د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خبر ليكنې اّرونه (اصول)

ليكوال: اكبر نصراللهي/ ژباړن: محمد اّصف شينوارى 21.08.2007 04:00

د خبر ليكنې اّرونه (اصول)
ليكوال: اكبر نصراللهي
ژباړن: محمد اّصف شينوارى
خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه
مخونه: 130
د خبر ليكنې آرونه (اصول) كتاب ژورنالستانو ته د خبر پېژندنې، ټولونې او خبر خپرونې اّرونه ورپه ګوته كوي.كتاب په روانه پښتو ژباړل شوى او استاد محمد اّصف صميم او خپلواك ساپي پرې ليكل كړي.
استاد محمد اّصف صميم د خبر ليكنې اّرونه (اصول) اثر لوستل د ځوانو ژورنالستانو د مسلكي ودې لپاره له اكسير نسخې كم نه ګڼي. دغه راز دى زياتوي، چې ددې اثر لوستنه زموږ د ځوانانو ژورنالستانو او خبريالانو د مسلكي پوهې او مهارتونو د ترلاسي او پرمختيا په لار كې د اغېزمنو پايلو ژمنه كوي.
كتاب شپږ برخې او پينځلس څپركي لري، چې د هر څپركي په لوستلو يې د ژورنالېزم مينه وال  لوستوال خپله لوستنۍ مينه خړوبولى شي.