د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محقق بیا څټک په لاس راروان دی - کارتون وګورۍ

عبدالحفیظ سمندر - دوبۍ 13.02.2008 13:37

په ولسي جرګه کې د کلتوري او دیني چارو د کمیسیون مشر حاجي محمد محقق -  چې مشهور جګړه مار او د نړۍ په سویه د انسانانو په سرونو کې مشهور مېخ ټکوهونکی دی - ویلي دي چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبد الکریم خرم یې د استجواب دپاره ورغوښتی دی. محقق غواړي د خرم څخه پوښتنې وکړي چې ولې یې اساسي قانون پلي کړیدی. ولې نه پرېږدي چې د ده د بادار اصطلاحات دې په افغان وطن کې وکارول شي.

داسې ښکاري د محقق بیا زړه کېږي چې بهانې پیدا کړي تر څو د ایران پیسې ورته پرېمانه راروانې اوسي. د محقق ښه بهانه د افغانانو تر منځ فتنې راپیدا کول او په خړو اوبو کې کبان نیول دي. مونږ ته په کار دي چې داسې مغرضه خلکو ته بیا فرصت ورنکړو. د ښاغلي خرم ملاتړ وکړو او نور خلک هم وهڅؤ چې د اساسي قانون د تطبیق دپاره د خرم ملاتړ وکړي.

ټول هغه خلک چې محقق یې د خپلوانو او عزیزانو په سرونو مېخونه ټکوهلي دي باید د اساسي قانون د پلي کېدو ملاتړ وکړي. ټول هغه خلک چې محقق او ملګرو یې په خپلوانو او عزیزانو د مړو نڅا (رقص مرده) کړېده پکار ده چې د قانون حاکمیت وغواړي. ټول هغه افغانان چې خویندې ، میندې او لوڼه یې محقق او ملګرو بې پته کړیدي او په کانټینرونو کې یې د سینو غوڅولو څخه وروسته له ولږې وژلي دي باید غږ پورته کړي او خپل حقوق وغواړي. او که نه محقق بیا څټک په لاس راروان دی. که د چا په سر یې مېخ نه وي وهلی سرونه ورته د اوس څخه وخریوۍ.

نور چپ پاتې کېدل ګناه ده. رسول الله (ص) وایي چې: الساکتُ عن ِ الحق ِ شیطانٌ أخرس. ژباړه: حق نه ویونکی ګونګ شیطان دی.



د دې موضوع په اړه نورې لیکنې ولولۍ: