ځان وژونکي ته
29.09.2007 04:00نادان کم عقل يې خپل ځان وژنې
قېمتي ځان څومره ارزان وژنې
د کاينات غوره مخلوق دى انسان
خالق خفه شي چې انسان وژنې
ظلم قتلونه کوې، شر او فساد
مسلمان نه يې، مسلمان وژنې
اقتدار غواړې د دهشت په توره
څو به په دا توره جهان وژنې
دا څه پښتو دا څه غېرت خو نه دى
مار د لستوڼي يې افغان وژنې
نه يې د لاس نه يې د پښو څه ګناه
بې ګناه ښځې ماشومان وژنې
څوک به بيمار څوک به روزګار پسې ځى
بې وسه، بې کسه خواران وژنې