د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دغريب زوی او جادوګر

ژباړن : سيد محمد ځواکمل 28.08.2007 04:00

دکتاب نوم : دغريب زوی او جادوګر ( ماشومانو او تنکيو زلميانو ته لنډې کيسې )
ليکوال    : بېلابېل
ژباړن : سيد محمد ځواکمل
خپرندوی  : دانش خپرندويه ټولنه،کابل - پېښور
که څه هم په نړيواله کچه دماشوم ادبیاتو ته په پراخه پيمانه کار کېږي؛خو زموږ په  ژبه کې داتشه تراوسه احساسېږي،چې په دې برخه کې دومره لاسته راوړنې نه لرو. په دې موضوع پورې اړوند،تېرکال هم دګوتو په شمېر کتابوه خپاره شول؛خولا ډېرو هڅوته اړتيا ده، موږ تراوسه دماشومانو لپاره ځانګړې مجله نه لرو،کوم ويب سايټ هم ماشومانو ته نه ده ځانګړې شوې (يواځې يو ويبلوګ لرو)  او داسې په نورو برخو کې هم زموږ ماشومان هېر شوي دي.
ځوان ليکوال او ژباړن سيدمحمد ځواکمل،چې دا خورې ورې  کيسې يې له پاړسي ژبې څخه ژباړلي،په دې برخه کې يې ډېره خواري کړې ده،هيله ده چې دغې لړۍ ته ادامه ورکړي او په دې برخه کې نورې کيسې او داستانونه هم وژباړي يايې  هم ترخپله وسه په خپله وليکي.
هيله ده په دې برخه کې زموږ نور ليکوال هم کار ته ملا وتړي اودماشوم ادبيات مو نورهم راغني کړي.