ځانمرګــــــي ته
28.09.2007 02:00د ځانمرګو حملو په باب تود بحث روان دی، دا شعر د همدغو بحثونو په برخه کی هغو خويندو ته وړاندی کوم چی دغو بريدونو ته د استشهادي خطاب کوي
په درناوي
زه د مرګي له تيارې کندې څخه نه وېرېږم 
پام چې ډارن نه يمه 
خو لږ څه صبر وکړه 
ځکه تر اوسه مې جنت ته تلوسه نشته ﻻ 
زه د بې وسو بچو خولې ته مې ګوله لټوم 
زه يې و تن ته د زاړۀ ټوکر جامه لټوم 
زما د بچې سترګې چې سرې وې د پرون له لوږې 
پر ما يې غږ کړ چې \\\" راګوره ابا 
\\\"!!ماته دې سپينه کتابچه د ښوونځي هېره نشي 
!هغه مې هېرې نه دي 
زه به يې مور ته خامخا دارو درمل رسوم 
پام چې ډارن نه يمه 
خو لږ څه صبر وکړه 
تا که د نورو په وژلو کړولو باندې 
د جنت حورو ته خپل غيږ پرانيستې 
خو زما د رنځورې ربړېدلې ميرمن 
د درد نارې يادې دي 
زه د جنت حورې دا دومره ژر نژدې نه غواړم 
ته که د کفر په وژلو کې ميړانه ښيې 
خو زه مسلم مې وينه نه در بخښم 
ما لا تر اوسه د جنت له حرصه 
نه اسلاميت نه انسانيت هېر کړی 
باور په خدای کړه چې په لوږه مې نن 
له کوره دغه کراچۍ ايستې ده 
زه د مرګي له تيارې کندې څخه نه وېرېږم 
خو په الله مې قسم 
چې په هغې دنيا به 
له دې تڼاکو نه په ډکو لاسو 
ستا د کفن ګرېوان په ډاګه نيسم 
زه به د خدای پر وړاندې تا وپوښتم 
چې دې جنت ته د ورتلو په بدل 
ولې بچيان دې يتيمان کړل راته 
ولې دې کونډه کړه رنځوره ميرمن 
ولې دې بوره کړه سر سپينه بوډۍ 
ولې دې وراره کړه بې وسه نجلۍ 
زما د بچو لاس به د چا په وينو سور شي وروسته؟ 
هغه د کور ميرمن مې 
خدايزده چې چېرې به څادر دسوالګرۍ هوار کړي؟ 
ته که د کفر په وژلو کې مېړانه ښيې 
تا که جنت ته خپل زړګی تود کړی 
خوزه مسلم مې وينه نه دربخښم 
زه به په ورځ د قيامت 
هرو مرو د خدای په مخ کې له تا وپوښتمه 
بس دا ده سا مې خيژې 
نور نو په وينو رنګ شوم 
خدایزده چې زما بچي به 
زما د کفن پيسې له کومه راوړي؟ 
خدايه ته رحم وکړې 
خدايه ته رحم وکړې 
لمر ټلويزيون_د وږي اتلسمه نيټه، د شنبې ورځ
 
    
