د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمياشتنۍ آفاق او سپرغۍ نوې ګڼې چاپ شوې

10.02.2008 21:58


Afaq_no1@yahoo.com
دناپېیلې،هر اړخيزې مياشتنۍ خپرونې آفاق د دويم پړاو پرله پسې لسمه ګڼه چاپ شوه.
آفاق دتېر پشان داځل هم په منځنيو رنګه پاڼو کې يوه په زړه پورې مرکه چاپ کړې،دغه مرکه د مجلې مسوول مدير مجیب الرحمان انګار دپخواني جهادي شخصیت او د طالبانو دمطبوعاتي کمېټې دمشر استاد یاسر سره کړې.
اجمل نقشبندي ولې او چا وواژه،کوريايي عيسوي مبلغین دپیسو په بدل کې خوشې شوي،له طالبانو سره د ايران و پاکستان دمرستو په اړه ... دغو او يوشمېر نورو هغو پوښتنو ته استاد ياسر داسې ځوابونه ويلي چې تر دې مهاله دطالبانو مشرانو او وياندويانو تر انکار کاوه. استاد یاسر په لومړي ځل دا منلې چې عیسوي مبلغین دپیسو په بدل کې خوشې شوي.
پر دې سربېره دښاغلي عنايت الله کاکړ ليکنې پاکستان ژور بدلونونه او ژورې پایلې،بې مهاره اوښ پاکستان کومه خوا درومي،- دژمن ګګياڼي ليکنه ازادي واقعاً څه ته وايي؟،- دعبدالهادي حیران لیکنه دې اور ته لمن څوک وهي،- دبشیر ګواښ ليکنه دکاکولا له وطنه،- دتوحيديار لیکنه دسوات دغميزې لاملونه، دمجیب الرحمان انګار ليکنې طالبان بيا څنګه منظم شول ، دوه پرځای پرېکړې دمجلې هغه مضامين دي چې يولړ تاريخي او  په زړه پورې مسايل او رازونه پکې څېړل شوي.
سپرغۍ :
دناپېلې ادبي او ټولنيزې خپرونې سپرغۍ دلومړي کال څلورمه ګڼه په ۵۶ مخونو کې چاپ شوې.
دپښتۍ په لومړي مخ په پېښور کې دهغو افغان ښځمنو زده کوونکيو انځور ليدل کېږي چې دمالي ستونزو له لامله يې دښوونځي دروازې دتړلو له ګواښ سره مخ دي.
په سپرغۍ کې دغه مطالب لوستلای شئ:
پر نړيوال سياست سپيره سيلۍ، شپږ جګړه ماران، ايران له نوي زره افغانانو جامې باسي،دملا بور جان وصیت نامه،دسرکوزو خيراتونه،نژاد په نژادي لوموکې ،راتلونکی افغانستان،پر ملي شتمنيو لوټمار او نور...
مينه وال يې په هيواد کې له کتاب پلورنځیو او په پېښور کې له اخبار پلورنځیو څخه ترلاسه کولای شي.
Sparghaymag@yahoo.com