د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داسراييلو شتون: امريکايي پيسې او ا مريکايي وسلې

خادم احمد –خپلواک 25.08.2007 04:00
Dollarsپه منځني ختيځ کې داسراييلي دولت رامنځته کول اوبيايې له عربوسره جنګول ، دلوېديځ او په ځانګړي ډول دمتحده ايالاتو او انګلستان هېوادونو هغه ستره شيطاني سياسي پروسه وه چې ډېره په بريالۍ توګه سرته ورسېدله .له هماغه ورځې نه چې اسراييلي غاصب دولت په سيمه کې رامنځ ته شوى ترننه پورې دمنځني ختيځ مسلمانانو آرامه ساه نه ده اخېستې او په سيمه کې دناورينونو جوپې پيل شوي او لادوام لري .داسې ورځې به نه وي چې يو يا دوه تنه فلسطيني او ياهم لبناني وګړي داسراييلي سرتېروپه بېرحمانه ډزو اوهوايي بمباريو کې خپل ژوند له لاسه نه وي ورکړى .
 امريکايان په ټولو ډګرونو کې داسراييل دولت تر شا ولاړ دي او حمايه کوي يې ، په سياسي لحاظ دامنيت شورا کې هره پرېکړه چې داسراييلو دګټو پرخلاف وي ، دامريکاله خوا ويتو کېږي آن داسې پرېکړه ليکونه چې په هغو کې فلسطيني خاوره کې داسراييلي سرتېرو جنايتونه او انسان وژنه غندل شوي وي هم اوس څوک دامنيت شورا ته نه شي وړاندې کولای .ديوې شمېرنې له مخې امنيت شوراکې تراوسه امريکا ۲۱۰ ځلې له خپل ويټو حق نه استفاده کړې چې له هغه جملې نه يوازې ۷۳ ځلې يې داسراييل دولت دګټودخونديتوب لپاره کارولی دی ،دامنيت شورا هېڅ غړي هېواد تراوسه په دومره زياته کچه له خپل ويتو حق څخه استفاده نه ده کړې او نه يې دنورو هېوادونو دګټودساتنو لپاره دومره لويه قرباني ورکړې ده .
 
 دسپينې ماڼۍ واکدارانوته اوس تر امريکايي ګټو اسراييلي ګټې ډېرې محترمې دي اودامريکايي ملت په پرتله ديهودي ملت په چوپړتيا ځان ډېر ورته وياړمن ښکاري چې ښه بېلګه يې په عراق کې دامريکااوسنۍ بوختياده چې په کې تراوسه په زرګونو امريکايي سرتېريو خپل سرونه خوړلي او زيات مالي زيانونه يې هم ګاللي .دزياترو کارپوهانو په اند دعراق اوسنۍ او مخکنۍ جګړې په يو نه يو ډول له اسراييلي ګټو سره تړاو لري چې اصلي لوبغاړی يې متحده ايالات دي .
 له دې نه اخواتسليحاتي ، مالي او اقتصادي مرستې دي ،کومې مرستې چې په دې برخو کې اسراييل له امريکا نه ترلاسه کوي ،بل هېڅ هېواد ورځنې برخمن نه دی . دامريکا نژدې ټولې پرمخ تللي وسلې داسراييلو په خدمت کې دي ،اسراييل دخپل پوځ داړتيا وودپوره کولو په خاطر هر کال په پراخه پيمانه وسلې او پوځي تجهيزات له متحده ايالاتو نه په وړيا توګه لاس ته راوړي .امريکايي مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پوست په دې وروستيوکې دې ټکې ته په اشارې ليکلي ،دمتحده ايالاتو دفاع وزارت اسراييلي پوځ سره په وړيا توګه هرکال د۳/۲ ميلياردو ډالرو په ارزښت دپوځي سازوسامان او وسلې مرسته کوي چې په کې دپرمختللي جټ جنګي الوتکوسربېره نورې ډېرې پرمختللي توغندي اووسلې هم شاملې دي ،دنوموړې سرچېنې په قول دامرستې کال په کال زياتېږي او په دې اړوند دامريکا ددفاع وزارت په مالي بودجه کې ځانګړی حساب وجود لري .
 له مالي اړخه کومې شمېرې چې تراوسه پورې لاس ته راغلې ښيي چې متحده ايالات يو له هغو هېوادونو څخه دي چې اسراييلی غاصب دولت سره ډېره مالي اواقتصادي مرسته کوي .دغه مرستې په بېلابېلو نومونو او لارې دصهيونستي دولت په واک کې ورکول کېږي ، ځېنې يې په مستقيم ډول دامريکا له خزانې څخه انتقالېږي او ځېنې نورې دنورو ادارو په رسمي بودجه کې محاسبه کېږي که څه هم دډېرو پېچلتيا له امله ددغې مرستې ددقيقوارقامو وړاندې کول اواټکل ګرانه خبره ده ، خو په دې وروستيو وختونو کې يوه بله مشهوره امريکايي ورځپاڼه نيويارک ټايمز پخپل يو تازه رپوټ کې په دې اړه يو لړارقام خپاره کړي ،چې مهم ټکي يې دادي: اسراييلو سره دواشنګټن ټولې کلنۍ مرستې ١/۱۰ ميلياردو ډالروته رسېږي ،دا مرستې دمالي مرستو ترڅنګ هغه اقتصادي پروژې هم په برکې نيسي چې اسراييلي دولت ته يې امتياز په مستقيم اويا غير مستقيم ډول ورکول کېږي . پردې بنسټ په دې برخه کې هم اسراييل هغه هېواد دىچې ترټولونه زيات دامريکا دمتحده ايالاتو مرستې ترلاسه کوي.
 د ۱۹۹۸ کال نه دمخه اسراييل هرکال ٣/٢ ميليارده پوځي او ٥/٦ ميليارده ډالره اقتصادي مرستې له امريکې ترلاسه کول خو په ۱۹۹۹ ميلادي کې دلومړي وزير بنيامين نتانياهو دهڅونو لامله دغه مرستې په اقتصادي ډګر لږ او په پوځي ساحه کې ډېرې شوې او دا لړۍ همداسې دوام پيداکړ . په روان ۲۰۰۷کال کې ددې مرستې ټوله اندازه ١٢/۱۱ميليارده ډالره ښودل شويدي چې ۲۸/ ۱۰ميليارده ډالره يې پوځي او پاتې ۱/۲۶ ميليارده نوريې اقتصادي مرستې دي ، له دې نه اخوا هغه مرستې چې اسراييل يې په غير مستقيم ډول له امريکا نه ترلاسه کوي زرګونو ميليونو ډالرو ته رسېږي . دهغو شمېرنو له مخې چې په دې اړه تېره مياشت په تلابيب کې دامريکې سفارت له خواخپورشوي ، اسراييلي دولت سره دامريکا د۲۰۰۶ کال ټولې مستقيمې او غيرمستقيمې مرستې ٣/١١ميليارده ډالره اټکل شوي دي چې دا په نړۍ کې ترټولو زيات امتياز او مرستې دي چې يو هېواد ته ورکول کېږي .په هر حال پورتنۍ شمېرې نه داسې څرګندېږي چې امريکا په تمامه مانا او ټول ځواک سره داسراييلو تر شا ولاړ دى ،دغه مرستې اوملاتړ هغه مهال خپلې لوړې کچې ته ورسېد چې تېر کال اسراييل له حزب الله سره په جګړه کې له ترخې ماتې او شرموونکي شاتګ نه پرته نور څه لاسته راوړنې نه درلودې . امريکاپه دې پوه دي چې داسراييلو ماته دامريکا ماته ده ، نو له دې امله اسراييلو سره روانه مرسته په داسې حال کې چې يې يوه بله ستره پروسه (لوی منځنۍ ختيځ داسراييلو ترواکمنى لاندې )هم په مخ کې لري ، په هېڅ صورت کافي ونه بلل اودې برخې ته دلازياتو پاملرنوله امله ،اسراييلو سره دډېرو مرستو په ځانګړی توګه پوځي برخه کې خپله ژمنتيايو ځل بيا تازه کړه .