په خان افضل خان لالا باندې د بريد غندنه
27.01.2008 14:41د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)د مشرانو جرګه د ۲۰۰۸ ع کال د جنورۍپه ۲۴ نېټه د سوات د مټی په علاقه کې د پښتون قام د دښمنانو له خوا د پښتون قامی وحدت دستر لارښود ، د عوامی نشنل ګوند مرکزی مشر ښاغلی محمدافضل خان « خان لالا » دکورنۍ په غړو ،محمد ذاکر خان، محمد شاکر خان او د هغوی ملګرو باندی ناروا، نا ځوانه ، غیراسلامی او غلچکی مرګونی برید په کلکه سره غندی. شهید محمد ذاکر خان، شهید محمد شاکر خان او شهید ابراهیم خان ته د لوی خدای « ج » له درباره د جنت فردوس او ټپیانو ته ئې د ژر او پوره روغتیا غوښتنه کوی او د هغوی له درنې کورنۍ او عوامی نشنل ګوند سره پدی دروند غم کی ځان شریک ګڼي.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په پښتنو غږ کوی چې د تاریخ په دی حساس وخت کې را بیدار او یوموټی شۍ، د قام او وطن د دښمنانو موخی شنډی او د خپلو قامی اوسیاسی مشرانو پوره پوره ساتنه او ملاتړ وکړئ
په درناوی
د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د مشرانو جرګه