د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمورنۍ ژبې نړيواله ورځ او د بي بي سي له شرمه ډک تحريف

24.02.2008 08:20

دروان کال د کب دوهمه ( د فبروري ۲۱ مه ) چې د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ وه په کابل ښار ( د لويې جرګې په تاريخي خيمه ) کې په خورا شانداره توګه ولمانځل شوه ، دغه غونډه په وروستيو څو کلونو  کې يوازېنۍ ولسي غونډه وه ، چې په زرګونو تنه افغانانو په کې ګډون وکړی و . په داسې حال کې ، چې دکابل سړه سيلۍ چليده  او واوره اوريده له کابل ښار ،ولسواليو ،اوآن ولايتونو څخه جوپې جوپې خلک راروان وو ، د لويې جرګې خيمه ،چې  تر پينځوزروکسانوهم په کې ځاييږي د غونډې د پيل په شيبو  کې ډکه شوه . عجيبه  خوداده ، چې په غونډه کې نه ميلمستيا وه اونه هم د څوکيو او پيسو وېش ، خو عام خلک ورته په ډيره بيړه را روان وو ، يو اتيا کلن سپين ږيری ، چې پټو يې واورولوند کړی و ، ځوانو ميلمه پالو لومړي کتار ته راوست يوازې تر دوه سوو زياتو داوطلبو زلميانو د غونډې نظم او ميلمه پالنه کوله .
لومړۍ غونډه وه ، چې هر چا يې د برياليتوب لپاره هڅه کوله پرته له دې چې د تنخوا ، حق  الزحمې يا حتی د يوې مننې په تمه وي . خيمه په ښکليو شعارونو ، باندې رنګينه شوې وه ، د کابينې وزيران ، معينان د ملي شورا ګڼ وکيلان ، د خلکواستازي ، قومي مشران ، سپين ږيري ، ديني عالمان ، د پوهنتون استادان ، ښوونکي ، محصلان او عام خلک په خيمه کې راغونډشول هر چاخپل ځای بل هېواد وال  ته لوراوه ،  داسې شيبه هم راغلله  ،چې په خيمه کې د ناستې ځای نه وو پاتې او خلک د څوکيو د کتارونو  شاته ودريدل ، مخامخ ليکل شوي وو :
 
د ژبونړيوال کال  - د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ

 افغانستان دغه کال او دغه ورځ د:
( په مورنۍ ژبه زده کړې د هر چا حق دی ! )
تر سرليک لاندې لمانځي .
دخيمې  ديوالونو پر پښتو ، دري ، ازبکی ، نورستاني ، بلوچي ، ترکمني ، پشه يي او نور شعارونه لګيدلي وو ، يونسکو اود افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مانيزه اړخه دهغو فرهنګي – ملي ټولنو ملا ورتړلې وه ، چې ددغې غونډې دجوړيدو همت يې کړی و . اصلا د افغانستان خلکو له دوه درې کلونو راهيسې په مورنۍ ژبه دزده کړې مسأله د اسلام  دسپېڅلي دين ، اساسي قانون او بشري حقونو د اصولو له مخې مطرح کړې وه ، خو سږ کال د ټول افغانستان خلکو دغه حق د ولسي غوښتنې په توګه مطرح کړ او دولت يې تأمين ته وهڅاوه .
دماسپښين له دوو بجو څخه څه وخت اوښتی و ، چې غونډه پيل شوه د کلام الله مجيد د آيتونو خوږ غږ دخيمې فضا رنګينه کړه او دغونډې دبرکت زېری يې راوړ ، بيا ملي سرود وغږول شو په زرګونه کسان ودريدل او دغونډې عظمت يې وښوده  ،لومړی ويناوال دهېواد د پوهنې وزير و ، ده وويل :
«  خوشاله يم ، چې  دومره لويه  اوباعظمته غونډه وينم » ده په خپلو خبرو کې د دومره لويې غونډې دجوړيدو په اړه خپله خوشالي او حيرانتيا وښوده او ويې ويل :
                                   «  په مورنۍ ژبه زده کړه دهر چا حق دی او موږ مکلف يو داحق تأمين کړو . که هر څوک وغواړي  پښتنو او حتی ازبکو ، بلوڅو او نورو ته ددغه حق د ورکولو مسأله په جنجال  بدله کړي ، موږ  ددغو جنجالونو پروا نه کوو . موږ په دې پوهيږو ، چې دا يوه حياتي مسأله ده او هر  څومره  ستونزې چې ولري ، بايد حل يې کړو ، ښاغلي اتمر په خپلو خبرو کې داسې وعدې ورکړې ، چې ناست زرګونه کسان ټول ډاډه شول ، چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړه به هرومرو تأمينيږي . د ښاغلي وزير ټول ټينګار پر زده کړه اوهغه هم په مورنۍ ژبه و ، چې د غونډې اصلي موضوع هم همداوه ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ښاغلي غلام نبي فراهي وينا وکړه او د پوهني وزير له وعدو يې خوشالي څرګنده کړه ويې ويل : « دده وزارت به د پوهنې د وزارت کلک ملګری او ملاتړ وي ، چې وکړای شي په مورنۍ ژبه د زده کړې له حقه محروم ولس ته دغه حق تأمين کړي . »
بيا د لوړو زده کړو اداري مرستيال استاد محمد صابر خوېشکي وينا وکړه اوکلکه وعده يې ورکړه ،چې د لوړو زده کړو وزارت به د ښوونکيو په روزلو ، د تعليمې نصاب په بشپړولو او پوهنتونونو کې په مورنۍ ژبه زده کړو ته د شرايطو په مساعدولو سره ددغه ملي بهير ملګرتوب وکړي .
بيا د لويې پکتيا قومي مشر او دهېواد ديوه منلي سپين ږيري ښاغلي ميراجان سحيقي خبرې وکړې او د ولس په استازيتوب يې ګيله وکړه ، چې د پوهنې وزارت وعدې لا تراوسه يوازې وعدې پاتې شوي او لا هم ميليونونه پښتانه په مورنۍ ژبه له زده کړو محروم دي . او که دا وعدې عملي نه شي هغه ولس ، چې نن يې زرګونه استازي په دې خيمه کې راغونډشوي دخپل حق دغوښتلو لپاره راپاڅيږي ،  د ښاغلي سحيقي وينا د لاسونو په پړکولو داسې بدرګه شوه ، چې د لويې جرګې خيمه يې هم ولړزوله .
تر سحيقي صاحب وروسته د ولسي جرګې استازې محققې ساهر ه شريف په ښوونه او روزنه کې د مورنۍ ژبې داهميت په اړه خپله علمي مقاله واوروله تردې وروسته د افغانستان د ترک توکمو په استازېتوب د مدني بنسټونو د همغږۍ شورا مشر اسدالله ولوالجي او ورپسې د ملي شورا استازيو ، اوه کلن نابغه احمد سعيد ، د الفتحې لېسې د اتم ټولګي زده کوونکې ښکلا ځدراڼ او نورو ګډونوالو ويناوي وکړې ، د غونډې پريکړه ليک د پياوړي ليکوال استاد محمد آصف صميم له خوا ولوستل شو اوغونډه د مازيګر د لمانځه پر مهال پای ته ورسيده ، په غونډه کې ترانې او تمثيلي پارچو هم ځای درلوده . د يونسکو پيغام  ،جي ټي ار موسسې پيغام اونورو پيغامونو د غونډې يوه برخه جوړوله ،چې تفصيل به يې بل ځای راشي .
زه غواړم دهمداسې غونډې په اړه د بي بي سي رسنۍ په ويب سايټ  کې د سعيد حقيقي هغه تحريف شوی او درواغجن راپور ته کتنه وکړم ، چې يو ځل بيا يې د بي بي سي پوزه ورپرې کړه ، بي بي سي په ښکاره د انګلستان د سياسي عقدو په تربيون بدله شوې ده اود ايرانپلوې فارسي څانګې د فاشېستي عقدو د پرانيستلو لپاره تر ټولو ښه لاره ده . بي بي سي چې  خپل راپور « تجليل از روز جهاني زبان ها ی مادري در کابل » تر سرليک لاندې خپور کړی او خپلې خوسا او بدبويه عقدې يې په کې ارږمی کړي دي .سعيد حقيقي د مېز تر شا ناست دی او خيالي ګزارش يې جوړ کړی دی . له دغې غونډې څخه د يادولو په بهانه يې د خرم او ملي مصطلحاتو کيسه بيا رااخېستې او ټول بحث يې په هماغه پېښه کړی دی . ده له اتمر څخه يو غلط او سرچپه نقل قول داسې رااخېستی :
« حنيف اتمر وزير معارف افغانستان ، سخن گفتن به زبان مادري را حق تمام شهروندان افغان خواند و گفت دولت وظيفه دارد اين حق را برای همه اتباع افغانستان تأمين کند . »
دروغجن او تحريفګر سعيد حقيقي دې د غونډې ټول جريان بيا وګوري که داسې جمله ِيې دښاغلي اتمر په خبرو کې ومونده بيا دې خپره کړي ، د ښاغلي  اتمر خبرې پر ( حق سخن گفتن ) نه بلکې پر ( حق آموزش به زبان مادری ) وې ، ده وويل چې هر څوک حق لري په مورنۍ ژبه زده کړه وکړي . سعيد حقيقي په خپل راپور کې 21 ځايه د ژورناليزم له اصولو څخه انحراف کړی او 6 ځايه يې تحريف کړی چې د دغو کرښو ليکوال به په يوه مفصله ليکنه کې هغه وشماري او ډېر ژر به يې خپره کړي .
بي بي سي د اسدالله ولوالجي خبرې هم سرچپه او ناسمې رااخېستي دي . دښاغلي ولوالجي په خبرو کې په ښکاره دې ته اشاره شوې وه ، چې پر ازبکو ، ترکمنو ، بلوڅو او نورو باندې جبراً دري زده کړې تحميليږي ، ده د خپلو خبرو د استناد لپاره ازبکي متل ياد کړچې :
« تا که ازبک تاجک ميشه ، تاجک ملا ميشه .»
ولوالجي وويل دی نه غواړي ووايي ، چې دري پردوی باندې بوج ده خو دولتونو دوی ته په مورنۍ ژبه د زده کړې د حق په تامين کې هڅه نه ده کړې .
سعيد حقيقي له ولوالجي څخه داسې نقل قول کړی دی :
« ملت افغانستان نه خود حرکتی به طرف پېشرفت زبان خود کرده ونه دولتهايی که دراين کشور ايجاد شده به خاطر رشد اين زبان ( فارسی دری ) قدمی برداشته اند . »
زه په غونډه کې ټوله حاضره مېډيا ننګوم ، که ښاغلي ولوالجي دغه خبره کړې وه زه او که نه سعيدحقيقي بايد محاکمه شي . موږ وينو ، چې په ښکاره بڼه د بي بي سي راډيو د ژورناليزم اصول ماتوي او په افغانستان کې د تفرقه اچوونکو مسايلو په سنګر بدليږي .که د بي بي سي راډيو دخپل دغه راپور سپيناوی ونه کړي نو ډېر ژر به يې پر ضد لاريونونه او ولسي احتجاج راپاڅيږي او که بيا په کابل کې د دوی هر راپور په افغانستان کې دروغ او تحريف ګڼل کېده نو مسؤليت به يې پردوی وي .
افغانان هر څه زغمي خو تفرقه ، فساد او له کلتوري رنګارنګۍ څخه غلطه استفاده نه شي زغملای .
په نړۍ کې ټولو افغانانو ته له همدې ليکنې څخه خطاب کوو ، چې د بي بي سي جالپاڼې ( وېب سايټ ) له نا اعلام شوې جګړې څخه چې د افغانيت او پښتنو پر ضد يې پيل کړې ده خبر شي او اعتماد پرې ونه کړي . دغه ياد شوی راپور کاملاً دروغ دی او د غوڼدې جوړوونکې جرګه ګۍ يې په کلکه غندي . دغه غونډه ددانشګاه ويونکو ايراني پلوه ورانکارو په دفاع کې نه ، بلکې په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړې د حق د تأمين لپاره وه .