د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

درنوسياست والولږ رحم وكړئ

عبدالغفور 24.02.2008 16:23

پدې وروستيوكې له هيوادڅخه بهريوشميرداسې څيرې په انټرنيټي ويب پاڼوكې ليكنې كوي چې په ډاګه وركې دافغان دولت دمخالفينو دهغوكړنوپلوي شوى كوم چې دپښتنوپه سيموكې دطالبانوله خواسرته رسيږي چې دثبوب لپاره يې دساپي پښتوڅيړنودمركزويب پاڼه ، دفرهاد افغان ويب پاڼه ديادولو وړدي . نوموړې ويب پاڼې داسې خپرونې كوې ته به وايې چې ګنې داسلامي امارت دفرهنګي كميسيون له خوا ورته دداسې ليكنودخپرولودنده ورسپارل شوې دژورناليزم داصولواوپه يوه ټولنه كې دبيان دآزادۍ له مخې هرڅوك حق لري چې ديوې نااهله ادارې منفي كړنې روښانه كړي چې له همدې امله پورتنۍ دواړه ويب پاڼې هم داحق لري خواوس راځوديته هغه كسان چې دغه ويب پاڼې يې جوړې كړي اواوس يې چلوي زه يې له نږدې پيژنم دپښتون توكم په اړه ددوى پخوانى نظر دقدروړدى مګراوس چې دوى څه خپروي هغه په ښكاره دپښتون قوم دګټوسره په ټكركې دي څه موده وړاندې مې دساپي صيب په ويب پاڼه كې دزرمل وال صيب اوحداد صيب ليكنې ولوستې باوروكړۍ هك پك شوم اوهغه لدې امله چې دوى داسې څه ليكلي وه ته به وايې چې داسلامي امارت دفرهنګي كميسيون مشر ياسر ورته دنده سپارلې ددوى لپاره دطالبانواسلامي تحريك يوايډيال تحريك دى اودغه تحريك دپښتنودحقوقودلاسته راوړنولپاره يووړ تحريك بولي خوزه ددغوقدرمنوپه ګډون ټولوهغوافغاني الاصله لويديځ ميشتوافغانانوته چې همدا اوس هم دهمغوهيوادونوپه پاسپورټونوهلته استوګنه لري په ډاګه وايم كه چيرې شيدې موخوښيږي مهرباني وكړۍ غوا واخلۍ . كه چيرې دغه تحريك اودهغوى كړنې موښې ايسيږي نومهربانۍ وكړۍ دلويديځ له نايټ كلبونوڅخه راووځۍ دزابل اوهلمند په ولايتونوكې له طالبانوسره اوږه په اوږه وجنګيږي چې بياټول افغانان ستاسې كړنوته دقدرپه سترګه وګوري اوكه داسې نه وي نوهسې ددغه بيچاره ولس په ټپونومالګه مه دوړوۍ تاسو اوخداى موچې دا اوس دهيواد په سهيلي سيموكې څه حال روان دى ښوونځي نشته ، روغتونونه نشته سړك نشته اوستاسې لوڼې اوزامن دجورج واشنګټن او........ ؟ په پوهنتونوكې زده كړې كوي . تيركال ديوه راپورله مخې له زابل ولايت څخه دولس تنه له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي وي نوتاسې اوخداى موچې دزابل پښتانه پدغودولس تنوڅه وكړي هغوى پدوى دژوند كوم درد دواكړي دكرزي اداره په والله كه خوزماهم ښه ايسيږي مګرله هغې اوپه هغې كې له ميشتوپخوانيوشمالي جنګسالارانوسره ستاسې كينه اوس داسې حدته رسيدلې چې په لوى لاس دهغه چاننګه كوۍ چې هره ورځ يې چاړه دپښتون په وينوسره وي . قدرمنو: هغه وخت چې تاسودلويديځ په نايټ كلبونوكې ډانس كاوه پښتنوغيرتي ځوانانودهمدغه ړانده ملاعمردامارت لپاره دليليې په دښته اوپه كندوز كې خپل ځانونه قرباني كړل آياتاسونه ياست خبرچې دليليې ددښتې له هرې ترخې څخه همد اوس هم د (( اخ مورجانې مړشوم )) نارې اوريدل كيږي آياتاسونه ياست خبرچې دليليې ددښتې هره ترخه دهمدغوپښتني ځوانانوپه وينوزرغونه ده مګرپه ځواب كې يې قدرمن ملاصيب څه وكړل آياتاسوخبرنه ياست چې همدا اوس دجاسوس په نوم دپښتنوغاړې غوڅيږي اوبيايې فلمونه پيښورپه شمشتوكې دخرڅلاو لپاره وړاندې كيږي دتاسوقدرمنواولادونوخوزده كړې وكړې دخوار پښتون اولادونه څه وكړي تاسوخودژوندله ټولوامكاناتوبرخمن ياست اولادونه موبيمه دي دزابل ماشومان څه وكړي ... ؟ نوپه پاى كې زماهيله له تاسوڅخه داده كه چيرې دپښتون قوم رهبري كول غواړۍ مهرباني وكړۍ خپل خارجي پاسپورټونه موڅيرې كړۍ
اوهيوادته راشۍ زمونږ په خواكې واوسۍ ستاسواولادونه دې زمونږ داولادونوپه څير تادوه لمرته زده كړې وكړي چې مونږ وپوهيږو چې په رښتياتاسوزمونږ له غمه مړه ياست اوكه داسې نه وي نوبياموخپل رب ته پريږدۍ چې هغه زمونږ برخليك وټاكي تاسوپه مونږ كارمه لرۍ .

يادونه : ګرانولوستونو : زه ليكوال نه يم دا يوازې اويوازې زمادزړه بړاس وه چې ماوويسته هرومرو ګڼ شمير غلطۍ لري هيله ده ماوبخښۍ په ليكنه باندې دتبصرې لپاره كولاى شۍ په لاندې بريښناليك پته باندې اړه ټينګه كړۍ اوماته خپل بريښناليك راواستوۍ .

په تل پاتې پښتني مينه