يوشمېر مډالونه، ستاينليکونه او ډالۍ ووېشل شوې، چې له هغې جملې څخه دستر پوه استاد محمــــد صديق روهي مډال ځوان احسان الله درمل ته د ده د ژورو علمي او فرهنګي هڅوپه وياړ، د ستر ليکوال عبدالحی ګردېزي مډال ښاغلي اېمل مرجان ته د وېنډوز اېکس پي د پښتو کولو په وياړ، د غازي ببرک خان ځدراڼ مډال پوهنمل محمد اسماعيل يون ته د ملي ارزښتونو په لارکې د بې درېغه سرښندنوپه وياړ، د سترپوه استاد محمد صديق روهي په نامه بل مډال ښاغلي اسرار کريمزي ته د پښتو استوزګر (مېسنجر) جوړولو او د ژباړې پر ماشين د کار په وياړ او دشهيد ډاکتر محمدهاشـم مصـور مډال ښاغلي عبدالاحمد محمد يار ته د افغاني فرهنګ په لار کې د لوړ همت او نه ستړي کېــدونکي هــوډ په وياړ ورکړل شول همداراز په يو شمېر فرهنګيانو باندې د جمعه خان همدرد له خوا پنځوس لونګــۍ او شـــپږ ډالۍ شوي ټيکري هم ووېشل شول د مشــــاعرې غونډه د غرمې په يوه بجه پاى ته ورسېده او پس له غرمې د محمد دين او زنګي خان تر منځ فې البديهه مشــاعره او د نعيم توري په ښکلي غږ د ټنګ ټکور مجلس جوړ شو خويوشمېر دلـــري ځايومېلمنو ونه شول كولاى چې ترپايه كنسرت وگوري هغوى له خيره سره خپلوسيمو ته ولاړل كنسرت لا ختــم نه ؤ چې دجرمني په مونشن ښاركې موږ دنښـترد دريمې كاليزې په لمانځلـو پيل وكړزموږ
دمشاعرې په لمړۍ برخه كې لمړى دقران پاك تلاوت وشوبيامې له لنډې ويناڅخه وروسته
دغونډې گډونوالو ته دلويې پكتيا دوالي ښاغلي جمع خان همدر، دپكتيكا دوالي ښاغلي اكرم خپلواك.دلغمان دوالي ښاغلي لطف اﷲ مشعل اودهلمند دوالي ښاغلي گلاب منگل ئبت شوي پيغامونه ور واورول چې ټول ورته ډېرخوښ اودبري دعاوې يې ورته وكړې بايدزياته كړم چې ما ډېره هڅه وكړه چې د ننگرهارله والي ښاغلي گل اغا شېرزي سره هم تماس ونيسم خوبريالى نه شوم په هرصورت موږ هغه په غونډه كې ياد اودهغه له مثمرو چارو څخه مو رضايت وښود ورپسې مود گرديز د مشاعرې ثبت شوى جريان په گډه سره واورېـــد بيامو خپله مشاعره پيل كړه چې دوخت د كـموالي له وجې موصرف د شـــــپږو شاعرانواشــــعار واوررېدل چې له هغې جملې څخه مود دريو شاعرانوښاغلو عبدالوهـاب سـرتېر، رحمن گل توتاخېل اولمر پرهـېزاشعارچې دثبت په ډول رالېږل شوي ول واورېدل موږ دځينو دلايلوله
مخې دټنگ ټكور پروگرام نه درلود.
په پاى كې زه محمدامين بسمل په بهر كې د لويې پكتيا د فرهنگې ټولنې په اســـتازيتوب له ټولو گرانو فرهنگيانو، فرهنگپالو، ميلمه پالو، د گرديزاومونشن دغبرگوغونډو له گډونكو څخه دزړه په مينه مننه كوم چې دښايسته نښتر د ادافغان دهسكې شملې دممثيل په لمانځلو كې يې له موږ سره برخه واخيسته اوپه ځانگړي ډول دلويې پكتيا له امنيتي چارواكو څخه ډېره ډېره مننه كوم چې زموږ دنښـــتر دمېلې امن يې ساتلى و.
بيا هم مننـــــــــــــــــــــــه