د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پښتو ادب کې د ازادشعردریځ او سر چینه

پوهنیارظفرخان «اهتمام » 29.11.2007 01:01

دپښتو شعر دبل هر وخت نه زیات له د۱۹ پیړی نه را پدی خوا نه یواځی د محتویا او مضمون له مخی د ستر بدلونونو شاهد دی بلکی دبڼی به لحاظ یې هم یو شمیر ښکاره بدلونونه منلی دی چی پدی برخه کی بیاهم تر ټولودمخه (ازادشعر) چی ځینی یې نوی یا اوسنی هم بولی او په کوزه پښتونخوا کی دازاد نظم او معری نظم نوم ورکوی ښکلی څیره راد مخه کیږي ترکومه ځایه چی معلومات په لاس کې دي که څه هم پښتوشعر له خپل پیل څخه تر اوسه د یو ځانګړی ملی او نسبتاْ ازاد وزن لرونکی دې خو ازاد شعر دوخت د جدی تقاضا پربنسټ نه یواځی پښتو ادب بلکی دری او اردوادب ته هم له لویدیځی نړۍ څخه په تقلید راغلی دې په اروپايې ژبو کی دوه ډوله شعر زیاد عمومیت لرلی دې چی یوته یې سپین شعر ( Blank verse ) یعنی ازاد وزنونه اوبل ېې ازادشعر
(Free verse ) یا ازاد بیتونه بولی خو د دوی په څنګ یو بل ډول شعر هم رواج دی چی هغه ته منثور
(Poetic Prose ) واېې. د پورتنیو ډولونو د توضیح په لړکې باید ووایو د منثور شعر او زاد شعر پولی لږ څه سره نږدی دی که څه هم منثور شعر ، شعر ندی بلکی داسی کلام دې چې دې مانا دبیان او په ذهن کی د اغیزی د څرنګوالی یعنی دانفعالی حالت د ایجاد له امله شعرته ورته کیږی، خود بڼې له کبله نږدې دی یعنی د غږونو په اجزاوکې یې نظم او تناسب نشته. مګر ازاد شعر چی د ۱۹ پیړۍ په پای کی په اروپاېې ادب کې را څرګند شو، له یو ډول موسیقیت نه بر خمن دی وزن لری او پردی برسیره د شعر اصلی خصوصیات یا اصلی جوهر په کې نغښتی دی ... په ازاد شعرکې د مانا اوتال تر منځ کټ مټ هغه رابطه ایجادیږی چی د لفظ او مانا تر منځ باید ایجاد شی نو ځکه ازاد شعر د مقفی هغه په شان موزون دی خو وزن ېې د شعر په ټولو برخو کی یوشان ته نه وې یعنی وزن بدلون مومې لنډه داچی د منثور او ازاد شعر تر منځ توپیر د شعرې تلا زماتو د پیژندلو له مخی کیدون مومی پدی هلکه استاد روهی داسی واېې :
ددغو دواړو ډولو تر منځ د توپیر معیار شعریت دې څرنګه چی په ازاد شعر کی فنی او ظاهری خصایص نشته او که وی هم دنظم په اندازه نه وی نو باید د شعر د پیژندلو لپاره د شعر معنوی عناصروپیژنودشعر معنوي عناصر عاطفه ، مفکوره او تخیل دې ، د تخیل ( ایماژ – ذهنی انځور ) عمده لوازم تشبه ، مجاز ، کنایه او استعاره دې هر څومره په نثر کی د تخیل برخه زیاته وې په هماغه تناسب ېې شعریت هم زیات دی سربیره پردی ازاد شعر د شاعرانه نثر په نسبت یوډول اهنګ لری که څه هم دغه اهنګ په متریک ډول یعنی تقریباً عروضي نه وی .اوس راځو سپین شعر ته چی زمونږ ځینو لیکوالو ازاد شعر سره ورته بللی دی خوددې شعر له ځانګړنو څخه داسی ښکاری چی زیات مقفی شعر ته ورته وې ، ځکه پدی شعر کې بحر او وزن لازمی ګڼل کیږي خو قافیه نلری تحقیقاتو څرګنده کړې ده چی دغه ډول شعر زیات له ډرامو سره جوړیږی ...
د پروفیسور فیض الله (منصور )په قول سپین شعر په انګریزي ادب کې د ډراموابتدا، نه شروع کیږې ... شرقی ادب کی ددې تاریخ ډیر وختي او مثالونه ېې په ویدونو او تورات کې موندل کیږی ددې یو ښکلی مثال د کلام پاک اوا حادیث په شکل کې هم شته مقفی او مسجع نثرونه ددې مثالونه دي خو ازاد شعر ځانته یو بیل قسم شاعري ده چی موجدېې یو فرانسوی شاعر او محرک ېې جنسی جذبات وو. روستو دا آزاده شاعري په یورپ کې خوره شوه بیا اردوادب ته را ګډه شوه په ازاد شعر کې محض زیراو بم خیال ساتل وي نور مخصوص قیود او متشکل صورت نلری له پورتنۍ وینانه په جوته ښکاري چی سپین شعر او آزاد شعر یوتربله زیات توپیر لری او نه باید زمونږ د ځینو څیړونکو په عقیده دغه دواړه ډوله شاعرۍ ورته سره وبللی شي ( ۱ ) .
دکتور پوهاند مجاور احمد زیار بیا سپین شعر داسی را پیژندلی دی : دا داسې شعرونه دي چی وزن لري او قافیه نه ، او په رتمیک ډول د ډیرو ټو ټو شویوبیت جملو په بڼه کښل کیږي چی زیاتره له درې نه تر څلوراهنګي لوړتیاوې لري بی له دې چی په بیلابیلو بندونو ویشنه مومي د پښتو سپین شعر پر رښتینه توګه له اروپاېې ناپیلي یعنی ( منثور) شعر اویا له پاړسي شعري اډانو یا انځورنو سره سمون درلودای شي پاړسي ( شعر سفید ) هغه ډول شعر بلل شویدی چی د خلیل بن احمد له عربی عروضو ( مفاعیلو ) سره تلل کیدای شي ، بلکې د پښتو ازاد شعر غوندې یې تول او تال د خجونو ( ضربو ) له مخې سمبالیږي مونږ په پشتو ادب کې لکه چی وویل شول د سپین شعر نومونه یوازې او یوازې د شعري اډانې لپاره کاروو ، اډانه یا انځور د ازاد شعر په خلاف کوم تول وتال نلری بلکی په ډیرو لنډو او یو څو جملو کی یو ښکلی انځور سمبول اویا استوره را اخلي اوفکري محتواېې هم ډیره لوړه وي خوپه زړه پوری کیدای شی چې له یو څه اړتیا او تول وتال سره پر آزاد شعربدله شي او که اړتیا هم ونه مومیي او وزن يې وربرابرشي بیا نو اډانه ، یا سپین شعرنه بلکه آزاد شعر بلل کیږي ، د سپین شعر ، انځور یا اډانې (طرحې) یوه بیلګه :


ما پریږده چې :
ستا دمخ په باغ کې وغوړیږم
او هم ستا د سېنې ګل شم .....
( دکتور زیار ، اور او وینې ( ۱۱۲ ) مح . )
که سپین شعر همداسې بې توله وتاله ارتتیا ومومي بیانو په تکل ( داستاني اډانه ) اویا ادبي ټوته نومول کیږي د ځینو لیکوالواو پدې لړکی د محمد دین ژواک دغه راز یو ګڼ شمیر بی تول ا وتاله ناپیلې ټوټې بیا نه په تکلونو کی راځي اونه په سپینو شعرونو کی ، بلکی که ادبي ټوټه یو ژانرومنونو په همدغه ژانرپورې به اړه ولري ... هغه څه چی په اروپاېې ژبوکې آزاد شعر بولي د پښتو له نیم آزادو شعرونو سره او بیا آزاد وکالبونو سره سمون خوري لکه زموږ دیو شمیر شاعرانو یولړ شعرونه چی پخپله خوښه یې ځانته یو ډول یا بل ډول کالبونه په کاراچولي دي هربندیې له یوڅولنډواویوې یا دوو اوږدو مسرو څخه رغښت مومي او لږوډیر له قافیو او ردیفو څخه هم کار اخلي یا یې لږ ترلږه دبندو پایلې په هم قافیه مسرو پای ته رسیږي په اروپایی نومونوکې بیا دغه راز خپل خوښي آزادوقالبونوته آزاد بیتونه وایي چی یو آلمانی پوه ( اوتوبسېټ ) ددغه راز شعرپیژندګلوي داسي کوي: هغه ډول شعر چی دمسرو یا ټوټو اوږدوالی یې پخپله خوښه وي مګر له یوراز قافیې اوڅپیز شمیر سره،چی «ګلیرت،لیسنګ،ویلاند » یې استازي دي راوروسته دغه راز شعردڅپو برابرۍ هم له لاسه ورکوي اوله آزاد وزنۍ ،یا « سپین شعر » سره یې یوازې په قافیه کې بیلتون راځي په پښتو کې ددغه راز نیم آزادو شعرونو بیلګې دادي:
زلمې چی ول ول شي خوخپل یار لره کنه
تــوره چی تیـریــږي خو ګوزار لره کـــنه
خوشال «خټک»
ااویادانمونه:
کله به راشې برهـــند براته
کله به کښینې ماته مخ راته

څوته رادرومې پکې ډیوې ږدي
غم به کا خونه د«حمید» میراته. ( حمید «۴۱۱ » مخ )

مخکې له دې چی بشپړ آزاد شعر ته راوګرځؤ وبه ګورو چی مونډي یا سره پرې کړي شعرونه کوم شعرونه دي چی د او سنیوآزادو شعرونو په ترڅ کې هلته او دلته ځینې مونډۍ بیلګې لیدل کیږي زیار صاحب داشعرونه داسی معرفي کړي دي: هغه ازاد شعرونه چی قافیې ونه لري او نور مسره ایزاو سلابو تو نیک انډول یې برابروي داډول شعرونه دقافیې ماتونې او ازادشعر له لومړ نیو بیلګو څخه ګڼل کیږي مګر داچی دمسروخجو او څپودیوه برابرانډول له کبله ور،ته بشپړ آزادنظم یا شعر ویلای نه شو اوسم دلاسه پرې « مونډی »نوم ږدو لکه واخلۍد
صاحب زاده ادریس،امین الحق «امین»،ایوب صابر،سایل ځینی بیلګې دعبدالرحمن پژواک کلیمه داره روپۍ د (۱۳۱۷) ش کال لیکنه او یاد بهاووالدین «مجروح» دې ځانځاني ښامار ځینې برخې چی په آزادو کالبونو پورې اړه نېسي . دمونډی شعر بیلګه:
لمرؤ،نوی څرک وهـلی
د درو او غــرو له څنډو
پــــلوشې یې بریښولـــې
لکه زر واورینې څوکې...
( زیار، سوزونه اوسازونه«۲۲۳»مخ ) ( ۲ ).

دسپین او مونډي شعرونو په هکـله خبرې وشوې دآزادشعریو بل ډول آزاده منظومه ده چې یوه اوږده موضوع اوپیښه انځوروي دا فورم داستاني بڼه لري په پیښه کې نورې پیښې هم انځوروي،په پښتو کې دا ډول منظومې هم ډیرې دي اوس دې دریم ډول بشپړ آزاد شعر،په هکله بحث کوو،استاد نورمحمدسهیم لیکلی دي : پښتو آزاد شعرپه درې پړاووکې په درې رنګه تر ستر ګوکیږي : یوهغه ډول آزاد شعر دی چی قافیه بالکل پکی غورځیدلې وی. دوهم هغه آزاد شعردی چی پخپله آزادۍ کی قافیه هم ساتي او دریم هغه رنګه آزاد شعردی چی قافیه پکې غورځیدلې خودسلابونوله مخې معین قید پکښې تر سترګوکیږي. دآزادوشعرونوپه دغه پړاوکې چې په یوه روایت دروانې پیړۍ په دویمه څلورمه اوپه بل روایت په وروستۍ نیمایۍ کی راپیل شوی دی دقافیه دپریښو دلو په څنګ کې دشعر تولا وتال اودغه راز خیالي انځور هیڅکله له پامه نه دی غورځیدلی او هڅه شوې شعرپه خپله آره مانا په آزاده بڼه کې وړاندې شي په بره پښتونخوکی د دی شعر ښه نما ینده ګان (لایق، بینوا،زیار،مجروح،پیوند،ننګیال،مستان،سنګروال،لاهو،لیوال،فرداملال اوداسی نور) دي. او په لره یا کوزه پښتونخواکې دې ( سیدرسول رسا،ایوب صابر،اجمل خټک،اشرف مفتون،قلندر مومند،سلیم،طایر،مجذوب او
نورو ) شاعرانو نومونه یادولای شو. اوس به دایوب صابریعنی دهغه شاعر چی په لری پښتونخواکی ددی ډول شعر لومړی ابډوګیټ بلل شوی دی له ژوندي قلم نه د یو مړي فریاد واورو: دلومړي ډول آزاد شعر بیلګه:

چې ژوندی وم اولسونو دا مقسوم دی
پخپل کور کې چې هر چاته ښه مالوم دی
په تیاروکې اوسیدمه دي زما دوطن خاورې
اوس چې مړ یم دا تیارې چې له مهد نه
زما قبر ترلحده پورې راغلې
له ډیوځینې محروم دی ترآبده خوبه نه وي
یوزه نه یم
دکروړونو ( ایوب صابر، ‎جیګر خون.۱۰۱ مخ )

په پښتو ادب کي دآزاد شعر دوهم ډول چی پخپله آزاد ۍ کی قافیه هم ساتي لاندې بیلګه راوړو:
...پر دې تیاروکې
په اوږدو شپوکې
په دې غمو کې
په اندیښنو کې
زړه ته می رسي یوه نوې هیله
روښانه ښـکاري دسبا بڼــه ...
( لایق، یادونه اودرمندونه، ۱۶۷ مخ )

خوپه آزاده شاعرۍ کی دریم ډول چی په پښتو آزاده شاعرۍ کی یوازینی اوځانګری سبک بلل شوی دی،دپژواک په کلمه داره روپۍ اودمجروح دځانځاني ښامار په ترڅ کی را تر سترګو کیږي د دې آزادی شاعری دغه ډول یا دا چوکاټ لکه څنګه چی پخپله مجروح صاحب وایی د «نوی شعر»قالب لری خوداوسنيو نویوشعرونو تقلید نه دی بلکی ددې چوکاټ د جوړښت څخه الهام اخیستل شوی دی پدې شان دښامار سبک داسې یو سبک دی چې هم داوسنۍ نړۍ دنوي شعر بڼه لري او هم د يښتو ژ بې يه لیکلي او شفاهي ادب کې پخې ریښې لري که څوک د ټکو خج اود عباراتو صحیح تلفظ ته دقت وکړي نو دا مجمو عه به زیاته د یو ساده روان او آزاد شعر په شان ولوستلای شي. اوس به را شو ددې ډول آزاد شعر بیلګو ته لومړی به د بینوا دې (کلونو رنځور ) تر عنوان لاندې ډرامه وګورو:

هاخوا دې خوا
غځیدلي هسک دنګ غـرونه
ښکلوي دآسمان شونډې
په سر ولي په کې سپینې سپینې واورې
پټ په زړوکې یې لعلونه
شنې تالۍ شنې یې لمنې وي دسرو غاټو لو ډکې
( مجروح،ځانځاني ښامار، ۳مخ )

بله بیلګه په(۱۳۳۷)کال کې خپره شوې دا ډرامه دی:

غرزی: خبره داده چې ما
سبا جګړې ته لیږي
د انګریز جنګ نښتی
که هلته ووژل شم
او تا ؤنه وینم زه
آرمان په زړه به لاړشم
( پژواک، کلیمه داره روبۍ،۵ مخ).

زموږ په ادب کې آزاد شعرد زیاتو دوستانو په څنګ کې زیات شمیر مخالفان هم لري او هغه دایوب صابر خبره
ځینې مفکرین داسې اظهار کوي چې ګنې ازاد شعرد آسانتیا یا آسان خوښۍ پیداواردي کوم خلک چې مقفي نظم
نشي لیکلی او په هغې قادر نه وي نودالاریې خپله کړې ده ددغومفکرینوددغو څرګندونو به وړاندې بهتره ده چې
د پروفیسورنواز طایرچې ددغه راز شعرونو له سختو پلویانو څخه دی اوپه خپلوشهپارو یې ښه روزلی هم دی هغه څرګندونې را،و اخلو چې دپیښور راډیو له لارې یې د یوې مرکې په ترڅ کې وړاندې کړي دي « ... قافیه
دیو مضمون درا غونډولو له پاره یوه ډیره لویه مجبوري ده خو آزاد نظم دیو مضمون دخورولولپاره یوه ډیره لویه اساني ده پدې وجه زه ددې په حق کې نه یم چې ګنې ازاد نظم د تن آسانۍ پیداوار دی بلکې دا په نظم لیکلو اوپه خپلوخیالاتو کې یو ډیر نوی جديّت دی اویوه ډیره لویه آسانۍ پيداکوي ... زما په خیال آزاد نظم د مقفي نظم
له لیکلو نه زیات ګران کار دی په شرط ددې چې هغه صحیح نظم وي.» (۳).
دآزاد شعر په هکله د ایران فارسي ژبې شاعر اومنتقد نادر پورد یوې پاړسي مقالی « دوکفه لفـظ و معنی در ترازوی شعر امروز » تر سرلیک لاندې داسی اشاره کړی ده : لمړی باید زیاته کړای شی چی په ایران کې دې آزاد شعر، د پېشنهاد او رواج مخکښ « نیما» دی چی د « افسانه » په نوم منظومه یې دنوی شعر سر فصل ګڼل شوی دی نوځکه نادرپور وایی : کوم مقام چی « نیما » نن لري دا دې هغه دسم درک او اوسنی ضرورت له کبله دی چی په شعر کی یی دمسرو دمسا وات دقانون دړنګیدو او دقافیی دشکل دبدلون په رښتنی درک سره لاس ته راوړی دی . ...خو کله چی هغه ویلی وو چی په زړو کالبونو کې دنویو او تازه مفا هیمو، واژو او مضامینو تازه والی شونی نه دی اوپدی خاطر یې دمسرو داوږ دوالی او لنډوالي او د قافیی تغیرته زمینه برابره کړې وه ؛ دا په هماغه وخت کې دهغه زمان دشعرد مشکلا تو، ممکناتو او دهغه له سویې سره برابره خبره کیدای شی خوله ده څخه را وروسته شاعرانو لکه حمید شیرازی په قصیده کی او سمین « بهبانی » په غزل کې دزړو کالبونو سره سره نوی او تازه مفاهیم او اصطلاحات په موزون او مقفی شعر کی په اثبات ورسول ( ۴ ) .
داسی څرګندیږی چی آزاد شعر په ایران کې هم دعلاقمندانو تر څنګ یو شمیر مخالفان هم لري چی د هغوی دلایل هم دآزاد شعر دلا کره کیدو لپاره دمنلو وړدي په هر حال په پښتو کی آزاد شعر له یو شمیر مخالفتونو سره سره محبوبیت وموند وده یې وکړه او لګیادی. خو زموږ یو شمیر شاعران لاتراوسه داسی فکر کوی چی دغه شعر له هره قیده،آهنک، قاعدې، وزن، تول او تال نه، آزاد دی دغې لاندې نمونې ته ځیر شیء اودټولو شعري نزاکتونو څخه یې دآزادۍ ننداره وکړیء :
زه راغــلـــم
او ته په کور کې نه وې
پوه نه شوم چی چیرته به وې
خو زړه راته پټ پټ
په ګونګه ژبه وویل
ژاړه ! بیاهم ژاړه او بیاهم ژاړه
ماوژړل! ما ښه وژړل او بیا مې هم وژړل
خوګرانې! ته نه وې چې تا
لیدلی وای چې زه څنګه ژاړم!!!.
( دوست شینواری، دآدب تیوري، ۳۱۲ مخ).

اوداسې نورې په لسګونو بیلګې شته دي بې مناسبته نه ده چې ددغسې بیلګو په لیدلو سره ځینې کسان له آزاد شعر سره د مخالفت بیرغ پورته کړي او هغه ته په هیڅ ارزښت قایل نه شي او حتا د آسان خوښې پیداواریې وبولي خو له بل پلوه کله چې د خپل آدب په زرغون ورشو کې دشعردا نوی غوړیدلي ګلان په خپل تاندوالي کې ښکلي او سمسوره وینو نوورسره جوخت دغه ښه راتلونکی زموږ مخې ته دریږي(۵ ).
پدی ټینګار کوو چی له اوسنی بد انګړاوکر غیړنتیا څخه دپښتو شعر دژغورلو لپاره یوازی اویوازی نوی آزاد شعردی اوبس؛ آزاد شعرچی په رښتیا سره دپیړیوـ پیړیو او بیا په تیره بیاله اوسنی ابتذاله آزاد اونوی وی. دآزاد شعر بنسټ دولسی یا وګړنی لیکنی یا دیواني په شمول پر څپه ( سیلاب )، خج ( فشاریا آهنګ ) ولاړدی داسی چی له بیلا بیلو غونډونو، نه رغیدنه مومی یو غونډ بیا درې نا خجی څپی اویوه خج داره څپه لري په همدومره توپیرچی په وګړني اودیواني کی دهرې ټوټې (مسرې) دې څپو شمیرټاکلې اندازه لري کوچنۍ ترینه مسره یې اووه څپېزه او لوی ترینه یې شپاړس څپیزه ده مګر په اوسني آزاد شعرکې هره ټوټه داصل له مخې تریوغونډ (څلوروڅپو) پورې کوچنۍ کیدای شي اوپه ځانګړو حالا توکې تر درې څپیزـ دوه څپیزاویو څپیز هم لنډیدای شی او تر څلویښت څپیزلوړیدای شي نور پرته کیدون یې ځکه نشته چی پخپله شاعر اوبل هر لوستونکی او یا سندرغاړی یې نور په یوه ساه اوبی وقفې دلوستلواو ویلوتوان نه لري.
دنوی آزاد شعر ښیګڼی: نوی آزاد شعر دقافیی، ردیف، څپیزانډول او نورو راز راز کلاسیکو قالبونواوځیلونو په کړیوکی ښکیل نه دی اویوازې دپښتوپه شعري تخنیک (سیلابو تونیک) سمبا لیږي. دنوی آزاد شعرژبنۍ بڼه لوړه، معیاري ادبي ده په نویو لغاتواوترکیبونو سره کار لري بیځایه تکرار نه پکی راځي او له دې سره له لنډون اوسپما څخه کاراخلي، د نوی اوآزاذ شعرهنري( ښکلایز) اړخ له هر پلوه نوی پیاوړی او زړه راکښونکی وي دلته دنوی تشبیهې- آنځورونو تر څنګ پرنویو استعارو ډیر زور اچول کیږي له بله پلوه انځورنې (تمثیل) تخیل، استورواو سمبولونو څخه هم ډیر کار اخیستل کیږي او په دې توګه په ډیره لږه ژبنۍ جوله کې ډیر څه رانغاړي او له دې پلوه چې کوم لنډون او پیچلتیا را دمخه کیږي له اوسني اصل سره سم د شعر بل اړین شرط پرځای کوي د انـد او منځپا نګې له پلوه نوی ازاد شعر تل معمولي نوښتیا لري ډیرې پیچلې پدیدې رااخلي او ډیر ژور اړپیچونه د علنیت او عینیت په رڼا کې را نغاړي لومړی به دبشپړازاد شعریوه بیلګه وګوروچې نوم یې ده د باران پیغله:
ما ولیدله سپینه
خوځیدله
دآسمان په ا ننګوکې
چا ویل د وریځو مور ده
اوس به وژاړي په کوکو
نه پیغله وه د لمر تر سیوري لاندې
چې اورښت یې خرڅولو. (۶) .
( فاروق فردا، دګلپاڼو پرخې، ۱۵۱ مخ )
بشپړآزاد شعرهغه شعردي چې په هغه کې یوه ټاکلې موضوع انځوریږي، دمسرو شمیر او اوږد والی یې مقید او ثا بت نه وي قافیه او ردیف په کې مطرح نه وي البته کله یو نیم ځای د خوند دزیاتون لپاره راځي خو وزن تر اوسه پورې د ازاد شعر په اساسي توکو کې راځي لکه څنګه چې د ازاد شعر له نوم څخه ښکاري پر یوه ټاکلي اوثابت شکل مقیدنه دی،ازاد شعر دڅپواودمسرو دشمیر اود مسرو داوږدوالي او لنډوالي له مخې آزاد دی خو تر اوسه لا د وزن له بنده نه، نه دی ازاد شوی او هغه څپیز خجیز جوړښت چې د پښتو شاعرۍ پر نورو شعري فورمونوتطبیقېـږي پر پښتو آزاد شعرکې هم د تطبیق وړ دی او په پای کې د « ګیله » تر سر لیک لاندې د کمال الدین مستان دا ازاد شعر د حُسن اختتام په توګه ګورو:
دا منم چې پرښته یې
د شنه سیوري په رڼا کې
لویه شوې ښایسته یې
مګرګوره:
ما دڅانګوته
لا لاس در وړی نه ؤ
تا د سرومڼـو دغله په نوم رسواکړم!!! ( ۷ ) .

اخځونه اوهغه مخونه یې چې د لنډیر،کرښو او بیلګو څخه یې په ترتیب سره استفاده شوې ده:

۱- نور محمد سهیم ، په اوسني پښتو شعر کې د نو ءښت مسله – د۱۳۶۹ کال چاپ ۳۴- ۳۵- ۱۳۶- ۱۳۷- ۱۳۸
مـخـونونوڅخه.
۲- دوکـتور مجا ور احمد زیار، پښتو شعر څنګه جوړیږي.‎؟- ۱۳۶۹ کال چاپ ۱۵۲- ۱۵۴- ۱۵۵- ۴۴- ۴۸-
۹۹- مخونونوڅخه.
۳- نورمحمد سهیم، نوموړی اثر ۱۴۷- ۱۴۴- ۱۴۶- ۱۵۱- ۱۳۹- ۱۴۰ مخونونوڅخه.
۴- نا در نا در پور « دوکفه لفظ و معنی در ترازوی شعر امروز» د سبا وون مجله د۱۳۶۸ کال دسلواغې ۲۹ مه پرله پسې ګـڼه ۸۰ مخ.
۵- نورمحمد سهیم پورته اثر ۱۵۴- ۱۵۵- ۱۵۸ مخونونوڅخه.
۶- ډاکټر زیار نوموړی اثر- د- ۳۵- ۱۶۵- ۱۶۶- ۱۰۷ مخونونوڅخه.
۷- پوهنمل محمد اسمعیل یون، د پښتو شعر هندسي جوړښت- د ۱۳۷۷ کا ل چا پ د۸۶- ۸۸ مخونو څخه.