د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داستان ليكنه اودراډيوتلويزيون لپاره دداستان ليكنې لاره

شمس خوستى 24.08.2007 04:00

ژباړه

د(تياترلپاره )دداستان ليكنې بنسټونه يولړكړنلارې دي چې په ټولوشرايطوكې دهغوداستانونولپاره چې دراډيوتلويزيون اوتياترلپاره ليكل كيږي ځانګړى چوكاټ لري .
هغه رسنۍ چې دداستان لپاره ټاكل كيږي تريوۀ بريده پدې قواعدواغېزكوي ،داتصورمه كوى چې داستان ليكنه به ضوابط لري اودزده كړې له مخې به يې ترسره كول شوني شي ،دداستان ليكنې دوه ارعوامل ابتكاراوذوق دي چې په زده كړي نشي ترلاسه كېداى ،ياپه بل عبارت ،داستان ليكنه دذوق اوابتكارپرمټوولاړه ده اودغه دواړه توكي دليږد وړ ندي ،نولدې امله ناشوني ده چې يوڅوك په زده كړه سره دداستان ليكنې مهارت ترلاسه كړي .
امريكايي داستان ليكونكى جرج پيرس بيكرګروهمن دى،په داستان ليكنه كې هغه څه چې ښايي په اړه يې زده كړه وكړودداستان ليكنې ټوليزبنسټونه دي ترڅوليكونكى يې له مخې په پرتليزډول دداستان ليكنې ددرجې په ارزښت پوه شي اوخپله ليكنه له ښه داستان سره پرتله كړي .
هغه څه چې پدې مقاله كې وړاندې كيږي دداستان ليكنې لومړنى څڅوب اوځيني ارمفاهيم دي چې له مخې به يې دراډيواوتلويزيون لپاره داستان وليكل شي .
كه دراډيواوتلويزيون لپاره دداستان ليكنې نيت لرئ نولومړى بايد دتياترلپاره دداستان ليكنې لارې چارې وپېژنۍ ،له هغې وروسته دراډيواوتلويزيون لپاره داستان وليكى .
دراډيواوتلويزيون لپاره دداستان ليكنې لارې چارې دهغه داستان له اوصولوسره برابرې دي چې دصحنې ياتياتراوپه اصطلاح دنندارليك لپاره ليكل كيږي .

هغه سرچينې چې دداستان ليكنې دخيال الهام ترې اخيستل كيږ ي .
مخكې له هغې چې دنندارليك دليكنې پربنسټونووغږيږوښه به وي پرهغوسرچينورڼاواچووچې دداستان ليكنې دخيال الهام ترې اخيستل كيږي .
يوښه اوتكړه ليكوال بايددغه سرچينې په ښه توګه وپېژني ترڅووكولاى شي دصحنې لپاره دداستان ليكنې منځپانګه پيداكړي .
ليكونكى كولاى شي دداستان موضوع درامنځته شويوپېښوپه اغېزكې يادبېلابېلوڅېروپه څرنګوالي كې پيداكړي اوياهم ددۀ الهام بښونكي مخينې دداستان درامنځته كولولامل شي ،ليكونكى يادوشويوټكيوته په پام سره توانيږي چې دداستان څېرې ،موضوع اونور جوړ كړي .
په يادولرى هغه څه چې په ورځيني ژوندكې پاروونكي وي ښايي دنندارليك لپاره غوره نه وي ،نندارليك دځانګړي ځاى ،اړينوشرايطواو ار كړنودمخينې ټولګه ده اودهغه څه بياجوړونې ته اړتيالري چې په ورځيني ژوندكې يې وينو.
په سركې دداستان اونندارليك ليكنه سخته ده ،ځينې وخت يوه پېښه ياكړنه په ورځيني ژوندكې ډېره ننداريزه وي خوكله چې په داستان واړول شي خپل ارزښت له لاسه وركوي اوهغه څرنګوالى چې موږيې په عادي شرايطوكې وينوپه ننداريز داستان كې نشوليدلاى ،ددې لپاره چې دورځيني ژوندپېښې پرنندارليك واړووډېرمهارت اوفكرته اړتيالرو ،ځكه چې په ورځيني ژوندكې درامنځته كېدونكو پېښوڅرنګوالى په هغه كې ښكېلووګړوته يوډول اودهغې ليدونكيوته په بل ډول څرګنديږي .
ياداچې يوه موضوع دهغه چالپاره چې په جريان كې يې دي ډېره ګرمه وي پداسې حال كې چې دنورولپاره هغه څرنګوالى نلري ،په هرحال تكړه ليكوال په ځيركۍ سره دې ټكيوته پام كوي ،يوتكړه اوځيرك ليكوال ددغوپېښوپه منځ كې لومړني فكرونه اوادبي سليقې پيداكوي اودهغې څرنګوالي ته په پام سره ليكنه كوي .
پدې ځاى كې اړينه بولم دېته نغوته وكړم چې راډيواوتلويزيون لدې امله چې خپلې خپرونې په اسانۍ سره هرتن ته رسولى شي ډېراوريدونكي اومينه وال لري ،دالاملدى چې موږنشوكولاى هره موضوع دراډيويي ياتلويزيوني داستان لپاره غوره كړو .
ددغوډله ييزورسنيو رول ته په پام سره كولاى شويوازې محدود موضوعات چې دټولنې دډېركيولپاره دمنلووړ وي دراډيويي ياتلويزيوني داستان لپاره غوره كړو.
په ټوليزډول دهغوموضوعاتوبېلګې چې ديادشوو دوو رسنيولپاره غوره كيږي كلتوري اوټولنيزې ستونزې اودهغه اوارى ،ازادي،حق غوښتنه ،ځان پېژندنه اونوردي .
دهغوسرچينوله جملې څخه چې دليكونكي لپاره دننداريز داستان دالهام زېږنده بلل كيږي څېرې ،مخينې ،تېرې شوې پېښې لكه جنګ ،لوږه ،اقتصادي حالت اونوردي چې دانسان سرنوشت جوړوونكي يې هم بللى شو.
په نومهالي رومان ليكنه كې څېره دداستان خوځښت رامنځته كوي لدې امله په نومهالي داستان ليكنه كې څېره ټاكنه دنوروسرچينوپه پرتله دداستان دبنسټيزخيال په څېرله نوروسرچينوډېرارزښت لري .
دخيال مختلفې سرچينې لكه ځاى ،شرايط،موضوع،مخينه اوبلاخره نقش هريودسوژې په جوړونه كې برخه لري .
ددې لپاره چې موضوع پخه او،وړ ټاكل شوي وي بايدله يادشويومنابعوڅخه هره يوه وڅيړل اويوله بل سره يې تړاؤوكتل شي ترڅوپه اخېركې يې دنچوړپايله مالومه شي چې دنندارليك ارزښت لري كنه ؟
لومړني ليكوالان فكركوي چې دڅېرې په پيداكيدوسره دداستان ارعامل پيدا اوكارپاى ته ورسيد اوكولاى شي له مخې يې داستان وليكي ،همدارازډېربې تجربې ليكوالان ګروهمن دي هغه څه چې بايدپاى وركړل شي ښه فكراوخيال دى اويوازې لدې خيال څخه داستان ليكلاى شي،خوداسې نده،دراډيويې يادصحنې لپاره دداستان ليكنې بنسټيزه اوستونزمنه برخه دجزياتوپيداكول اودهغه څرنګوالى دنندارې امساده .
كله چې ليكونكى دداستان موضوع ،ځاى ،رول،مخينې اوڅيرې دكاردبنسټ اونقشې لپاره مالوم كړي نوپخپل فكركې اوهم دكاغذپرمخ دې هغه لاملونه اومسايېل چې لدې بنسټ څخه زرغونيږي پيداكړي اوهغه مهال چې جزيات وپېژندل شي نوښايي دداستان رول،ځاى اوخيال چې له يادې شوې پېژندنې سره غږملي دي وموندل شي .
ليكونكى بايد دداستان دټولوپېښوليدونكى وي اوديودريم ګړي په توګه يې وګوري تروڅو وتوانيږي چې دداستان ټولوپېښوته ځلا وركړي .
غوره به وي چې ليكونكى په سركې دهغوپېښوپه ليكلوپيل وكړي چې لږترلږه څوكاله مخينه ولري .

دراډيويي اوتلويزيوني داستان چوكاټ
پخوابه د داستان ليكنې دجوړښت ارعامل په ټوليزډول (پېښه ) وه لكه دشكسپېرپه داستانونوكې ،ياپه بل عبارت دداستان ارچورليزبه دپېښې پرمټه جوړېدۀ ،مګرپه نؤمهاليوداستان ليكنوكې هېڅوخت يوه پېښه دداستان دخيال ارسرچينه اوعامل ندى بلكې څېره دداستان ارچورليزجوړوي اودهغه له مخې خيال رامنځته كيږي .
پخوابه دداستان ليكنې لپاره ترهرڅه دمخه يوه پېښه موندل كېده اودهغې له مخې به دداستان ډيالوګ،رول اونورتوكي مالومېدل،خوپه نؤمهاليوداستانونوكې لومړى يوه څېره پيداكيږي اودهغه له مخې ډيالوګونه ،اړيكې ،پېښې اونوررامنځته كيږي .
دداستان ليكنې لپاره درې اړين توكي چې دداستان دهستې په نامه ياديږي څيرې،پېښه اوډيالوګ دي ،اودغه ار توكي بايديوله بل سره غږمليتاولري ترڅوداستان ارزښت پيداكړي .
دغه درې عوامل بايددداستان په پاى كې يوګړي (واحده ) پايله بيان كړي .
هغوپېښوته چې دداستان په اوږدوكې پيدا اورامنځته كيږي بايد داسې رنګ وركړل شي چې مصنوعي ښكاره نشي ،لدې امله بايددهرې پېښې له رامنځته كېدودمخه دداستان دمختلفوعواملومخينه ، څرنګوالى اووخت په ښه توګه دمخاطب لپاره روښانه شي ،دغې روښانتياته په داستان كې ((شرح)) ويل كيږي .
په بل عبارت ليكونكى كوښښ كوي چې دشرحې په مرحله كې دداستان څرنګوالى دمسايېلومخينه ،احوال اودصحنوڅه وړوالى دمخاطب لپاره روښانه كړي ،له هغې وروسته چې ليكونكى دداستان دبېلابېلوبرخوپه پيداكولوډاډمن شي كولاى شي هره يوه برخه روښانه كړي اوددغوبرخودروښانه كولولپاره څيړنه وكړ ي .
اړينه ده چې دداستان څېرې په ځانګړي ډول دروان پېژندنې له پلوه تحليل شي ،نولدې امله دداستان دمنځپانګې له ليكنې دمخه بايددڅېرولپاره ددوى دځانګړتياووپاڼه شتۀ اوپه اړه يې ټول اړين مالومات ثبت كړل شي ،پدې پاڼه كې بايددڅېرې مخينه ،علاقه اوځانګړتياوې ليكل شوي وي اوهمداراز ليكونكى بايددهرې څېرې لپاره دهغه تېركړۀ وړۀ مخكې له مخكې پيداكړي ،دغه تېركړۀ وړۀ دداستان په اوږدوكې نه مطرح كيږي ،خواغېزيې دداستان په اوږدوكې څرګنديږي اوداستان ته ځلاوركوي .
ددې لپاره چې ډيالوګونه په پوره پام سره مالوم شي ښايي دنندارليك څېرې تردقيق تحليل لاندې ونيسو،نوبايد دنندارليك دڅېرو رولونه اودكاغذپرمخ ډيالوګونه په فرضي ډول يوله بله سره وازمويل شي .
څرګنده ده چې ډيالوګونه بايددژوندله رېښتينيوپېښواخيستل شوي وي ،وروسته له هغې چې دداستان څېرې پيداكړل شي ،نوكېدلاى شي چې دپېښواحوال اونورڅرنګوالى اوپه ټوليزډول دداستان دليك بنسټ كېښودل شي،دغه مرحله دځانګړي چوكاټ پربنسټ شكل نيسي ،خوداهغه مهال شوني ده چې مخكې له مخكې (ټكر ) مالوم شوى وي اودغه ټكرددستان دمحبوبواومخالف لوري ترمنځ پېښيږي ،همدارازكېداى شي يادشوى ټكرددووتنو،دووډلو،ديوتن اوطبيعت ،ديوتن ياڅوتنواوناڅرګندوخواوو ،اوياهم ديوتن اودهغه دداخيلي توكيو(احساساتو اونورڅرنګوالي) ترمنځ پېښ شي .
دټكرڅرنګوالى دداستان دڅېروځانګړتياوواودهغوى رولونوته په پام سره مالوميږي ،كله چې ټكرمالوم شي نوبيادغه ټكردداستان په اوږدوكې داوج ټكي ته رسيږي اويوله ښكېلوخواووڅخه غوره ،ښه نېك،اوبريالى راوځي .
ددې لپاره چې دداستان موضوع داوج ټكي ته ورسيږي نودداستان په اوږدوكې بايد دپېچليو مسايېلو يوسرښكاره كړاى شي اوهره مساله بايدپه ځانګړي ډول دټكر او اوج ټكي ولري اودداستان په اوږدوكې هره يوه مساله دټوليزې موضوع دلاډېرې پېچلتيالامل وګرځي اوموضوع ترهغه ځايه چې نوردداستان اوږوالى شونۍ نه وي په بشپړه توګه بغرنج پړاؤته ورسيږي ،پدې ځاى كې دداستان دموضوع داوج ټكى پيداكيږي .
څېرې دپېښودرامنځته كولواودهغه دپېچليتوب ارعاملين دي اوددوى دشتۀ ځانګړتياووله امله بېلا بېلې پېښې رامنځته كيږي .
جرج پيرس دداستان ليكنې داوصولوپه اړه ليكي : (( .... ځاى اوشرايط لدې امله شتۀ شوي دي چې څېرې له خپل ځان ،چاپېريال اونوروسره په داخيلي اوبهرني كشمكش كې دي كه څېرې قدرتي تغيركوي نوبايدشرايط هم بدلون ومومي،ځكه چې دداستان دڅېرې تغيردداستان دصحنې پرښكلااوچاپېريال اغېزكوي ))
انګليسي ډرامه ليكونكى ترانس راتيګان دجرج پيرس څرګندونې تاييدوي او وايي ((همدادداستان څېرې دي چې داستان رامنځته كوي ))
جرج پيرس دخپلې مقالې په اوږدوكې ليكي (( هرداستان په هره سطحه چې وي زماپه اند دداستان دڅېرو،صحنې ،مخينې ،دورې اوخيال په خاطررامنځته كيږي ،مګرهېڅ يوه پېښه دداستان ليكنې لپاره الهام بښونكي نده .
زماپه اندهغه څه چې دداستان درامنځته كېدولپاره ټاكل كيږي دپېښې وروستۍ ټكى دى چې بايدفكرورباندې وشي .
هغه مهال چې دداستان څېرې په سمه توګه وټاكل شي نودداستان دپېښواوليكنې الهام ترې اخيستل كيږي .
بايدووايم چې دداستان دسموڅېروله ټاكنې څخه زموږموخه دانده چې څېرې بايدكټ مټ دهغووګړوپه څېروي چې په ورځيني ژوندكې ورسره مخامخيږومګرزموږموخه دداستان دڅېروترمنځ دسمواو روغو اړيكيولرل دي ،خوكله چې دداستان دسرچينوپه اړه لومړنۍ طرحه ،څيړنه اوتحليل پاى ته ورسږي نود ليكونكي لپاره هغه موادتياردي چې خپل كارورباندې پيل كړي،ددې لپاره چې تېروتنه ونشي،اوس هم د،ارمنځپانګې كښنې ځاى ته نه يورسيدلي بلكې پدې مرحله كې دنندارليك كښنې ټوليزې طرحې ته وار رسيږي چې په اصطلاح ټوليزه سناريو ورته ويلاى شو.
تجربه لرونكي اوماهرليكوالان دټوليزې سناريوله مخې هغه څه پيداكوي چې داستان يې له مخې په راښكونكي اوزړه پورې نندارليك اوړي اوكنه ؟
يوليكوال كولاى شي دټوليزې سناريوپربنسټ دداستان دكمزورۍ ټكي له مخكې مالوم كړي اوپه ار منځپانګه كې يې له كارولوډډه وكړي اوهغه مساله چې په ار سناريوكې پراختياته ډېره اړتيالري مطرح كوي .
مخكې لدې چې دسناريوكښنې پرټكيووګړيږولازمه ده دداستان ليكنې ار بنسټونه چې بې له استثناپه هره رسنۍ كې دګټې وړدي وپېژنواوهرليكونكى بايدپه داستان ليكنه كې له دغولاروچاروګټه واخلي .

دداستان ليكنې اوصول
يووالى :
دنندارليك لپاره دداستان ليكنې يوله اړينولاروچاروڅخه يووالى دى ،ددې ار له مخې دداستان دبېلابېلوبرخوترمنځ يووالى رامنځته كيږي اودنندارليك په ليكنه كې بايددوخت اوځاى يووالى خامخاپه پام كې ونيول شي .
پېښې :
دداستان پېښې دښكېلوخواووترمنځ دشتۀ ټكراوج ته درسيدوله څرنګوالي سره سم شكل غوره كوي ،ټكر هغه وخت ته ويل كيږي چې څېرې ياډلې يودبل پروړاندې ودريږي ،ټكر دشونتياتربريده دداستان په لومړۍ برخه كې رامنځته كيږي ترڅودداستان تنه ترپايه پورې دهغه دعواملوپربنسټ جوړه شي .
دټكرله رامنځته كېدو وروسته دفرعي پېښواوپېچلتياوورامنځته كولوته اړتياده ،ترڅوله ارټكرسره په تړاؤكې ډېرې فرعي پېښې وزيږوي اوهره يوه فرعي پېښه دداستان په اوږدوكې يوه مرحله رامنځته كوي اوپه ټوليزډول داستان داوج ټكي پرلور بيايي .
دداستان داوج ټكى هغه مهال رامنځته كيږ ي چې دداستان فرعي پېښې يوې داسې مرحلې ته روسږي چې نوردداستان په اوږدوكې دتغيروړنه وي ،پدې مهال كې داوج ټكى رامنځته كيږي ،داوج له ټكي وروسته ناڅرګندمسايېل روښانه كيږي اودستونزې وروستۍ اوارى (حل ) مالوميږي اومخاطب دداستان له پايلې خبريږي اودې مرحلې ته دداستان (پايله) ويل كيږي .

رول (نقش)
رولونه ،پېښې اوډيالوګ دداستان درې ار اولومړني توكي دي،دغه درې توكي لكه مخكې چې ورته نغوته وشوه يوله بل سره بايدغږمليتاولري .
څېره په هره نؤمهالي داستان ليكنه كې دداستان لومړنى خوځښت وركونكى اودداستان دتنې جوړولو ار توكى دى چې پېښې اود ډيالوګ څرنګوالى مالوموي .
ياپه بل عبارت دپېښوڅه وړوالى دداستان دڅېرې دڅرنګوالي له مخې مالوميږي .
څېره دداستان په اوږدوكې خپلې ځانګړتياوې ښكاره كوي،هره پېښه چې دداستان په اوږدوكې رامنځته كيږي نه يوازې دداستان دڅېرې ځواكمنتياراښايي بلكې له مخې يې دهغه داخيلي روحيات هم ښكاره كيږي ،نو وېلاى شوچې له پېښوسره دنندارليك دڅېرې مخ كېدنه دهغه بېلابېل ابعادراښايي .
دېته موپام وي چې بايددڅېرې دكړنې اوګړېدنې ترمنځ دداستان ترپايه پورې غږملتياشته وي .
دنغوتې وړنده ووايوچې دغه غږمليتادې دژونددرېښتينيوپېښوغوندې نه وي اويادداستان څېرې كټ مټ دريښتيني ژوندانۀ دوګړوپه څېر وي ،خوډرامتيكه ښودنه دواقعي ژوندانۀ په موخه كيږي .

ډيالوګ :
ددې پوښتنې په اړه چې اياډيالوګ بايدهغه څه وي چې په ورځيني ژوندكې پېښېږي كه هغه ته ځلاوركول هم كېدوني دي ؟بېلابېل نظرونه اواندونه شته دي .
په هرحال هغه څه چې روغ اوسم دي ،ښايي په نندارليك كې ډيالوګ ننداريزوي ،ياپه بل عبارت لكه څرنګه چې نندايزداستان دواقعيت انځوردى ياعين هغه څه ندي چې په ورځيني ژوندكې رامنځته كيږي ،نووېلاى شوچې ډيالوګ هم دواقعيت انځوروي اوخامخادې هغه څه نه وي چې په ورځيني ژوندكې په كارووړل كيږي ،ډيالوګ بايددداستان له څېرې سره غږملتياولري اودداستان له پېښوسره لاسنيواى وكړي .
شرح :
شرحه دڅېرودهويت،مخينې ،عواملو،دداستان درامنځته كېدوشرايطودڅرنګوالي اودهغوشرايطو جوړول دي چې داستان پكې خپل شكل ښكاره كوي .
دېته موپام وي چې دپورتنيوټكيوروڼاوى بايدډېرڅرګنداوصريح نه وي بلكې په غيرمستقيم ډول شرح شي .
دبېلګې په ډول كېدلاى شي دداستان دڅېروپه تليفوني ،ياددوى دګاونډيانوپه خبروكې اوياهم ددوى دملګرواوخپلوانوله خولوڅخه ددوى په اړه دپام وړمالومات وړاندې كړو .
هغه مالومات چې دشرحې په برخه كې مطرح كيږي بايددداستان په لومړنيوبرخوكې وښودل شي .

لار اوارئ :
لار اواري ،دداستان دار پېښواوهغوته دځلاوركولولپاره كيږي ،كله چې دداستان دپېښودرامنځته كېدولپاره لاره اوره نشي نونه يوازې دداستان دپېښورامنځته كېدل مصنوعي كيږي بلكې منطقي پرلپسوالى به هم ونلري .
وړ لار اوارى كولاى شي دداستان دڅېرو كړو وړوته طبيعي ځلاوركړي .
دنندارې ښكلا:
دغه ښكلادننداريزداستان جوړولويادفذيكي اړتياوواوياهم دنندارليك مخانيكي جوړښت ته په پام سره اړينه ده .
دنندارې ښكلادداستان دڅېروپه اړه دمحيطي مالوماتوپه بياجوړولو(تكرار) كې بنسټيزرول ترسره كوي ،نولدې امله دنندارې ښكلادموخوپه بيان كې ډېره اړينه ده .
هغه څه چې پورته وويل شول دهرډول ننداريزداستان دليكنې د اربنسټونوڅڅوب دى ،څوك چې دراډيوياتلويزيون لپاره نندارليك ياننداريزداستان ليكي،بايدلومړى لدې اوصولوسره بلدشي .