د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خواخوږۍ پيغام

حبيب الله غمخور 17.01.2008 18:40

په سويډن کښي دروزگان دمهالنۍ ملي خپرونی دکارکونکودخواشينی دڅرگندولو پيغام

په ډيره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دسولي اودموکراسی ددښمنانو له خوادافغان دښمنوپه لمسون دهيواد دوه روڼ اندي اوقومی مشران ښاغلی فضل ربي او ښاغلي علوالله په ناځوان مردانه توگه نن دروزگان ولايت مرکز ترينکوټ کښې په شهادت رسېدلي دي .انا الله وانا اليه راجعون دا دواړه کسان زه له پخوا پېژنم دوي په خپل ټول ژوند کښي هيواد اوهيوادوالوته هيڅ ډول خيانت نه دی کړی اونه ئې چاته په سپکه سترگه کتلې دي .اوس ددوي گناه ممکن داوه چې په هيوادکښي ئي دسولې اوټولنيز عدالت دپلي کېدو پلوی کوله . دوي دکورنۍ جگړې نه ستړې شوی اوپدې تر هر چا ډيرښه پوهېدل چې دافغانستان دمسلې حل دجگړې له لاری ناشونۍ دی . خداي بخښلی فضل ربی څه موده وړاندي دروزگان دولايت دمرستيال په توگه دنده تر سره کول ،خوهغه دادنده په پاکولاسو تر سره کړه ،نه ئي رشوت واخيست اونه ئې هم په چور کې له چاسره دجوال خوله ونيول . دتاسف ځاي دادی ، ددولت مخالفين ولې پدې نه پوهېږې چې دروڼ اندو اوپوهو کسانو وژل په خپله پدې وطن کښې ځاي جاهلانو اوجهالت ته خالي کوی . زموږ دهيواد قسم خوړلی بهرنی دښمنان غواړي خپلو کرغېړنو موخو ته د رسېدو لپاره له يوې خوا دښونځۍ دروازې وتړي اوله بلې خوا هغه کسان چې دهيواد دراتلونکی په هکله فکر کولاي سی اويا ددې نړېدلي هيواد په بياجوړونه کې مثبت رول لوبولاي شي دخپلو لاس پوڅو پوسيله له منځه وړي ،تر څو پدې هيواد کښي يوازي نالوستو تی پاته شی ،په هغه صورت کښې به دوي په ارامه حوصله اوپراخ لاس وکولاي شی هر هغه څه سرته ورسوی کوم چې زړه ئې غواړی . موږ دروزگان مهالنۍ ملي خپرونې ټول کار کونکی ،علاقمندان او لوستونکی دغه ظالمانه او ناځوانمردانه حرکت اودبې گناه انسانانوپه شهادت رسولو ته دنفرت په سترگه گورو. يو ځل بيا هغوته چې ځانونه طالبان بولی اوغواړي په راتلونکی حکومت ياهمدې اداره کې برخه ولري مراجعه کوو دا ورته وايو، دا ډول وحشيانه اوظالمانه وژنې داسلام او افغانيت خلاف کاردی ،زموږ اوستاسو دوطن دښمنان غواړي له يوې خوا ستاسو پوسېله ورور وژنه اودهيوادورانونه پر مخ بوزی اوبلې خوا ته تاسو هم دخلکو په ذهنيتونو کې منفورکړی . پدې بايد پوه ياست چې ستاسو پدا ډول بې سنجشه کارو اوبېگناه انسانان وژنه اوځانمرگی بريدونوکې دپاکستاني ،ايراني چارواکو اونوروهغوبهرنيانو گټه ده کوم چې زما اوستا دهيواد ورانۍ ته ئې داديرش کاله ملاتړلې ده . دا ټول پدې ښه پوهېږو اوداراته معلومه ده چې په زورکلی نه کېږي ،دافغان ولس سره غير مسولانه اوانسانی ضد کړنې اوبرخور د به موږ اوتاسو ټول دبيگانه وو دايمی چوپړ ته اړباسی . راشی ددې هيوادويجاړي اوپرابلمونه په تعقل ،هوښياری ،افغانی دود اودستور حل کړو. وينه په وينه نه پرېولل کېږي ، په وينه تويونه کښی دهيچا گټه نشته ،تر هرچادمخه دافغان کور وران اوميندې بورېږې . موږ پداسي حال کښي چي دمرحوم فضل ربی او مرحوم علو الله دکورنۍ دپاتې غړو،دوستانو اوعلاقمندانو سره ځان پدې لوي اوناببره پېښ شوی غم کښي شريک بولو،هغوي ته دلوي څښتن له دربارنه دزړه صبر اومر حو مينوته فردوس جنت غواړو. روح دې ښاد وی

دروزگان دمهالۍ ملي خپرونې مسؤل حبيب الله غمخور