د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خيبر تلويزیون نا لوستي کوربانه

فيروز افريدی 29.02.2008 08:46

ميډيا نن سبا په يوه معاشره کښې د اظهار هغه حساسه وسيله ده ،چه د ابلاغ سره سره د تهذيبي او معاشرتي قدرونه پالنه او روزنه هم کوي او د عام وګړي د علميت او تربيت درجه هم اوچته ساتي

 

د عام وګړي د پاره د ابلاغ د حصول ارزانه او اثرناکه او د نوي کول د پاره د زده کړي او د وړاندې تګ مهمه زريعه هم ميډيا ده.

خو که چلونکي يې جاهلان او غرضيان وي نو لکه د کلو بانډو د چڼو او نم خوانده مليانو په شان نه صرف بے اثره او بے خونده کردار لوبوي بلکه په معاشره او چاپيريال کښې د ضرر باعث هم وګرځي .دغسې د عام وګړي د پاره د ابلاغ وسيله خو څه چه د خلقو د خندا يوه مشغوله هم ترې جوړه شي.

 

خيبر ټيليوژن چه په اول اول کښې راغلو نو د ډيرو پښتنو ورته طمع وه چه د نوي صدئ د تقاضو عين مطابق به خپل کردار ولوبوي او پښتون قوم به د نورو قومونو په سيالئ کښې ودروي.

 

خو افسوس دا دې چه لکه د نورو پرمټونو غوندې د دغه ټيليوژيون پرمټ هم بدقسمته پښتون ته چا ور نه کړو او لاړو داسلام اباد سرمايه دار يې په نور هم موړ کړو ،چه په پښتون قوم د پيجاني واکدار هيڅ ګټه پيرزو نه وه..

 

بيا هغوئ له چه د پښتون قوم د سپاکوي او د نوي نسل د ګمراه کولو کوم چلونه ورتلل هغه يي رامخ ته کړل او د نوې زمانې نوې فيش په نوم يې زمونږ دروند لباس او سوچه پښتو ژبه داسې تالا تارغه او تس نس کړه چه د پنځوسو شپيتو کالو راسې په خارجي هيوادونو کښې ميشتۀ پښتانۀ او د هغوئ نسل هم ورته حيران ګوته په خله پاتې شو.

چه دا کومه پيښه رامخې ته شوه ؟

 

درې کاله پس يو ځل بيا د پښتون بدقسمته اولس په نوم د دغه ټيليويژيون بادارانو د موجوده پنجابي واکدارانو نه يو بل لاسينس هم واخيستو او د دريم لائسينس حقدار يې هم وګرځولو ځکه چه بقول د دوئ په پښتنو کښي خو نه څوک سرمايه دار شته نه چا خواهش کړي دې او نه ېې څوک په چليدو پوهيږي.

حالانکه داسې خبره هر ګز نه ده..هم سرمايه دار شته هم يې چلونکي مخې ته راغلې وو خو اصلي خبره داده ،چه اغيارو واکدارانو پښتنو ته اجازت يا لائسنس ورکول يو ډير خطرناک قدم وګڼلو .

چه ګنې څوک پښتون وګړې يا ګروپ په په خپل قوم کښې د خپل حق غوښتلو شعور پيدا کړي، چه هسې نه چرته پښتون د خپل ذپلي اولس د حق غوښتلو د پاره اواز پورته نه کړي او د عالمي قوتونو نه تقاضه ونه کړي.چه راشئ په بر صغير باندې تر څو صدو پورې حکومت کونکو زړه ورو او مدبرو پښتنو د بربادئ دا حال هم وګورئ ؟،چه عاصبانو په يوشتمه صدئ کښې هم د بنيادي حقوقو نه محرومه ساتلي دي.

 

اوس به راشو د دغه تيلويژن کار ګردګئ ته چه په دې درې کاله کښې يې کوم بدلون راوستلې دے.

 

کله چه خيبر ټي وې خپل نشريات شروع کړل نو د خپرونو د پاره يې اوليني شر طونه دا وو:

چه په دغه ټي وي به څوک په قميص پرتوګ کښې نه راځي.

دوئم شرط يې دا وو :

چه تجربه کار او زاړه کارکونکي پروديوسران،فنکاران،سندرغاړي او موسيقاران به نه راولي.

 

دريم شرط يې دا وو:

چه نوې موسيقي به متعارف کوي او ويډيو به هغه چلوي په کومه کښې چه جيني او هلک په پينټ شرټ کښې ماډلنګ کوي.

 

او بيا به يې اناونسرانو په ډير فخر سره اوئيل چه دنيا بدله شوه اوس پښتون هم بدليدل غواړي ،ځکه چه دغه خبره امريکه او يورپ هم کوي چه په نني دور کښې زاړۀ روايتونه ،او پښتني اولسي قدرونه نه چليږي بلکه د مغرب په شان به ټوله دنيا مدر پدر ازاده وي.ځکه چه اسلامي پښتني يا مشرقي اخلاقي قدرونه د ترقئ لارې نيسي.

 

هغوئ ته شائد دا پته نه وه چه دلته خو خلق ابله پښې ګرځي د يو وخت دوډئ وي او د بل نه وي.د څښلو اوبه نيشته ،بيماران په کورونو کښې بے علاجه پراته وي،د تن د پټيدو د پاره کپړا جامه نيشته مونږ په داسې حال کښې د مړې ګيډې فارسي څنګه اويو؟

 

څلورم شرط يې دا وو:

چه په لهجه کښې به خامخاه انګريزي وئيلې کيږي او په اول اول کښې چه کوم اناونسران /کوربانه راغلل نو هغوئ چرته په کورونو او مجلسونو کښې په قسم هم پښتو وئيلې نه وه ،او نه د اصل نه هغوئ پښتانه وو خو چه د ايکسپوژر خبره راغله نو د هر چا نه وړاندې هم دغه پښتو دشمنه خلق رامخې ته شول .او ځان يې خلقو ته د سوچه پښتون اولس نمائينده وګر ځوو.

 

د دوئ دغه سپکو حرکتونو او بے وزنه خبرو نه

په ډير لږ وخت کښې د دغه ټي وي سنجيدو کتونکي مايوسه شول او يو ځل يې بيا د خپلې بدقسمتئ ساندې وژړلې.

 

بيا وروستو د خلقو په بے کچه اصرار د ټي وې د څو سنجيده کوربنو په وساطت د تي وي واکدارانو خپل شرطونه نرم کړل او زاړۀ فنکاران ،زاړه موسيقي او د اولس د پاره څو ګټه ورې خپرونې يې هم پئيل کړي خو سنجيده خلق د دوئ سره کله او تر کومه پورې تللې شول.؟

ځکه چه واکدارانو هم نه غوښتل او معاش يې هم نه ورکولو.چه خپله او د بچو خيټه يې په ډکه کړې وې.

 

اوس به راشو د نن صبا حال ته ،چه خيبر ټي وي کومو کوربانو او پروډيسرانو ته ماشاالله پاتې شوې دې .

 

په هغوئ او په اوريدونکو د الله پاک رحم وکړي چه تر کومه پورې به د سزا په توګه دغه کسان د خلقو د ذهنونو او بصارتونه د پاره لکه د مسلسل غذاب جاري وي.

 

د خيبر ټي وي پروډيوسر ان او کيمرامينان هغه کسان دي چه په ودونو کښې به د جنج ډولئ او د پټاخو ويشتلو فلمونه جوړول.نن صبا د الله په مهروباني بقول د دوئ د انټرنيشنل سټنډرډ (کچ) تخنيکاران دي .په ۵۵ -۶۰ هيوادونو کښې د دوئئ د کار په سوب خلق په غذاب مبتلا دي.

 

نن صبا دغه مخلوق په دغه ټي وي کښې د پروديوسر،ډائيرکټر،پينل اپريټر،ريسيپشنسټ او د ستوډيو د ننه د صفائي او څوکيدارئ سره سره د ټي مين کار هم کوي.

نو په داسې حال کښې په سينئر ، سنجيده ، تعليم يافته باعزته سفيدپوش وګړي څنګه دغه نوکرئ ته غاړه کيږدي؟

 

د خيبر تي وې ايکتړانو هم دغه حال دې چه په يوه ډرامه کښې نوشابه ببو د عارف قاضي مور وي،ورپسې په بله ډرامه کښې يې مشره خور او په دريمه کښې يي ښځه يا معشوقه وي.

 

اوس به راشو د کوربانو خواته ، نو الله تعالې دجمشيد علي خان او د ذکي الرحمن د انګريزئ وئيلو نه مومين مسلمان په امان کښې وساتي .

 

دا تش په نوم لوسته غريبانان ډير کوشش وکړي چه بے تعليمه يا چرته نيم خوانده ميلمنو په مخکښې په فل سپيډ کښې څه غلطه ملطه انګريزي اوئي چه رعب يي برابر شي ځکه چه تعليم يافته خلق خو هسې هم دغه پروګرام اوريدل يا ليدل خپل وخت بربادول ګڼي خو که چرته کومه ورځ ډاکټر يا انجنئير وغيره يې ميلمه وه نو د جملې سر په انګريزئ کښې راواخلي مينځ ته اردو يا پښتو ته راکوز شي او په اخير کښې په داسې ټکې تورې يې ختم کړي چه والله که خو دا غريبان پخپله هم په پوهه شي او نه ورته مخامخ ناست ميلمه په پوه شي ،هغه غريب ميلمه د دوئۍ دا بے مطلبه جمله چرته د ټيکنيک کومه برخه وبولي.الله الله خير صلا.

 

دغه غريبانان د احساس برترئ او احساس کمترئ په مينځ کښې چرته د احساس خرترئ ښکار شوي دي.

زما دغو غريبانانو ته ّمخلصانه مشوره دا ده ،چه اول د په سوچه پښتو ځان پوه کړي بيا د وروستو چرته انګريزي د بل کار د پاره زده کړي ځکه چه د دوئ دغه د ټي وي جاب د پښتو وئيلو په سوب دے..که بل ټې وي کښې يا اين جي او کښې ورته چانس ميلاويږي نو بيا د د انګريزي د پاره چرته کورس نيم هم وکړي ،يا د سر دوباره چرته په ميټرک کښې داخله واخلي.

 

اوس به راشو نورو پروګرامونو ته د يو څو ورځو نه راپه ديخوا ګورم چه يو کوک (باورچي خوان ) احمد شير په انګريزئ کښې پروګرام کوي،ما چه د هغه پرو مو واوريده نو تر ډيرو ورځو پورې خو مې دا ګمان وو چه ګني دا سړي په چيني ژبه ګويا دے خو اوس پوه شوم چه په خيبر ټي وي کښې دغسي انګريزې هم وئيل کيږي او دا هم غنيمت ده ..بيا د ياسر کامران او ثنا يوسف په نوم دوه ماشومان د ګوډاګو لوبولو په وخت چه کوم زوږ او شور زمونږ تر غوږؤنو رارسوي زما يقين دے چه د چا خيرې راپسې دي.

ګني والله که دغه دوه خو چا خير غوښتو له د پاره په کرايه هم نيولي وئ.

خو دا به هم د خيبر ټي وي د مفتو نوکران وي.چه په مونږ يې بطور سزا مسلط کړي دي.

 

يوه بله بلا په دغه ټي وي کښې د نجيبه فيض په نوم هم کار کوي. کار څه کوي د بے شرمئ او بے حيائ چه کوم درس زمونږ خوئيندو لوڼو ته دغه ښځه ورکوي د هغې مثال نه ميلاويږي.

دا کردار د پښتون او افغان په نوم يو تور داغ دې،چه زمونږ سترګې يې د شرمه ټيټي کړې دي.الله د زر تر زر مونږ د دغه بلا نه خلاص کړي امين.

 

اوس به راشو سرکاري ملا،خطيب طبيب،حکيم،شاعر،اديب،صحافي ،ژبوهان حضرت مولانا عبد الرحمن بيتاب صيب ته

 

دا غريب په اخير عمر کښې خدائ تعالي وشرمولو.الله پاک په خپل بنده څلوښت ځله پرده اچوي خو چه بيا هم هغه پوهه نه شه نو د بيتاب غوندې يي په شرمونو وشرماوي

يو خو افسوس چه د ريډيو پاکستان سدا بهار کلين شيو قاري فدا محمد ما ليدلے نه وے او بل ارمان دا چه غريب زمونږ د بدقسمته معاشرې وګړې نه وي..

دا هغه کس دے چه په يو وخت کښې د ملا برخه هم خوري،دحکيم په نوم هم شخوند وهي .د شاعر او اديب مخه يې هم نيولې ده او د عربئ او پښتو ژبې د استاذ دعوي هم کوي.د جاهل يوه ورځ وئيلي وو چه خيبر ټي وې د پښتو مرکز دے.اوس پښتو دومره ميراته ژبه شوه چه بيتاب غوندې خلقو ته پاتې شوه؟

 

تر څو چه دا بلا ژوندې وي په والله که د خيبر په دروازه بل څوک حقداره انسان قدم دننه کړي.

 

مونږ پښتانه د خپل ورور مخه په خپله وهو،د خپلې ژبې ژرړې په خڅله پري کوو،د خپل قوم حيا او ناموس پخپله اخلو ،او د خپل ذپلي اولس نوړئ په خپله شوکوو

او خپله جامه په خپله تار تار کوو .ځکه خو آغيار زمونږ په حقوقو خيټه اچولې ده چه په مونږ کښې د تالي څټو،ضميرفروشو او بے ناموسه خلقو کمئ نيشته