د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دقرانکریم ژباړې

مفتی حبیب الله حکیمي 07.01.2008 23:35

په نړۍ كې چې څومره ژبې دي ، هره ژبه د قرآن كريم ژباړې ته اړتيا لري، ترڅو هغه څوك چې علم نه لري هغه هم دلوى څښتن له حكمونو نه، خبر شي اودا كار هغه څوك كولاى شي چې دواړه ژبې يې زده وي او ډېرې ښې يې زده وي.

د قرآن كريم ژباړې كار لومړى ځل صحابه وو رضى الله عنهم د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په ژوند كې پيل كړ، د احنافو ستر فقيه شمس الائمة السرخسي رحمه الله وايي چې څو تنه نويومسلمان شويو اېرانيانو له حضرت سلمان فارسي رضى الله عنه نه وغوښتل چې دوى ته په فارسي ژبه د سورت فاتحې ژباړه وليكي، حضرت سلمان فارسي رضى الله عنه چې ژباړه وليكله دهغه يادونه يې پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته وكړه، هغه صلى الله عليه وسلم څه ونه ويل اودغه ژباړه يې هغوى ته واستوله ، چې د سر ټكي يې داسې و: ( به نام خداوند بخشائنده ومهربان ).

د اسلام د بلنې لمن چې څومره پراخېدله ورسره دقرآن كريم دژباړې اړتيا هم زياتېدله، فارسي او تركي ژبې په دې كتار كې ترټولو لومړۍ ښكاري اوديوې څېړنې ترمخه د نړۍ په نژدې يونيم سلو ژبو كې دقرآن كريم ژباړې شويدي، چې داتيا ژبويې بشپړې ژباړې او شل يې نېمګړي دي اوترټولوزياتې ژباړې اردو ژبه لري، چې نژدې اووه سوه ته رسيږي، بيا د تركي اوفارسي ژبې وار راځي اوپه لويديځو ژبو كې انګريزي، فرانسيسي اوجرمني ژبې دقرآن كريم ډېرې ژباړې لري.

په دې لنډه مقاله كې به زيار وباسو څو په دې هكله تاسو ته څه ناڅه معلومات وليكو، كېداى شي په راتلونكي كې زمونږ د علم اوتحقيق مينه وال په دې موضوع ډېر څه وليكي. اوپه ځانګړي ډول په پښتو ژبه چې دا كار څومره شوى؟ اوڅه ډول شوى ليكلو ته ډيره اړتيا ده؟ اوپه دې اړه ډېرې سترګې زمونږ ښاغلواكاډميسنانو او پوهاندويانو ته وراوښتل كېږي. .

ديادولو وړ ده چې مسلمانو پوهانو او ليكوالانو په دې هكله ډېر كم معلومات رايوځاى كړي دي، ختيځ پوهانو په دې اړه ډېر كار كړى دى، د بېلګې په توګه ډاكټر شووين VICTOR CHAUVIM په فرانسوي ژبه يوداسې كتاب په څو ټوكه كې ليكلى دى چې له اتلس سوه لس ميلادي نه تر اتلس پنځوس ميلادي پورې په لويديځ كې دچاپ شويو هغو كتابونو يو لړ ليك په خپل كتاب كې بليو ګرافي BILIOGROUNE كې ترتيب كړى دى، چې په عربي ژبه اوياهم دهغه سره تړلي دي، نوموړي دخپل كتاب لسم ټوك د قرآن كريم او احاديثوچاپ شويو كتابونوته ځانګړى كړى دى اودقرآن كريم دژباړو په اړه ډېر ښه معلومات ورسره موندل كېږي.. د امريكا مسلم ورلډ MUSLEM WORLD هم په دې هكله يوه اوږده مقاله خپره كړې ده، چې جرجي زيدان د مصر په ( الهلال ) ورځپاڼه كې په عربي ژبه خپره كړه.

يولويديځ وال بيا دانجيل دژباړو په هكله د (انجيل په ډېرو ژبو كې) GOSPLE ANY TONGUES په نامه يوداسې كتاب ليكلى چې د انجيل دپنځه سوه ژبو دژباړو په هكله يې معلومات راغونډ كړي اودهرې ژبې نوم اودبېلګې په ډول يې دژباړې يوه ټوټه هم راخيستې ده.

په مسلمانانو كې دې ته ورته كار دپاريس اوسيدونكي هندي عالم ارواښاد ډاكټر حميدالله سر ته رسولى و اوپه ۱۹۴۵ ميلادي كال كې ده (قرآن كريم په هره ژبه ـــــ القرآن فى كل لسان )) نومى كتاب وليكه، دغه كتاب درې ځله په هند كې چاپ شوى اود قرآن كريم په هكله يې د اووه شپيتو ژبو(۶۷) دژباړو په هكله معلومات رايوځاى كړي دي اود هرې ژبې نوم اودفاتحې سورت ژباړه يې دبېلګې په ډول راخيستې ده. ډاكټر صيب وايي چې اوس له ماسره ددې كتاب دڅلورم چاپ له پاره د يونيم سلو ژبو په هكله دژباړو معلومات شته، خو افسوس چې كتاب له څلورم ځل چاپ نه پاتې شواوډاكټرله نړۍ سره مخه ښه وكړه .

تردې وروسته يو تركي پوهاند ډاكټر اكمل الدين احسان اوغلو په انګريزي ژبه په ۱۵۱۵ ميلادي څخه تر ۱۹۸۰ ميلادي پورې د قرآن كريم دچاپ شويو ژباړو يو لړليك د ( WORLD BIBLIOGRAPHY HOLYQRAN PROINTAD TRANSLETIONS ) (په نړۍ والو ژبو دقرآن كريم دژباړو لړليك ) په انګريزي ژبه په ۱۹۸۶ ميلادي \\\\ ۱۴۰۶ هـ چاپ كړ، چې ټول مخونه يې ۸۸۰ ته رسېدل . ډاكټر علي شواخ هم په وارسره په خپل كتاب ( معجم مصنفات القرآن ) كې د يو سل اتلسو ژباړو يادونه كړې ده . كېداى شي تردې وروسته دې ميدان ته خداى پاك دكار نور خلك پيدا كړي . اوس به د قرانكريم ديوڅو ژباړو يادونه په لنډ ډول وكړو اوپيل به يې له پښتو ژبې وكړو:

۱ ــــ په پښتوژبه كې دقرآن كريم لومړنۍ ژباړه كه څه هم (( تفسير يسير)) دمولوي صاحب مراد علي صاحب زاده رحمه الله ( مړ ۱۲۹۷ هــ ننګرهار كامه) ګڼله كېږي چې لومړى ټوك يې نوموړي په ۱۲۹۱ هــ كې اودوهم ټوك يې په ۱۲۹۶ هــ كې پاى ته رسوي، په داسې حال كې چې د هند د بهوپال په اسلامي رياست كې دقندهار يو ستر عالم اولوى مفتي ( محمد فتح الله قندهاري ) چې ددې ستر اسلامي رياست د دارالافتاء مرستيال هم و په ۱۲۷۸ هـ \\\\ ۱۸۶۱ ميلادي كې دشاه عبدالقادر محدث دهلوي د قرآن كريم د اردو ژبې الهام شوې ژباړې پښتوژباړه د بهوپال په سكندري مطبعه كې چاپوي، چې په دې حساب سره د صاحب زاده صاحب د ((تفسير يسير)) دلومړي ټوك دپاى ته رسولو څخه نژدې ۱۳ كاله دمخه دقندهاري مفتي صاحب ژباړه چاپ شوې هم وه اوپه دې توګه هغه بايد دقرآن كريم لومړنى پښتو ژباړن وبلل شي. د قندهاري مفتي صاحب دپښتو ژباړې قلمي نسخه د هند د رام پور ولايت په ( رضا ) لائبريرى كې اود حيدرآباد د دكن د ( ادارۀ ادبيات اردو ) په كتابتون كې خوندي دي.[ ډاكټر صالحه ( قرآن كريم كى اردو تراجم ۱۷۹ مخ .]

هو! كه داسې وويل شي چې دصاحب زاده صاحب تفسير ژباړه نه ده نوځكه هغه لومړنى ژباړن دى قندهاري مفتي صاحب ژباړه كه څه هم له صاحب زاده صاحب څخه دمخه ليكل شوې خوله اردو څخه ژباړل شوې ده ، له زيار سره سره د قندهاري مفتي صاحب بشپړ سوانح اودهغه د چاپ شوي تفسير نسخه مې تردې دمه ترلاسه كړې شوه او دصاحب زاده صاحب په ژوند ليك به كه خداى كول په راتلونكې كې يوه ښه مقاله ستاسوپه خدمت كې وړاندې كړم .

له دې پرته پښتو ژبه دمولانا الياس پيښوري كوچياني مشهور تفسير ( فخر التفاسير ) اومولانا عبدالحق داربنګوي او مولانا واعظ كاشفي تفسير چې مولانا عبدالله اوعبدالعزيز ژباړلى اوپه ۱۹۳۰ هــ كې دبمبئي په ښاركې چاپ شوى دى .ژباړې لري ، په اوسنيو لسيزو كې د قرآن كريم ټكي په ټكي اوروانه ژباړه باندې ډېرو علماوو كار كړى دى چې دپېښور ارواښاد ډاكټر دين محمد خان اودمولانا جانباز سرفراز خان دواړه ټكي په ټكي او روانه ژباړه ديادونې وړ دي،دغه څېر د مولوي صاحب سلطان عزيز تفسير عزيزالتفاسير چې تر ديارلسو ټوكو پورې يې چاپ اټكل شوى اود ښاغلي مولوي فاروق غلجي ژباړه هم دهېرولو نه دي،اود قرآن كريم پښتو ژباړو بشپړه شننه به كه خداى په راتلونكي په يوه مقاله كوم .

۲ـــ په لويديځ كې په لومړي ځل په لاطيني ژبه دقرآن كريم ژباړه ديو فرانسيسي راهب پطرُس نرابلس پيل كړې وه اوبيا يو انګرېز رابرټ آف رينا اوجرمني هرمن آف ډلماشيابشپړه كړه اوپه ۱۱۴۳ ميلادي كې بشپړه شوه، چې په ۱۵۴۳ ميلادي كې په سويزرلنډ كې خپره شوه اوهمدا ژباړه ايټالوي ډچ اوجرمني ژبو ته هم وژباړل شوه.

۳ ـــ په فرانسوي ژبه ترټولولومړۍ ژباړه چې بشپړه نه وه، د (ميشائل بوډي ) ده، چې نوموړي (د ترُكانو دمذهب تاريخ ) ترسر ليك لاندې كتاب كې د قرآن كريم د آيتونو ژباړه ليكلې وه اوپه فارس كې په ۱۶۲۵ ميلادي كې چاپ شوه، ترهغه وروسته ( موسيو سيوآري ) په ۱۷۵۲ ميلادي او ( موسيو ګارس ) په ۱۸۲۹ ميلادي كې او ( كازي مرسكى ) په ۱۸۴۰ ميلادي كې هم خپلې ژباړې خپرې كړې، ديادونې وړ ده چې فرانسوي ژبه د قرآن كريم څه دپاسه اويا(۷۰) ژباړې لري، چې ترټولو وروستۍ ژباړه يې د ډاكټر حميدالله ده، چې په ۱۹۵۹ ميلادي كې په پارس كې چاپ شوې اود ډاكټر صيب په ژوند كې پنځلس ځله چاپ شوې او وروستى چاپ يې په امريكا كې وشو،چې نژدې يو لك نسخې يې لرلې اود فرانسې مسلمانان يې د قرآن كريم په ژباړو كې ترټولو زياته لولي.

۴ ـــ په هندي ژبه ترټولو لومړنۍ ژباړه يو هندو راجه مهروك كړې ، چې د پنجاب او كشمير واكمن و.

۵ ــــ په اردوژبه تر ټولو لومړنۍ ژباړه يو نيمګړى تفسير و چې په زړه ګجراتي اردو ليكل شوى و اود قرآنكريم بشپړه ژباړه په لومړي ځل مولانا رفيع الدين اوبيا د شاه ولى الله صاحب زاده شاه عبدالقادر وليكله چې په اردو ادب كې ډېر لوړ مقام لري او لكه دمخه چې يادونه وشوه داردو ژبې د ژباړو دبشپړې يادونې له پاره ګوښي كتابونه هم ليكل شوي دي چې يويې د يوې نيكې مېرمنې ډاكټر صالحه عبدالحكيم د ( قرآن كريم كى اردو تراجم ) تر سرليك لاندې په پنځه سوه شپږ دېرش مخونوكې او بل يې د اسلام اباد پوهنتون دعلمي څېړنودڅانګې مشر ډاكټر احمدخان د ( قرآن كريم كى اردو تراجم ) تر سرليك لاندې كښلى اوداسلام آباد پوهنتون له خوا چاپ شوى، په اردو ژبه كې دقرآن كريم ګڼ شمېر منظومې ترجمې هم شته چې لومړنۍ منظومه ترجمه يې د آغا قزلباش بلله كېږي اواوس اوس دپاكستان يو بل شاعر عبدالعزيز خالد هم دقرآن كريم منظومه ژباړه كړې ده.

۶ ـــ بنګالي ژبه د قرآن كريم نژدې دوه څلوېښت ژباړې لري چې پنځلس يې بشپړې اواووه ويشت يې نيمګړې دي اولومړنۍ ژباړه يې دشاه رفيع الدين رحمه الله داردو ژباړې په رڼاكې په ۱۳۴۱ ميلادي كې وليكل شوه اوپه ۱۸۹۹ ميلادي كې د ښاغلي نعيم الدين بنګالي ژباړه هم خپره شوې، ترده وروسته دمحمد عبدالحق ژباړه په ۱۹۰۱ ميلادي كې اوپه ۱۹۰۸ميلادي كې د آغو لاصاك ژباړه خپره شوه. د يادونې وړ ده چې دمفتي محمدشفيع رحمه الله داردو ژبې معارف القرآن اودغه راز دمودودي صاحب تفهيم القرآن هم بنګالي ژبې ته ژباړل شوى دى .

۷ ـــ په روسي ژبه دقرآن كريم لومړنۍ ژباړه په ۱۷۷۶ ميلادي د ( سينټ پيټرس برګ ) څخه خپره شوه اوتردې وروسته په روسي ژبه نورې ډېرې ژباړې هم خپرې شوې .

۸ ـــ دفارسي ژبې لومړنۍ ژباړه حضرت سليمان فارسي رضى الله عنه پيل كړې وه او بشپړه لومړنۍ ژباړه يې دشيخ مصلح الدين سعدي شيرازي ده، دغه څېر شاه ولى الله رحمه الله اودهغه زوى شاه رفيع الدين صاحب هم دقرآن كريم دېرې ښكلې فارسي ژبې كښـلي دي.

۹ـــ په جاپاني ژبه كې ترټولو لومړنۍ ژباړه د دجاپان مشهور ديني عالم شيخ عمر ميتا دوړاندې اوپاكستاني عالم شيخ عبدالرشيد شيخ عبدالرشيد په ګډو هڅو پرله پسې څو كلونو كوښښ وروسته په ۱۹۶۳ ميلادي كې په حرم شريف بشپړه كړه اود رابطۀ عالم اسلامي په مالي لګښت چاپ شوې ده .

۱۰ ـــ په سويډني ژبه په ۱۹۳۴ ميلادي كې مسټرانو كلر يوه ژباړه ليكلې چې وروسته بيا مسلمان شوى هم دى .

۱۱ـــ په قزاقي ژبه شيخ خليفه التائب يوه ژباړه ليكلې چې د رابطۀ عالم اسلامي په مالي لګښت له مدينې منورې څخه خپره شوه .

۱۲ ــــ په كوريايي ژبه كې د ډاكټر حامد تشوي يونع كيل ژباړه هم خپره شوې ده .

۱۳ ـــ په نايجريايي ژبه د شيخ ابوبكر جومي يوه ژباړه دملك فهد دچاپ خونې له خوا خپره شوه .

۲۱ ـــ په ازبكي ژبه هم دقرآن كريم دوه ژباړې تراوسه خپرې شوې دي، چې يوه يې په ازبكي الف با دشيخ يعقوب خواجه او عبدالرحيم اچقونده اوبله يې په عربي الف با د ډاكټر محمد سعيد بخاري له دوهمې كتنې وروسته د ملك فهد دچاپ خونې په مرسته خپره شوې .

اوپه پاى كې به دانګريزي ژبې دقرآن كريم ديوڅو ژباړو لنډه يادونه وكړو.

Introduction To The Study Of Holy Quran. M . Ali ــــ ۱

Holy Quran By Maulana Abdulmajid . Daryabadi. Tafsir.majidi.By. Maulana Abdulmajid . Daryabadi. Tafsir.majidi Translation of The Holy Quram. By Hafoz Ghulam sarwar.

Translation Of The Holy Quram. By . M . Ali

Glorious Holy Quran By Ali ahmad Khan ـــــ ۲

The Holy Quran By D. Khadim Rehmani . Nuri ــــ.۳

The Holy Quran By Asadullah Yusof. ــــ ۴

۵ ـــ په دې ترټولو د اعتماد وړ اوبشپړه ژباړه د مفتي شفيع رحمه الله دمعارف القرآن انګريزي ژباړه ده چې له كراچۍ څخه په اووه ټوكه كې خپره شوې ده.
اخيست ځايونه:

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ ـــ د ډاكټر حميدالله مقاله، ۱۰۸ ــــ ۱۱۹ ) بيكن بكس . لاهور ۲۰۰۴ ميلادي.
۲ ـــ دقرآن كريم دائرة المعارف اردو ( ۲۴۸ ــــ ۲۶۶ ) بيت العلوم لاهور، له تاريخ پرته.
۳ ـــ شرح وقايه د ( قرائت بحث ) . [ مكتبۀ حقانيه پيښور ].
۴ ـــ قرآن كريم كى اردو تراجم [ ۱۷۹ مخ ] ( قديمي كتب خانه آرام باغ كراچي )له تاريخ پرته