د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوان نسل ته نصیحتونه

انجنیر حمدالله شاکری 13.08.2007 04:00

 ۱- د خپل استاذ احترام ساتی  چاچی د خپل استاذ احترام  ساتلی  الله پاک  لوړ و در جوته پورته کړی او چا چی د استاذ  بی احترامی  کړی  وی که  عالم  هم شی فاضل  به نوی  یعنی پهعلم که به یی هیڅ برکت نه وی په دنیا او آخرت که به ذلیل او بد بخته وی.

 ۲- د مور او پلار  احترام کوی ځکه مور تاسی ۹  میاشتی  په ګیډه کی  دوه  کا له  په غیږکی اوڅلور کاله په څنګ کی ساتلی او روزلی یی او همدارنګه پلار مو ستاسو لپاره هر ډول احتیاجونهاو تکلیفونه او مسافرت پر ځان اخیستی تر څواولاد مو په آینده کی ددنیا او آخرت عزت اوآرامیتر لاسه کړی (داسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص قول دی  د مور او پلار مخ ته په خوشحالیکتل د حج او عمری برابر ثواب لری) .

 ۳- تقوا، ادب او اخلاقو ته  مو ډیر پام کوی ځکه  له علم سره چی تقوا  ،ادب او اخلاق نه ویله هغه کس څخه به غیر له یو کبرجن ،بدمعاش ځناور بل څه نه جوړیږی

. ۴- سهار وختی  پاڅیږی  لمونځ  کوی  او د قرانکریم  تلاوت کوی  بیا خپل درسونه  مطالعه کوید قرآن تلاوت دوماغ ته  انکشاف  ورکوی او سهار  وختی درس او مطالعه  دوماغ  ښه برداشتکولای شی.

 ۵- په پنځه  وخته  لمانځه او  ټولو دینی  اموروځان کلک  عادت کړی ځکه دځوانی عبادت د پیغمبرانو عادت دی  ا و خدای ج  ته  د تنکیو ځوانانو عبادت او زاری  د  ډیری  خوښی  وړ دی او دغه  کسان  به دقیامت  د ورځی  په  سختو ګرمیو کی د خدای ج د عرش تر سیوری لاندی وی.

 ۶- د اسلام  دوښمنان غواړی  چی زمونږ ځوان  نسل  بی  لاری کړی او ددوی  د بی لاری  کولوتګلاری  زیات فشار  په عیاشی دی  پام کوی  چی یوه لویشت  مو هم بی لاری  نه کړی او یا همد نړی  د اوسنی ځل  او بل تر تاثیر لاندی را نشی که خدای ج  مکړه څوک بی لاری شی نو انجامبه  یی  د کمونستی  عناصرو  په شان وی  چی  د تل لپاره په دغه  پاکه  خاوره  کی  بی لاری اوطاغوتی عناصر نسکور او سخت ذلیل شوی دی.

 ۸-  د درس  د تکرار لپاره مو چه استاذ کوم کورنی کار(کارخانګی)در کوی ضرور یی کویځکه کورنی کار په تاسی واجب او ډیر برکتی دی  چی ددرس د ذده کړی لپاره یو اساسی جز ګڼل کیږی.

۹- پوه شی  چی عاق د  استاذ  یا مور  او پلار د دنیا او آخرت  ذلت دی چی عاق له دریو لاندنیو  حروفو څخه تشکیل شوی دی.اول حرف (ع) عیب دی  چی  د استاذ عیب ښکاره  کول دیدوم حرف (الیف)اهانت دی چی استاذ ته اهانت سپکاوی دیدریم حرف(ق ) قهر دی چی  په استاذ  باندی قهر  کیدل دیپه پورتنیو دری حالاتو کی سړی عاق کیږی چی یوه کبیره ګناه ده او ددنیا او آخرت تکلیفونه یی په نسیب ګرځی.

۱۰- دځان لپاره بی کاری  مه غوره کوی ځکه د بی کاره سړی  مغز دشیطان دوکان  دی  او بی کاری لویه بد بختی ده باید خپل وختونه په عبادت،کار،درس او مطالعه تیر کړو.په آخر کی مو په لوی خدای سپارم خدای مو کامیابه او سرلوړی لره