د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوه پښتو خپرونې چاپ شوې

منصور 27.02.2008 10:14

د امتياز څښتن: م . ا . توحيد يار
مسوول مدير : مجيب الرحمان انګار

afaq_no1@yahoo.com
دناپېيلې،هر اړخيزې مياشتنۍ پښتو خپرونې آفاق نوې ګڼه(دويم خپرنيز پړاو،پرله پسې يوولسمه ګڼه) چاپ شوه.
آفاق دتېر پشان دا ځل هم په زړه پورې سياسي،علمي،ادبي، و هر اړخيز مطالب په ۴۸ مخونو کې را نغاړلي.
دپښتۍ په لومړي مخ داطلاعات و فرهنګ دوزیر عبدالکريم خُرم انځور له (( خُرم دفرهنګي يرغل سره په مبارزه کې)) سرليک او ترې لاندې د دګليم جم ملېشې دبېسواده مشر دوستم يو عجیبه انځور ليدل کېږي.
سرليکنه يې (خپلسرې ملېشې- يوستر ګواښ) د دوستم له خوا د دترک تبار شورا دمشر اکبر بای پر کور دشوي بريد او ددغه ډول خپلسرو و ناقانونه ملېشو دشتون او خطراتو په اړه ليکل شوې.
دمجلې دمنځ څلور مخونه په رنګه آرټ پيپر کې چاپ شوي،چې په دوو کې يې له ملي ترمينالوژۍ نه ددفاع په اړه دښاغلي خُرم دپرځای ګام او دبهرنيو لاسپوڅو له خوا دغې مسلې ته د ورپېښو ګواښونو په او په دوو نورو پاڼو کې بيا هم د دوستم او اکبر بای دلانجې په اړه ليکنې ليدل کېږي.
دپښتۍ په څلورم مخ کې ديوې داسې افغانې تور سرې چې حيراني او معصوميت يې له ورایه په سترګو کې ښکاري له دې جملې سره يو ځای ليدل کېږي : (( بدل ودونه و ناوړه دو دونه ستونزې راوړلاوي))
آفاق د اوس پېر د پښتو چاپي خپرونو په کتار کې يو ځانګړی مقام ګټلی،چې که خپله همدا تګلاره همداسې جاري وساتي او د قانون ماتوونکيو او ملي خاينانو پر وړاندې همداسې په جرئت سره غږ اوچت کړي لرې نه ده،چې په نژدې راتلونکي کې هغه تشه ډکه کړي،چې دا مهال په ملي کچه موجود دی.


سپرغۍ :
دناپېيلې ادبي و ټولنيزې خپرونې سپرغۍ نوې ګڼه (لومړی کال،پېنځمه ګڼه) چاپ شوه. سپرغۍ  په ۵۶ مخونو کې دهيواد ديوشمېر تکړه ليکوالو په زړه پورې عملي،ادبي،سياسي و کلتوري ليکنې خپرې کړې.
دپښتۍ په لومړي مخ دعوامي نېشنل ګوند دمشر اسفنديار ولي خان انځور ليدل کېږي چې دپاکستان د نويو ټولټاکنو او د سرحدايالت دبرخليک په اړه د يوې ليکنې په اړه دی.
په مجله کې پر نورو سربېره په پاکستان کې دټولټاکنو په ځانګړې توګه په پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند له خوا دلوی اکثريت دترلاسه کولو او د پښتنو دراتلونکي سياسي برخليک په اړه مطالب ليدل کېږي.
په سپرغۍ کې دلومړني پښتو تلويزيوني چېنل خيبر په اړه  يوه  حيرانوونکې ليکنه خپره شوې،په دغه ليکنه کې راغلي چې خيبر پر پښتنې سندرغاړې نغمې يولړ بنديزونه لګولي،ليکوال زياتوي چې خيبر  دنغمې پر سندرو بنديز لګولی .
ویل شوي چې نغمې له مياشتنۍ آفاق سره په مرکه کې چې ددغې خپرونې  مسوول مدير مجیب الرحمان انګار ورسره کړې وه پر خيبر يولړ يولړ پرځای او معقولې نيوکې کړې وې،په دغه مرکه کې نغمې ويلي ول چې خيبر پښتني وقار و دودونو ته زيان رسولی....

مينه وال يې په لاندې پتو ترلاسه کولای شي:

کابل : دانش کتاب پلورنځی،جلال اباد : ګودر کتاب پلورنځی او موند کتاب پلورنځی، پېښور يونيورسټي بک ايجنسي او ټول اخبار پلورنځي.