د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکلتور وزارت د ملي ترمینولوژۍ ساتندوی

یوسف هېواددوست 13.02.2008 15:14

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د ملي ترمینولوژۍ ساتندوی وي

دافغانستان د اسلامي جمهوریت د پارلمان لخوا د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی خرم استجوابیه  غونډې ته وربلل شوی . پوښتنه دا ده چې د کومې مسُلې پر سر ؟
د رسنیو د رپوټ له مخې دا غوښتنه ددې لپاره ده چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او په ځانګړې توګه  د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی عبدالکریم خرم په پرله پسې توګه  د اساسي قانون د موادو او احکام د پلي کولو په لاره کې نه ستړي کېدونکی زیار او هاند تر سره کړی .له دغو هڅو څخه یو هم د ملي ترمینولوژۍ ساتنه او  له پردیو ژبو له یرغل نه  د افغان ملت د ملي او نورو ژبو ساتنه او ژغورنه ده . که دا جرم وي ، نو په اصل کې  زموږ اساسي قانون  ناسم دی .او یا په بله وینا موږ کوم خپلواک ، تاریخي او منل شوی ملت نه یو  !  په داسې حال کې  چې د کلتور د وزارت دغه شان ملي زیار  هغه اصل دی چې د افغانستان  اساسي قانون یې ترسره کول ددغه وزارت  له وجایبو شمیري  ، خو له بده مرغه  اوس د افغانستان دښمنان او د ملي پیوستون  مخالفان  د افغانستان له دغه روان بهراني او کړکېچن حالت نه په ناوړه ګټه اخیستنې ، هڅه کوي چې نه یوازې په رسنیو کې  چې په ښوونه او روزنه ، دغه راز  د کلتور په ټول چاپیریال کې د پردیو او له هغې ډلې د پان ایرانیزم  فرهنګ او د ژبو اغېز وښندي او په دې توګه د هغو ناولو ارمانونو د تحقق وسیله شي چې زموږ د خاورې  او تاریخ دښمنان یې  له ډېر پخوا څخه په سر کې ګرځوي .هماغه شان چې  په ایران کې او یا په پاکستان او امریکا کې څوک  خپلو یونیورسټیو ته د (( پوهنتون )) نوم نه ورکوي ، کټ مټ په افغانستان کې هم   پوهنتون  ته (( دانشګاه )) او یا شاروال ته (( شهردار )) نه شي ویلای .دا یو اصل دی او هغه ترمنلوژي چې د تاریخ په اوږدو کې  په یو ملت کې استعمال  او رواج شوي وي ، هېڅ څوک  حق نه لري هغو ته د پردیو  ژبو د ترویج او د خپلو ژبو د تضعیف په موخه بدلون ورکړي .هغو افغان دښمنه عناصرو چې اوس د دموکراسۍ په پلمه  د رسنیو د ژبنۍ ګمراه لپاره ملا تړلې ، او ځینو یې په پارلمان  ، صدارت او وزارت کې  ریښې زغلولي د خپلو نورو هغو انډیوالانو سره په فکري پیوستون کې چې  ځانونو ته (( افغان )) نه  (( افغانستاني )) وایي ، او یا یې په نړېوال ډګر کې د هغو ستراتیژیکو نقشو د تحقق لپاره ملاتړلي چې د بېلګې په توګه  د (( کاغذ پران باز )) په شان  افغاني ضد فلمونه  جوړ او د افغان ملت تر مینځ د دښمنۍ لپاره یې ښې  پرېمانه سي ډي ګاني په افغانستان او نړۍ کې ووېشي  ، هڅه راپیل کړۍ چې دا وار  د افغانانو هویت او تاریخ هم ورک کړي .دا د طالباني مفکورو یوه برخه ده .
موږ پوره باور لرو چې افغان ملت ویښ او هوښیار دی او په دې باور هم یو چې زموږ پارلمان به هېڅکله د پان ایرانیزم ښکار نه شي .
د افغانستان ملت او په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو دواړو مجلسونو ( ولسي جرګې او مشرانو جرګې )  به په دې وتوانیږي چې له خپل مینځ څخه د ژبو د تربګنۍ پکه وهونکي  ورک او د افغانستان  د ملي هویت ، ملي تاریخ ، ملي کلتور  او ملي ترمینولوژۍ  ارزښتونه لاپسې پیاوړي او د پردیو له هراز یرغل څخه وژغوري  .
موږ د خپلو هغو یوشمېر زیاتو هېوادوالو د اند او ګروهو لنډیز دلته وړاندې کړ چې له همدې امله یې له موږ سره په ټیلفوني  او برېښنا لیک اړیکو کې  غوښتنه درلوده چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي خرم له هڅو ملاتړ څرګند شي او په یوې اعتراضیه لیکنه کې دا خبره د پارلمان اړوند کمیسیون پورې ورسول شي . هیله ده په دغه ستر ملي هاند کې  نوموړی وزیر د لا بریالتوبونو جوګه شي
له ډنمارک څخه د خپلواکۍ فرهنګي مرکز  په استازیتوب