د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دامونواودانوته يوه کتنه

استاد محمداصف صميم 22.09.2007 04:00

په بزم ورزم باندې چې راشي
د توتي ژبه، زړه دپلنګ لر ي
خوشال بابا

پر١٣٦٨ل کال چې دجهادي بهير وتلي ليکوال اوڅېړونکي ښاغلي شهرت ننګيال ( وينه په قلم کې ) نومې تذکره د جهادي څيړنو مرکز له خوا خپره کړه، نو د هجرت په چاپېريال کې يې د يوې غنيمت تذکرې په توګه ښه تود هرکلى وشو، خو نقادانو ته بيا د ادبي تذکرې د ښووليو آرونو او معيارونو له مخې ادبي تذکره ښکاره نه شوه، ځکه د ادبي تذکرې کچ مېچ ،دا ښوول شوىاو منل شوى دى، چې په ادبي تذکر ه يوازې د هغو ليکوالو او شاعرانو پر ژوند او افکارو باندې مفصله څېړنه کېږي، چې د يوه ادبي سبک يا ادبي مکتب بنسټګر يا غوره استازي وي. پردې سربېره څينې هغه ليکوال او شاعران هم د ادبي تذکرې تر وزر لاندې راتلاى شي، چې که د کوم ادبي اوښتون ښکارندوى هم نه وي، خو د خپل هنري کمال له مخې په ادبي تذکروکې د ځلونې حق او ځاى لري.
د ښاغلي ننګيال په دغه تذکره کې هم تر ادبي ارزښت زيات سياسي، جهادي او قيادي ارزښتونو ته ارزښت ورکړ شوى و، داسې چې په تذکره کې له ټول ټال ٧٧کسو ځنې يوازې ٥٤ کسو په يوه نه يوه بڼه له ادب سره تړاو درلود. البته د همدغو جهادي قيادي معيارونو په لړ کې يوازې يو مولوي محمد يونس خالص هغه څوک و، چې د خپلې ادبي مخينې( سابقې ) له مخې يې د ننګيال په تذکره کې پر ګډون نېوکه ونه شوه، ځکه په دغسې تذکرو کې د خالص بابا په څېر قلموالو ګډون، پرده احسان نه، بلکې دده حق و او بيا پر داسې مهال، چې که په اويا کلنۍ کې يې هم په زړو هډوکيو د خپلې خاورې او خپلې ګروهې (عقيدې) د دښمن پروړاندې خپله تېره توره چلوله، نو د قلم په ډګر کې يې په خپل وياړلي قلم کې د زړه وينه څڅوله او د خپل ميړني او اتل اولس په برخليک ټاکنه کې يې ترې کاراخيسته.
د علامه اقبال رح وينا رښتيا ده، چې وايي:
اولسونه د شاعر په ضمير کې زيږي، خو د سياستوالو په لاس مري.
خالص بابا هم له ځايه شاعر و، خو د خپلې ټولنې اړتيا او غوښتنې سياست غاړې ته ورواچاوه.ګنې دا خو هغه شاعر و، چې د شعر په زور يې هم د خپلواکۍ هوسۍ د بلوسګر ښکاري له منګولو راخپلولاى شوه .هغه دا کار د خپل شعر په سحرهم کولاى شو، ځکه د هغه په هنرکې چې کومه ښکلا، ځلا او پياوړتيا وه، هغه له دغو تاوجنو او ويرجنو حالاتو نه څو لسيزې وړاندې دې هنر پوه اولس پېژندلې وه، ددې هنر مينې ټولنې هر هنرمين وګړي دده له خولې دده رندي او دده د شعر دا رنګيني اورېدلې وه، چې:
ماتـــه مـــې کاسه شوه پـــه شرابـــو مسته مځکه شوه
خوار شـې اى کولا لـــه له دې ماتو کــــنډولــــو سره
کابل.١٣٣٨وږى
خالص بابا که د خپلې خاورې او عقيدې دښمن ته د خپلې تورې ځلا وښوده او پر دښمن يې د خپلې تورې زور ومانه، نو د هغه د شعر ښکلې ملکې لا وختي د هنرمنو زړونو پر هېواد واکمني چلولې وه.
دده د سپېڅلي هنر د ارزښت په پار، دده د روغمن او پتمن ژوند لپاره د ستر څښتن درشل ته لاسونه لپه کوم.
ځلانده دې وي د خالص بابا د رزمي او بزمي ښکلا د اغيز لمر.
د خداى ښــــــــــه دي