د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پخوانۍ فارسي کې د پښتو ژوندي کلمات

پوهاند عبدالحی حبيبي 25.09.2007 04:00

په پخوانۍ فارسي کې د پښتو ژوندي کلمات

يو څو ورځي دمخه کوم فرنگى پوهاند کابل ته راغلي و، په راديو کښي مي وارويده چه ده د پوهنتون په يوه فاکولته کښي زده کونکو ته وينا کوله او ويل ئې:
"
د پښتو په کومک به د اوستا او پخوانو ژبو ډير مشکلات حل شي..."
دا خبره ډيره پخه ده، او بايد اوس دا ومنو چه ختيځ پوهني او د استشراق فن به هغه وخت بشپړ شي، که د ژبو پوهان او فيلالوجسټان د هند او آرين ژبو په پلټنه او څيړنه کښي پښتو هم زده کړي، او د دې ژبي د معلوماتو به سيوري کي خپل مطالعات پوره کاندي.
په حقيقت کښي پښتو د هند او ايرانى ژبو تر منځ يوه منځنۍ کړۍ ده، او که څوک سنسکريت او نور هندى پراکريت او اوستا او زړه پاړسو او سغدى او ختنى ژبى ټولي زده کړي، خو له پښتو څخه ناخبر وي، قطعاً د هغه معلومات نه بشپړ کيږي، او نشي کولاي چه د دغو پخوانو ژبو روابط او د نښتون وسائل ومومي.
پښتو د دغو ژبو منځنې حلقه ده، او که دې ژبي ته د پخانو کلماتو او الفاظو يو موزيم ووايو بې ځايه به نه وي. ځکه چي پښتو ډير پخواني آريائي اصيل او سټيز کلمات ساتلى دي، او  اوس چه موږ گورو، ډير پخواني الفاظ تر اوسه په دې ژبني موزيم کي محفوظ پراته دي.
نو د علمى تحقيق او ژبني تلاښ لپاره حتماً د پښتو مطالعه بايد وشي، چه د دې په کومک ډير مشکلات حل کيږي، او ډيري ورکي ميندلي کيږي.
دلته به زه د دري فارسي ځيني کلمات د پښتو په اوسنيو اشکالو کي در وښيم.

کت


دا کلمه په فارسي دري او قديم ادب کي موجوده وه، او په اوسنۍ ژوندۍ پښتو کي هم کټ شته يعني تخت او چارپائي. د پښتو په ديرو او حجرو کي ضرور کټ وي، او خلق پرې کښيني.
د دري فارسي يو ډير پخوانى شاعر بوشکور بلخي (د ٣٠٠هـ حدود) دا کلمه په يوه بيت کښې داسي راوړي:
  
زورا رمرز دست شاها شاد زى!
  
بر کت شاهى نشين و باده خور
فرخي سيستاني د سلطان محمود په مدح کي وائي:
  
که بر خون برانم کت و افسرت
  
برم زى سر انديب بى تن سرت
خو داسي ښکاري چه وروسته د کټ پر ځاي د تخت کلمه ودريده، او کټ په غرو او ميرو کي پښتو ته پاته شو. چه تر اوسه هم په هره ديره او حجره کښي پروت وي، او خلق پر کښېني.

پيل


يو وخت جه ما د اکلمه د کتاب د سريز او ديباچې پر ځاي استعمال کړه، ملگرو زه پسې واخستم، چه دا پيل له انگريزى فيل څخه غلا شوئ دئ خو زما استناد د کندهاريانو عمومي محاوره وه او تر اوسه دا وايم چي پيل اصيله پښتو کلمه ده. ځکه له دغي ريښې څخه پيلات او پيلامه هم سته تاسي وگورئ دا کلمه د هغه بلخى بوشکور په آفرين نامه کښي داسي راغلې ده:
  
مر اين داستان کش بگفت از فيال 
  
ابر سيصد و سى و سه بود سال
دا فيال هغه د پښتو پيل دي دا د آغاز او ابتدا معنى لري.

هاژ
د دغه بوشکور په يوه بل شعر کښي هاژ راغلي دي وائي:
  
ديو بگرفته مر ترا بفسوس
  
تو خورى بر زيان مال افسوس
  
همه دعوى کنى و خايى ژاژ
  
در همه کارها حقيرى و هاژ
د برهان قاطع ليکوال او هم اسدى د لغت فرس قديم ژب پوهاند د دغي کلمې معنى متحير او فرومانده او خاموش او درمانده ليکي چي هاژو او هاژه او هاژيدن هم له دغي ريښې څخه راوړي (لغت فرس ص ١٧٦؛ برهان قاطع ج ٤، ص ٢٣٠٧).
دا کلمه په ښکاره د پښتو "هيښ" ده چي کټ مټ هغه معنى لري، او هيښېدل هم هغه هاژيدن دئ.
کندهاريان وائي: پلانى هيښ پيښ ولاړ دي يا ئي سترگي هيښي نيولي دي. شيخ متي (کلات بابا) ويلي وه:
  
  
دلته لوي غرونه زرغونيږي
  
سترگي ليدو ته ئې هيښيږي
نو هغه هاژ اوس د هيښ به شکل کښي موجود دي چي (ژ په ښ) اوښتې ده.

گرم


دا کلمه اوس په پښتو گروم ده، يعنى اندوه او غم، رودکى دا کلمه د (٣٠٠ هـ حدود) داسي استعمالوي:
  
هر که سر از پند شهريار بپيچيد
  
پاى طرب را بدام گرم در افگند
فردوسى ويلي وه:
  
ز چنگال يوزان همه دشت غرم
  
دريده برو دل، پر از داغ و گرم
شمس المعالى قابوس د وشمگير ديلمى  زوي ويلي دي:
  
شش چيز ديگر نگر وطنشان دل من
  
عشق و غم و درد و گرم و تيمار و حزن

غرنگ


په پښتو اوس غړانگه د اوښ ږغ يا هغه ته ورته ناره ده، غړانگي وهل په لوړ او بد آواز فرياد کول دي. خسرواني د فارسي قديم شاعر (د ٣٥٠ هـ حدود) وائي:
  
رخت ديد نتوانم از آب چشم
  
سخن گفت نتوانم از بس غرنگ
په لغت فرس کښي د منجيک ترمذي دا بيت هم راغلي دئ:
  
بخروش اندرش گرفته غريو
  
بگلو اندرش بمانده غرنگ

سوک


په پښتو سوکه يا څوکه ده، چي د غره څوکه يا د چاکو څوکه وايو، په دري فارسي کښي د شاکري بخاري (د ٣٠٠ هـ حدود) په يو بيت کښي دا کلمه راغلې ده چي دکتر صفا د ايران د ادبياتو تاريخ مؤلف (ج ا ص ٤٠١) ئې معني په تقريب او تخمين (خار خوشۀ گندم و جو) ليکلي  ده، خو دا معنى عجبه غوندي ښکاري ځکه چي د غنمو وږي خو اصلاً اغزى نه لري اما لږڅه زيږ وي، نو دا کلمه دغه څوکه ده، شاکري وائي:
  
اندام دشمنان تو از تير ناوکى
  
مانند سوک خوشۀ جو باد آژده
چي دلته هم د وږي څوکه مقصد ده.

خه


دا د تحسين کلمه اوس هم په پښتو کښي وايو (خه=ښه) مستعمله کلمه ده. شهيد بلخي د رودکي په مدح کښي وايي:
  
شاعرانرا خه و احسنت مديح
  
رودکى را خه و احسنت هجيست

کباره


دا کلمه اوس په کندهار کښي کواره ده، چى په اوسنۍ فارسي ئې سبد بولي، دغه د لښتو کوارې چه انگور پکښي راوړي تر اوسه هم سته، په پارسي ادب کښي دا کلمه کباره وه. ناصر خسرو علوى قباديانى وائي:
  
ترا اين تن يکى خانه سپنجست
  
مزور بل مغربل چون کباره
کواره خو سورۍ وي نو ځکه مزور او مغربل بلله شوې ده.

کابل مجله، ص ٢١-٢٤، ج ١٠، گڼه ٣١، ١٣٤٠ ش کال