د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشرۍ دفتر: کرزى په لستوڼي کې ماران ساتي

رحيمه ساپۍ 17.07.2007 04:00

د اوسني حکومت په اډانه کې ډېر داسې کسان تر ولسمشر او  د هغه تر دفترونو رسېدلي، چې ترډېره د ملت دګټو پرځاى د يوې ډلې ګټې خوندي کوي. د حکومت پلوو کسانو په بدنامۍ او له حکومتي اډانې څخه د هغو  په  اېستنه کې ددوى چلوټې خورا ډېرې بېلګې لري. دغه کسان په ښکاره د حکومت او دولت د ګټو خونديتابه غواړي ، خو  له اره اوبه د بل له اخور څښي او د لستوڼي د مار په څېر ټک کوي.

د ولسمشر په دفترکې دغه ډول ماران له شمېره وتي دي. عبدالستار مراد د والي په توګه حکومت دوه کاله ونازاوه، خو په دغو دوو کلونو کې يې کاپيسا په خلکو سور تنور وګرځوله. په کاپيسا کې، چې څه بدمرغۍ او د طالب او اسلامي حزب په نامه بخولې او ناکرارۍ روانې دي، ګرد سره د متحدې جبهې د استازي(( عبدالستار مراد)) له هغو سياستونو سرچينه اخلي،چې دغې ډلې په تېرو ٣٠ کلونو کې ځانونه پرې ازمويلي دي. په کاپيسا کې د اسلامي حزب ګڼ غړي د دولت ملاتړي وو او د نظار شورا او شمالي ټلوالې پر وړاندې يې ټينګاو کاوه. کرزي په لوى لاس يو داسې کس ور ولېږه، چې د کاپيسا په څېر ارامه سيمه يې اور وګرځوله او په خلکو کې يې قومي او نورو اختلافونو ته لمن ووهله. همدا، چې عبدالستار مراد پوه شو، چې دولت يې نور پښې نه ټينګوي، پر هغه څه يې خوله پرانسته، چې تر دې مخکې د شمالي ټلوالې گڼ شمېر غړو  ترڅوکۍ بايلونې وروسته باد کړيدي. پخپله د ولسمشرۍ په دفتر کې ګڼ داسې کسان راغونډ شوي، چې د ښاغلي حامد کرزي واکمنۍ ته ګواښونه پېښوي. د کرزي نوى وياند(( همايون حميد زاده))، د هغه مرستيال(( سيامک هروي)) هم د همدې لړۍ کړۍ دي. (( سيامک هروي)) د شمالي ټلوالې د واکمنۍ پرمهال د استاد رباني او د هغه د متزلزلې واکمنۍ مداحي کوله. د شمالي ټلوالې د نارسمي غړي په توګه يې د لنډ مهالې ادارې په لومړنيو کلونو کې د ښاغلي کرزي د کاري ډلې تخريب کاوه. په انيس ورځپاڼه او کليد کې يې ليکنې او پاليسۍ ښه څرګندويي کولاى شي. همدغه سيامک هروي د خپل موقف ساتنې لپاره شمالي ټلوالې ته په ښکاره ((تف)) کړل او د کرزي لاس يې ونيو، خو اوس داسې برېښي، چې د ښاغلي کرزي پر شاوخوا د راټولو شويو کسانو او کړيو د همغږي چارې پرمخ بيايي. د فاروق وردګ له پرله پسې ناکاميو او د کريم رحيمي له ګوښه کېدو سره د سپنتا ډله غښتلې شوې او هروي هم اوس د همدې ډلې يوه برخه ګرځېدلې ده. د هيښتيا خبره داده، چې ښاغلى کرزى په خپلو ټاکنو کې ولې دومره بيړه کوي. ايا د سيامک هروي سابقه يې کتلې نه ده؟ دا هغه کس نه و، چې په(( فرياد عصر)) خپرونه کې يې په کارتون او طنز کې د استادانو سپکاوى وکړ او وروسته ښه وډبول شو؟  کله، چې يو څوک دومره کمزوى شخصيت ، کرکټر او مخينه لري او په خپل څو کلن کاري بهير کې يې وړتيا هم نه وي ښوولې، اړينه ده، چې بيا هم د لستوڼي د مار په څېر وساتل شي؟   ښاغلي کرزي به دا درک کړې وي ، چې کاوون توپاني دده له دفتر نه استعفا ته چا اړ اېست. ايا ((په هغه بهرني سفر ))کې له هغه سره سيامک هروي يوځاى نه و. کوم تورونه، چې پر هغه و، سيامک هروي ترې څنګه سپين راوتلاى شي؟ د ننګ په مساله کې خو دده او  سپنتا خېلو ونډه تر نورو کمه نه وه. هغه د تورو تمبو شاته چا ټېل واهه؟

د ولسمشرۍ د يو شمېر سرچينو په وينا، د کرزي رازونه ډېر ځله د همدغه (( سيامک هروي)) له خوا متحدې جبهې ته رسول کيږي. د کرزي په نامه د جمهوري ګوند د غړو لستونه د سپنتا هشت صبح ورځپاڼې ته همدې کړۍ ورکړي وو، چې کرزى تر بل کس ډېر باور پرې کوي.

څو په شمېر  پښتانه روڼاندي پر کرزي راټول و، خو د ولسمشر بيړنيو پرېکړو او د يادو شويو کسانو توطيو يو يو د هغه له شاوخوا نه ګوښه کړل. پخوا د ښاغلي کرزي پر شاوخوا د شمالي ټلوالې ماران را ټول وو، خو اوس يې ورو  ورو يوه بله ډله احاطه کوي، چې د تورې پردې په څېر به يې هرڅه له سترګو پټ ساتي. سپنتا، همايون حميدزاده او سيامک هروي درې هراتيان ، په يوه خوله او يوه غږ کولاى شي د کرزي لار او ګودر ورک کړي. کرزي د فاروق وردګ له ډلې وېره کوله، خو اوس يوه بله ډله پخپله دده په مټو ځواکمنيږي او دغه ډله به اخر يوځل بيا دده لپاره سرخوږ پيدا کوي.

ولسمشر حامد کرزى که  سمه اداره ، دفتر، سلاکاران او کاري ډله غواړي ، واک دې دغسې بې انډوله نه وېشي. د افغانستان په څېر هېواد او واکمنو شرايطو کې، چې کله د واک ناانډولي را درومي تر شا ګڼې ناخوالې او نادودې پرېږدي. ښاغلى کرزى بايد د لستوڼو پر دغو مارانو له سره غور وکړي، ګني يوه ورځ به ټک ورکوي او زهر به يې د حکومت په ټولو رګونو او شريانونو کې خواره وي.