د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د كرم ډولونه او د هغه ګټې

ژباړن : اوڅار افغان 05.11.2007 22:41

د كرم كرنه له ډېرو لرغونو زمانو نه راپدې خوا انسانانو دود كړې ده او يو له ډېرو لرغونو دود شويو سابو نه ګڼل كيږي. نن ورځ د نړۍ داسې سيمه نشته چې هلته دې كرم ونه كرل شي. كرم زښت ډېر ډولونه لري ، چې د نورو ټولو سابو او تركاريو نه يې ډولونه زيات دى. د نړۍ په بېلابېلو سيمو كې د اوبهوا له توپير سره سم د هغوى بېلابېل ډولونه كرل كيږي. په ۱۹۸۹ زكال كې د كرم د ټولو ډولونو د حاصلاتو اندازه ، پرته له ګلپي نه ، ۳۶ ميلونو ټنو ته رسېدلې وه.
څېړونكي دې پايلې ته راغلي دي ، چې د كرم كرنه لومړى وار په نرم اقليم لرونكو سيمو كې دود شوه ، يانې د مديترانې سمندرګي په سيمه او سويلي اروپا كې. د اټكلي شمېر له مخې څلورنيم زره كاله پخوا د كرم كرنه دود شوې ده.
په امريكا ، افريقا ، اندونيزيا ، ماليزيا ، شمالي هند، فيليپين او يو شمېر نورو هېوادو كې بيا پنډوسي كرم پراختيا موندلې ده. پنډوسي كرم هم نور ډېر ډولونه لري ، چې ځينې ډولونه يې په روسيه او نورو اروپايي هېوادو كې هم كرل كيږي. دغه ډول كرم له C ويټامين او قندو نه غني دى.
د پاملرنې وړ خبره داده ، چې ګلپي هم د كرم له ډولونو نه ګڼل كيږي. ګل ډوله كرم يا ګلپي د معتدلې او وچې هوا درلودونكو هېوادو كې پراختيا موندلې ده. ګلپي د ګرمۍ په وړاندې مقاومت نه لري ، ځكه خو معمولا په هغو سيمو كې كرل كيږي ، چې هوا يې سړه او لنده وي. ګلپي د كرم تر ټولو ډولونو نه ارزښتمن او ګټور ګڼل كيږي. په رښتيا سره هم ډېر كم داسې خوراكي توكي شته ، چې هغوى دې پخپل تركيب كې البومين ، د كاليوم مالګې ، كلسيم ، او مګنيزم ولري ، خو دا ټول غذايي مواد په ګلپي كې شته.
په روسيه كې ګلپي د روسيې د ټولواكمنې دوهمې \\\\\\\" ايكا تېرينا\\\\\\\" د واكنمۍ پر مهال مشهور شو او د ډېرې اوږدې مودې په بهير كې د ډېرو ښو ، خوندورو او معتبرو خواړو په توګه ګڼل كېده ، چې د ټولنې يواځې لوړو قشرونو به له هغه نه كار اخيست.
ګلپي د وينې له جوړولو ( ډېرولو ) د وينې د فشار له ټيټولو ، او د بدن د دفاعي شونتياوو له پياوړتيا سره مرسته كوي.
د كرم يو بل ډول د \\\\\\\"بروكسل\\\\\\\" په نامه ياديږي ، چې په مني او ژمي كې حاصلات وركوي. ( په ژمي كې ورته تاوخانې جوړوي او په هغو كې يې كرنه او روزنه ترسره كيږي. ) دا ډول كرم پخپل تركيب كې تر ټولو زيات البومين لري.
د كرم بل ډول \\\\\\\"كولرابي كرم\\\\\\\" دى. لكه څرنګه چې ددغه ډول كرم ډنډر له منرالي موادو او قندو نه غني دى ، نو ځكه خو يې كال په كال په كرنه كې زياتوالى راځي. له بل پلوه په دا ډول كرم كې ډېر ويټامينونه شته ، چې له هغه شمېر نه يې د A او PP ويټامينونه هم دي.
د كرم يو بل ډول د \\\\\\\"چيني كرم\\\\\\\" په نامه ياديږي. چيني كرم د كاليوم له مالګو ، كلسيم او وسپنې نه غني دى. جاپانيانو چيني كرم له خپل جاپاني ډوله كرم سره پيوند كړى ، چې په پايله كې يې نوى ډول كرم تر لاسه كړى دى. دغه نوى چيني او جاپانى پيوندي كرم له يوې خوا پخپل تركيب كې ډېر غذايي مواد لري ، له بلې خوا ژر رسيږي ، بل دا چې حاصلات يې له نورو كرمو نه زيات وي ، چې نن ورځ په اروپا او امريكا كې هم دود دى او پراختيا يې موندلې ده.
په افريقا كې بيا د \\\\\\\"حبشې كرم\\\\\\\" په نامه ډېر مشهور دى ، چې دغه ډول كرم د تور او پاڼيز كرم د طبيعي پيوند په پايله كې رامنځته شوى دى.
د پاملرنې وړ يوه خبره دا هم ده ، چې سرې ملۍ ، شنې ملۍ او ټېپر هم د كرم له نسله سره تړاو لري او د كرم ځينې ډولونه بلل كيږي؛ خو ددغو سابو هم له پاڼو ، هم له بېخ او رېښو نه كار اخيستل كيږي او له ويټامينونو نه هم غني دي.

سرچينه : ګ . پ . شالاېووا ، و . پ . سيتنيكوف ، ت . م . كولياديچ. د عمومي مالوماتو انسكلوپېډيا، ۴۷ – ۵۲ مخونه ، د ۱۹۹۹ ز كال ماسكو ټاپ.