د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لمرڅرک نارنج باغ

پوهاند م.ا. زيار 28.11.2007 14:07


د لمرڅرک نارنج باغ
د کړکيو له هېندارو،
  له برجو د  اسمان څکو ـ
 لاندې لاندې دي ولاړې       
  د لمر څرک په ننداره.
غېږ پرانېستې خزان زمولې ځنګل ونې
پر سرونو سره زرين خولونه اېښي  ـ
سپينزرينو پلوشوته.
/////
څو هوسۍ،کبلۍ او سوې
ـ لرې برې ـ
د مست سيند پر غاړه څري.
بوڅ لک څک يې شي غوږونه
چې راتوی کړي يوه ربڼه
ژيړې پاڼې           
              د پاڼرېژ ځنګله په پښوکې ترمې ترمې
/////
ناببر له کوم يولوري چاشيطان
ـ له پرومېتوس غلا کړي  اوره ـ
يوه وړه نيمه نيمژواندې سپرغکۍ را وپرځله،
پر بستر د وچو پاڼو.
په سترګرپ کې لورالور  اورونه بل شول
او له دنګو هسکو ونو
شنې لوخړې، سرې لمبې اسمان ته پورته.
           /////

 

سره ښامار د غرغنډوکړې
له درو خواوو نه  راښکېلې
هوسۍ، سويې او کبليانې.
لار لودن له ترهېدلو بوږنېدلو ژوو
ورک شو
او ناچار يې و دانګل
د سوله ييزمرګي په موخه،
ها ساړه سمخ او مست څپانده سيند ته.
    /////
درنګ شېبه کې نه ځنګل وو،
نه يې ګورې دنګې ونې،
نه يې غنې، بوټي، ژوي...
هلته نه ول بې له تور تپو ډېريو،
د سکرو ايرو څه پاتې،
چې هغه هم يوې توندې سيلۍ باد کړې         
  شيند پر شيند او لور پر لورې  
او را وټوکېد بيا هله
  د لمر څرک د نارنجباغ  پرځای
يوګور ځنګل د تورو ګردلو او شنو لوخړو،
خور راخور پر ټوله سيمه!!!
 پوهاند م.ا. زيار
تورنتو، 5-11-07