د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جراحي

30.11.2007 21:18

جراحي
ليکوال    : دوکتور شاه محمود پوپل
خپرندوی : ميوند خپرندويه ټولنه
مخونه    : ۳۹۷،کچه :A4
تر پورته سرليک لاندې کتاب د دوکتور شاه محمود پوپل ګټور طبي اثر دی چې په روانه دري ليکل شوی او  د عمومي جراحي په برخه کې يې يوه ستره زياتونه  ګڼلای شو.
ليکوال کتاب پر ۲۱ فصلونو ويشلی او په هره برخه کې يې دبېلابېلو سرليکونو لاندې په لسګونو اړوندې عمليې اومسایل بیان کړي او هم يې له ډېری سرليکونو سره اړوند طبي انځورونه چاپ کړي. دکتاب په پيل کې دښاغليو دوکتور چراغ علي او دوکتور عبدالحمید رحيمي سريزې او په پای کې دماخذونو لست چې له معتبرو نړيوالو طبي سرچينو څخه پکې کار اخيستل شوی ترسترګو کېږي.