د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ديو ويشتمې پېړۍ انساني دلالان (ناول)

الحاج محمد حسن حُسام 07.09.2007 04:00

ليکوال        : الحاج محمد حسن حُسام
دپاڼو شمېر  : ۱۰۵
داکتاب دپښتو او پشه يي ژبي ليکوال او شاعر ښاغلي محمد حسن حُسام ناول دی چې دخپل ژوند ديوې ډېرې ترخې خاطرې انځور يې پکې وړاندې کړی او د اويايمې لسيزې په اوږدو کې  په کابل کې دکورنيو جګړو او ملي اتلانو او مارشالانو دوختونو رښتينې کيسې پکې بیان شوي.
په ۱۳۷۳ل کال کې دکابل واکمنو او دملي اتلانو او مارشالانو مجاهدينو!!! دهغه يو زوی تښتولی او بیایې دپیسو په بدل کې خوشې کړی،داچې په دغو ورځو کې پر دوی اود دوی پر کورنۍ څه تېر شوي، زوی يې څنګه او چاتښتولی و،چېرته بندي و او بالاخره څنګه راپرېښودل شو..... دا ټولې هغه خبرې دي چې ليکوال په خپل دغه اثر کې ذکر کړي. ددغه اثر په لوستل دملي اتلانو څېرې لاښې راښيي...