د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي جبهه که ملي جبه ؟

پوهاندحسن کاکړ 13.04.2007 04:00
افغانستان لکه چې د سياسي معجزو ملک وي . چا فکر کاوه چې ښاغلی برهان الدين رباني ، ښاغلي قاضي محمد امين وقاد، ښاغلی محمد اسمعيل ، ښاغلي محمد اکبري ، ښاغلی محمد يونس قانوني له ښاغلي سيدمحمد ګلابزوی او له ښاغلي نورالحق علومي سره به يوه ورځ ( ملي جبهه ) جوړه کړي ، هغه هم ددغسي نظام په مقابل کې چې دوی يا له دوی نه ډيرو د هغه په جوړولو کې برخه اخستې وه ؟چا فکر کاوه چې د پخواني پاچا لمسی ښاغلی مصطفی ظاهر به بيا له دوی سره يوځای کېږي ؟
 له وروستي نه پرته دوی دغسي ګوندونو او تنظيمونو ته منصوب وو او شايد اوس هم وي چې غړو يې د يوه او بل د غړو په وژلو کې هيڅ صرفه نه کوله ، په داسې حال کې چې يوې خوا به د بلي خوا غړو ته ( کافر) ، ملحد ، کمونسټ او داسې نور ويل او دبلي خوا غړو به هغو ته ( اخوان الشياطين ، ( مرتجعان ) او ( په ډالرو ، کلدارو پلورل شوي بانديتان ) او داسې نور ويل .
 په دې اړه لومړۍ پوښتنه داده چې دوی ولي اوس په يوې جبهې کې سره ودرېدل ؟
 د ښاغلي غلام جيلاني ځواک او ښاغلي رمضان بشردوست په وينا دوی به ويري سره يو ځای کړي وي .
 دغه نظر ريشتيا ښکاري ، ځکه چې ددوی دډلو له خوا په زرګونو نه بلکي په لکونو او شايد تر يو نيم مليون پوري افغانان وژل شوي وي ، ودان افغانستان خو وران شوی او باندنيو ته ددوی داطاعت له امله افغان ملي حاکميت تر پښو لاندي شوی دی ، دوی اوس بيريږي چې ممکن يوه ورځ به ملي يا نړيوالي محکمې ته کش شي او د قربانيانو وارثان به ترېنه انتقام واخلي .
 ددغه تعبير له مخي ددغي ( ملي جبهې ) دجوړولو خوځوونکې قوه ځان ساتنه ياني شخصي کيږي ، نه ملي او اجتماعي .
 که ښاغلی رباني په ريشتيا په ملي جبهې اعتقاد لرلی ، بايد دنجيب الله د ولسمشرۍ په وخت کې يې هغه جوړه کړې وای ، چې هغه د هغې د جوړېدلو په لاره کې سخت کوښښونه وکړه او ددوی د مخالفت له امله هغه سرته ونه رسېده . که په هغه وخت کې او داسې هم تر هغه دمخه دخلقي او پرچمي رژيمونو په وخت کې دوی دغسي جبهه جوړه کړې وای ، چې بايد جوړه کړې يې وای ، افغانستان به له کورني جنګ نه ژغورل شوی وای ، طالبان به له مسجدونو نه نه وای وتلي او په افغانستان کې به نن باندني پوځونه نه وای . دبېنوا ويبپاڼي پرته يې بل څوک د خپريدلو حق نه لري .
 په هغه وخت کې دوی هغه څه ونه کړه چې د وطن په ګټه وه او اوس هغه څه کوي چې د وطن په ضرر تماميږي .
 (دغه ملي جبهه ) ځکه د وطن په ضرر تماميږي چې هلته تر اوسه هم سياسي او امنيتي ثبات نشته او يو ډول جنګ پکښي روان دی . په دغه وخت کې د پارلماني او صدارتي طرز نارې وهل چې دغو جبهه والو پورته کړي ، دموجود سيسټم اعتبار زيانمن کوي ، افغانان لا هم بې اتقاقه کوي او د امنيت ټينګولود کوښونو په مخ کې خنډ پيدا کوي .
 دغه ښاغلي دې ته ملتفت نه دي چې پارلماني سيسټم په هغه ملک کې اغېزمن کېدلای شي چې د اعتبار وړ ملي ګوندونه ولري . په افغانستان کې دغسي ګوندونه هيڅ نشته او اسلامي تنظيمونه او چپي ګوندونه په تيره دخلق او پرچم ډلي ټولي له اعتباره لويدلي دي . دغو ګوندونو افغانانو ته نه جبرانيدونکي تاوانونه اړولي دي . که سره له دې هم د اساسي قانون د جوړيدلو په وخت کې صدراعظم د يوه ډېر پياوړي انتخابي ولسمشر تر اثر لاندي منل شوای وای هغه بېځايه تجويز نه و .
 خو اوس دغه موضوع راپورته کول ، په داسې حال کې چې وطن له ډېرو غټو فشارونو سره مخامخ دی، وطن ته تاوان کوي او پر هغه سربېره لکه چې ښاغلي غلام جيلاني ځواک توضيح کړې د نورو له پاره په حکومت کې د نفوذ مجرا پيداکوي .
 د جبهه والو بله غوښتنه يا د واليانو غوره کېدل حتی د پوره امنيت په وخت کې هم بې ثباتي راولي . په اوس وخت کې خو دغه انتخاب کيدلای هم نه شي . د افغانستان په شرايطو کې چې شپږو ملکونو احاطه کړی او ايران او پاکستان د ناارامۍ په وخت کې تل لاسوهني کړي دي د واليانو د انتخاب موضوع هغو ته د لاسوهني له پاره لا ښه موقع برابروي . اوس سره له دې چې واليان د مرکزي حکومت له خوا ټاکل کېږي ټول يې د مرکزي حکومت پيروي نه کوي .
 په ځينو سيمو کې نوي واليان لا د وظيفو اشغال ته پرېښوول شوي نه دي . دبلخ اوسنی والي لا د خپل حکومت د سياست پر ضد څرګندوني کوي .
 څوک ددې تضمين کولائ شي چې انتخابي والي به د حکومت او حتی د نظام پر ضد جګ نه شي ؟
 څوک ددې تضمين کولای شي چې بدنيتي ګاونډيان به هغوی ونه لمسوي او په دغه لاره کې به ورسره دوسلو او پيسو مرسته ونه کړي ؟
 نو په اوسنيو شرايطو کې دواليانو انتصاب اود ولايتي شوراګانو انتخاب لکه هسي چې په اساسي قانون کې منل شوي پر ځای او د وطن په ګټه تجويز دی .
 د افغانستان بقا په پياوړي مګر دموکرات مرکزي حکومت کې ده ، نه د هغه په ناتوان کولو او فدرالي کولو کې چې دواليانو د انتخاب تجويز يې مقدمه کيدلای شي .
 دموکراسي چې د هغې په رڼا کې دولتي ارګانونه غوره کيږي ، په اصل کې يوه تکاملي پروسه ده . پرېږدئ چې دغه اوسنی دولتي نظام چې انتخابي دی ، ښه بېخ ونيسي او بيا اصلاحات پکښي وشي .
 په قانوني نظام کې دنيمګړتياو د رفعي له پاره د سمونونو راوستل لازمي دي ، خو چې شرايط ورته برابر وي .
 دملي جبهې په اړه بله پوښتنه داده چې : ايا جبهه والو دغه جبهه په خپل يا د باندنيو په نوښت او هڅوني سره رامنځته کړې ده ؟
 په افغانستان کې دغسي جبهه نه داچي سابقه نه لري ، په اصل کې دجبهې سياست سابقه نه لري . ددغي سابقې د نشتوالي له امله و چې د اسلامي تنظيمونو چارواکي حتی په هغو توافقاتو ونه دريدل چې يې په پېښور ( اپريل 1992 ) اسلام اباد کې ( مارچ 1993 ) او په جلال اباد ( اپريل 1993 ) کې يو له بله سره وکړل او په مکه کې يې قسمونه وخوړل چې په هغو به دريږي .
 دوی خو دخپلو هغو مخالفانو سره چې ( ملحدان او کمونسټان )يې ګڼل هيڅ خبرو ته نه حاضريدل . اوس څنګه وشول چې جبهه يې سره جوړه کړه ؟
 ايا اوس دوی په يوه ځل پخواني فکرونه پرېښوول او دغسي نوي کسان شول چې ملي سياست به په ائتلاف سره کوي ؟
 په دې کې پوره شک دی . کوم شی چې په هغه کې شک نشته دادی چې ښاغلی ګلابزوی د افغان حکومت په نسکور ولو کې او بيا د ښاغلي علومي په شان څه کم لس کاله د افغانانو د لاندي کولو له پاره د شوروي له يرغلګرو لښکرو سره مرسته وکړه .
 په دغه وخت کې دوی هيڅ حاضر نه شول چې له اسلامي تنظيمونو سره ائتلاف وکړي او جنګ ختم کړي . په دغه برخه کې ښاغلی رباني له هغو نه کم نه دی .دی د هغو اسلامي تنظيمونو له مشرانو څخه دی چې په کال 1975 کې يې پاکستان د افغانستان په چارو کې د لومړي ځل له پاره دخيل کړ ، په دې ډول دی په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهني د رابللو له موسسانو څخه دی .
 له هغه وروسته و چې دده په شان په نورو افغانانو کې د باندنيو قوتونو په مرسته دقدرت ګټلو مسابقه روانه شوه چې په پايله کې يې افغانستان دغه حال ته ورسېد . بيا هم دغه ښاغلي رباني داسلامي تنظيم د مشر په توګه له روسي مشرانو سره په ماسکو کې وليدل او وروسته يې دداخلي جنګ په دوره کې په تيره د طالبانو په وخت کې له روسيې نه د پيسو اووسلو مرستي ترلاسه کړې . ده لا يو څه وخت مخکي څرګنده کړه چې که طالبان رادمخه شي ، دی به يې په مقابل کې ونه دريږي .
 له دغو واقعيتونو نه دوه څيزه څرګند دي . يو دا چې دغه ياد شوي ښاغلي ددولتي قدرت سخت شوقي دي . بله داچي څنګه چې دوی د قدرت ګټلو په لار کې پخوا له باندنيو هيوادونو څخه مرستي ترلاسه کړي وې ، په غالب احتمال چې اوس به يې د جبهې په جوړولو کې دهغو مرسته د هڅوني او ملاتړ په بڼه منلې وي .
 دا چې ولسمشر حامد کرزي څرګنده کړه چې ( موږ دغسي اطلاعات لرو چې د ځينو ګاونډيو هيوادونو سفارتونو په دغي < نوي جبهې کې لاس درلود > پوره پرځای ښکاري .
 ښاغلی رباني ددې پرځای چې دغه شک ليري کړي ، هغه يې نور هم يقيني کړ . ده په ځواب کې وويل چې ښاغلی کرزی له احساساتو غږېږي . داسې معلوميږي چې ښاغلی رباني يې جواب نه شي ويلی ، نو ځکه يې ښاغلی کرزی < احساساتي> ښوولی دی . په داسې حال کې چې هغه يو واقعيت څرګند کړی او <احساساتي> شوی نه دي . په دې حساب دغه ملي جبهه باندنی بعد هم لري چې هغه روسيې او ايران ته رسيږي .
 په اوسنۍ وضعه کې چې په افغانستان کې باندني پوځونه پراته دي ، روسيه او ايران په افغانستان کې په اساسي ډول نفوذ نه شي کولی . نو دوی هڅه کوي چې دغه جبهه پياوړې کړي ، واک ته يې ورسوي چې د هغې له لاري بيا افغانستان تر خپل نفوذ لاندي راولي ، لکه چې شورويانو خپل نفوذ په افغانستان کې دخلق دموکراتيک ګوند له لاري خپور کړی و . وخت په کار دی چې دوی دغه کار وکړ ي . د اوس له پاره د ايران نفوذ حتی ددغي جبهې په منشور کې څرګند دی او هغه دا چې جبهه والو دايرانيانو د خوښ ساتلو له پاره په هغه کې د (استان) کلمه چې په فارس کې ويله کيږي د ولايت د کلمې پر ځای راوړې ده ، حال دا چې د افغانستان په اساسي قانو ن کې د ولايت کلمه راوړل شوې ده . په دې ډول جبهه والو د اساسي قانون پر ضد عمل کړی دی . ايرانيان په خاص ډول په افغانستان کې او په عمومي ډول په سيمه کې کوښښ کوي چې خپله خاصه پارسي د نورو ژبو په تاوان رواج کړي .
 دولسمشر کرزي څرګندونه تر دې بله غټه موضوع رابرسېره کوي او هغه دهغو افغان چارواکو په اړه ده چې په دغه جبهه کې ننوتلي دي . دهغو دليلونو له مخي چې ياد شول ، ښاغلی کرزی د افغان ولسمشر په توګه دجبهه والو له غوښتنو سره په اساسي ډول مخالف دی او دده دغه مخالفت د حکومت سياست کيږي چې حکومتي چارواکي بايد په هغه عمل وکړي . خو دهغه مرستيال ښاغلی احمدضيا مسعود ، د اوبو او برېښنا وزير ښاغلی محمد اسمعيل او د درستيزوال ښاغلی عبدالرشيد دوستم ددغي جبهې غړي شوي دي . اوس به دوی د کوم سياست پيروي کوي ، دخپل حکومت که د جبهې ؟
 څنګه چې دغه سياستونه يوله بله سره په تضاد کې دي ، دوی نه شي کولی په يوه وخت کې په دواړو باندي عمل وکړي . نو دوی بايد دخپل وجدان له مخي يو غوره کړي اوبل ترک کړي .
 له بلې خوا که ولسمشر ريشتيا ويلي وي چې ددغي جبهې سرچينه باندنيان دي نو بيا دی مجبور دی چې خپل حکومت له دغسي چارواکو نه وژغوري چې له سياست سره يې په ښکاره مخالفت کوي . دهيڅ حکومت سروال دغسي چارواکي زغملی نه شي چې هغوی د خپل حکومت له سياست سره په اساسي ډول مخالف وي ، هغه هم په هغسي وطن لکه افغانستان کې چې نا ارام او په خلکو کې نارضايت دی . په دغه حال کې يواځې دغسي مرکزي حکومت چاري په بري سره ترسره کولی شي چې چارواکي يې په ژبه او عمل کې سره متحد ، اود لياقت ، پرنسيپ او ډيناميزم خاوندان وي .