د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بابر او پښتانه

11.09.2007 04:00

ليکوال     :  محقق عبدالرحيم بختانی
خپرندوی   : دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه –جرمني
دپاڼو شمېر   : ۱۷۳ مخ
چاپ ځای      : دانش خپرندويه ټولنه

دښاغلي عبدالرحيم بختاني دغه عملي- تاريخي اثر دافغانانو دتاريخ ديو مهم څپرکي په اړه يوه په زړه پورې ليکنه او څېړنه ده،چې د افغانستان دعلومو اکاډمۍ دپښتو څېړنو دنړيوال مرکز ديوې علمي -  څېړنيزې پروژې په توګه کښل شوی. داکتاب دتاريخ څېړونکيو لپاره په زړه پورې او دکار وړ اثر دی،چې دموضوع په اړه ډېر تاريخي معلومات پکې راغونډ شوي.
دافغانستان دعلومو اکاډمۍ دبشري علومودبرخې مرستيال سرمحقق نصرالله سوبمن ، دسرڅېړونکي مرستيال  نصرالله ناصر او عبدالرحيم بختاني پرې سريزې ليکلي. درې واړو دغه کتاب په اړونده برخه کې يوه ګټوره زیاتونه ګڼلې.