د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمبارکې روژې ماتوونکي شیان

حمدالله شاکری 12.09.2007 04:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دروژی فاسدوونکی :
په روژه کی له دریو شیانو څخه د ځان ساتل فرض دی .
۱- له څه خوړلونه .
۲- له څه څښلونه .
له جنسی فعل نه .
پورته دریو فرضونو پر خلاف عمل سره روژه فاسیدیږی .خو د روژی فاسدوونکی څیز دخپل نوعیت له مخی پردوه ډوله دی ، هغه چې یوازی قضایی ورباندی واجبیږی او بل هغه چې قضا او کفاره دواړه ورباندی واجبیږی .
هغه صورتونه چې دهغه پر کولو د روژی قضا واجبه ده :
۱- یو څوک د روژی پشلمی وکړی او دا یی خیال وی چې تر اوسه وخت شته خواراک څښاک وکړی خو ورسته ورته معلومه شوه چې سبا ختلی ددغه روژی قضا روژه واجبه ده .
۲- چا دلمرلویدونه مخکی داسې فکروکړچی لمر لویدلی دی روژه یی ماته کړه نوقضایی روژه ورباندی واجبه ده .
۳- چا په روژه دار باندی په زور خواراک وکړ یوازی قضا یی به راوړی .
۴- چا په زوره له کومی ښځی سره جنسی عمل وکړ یا بی خبره ویده وه ، یا بی هوښه وه نو پر دغه ښځه یوازی قضا یی واجب ده .
۵- که په روژه کی د چا خولی ته د اوښکو یا خولو څاڅکی ورغلل او مالګینتوب یی په ټوله خوله کی محسوس کړاوده هغه څاڅکی خیټی ته تیر کړل روژه ماته شوه قضایی لازمه ده .
۶- که چا له سره دروژی نیت ونګړ، خوله خوړلو اونورو یی ځان بند وساته ، یا یی له زوال نه ورسته نیت وګړ نو روژه یی ماته قضا یی واجبه ده .
۷- په روژه کی چا په قصد سره په ډکه خوله کانګی وګړی ، روژه یی ماته قضا پری واجب ده .
۸- که چا داسې شی چې غذا نه وی لکه داوسپنی ټکړه د ګاڼی کوم څیز یا نور وخوړچه نه د غذا او نه دوا په ډول وی نو روژه یی ماته قضا پری واجب ده .
۹- که کومی ښځی په روژه کی په خپل تناسلی غړی کی دوا یا تیل واچوی په د صورت کی قضا پری واجب ده .
۱۰ – که چا په هیره څه وخوړل نو بیا یی فکر وکړ چې روژه خو ماته شوه نو څه یی نور هم وخوړل نو قضا یی پری لازمه ده.
۱۱ – چا په روژه کی تیل په غوږ کی واچول یا یی بی له څه خوړلو په بله طریقه سره جلاب وکړل ،روژه یی ماته قضا واجب ده.
۱۲- کومه ښځه پر خپل تناسلی غړی کی د غلاج یا نور څه لپاره خپله ګوته ننباسی یا په خپل تناسلی غړی کی مالوچ ،سفنج اوداسی نور څه کښیږدی اود ننه په کی غایب شی روژه یی ماته قضا پری واجب ده .
۱۳- د جماع او لواطت نه پرته بل کوم داسې جنسی فعل یی وکړ چې انزال ورسره وشوه روژه ماتیږی او قضا پری واجبه ده .


هغه صورتونه چې قضا اوکفاره دواړه پری واجب دی :
۱- کوم سړی له خپلی ښځی سره جماع وکړی یا کوم جا هل سړی د لواطت وحشیانه عمل وکړی ، قضا او کفاره دواړه پری واجب دی .
۲- کوم سړی د خپلی ښځی په تناسلی غړی کی خپل د تناسلی غړی سر دننه کړ که انزال وشی که ونه شی ، کفاره او قضا دواړه واجب دی .
۳- چا داسې څه وخوړل چې د خوراک په څیزونوکی راځی یا یی د فایدی لپاره دوا وخوړه نو قضا او کفاره دواړه لازم شول.
۴- ښځه ویده یا بی هوشه وه سړی ورسره جماع وکړه په سړی قضا او کفاره دواړه لازم دی .
۵- سړی داسې څه وکړی چې روژه ورباندی نه فاسدیږی خو داسې خیال وکړی چې زما روژه ماته شوه ورسته بیا د روژی فرض مات کړی په قصد سره خوړل او یا جماع وکړی نو کفاره اوقضا واجبه ده .
۶- چا داسې جاهیلانه عمل تر سره کړ چې د ښځی په شا مقعد کی یی د خپل تناسلی غړی سر ورداخل کړ ،پر دواړو کغاره او قضایی لازم دی .