د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روشن فکران څوک دی ؟   

پوهاند دوکتورمحمد حسن کاکړ 13.03.2007 03:00

په افغانستان کې په ټولودوروکې یوشمیرافراد دفکری مخکښانو په حیث موجود وو ،دغسې افراد په ویدي دوره کې د ریشیانو په نامه یادیدل .
په اوستا یی دوره کې زرتښت دهمدغې ډلې یوډیروتلی شخص و، دومره وتلی چې دهغه تعلیمات دپیړیو پیړیو په اوږدوکې دانسانانو لپاره په ژواندانه کې لارښود شول .
داسې هم په بودایي دوره کې بودایی راهبان په نظرکې ونیسي .
په اسلامي دوره کې علما، مذهبی پیران، فیلسوفان ،صوفیان ،شاعران، او تذکره لیکونکي په همدغه قطارکې راځي .
 ترهغه ځایه چې ما ته معلومه ده دا د شوروی اتحاد نه وروسته و، چې په افغانستان کې د « منورین » کلمې رواج وموند . دغه کلمه د روسيIntelligentsiya  کلمې ترجمه ده چې د نونسمي پیړۍ په مینځ کې په روسی کې هسکه شوه .
د دوهم جهاني جنګ نه وروسته چې د افغانستان پولې دلویدیځیانو په مخ په پراخه پیمانې خلاصي شوي  د روښانفکر کلمه هم د منورین د کلمې په عوض تر زیاتې اندازي مروجه شوه . علایم څرګندوی چې د روښنفکر کلمه د انګریزی د intellectual  کلمی ترجمه وي . که دغه توجهه سمه وي هغه یو تحول ښېي .
Intellectual ( انټی لیکچوول )  د لفظ له مخی هغه چاته ویل کیږی چې له عقـل نه کار اخلی ، یعنی هغه څوک چې معتـقد وې چې ژوند باید د عقـل په معیارونو سره وشي ، نه د احساساتو، جذباتو ،اونژاد په معیارونو .
ایدوور ډشلز وایی : چې « انټی لیکچولان ( روښنفکران ) په هرې ټولنې کې د هغو کسانو مجموعه ده چې په خپلو مفاهمو او افادو کې دخپلی ټولنې تر ډیرو غړو نه زیات  د انسان، ټولنې، طبیعت،او کایناتو په باب د عمومی سکوپ (scope  ( د پراخوکلیاتو، او مجردومفاهیمو علامی استعمالوي ».
دده په فکر عقلانی علایق په الفاظو، رنګونو،بڼو یا آوازونوکې د درک کولو، تجربه کولو،او افاده کولو له ضرورت څخه ولاړ یږي . اودغه ضرورت د طبیعی ،اجتماعی ،فلسفی ، الهیاتی ، ادبیاتو او هنری آثارو د تولید(تخلیق) او استهلاک (استقبال) سبب کیږي .  دغه تعریف زیات اکادمیک او پوره معناوي دی ، خو د « درک کولو، تجربه کولو، او افاده یې څرګندوي چې له هغه نه مراد وچ عقل او وچ منطق نه دی ، تجربه او مشاهده هم ده . اما په خپله عقـل یو مهم څیز دی . عمومډ ویل کیږی چې عقل د ښو او بدو تمیز کول دي . دا حکم درست دی، خو دا اخلاق کیږی، او اخلاق هم باید عقلی وی. عقل تر دي ډیر حاوی دی . عقل هغه قوه یا استعداد دی چې هغه دهغه اطلاعات درک کوي ، تشخیص کوي ،او سره یو ډول  او متحد کوي ، کوم چې حواس یې ورتهیه کوي .
عقل د انسان له مدرکاتونه مفاهیم یا مجردات جوړوي او په دی ډول د انسان علم د احساس له سطحی څخه چې له حیوان سره یې په ګډه لري د مفهوم سطحی ته لوړوي چې هغې ته یوازی دی وررسیدلي .
انسان هغه مفاهیم  او مجردات څنګه جوړوي په هغه سره دخپلو کړو دپاره اساس برابروي . دا دهغه ‌ډیر غټ کاردی . انسان په دي باب تر اوسه ډیر سلوکونه تعقیب کړي چې په هغو کې ډیر عمده یې عقلی سلوک دي .
د کارل پاپر په فکر له عقل نه هغه سلوک مراد دی چې په هغه سره مسایل په عقل یعنی راڼه فکر ،او  تجربی ته په رجوع سره حل کیدل وي ، نه جذبی ، هیجان او احساس ته په رجوع سره ، په دي حساب  عقلي سلوک یوه مجموعه کیږی د عقل (reason) مشاهدي (obseration) او تجربي سلوک (empiricism) او په دغې پروسي یوازي دانسان دماغ او قضاوت کلیدي رول لوبوي .
که دغه فکر په بل ډول بیان شي وبه وېل شي ، چې فکري ، روحي او عملي مسایل یوازی راڼه فکر، مشاهدي ،او تجربي سلوک ته په رجوع سره حل کیدلی شي ، او دغه سلوک اساسډ په رجوع کوونکي یا عامل پوري تعلق پیدا کوي .
د روښانفکر داوصافو په باب دبحث کولو یوه خوا دا ده چې په روښانفکره ویلو سره یو کس ارومرو  روښانفکر کیږي نه که څه هم هغه د لوړ تحصیل خاوند وي . تحصیل بی له شکه د یوه کس عقلی ملکاتو ته انکشاف ورکوي . خو حتمی نه ده چې هغه به دعقلی معیارونو او سلوک له مخي فکر اوعمل وکړي .
په همدې ډول یوچا چې د مثال په توګه په تاریخ کې د داکټری تصدیق تر لاسه کړ ، او حتی په هغه کې د پوهاندی علمی درجی ته ورسید ، حتمی نه ده چې هغه به مورخ هم وي .
مورخ کیدل اوصاف  غواړي ، لکه هسي چې روښانفکر کیدل اوصاف غواړي نو حتمی ده چې کله چا ته  ادیب ،مورخ،فیبسوف،هنرمند،استاد،مشاق،خرکار،جاله وان،حاکم، مولوي،پروفیسر او داسی نور وایو باید په دي وپوهیږو چې هغوی دهغو اوصافو خاوندان دي کوم چې له دغو القابو سره تړلي دي .
د روښانفکر خصوصیت څرګند شو چې د ژوندانه مسایل یوازي راڼه فکر،تجربی سلوک او مشاهدي  ته په رجوع حل کول غواړي دغه مفاهیم هم مشخص کولو ته اړه لري ، خو زه به دلته د هغو په مروجی معناوو اکتفا وکړم ، دغومره به ووایم چې د یوه چا لاس زخمی شو، هغه روغتون ته جراح ته ورځي ، نه بل چا ته،هغه پخپله لیدلی، یایی تجربه کړي، او یا علم ورښودلي چې د جـرح علاج جراح کوي ، البته فکری ، روحي او سیاسی او اجتماعی مسایل تر پورتنی مثال نه ډیر پیچلی دي .
خو یو روښانفکر ددغو مسایلو په حل کولو هم یوازي عمدغه اصل ته رجوع کوي .
دغه اصل ته د رجوع بله معنی داکیږی چې یو روښانفکر بلواکی یا دغسې چارواکی (authorrity) نه منی ، چې دهغه کلام به دکاڼي کرښي په شا ن وي .  ددی معنی دا نه ده چې یو څوک به دنورو په افکارو ځان نه پوهوي . د نورو په افکارو به ځان خبروي . هغومره چې یو روښانفکر ډیر معلومات ترلاسه کړي ، په هماغه اندازه د راڼه فکر خاوند کیږی ، او ددې قدرت پیداکوي چې نوي نظریات راوباسي . خو مورخ لارډ اکټن وایی « په دې کې خطردی چې خپل فکرونه له نورو څخه واخلي .
ته باید له نورو څخه معلومات ترلاسه کړي . خو فکرونه د تجاربو په شان ،باید دتا وي » .
دغسې سلوک البته هغه وخت ممکن کیدلی شي چې یو روښانفکر فکري خپلواکې او آزاد قضاوت ولري .نو فکري خپلواکي او آزاد قضاوت د روښانفکر خصوصیت تشکیلوي ، او هغه د آیین رینډ په الفاظو « ددغه حقیقت پیژندنه ده چې دتا مسړلیت دقضاوت مسړلیت دي ، او هیڅ څیز له تا سره، چې له هغه نه وتښتي ، مرسته نه شي کولی ،چې بل هیڅ څوک دتا دپاره فکر نه شي کولی ، چې دځان بربادی  او ځان سپکاوی تر ټولو ناوړی شکل د بل چا دماغ (mind) ته خپل دماغ تابع کول، په خپل مغز(brain)  باندي دبل چا واک قبلول ، د بل چا کلام د حقایقو په حیث د بل چا ویناوي دحقیقت په حیث ، او د بل چا فرمانونه د خپل شعور او خپل ژوند تر مینځ دمینځګړي په حیث ، منل دي » .
په دي ډول « قضاوت مسړلیت » یا په جامع ډول اخلاقی مسړلیت د عقلي ژوند اخلاقیات کیږی . په بل عبارت په ژوند کې دی حکمران ارزښتونه عقلي ارزښنونه وي ، یعنی غیر عقلي ارزښتونه دې د عقل تابع وګرزول شي ، او ژوند دې په ټولو حالاتو کې په مسړلیت ، زغم ، خپلواکي ، عدالت ، سرلوړي ، رښتین توب ، او تولیدي روحیی سره وشي . دغسې سلوک البته زړه ورتیا او په ځان اعتماد غواړي . زړه ورتیا په دې معنی چې یو څوک په عمل کې ژوند او حقیقت ته رښتینی اوسي ، او په ځان اعتماد په دې معنی چې یو څوک په عمل کې خپل شعور ته رښتینی اوسي ، که یوڅوک زړه ورتیا ونه لري ، اوکه یوڅوک په ځان ویسا نه وي ، او خپل شعور ته رښتینی نه اوسي دغیر عقلی اوحتی ضد عقلی تمایلاتو تر تاثیر لاندي ځي ،او حتی خرافاتي کیږی ، لکه چې فیلسوف ډیوډهیوم وایی « کمزورتیا ، ویره ، مالیخولیایی توب له جهالت سره په ګډه د خرافاتو رښتیانی منبع تشکیلوي » .
 دروښانفکري په هکله له پورته عمومي بحث له وروسته به دمعاصر افغانستان دروښانفکرو په هکله وایم چې دوی هم د نورو هیوادونو د روښانفکرو په شان د بیلوبیلو ټولنیزو،ژبنیو،قومی او مذهبی ټولنو څخه راهسک شوی و، او په هغه برسیره یی دخپلوتحصیلاتوله امله راز راز مشغولیتونه په مخ بیول.
یوه ډله ،یوواحد صنف، اوځانګړي طبقه یی نه جوړوله سره له دي چې دوی په یوه جبهه کې سره ګډ او یو و ، چې هغه فکري او ‌ذهني جبهه وه . په واقع کې دوی دهمدغه فکري او ‌ذهني خاصیت له امله سره نامتفق و ، او دفردیت روحیه هم پکې پیاوړې وه ، خوتر هغوچې ټولنه په امن کې وه ، سیاسي نظام په ځاي و ، او د دوی دپاره د پرمختګ او دځان د افاده کولو او هسکولو توقع او امکان موجودو،
دوی په داسي حال کې چې دعصري ژوندانه امکانات مخ په ‌ډیریدو و ، د ګـډ ژوند په روحیي سره ژوند کاو ، سره له دې چې په خپلو کې ېې اختلافات لرل، اوله نظام نه شکا ېتونه، خوڅنګه چې د پوهنې دپراختېا له امله د دوی شمیر ډېرېده، دغه اختلافات هم شدید کېدل ، په تېره وروسته له هغه چې یوشمېرېې په سیاسي ګوندونو کې د تنظېمېدو په وجه د بېلو او سره متضادو هدفونو ، سلوکونو او کړنلارو  خاوندان وګرزېدل ، او وفاداري یې هم وویشلی شوې .
نو هېڅ هغه کوښښبه په ځای ونه رسیږي چې دوی دکوم ځانګړی اجتماعي واحد غړي وګڼي او په یوه تنظېم کې ېې سره غونډ کړي . هغه کوښښ جې دوی د روښانفکرو په نامه یاد وي باید له دوی نه د روښنفکري هغه صفات وغواړي چې پاس مې بیان کړل .
اوس به وګورم چې دوی په خپلو قولونو او کړو کې د روښانفکري صفات وښوول ، اوکه یې وښوول په ناقص ډول وښوول ، اوکه په پوره ډول .
ډاکټرعبدالقیوم ( د ډاکتر عبدالظاهر ورور )  د افغانستان دروانومسایلوپه باب یو شمیر لاسې لیکنې لري، چې په هغوکې یوه یی د منورین په نامه ده . مرحوم ډاکټرعبدالقیوم دمرحوم ډاکټرعلی احمد پوپل په شان دتعلیم اوتربیی  متخصص دی، دواړه په شاهی دوره کې د معارف د وزیرانو په حیث دمعارف اوعلم په پراختیا او د تعلیم کړو او منورینو په زیاتیدوکې ابتکاري نقشونه لوبولی دي . له دې امله د دوی نظریات دعمدغو موضوعاتو او په عمومي ډول د جامعې او هیواد په باب مهم دي .
مرحوم ډاکټرعبدالقیوم منورین « پر ارزش ترین ثروت جامعه » بولي او وایی چې « ... از هیچ قدرت دیګری جز منورین سعادت وبختیاري میهن ساخته نیست .» څنګه چې ده ، خپله دغه لیکنه د ۱۹۹۶ کال په سر کې په پنځه ویشتو مخونوکې یعنی په هغه وخت کې بشپړه کړي ده چې هیواد د سالم زعامت د نه لرلو په وجه د جنګ او خطر په حال کې وه، ده په خپلی لیکنې کې زوره دمنورینو په عملي رول یعنی هیواد ته د نجات په ورکولوباندې اچولي دۀ . د ده تیوري داده چې د شوروي تهدیداتو د غرب او عرب د مشرانو اندامونه لړزول دهغوی په برابرکې دافغاني منورینو دچنه وهلو قوت bargaining power تردي حده پوري ډیر شوی و،چې د دوی دپاره د دې امکان میسرشوی و،چې د دوی دهغو په مالی مرستي سره تر خپلی ډله ایزی مشري لاندي یو سیاسي اونظامي سازمان تډسیس کړي . خو دوی د هغه په ځای « طفیلی رول» غوره کړ لکه چې وایی هغو « درطول جهاد وسال های بعدی آن به
حیث معاونین، مشاورین،وترجمانان تحت قیادت دیگران برای یک غایه‌‌‌ء موهومی اجرای وظیفه نمودند ودر اجرای وظایف چنان روحیه اطاعت وفرمانبرداري از خود نشان دادندکه احتمال وامکان رهبري و آمریت رابدست خود در همه مراکز عالم ... بکلی محو ونابود ساختند .»  دوی د ده په فکر  د دوو فرضیو له مخې عمل وکړ، یوه داچې « جزء شاه سابق کس د یگری نمیتواند ملک را نجات دهد.» او بله داچې «منورین بایستی فکر زعامت وناجی شدن را بکلی از سر دور اندازند .» دی پخوانی پاچا په احترام یاد وي خو وایی چې هغه « یک شخصیت محترم صلح وسلم ، می باشد نه یک لیدر جڼ وجد ل» له دې امله مرحوم ډاکټر عبدالقیوم په قول منورین « مفکوره تازه ازخود نیافریدند،
برنامه مشخص خلق ننمودند،ودر ساحه عمل از خود هیچگونه زعامتی نشان ندادند وباهرسفر غیرمثمر خود به روم (نزدشاه سابق) دنیای بیرونی را متیقن ساختند که (خودشان) جزءیک دسته منیجران مطیح وفرمانبرداری بیش نیستند .» داچې دوی ولې دغسې وکړل دنظرخاوندان به په دې هکله ځانله ځوابونه ولري . دمرحوم ډاکټرصاحب په همدغي لیکني کې هم ددغې پوښتني ځواب میندل کیدلی شی ،لکه چې دی په هغی کې وایی چې « سلطه وقدرت درهمه آن ممالک (اسلامی)معکوسډ متناسب بود به سویه علم و دانش(دراین ممالک) منورین...تحت قیادت ورهبری زورآوران بیسواد ونیمه باسواد ساخته شده بود»
 په اوسنی افغانستان کې دغه حال پوره صدق کاوه . دلته دقانونی پاچایي په دوره کې په څه استثنی سره حاکمي کورنۍ غیر خانداني دولتی کارمنوته دمشرکیدو موقع نه ورکوله، اوله هغوی سره یې دغسی سلوک کاوه چې دوی لکه د واکمنی کورنۍ مستخدمان اوسي .
محترم محمد نذیرسراج لا وایی چې « وزرا واعضای کابینه درنزد او [محمد داړدخان] کارمندان کاغذ بیاروببر هستند.» په دې ډول نژدی ټول هغه منورین او بروکراتان په شمول دهغوچې یو وخت یی لوړ دولتی مقامونه لرل دغسې په ځان ویسا او ولس ته منلي لویان نه و،چې هغه هم دبحران په حال کې سروالی وکولی شي ، په تیره وروسته له هغه چې دوی دنظام په سقوط سره یتیمان او خارجي مستخدمانو ته محتاج شول . سره له دې هم په کال ۱۹۸۶کې مرحوم ‌ډاکټر عبدالقیوم دمنورینوپه ډله ایزې سروالی سره دیو سیاسي اونظامي سازمان د جوړولوپه منظوراو دآینده احتمالی کورنۍ جنګ د مخنوی دپاره دعربستان د مالي مرستی دجلبولو دپاره ددغه هیواد د باندنیوچارو د وزیر  ښاغلی فیصل موافقه ترلاسه کړه، مګرپه غالب احتمال د امریکی دمخالفت په وجه یی دغه پروژه شنډه شوه ، په دې چې د ډاکټر صاحب په قول « من درپی نجات میهن خود بودم وآنها درصدد خلقت  یک ویتنام شوروی در افغانستان .» په دې ډول افغان منورین چې دمرحوم ډاکټر صاحب په قول د باندینو علمي مرکزونو تعلیم کړي اود یو شمیر وطني عصري پوهانو څخه جوړو، هم د خپلي ناتواني او هم د خارجي عدم همکاري او نه حمایې په وجه له لوړ سیاست او سروالی له میدان نه بیرون پاتي شول او میدان ګرد سره اسلامي تنظیمونو اومسکوپالو چپیانوته پاتې شو .
 ددغو تنظیمونو او چپیانو ورانۍ ،ناکامي اوڅېرې څرګندې دي . دلته به زه د روښانفکري په اړوند په دوی باندی یو څه اضافه کړم .
دتنظیمونودسرکسان نږدی ټول په دیني علوموکې دلوړوتحصیلاتوخاوندان و، ځینی یې دپوهنتون استادان هم و.دوی دپخوانیو او معاصرو باندینو متفکرینو لکه ابوالحسن ندوبی، ابوالعلا مودودی سیدقطب، اوحسن البنا اونورو فکري مریدان او هغوی په لارروان شول . دوی له هغو څخه فکرونه  واخیستل ،اوکوښښ یې وکړ چې په هماغه اولی شکل یې په جاری پیښو باندې تطبیق کړي .
په دغه کار کې دوی ناکام شول او مقلدان وختل ، او له دینه عاجزشول چې د زغم ،مسئولیت، عاقبت  اندیشی ،همکاری او ډله ایزی سروالی په روحیی سره حکومت وکړي ، ... هر څه چې وو، په سیاسي  ډګر کې له دوی نه هیڅ یو سیاستمدار او ملی سروال نه شو . حتی  دوی کوم هغه اخلاقی نفوذ چې د مخه لره ، هغه هم له لاسه ورکړ . په دوی کې هغوی چې اعتدالی و، تر هغو چې د زغم منونکی نه و ، لږ ناکام شول . اعتدالیونو لږ تر لږ د وطن په ورانولو کې تر زغم نه منونکی نه لږ اثر لرلی دي.
د معادلی په بله خواکې په اصطلاح چپی روښانفکران و، چې په هغو کې چې د مسکو په کرښې روان و، یوی ډلي قدرت ونیو، اوبله یې په قدرت ور سوله شوه .
د دغو ډلو د سر کسان چې نږدی ټول یې دعصري تحصیلاتو خاوندان و ، کوښښ وکړ چې د خلکو په نامه د ټولنی د پیړیو پیړیو روابط د اروپایې متفکرنیو لکه کارل مارکس ، انګلس ،لینن اوستالین  د فکرونو له مخی په ممکنې چټکی سره واړوي ،بې له دی چې دخپلی ټولني افغانی او سلامي ارزښتونه په نظر کې ونیسي . دوی د خپلوفکري مرشدانو په ارشاداتو او نسخو ټینګ ودریدل ، او نوریې مجبورول ... چې  عمل پرې وکړي  .
 دغه فکر دغه چپیان په دغسی لارې روان کړل ، په نتیجه کې هم دوی او هم ولس له سترو خطرونو سره مخامخ  شول ،چې ډیر لوی ملی پاڅونونه ، او په افغانستان باندې د جهان د دوهم ستر قدرت نظامي یرغـل و، چې دهغو نتیجه له ۱۹۷۸ څخه تر اوسه پوری  جنګونه ... مهاجرتونه او ملي پيوستون د شړیدلو ژی ته ورکش شو .
 یو شمیر نورو چپی  روښانفکرو د " ملي ستم " يا " ملي تضاد " مفکوره رواج کړه  چې تر اوسه هم انعکاسات کوي ،په تیره په یو شمیر مهاجرینو کې .
د ستمی روښانفکرو په فکر په افغانستان کې د پښتون قوم « حاکم ملیت » دي ،او د وطن نور قومونه  « محکوم ملیتونه » دي ؛ پښتانه له راز راز امتیازونو څخه بهره من دي ، اونور قومونه په ډول ډول  محرومیتونو کې ډوب دي ، لکه چې د دوی اساسنامه دغه موضوع په لاندې ډول بیانوي :
« درافغانستان افزون بر تضاد طبقاتی ، تضاد ملی نیز وجود دارد . ملیت برادر پشتون که پس احمد شاه ابدالي 1747م تاج وتخت کشور را تصاحب نموده است به ملت حاکم تبدیل شده وصاحب امتیازاتی چند گردیده است : از پرداخت مالی معاف است ، خدمت عسکری انجام نمیدهد، کرسیهای بالای دولتی را انحصار کرده ، بورسهای خارج را قبضه نموده ، امکانات وسیع اقتصادی به شمول زمین های زراعتی ، تسهیلات تجارتی وصنعتی را به اختیار گرفته است وغیره . بدین ترتیب ملیت های غیر پشتون که از این همه امتیازات محروم اند از دوستم رنج میکشند : یکی ستم طبقاتی ودیگریستم ملی .
بنابرین کانون خیزش قیام های انقلابی به درجه اول مناطق ملیت های غیرحاکم میباشد که باید کار تهیج وسازماندهی مردم در آنجاها متمرکزشود .»
دا څنګه روښانفکران دی چې دغسې اساسنامه د خپلو فکرونو او کړو دپاره اساس ګرزوي چې دهغې د هرې جملي مفهوم ډیر نا واقعیت او لږ واقعیت دي ، او په مجموع کې نژدی ټول متن د واقعیتونو پر خلاف دي . 
عجبه لا داده چې دغه روښانفکران بیا دهغی په اساس د ملي ستم او ملي تضاد په نامه د وطن قومونه  د یوه قوم په مقابل کې « انقلابی پاڅون » ته هڅوي بی له دې چې ددې پروا وکړي چې دغسې فکر به د قومونو تر مینځ  دښمنۍ ګاني او ټکرونه تولید کړي ، چې د پیـړیو پيـړیو د ګډ ژوند محصول دي .
دوی ددې پروا هم نه کوي چې قومي تحریکات  د افغانستان بد نیتو ګاونډیو ته موقع ورکوي چې هغه لاشدید او مخرب کړي ، دغه روښانفکران ددې پروا هم نه کوي چې قومي تحریکات په انسانانو کې وړانده قوتونه په دغسې حرکت راولي چې په هغه حا ل کې عقل او منطق کوچ کوي ، فقط سوټی او توره به د مشکلاتو حل وي .
له دې امله ، وطن او وطنوالو ته رښتینی افغانان باید قومي تحریکات په هیڅ وجه ونه زغمي . ډیرو هیوادونو{او هم زمونږ هیواد } قومي تحریکات او قومي نفرتونه غیر قانونی اعلام کړی دي .
 ستمی روښانفکران د وطن بیرته پاتي توب د پښتنو د « حاکمیت » په وجه بولي . دوی په دې سترګی پټوی چې واکمنه کورنۍ یوازی د پښتنو نه وه ،بلکه هغه د ټولو قومونو او د ټول ملت حاکمه کورنۍ وه  او دغې کورنۍ د افغانستان په نا متجانسه کثیرالقومي جامعه کې د ثبات په ټینګښت کې اساسي رول لوبوه .
د یوه محترم افغان په فکر که پخواني پاچا له اساسی قانون نه دفاع کړي واي ، چې باید کړیې واي ، ځکه چې په دې هکله یې لوړه کړې وه ، شاید هغه ډیر شمیر اعتدالیون چې د حکومت په چلولوکې په زغم ،ائتلاف ، تفاهم ، همکاري او دموکراسي باندې ولاړ و، له سیاسی صحنی څخه ایستل شوی نه واﺉ ، یا پوره ایستـل شوی نه واﺉ  لکه چې په واقع کې وایستل شول او دهغو په وتلو سره میدان ، زغم نه منونکو انقلابیانو ته خالي شو. محمد داړد خان مطلقي ناکامۍ بیا دغه پروسه تکمیله کړه .
ورپسې په خاصو ایډیالوجي ګانو باندې ولاړو ډلو ، چې یو په بل پسې په اقتدار راغلي ، مخالفې ډلې  ونه زغملي او هرې ډلې د خپل اقتدار په دوره کې دخپلی ایډیالوجی له مخی په دغسې غـټـو کارونو پسې  ملا وتړله چې په وس کې یې نه وه . په مشخص ډول دوی په دې پسې شول چې اجتماعي طبقات  ، حکومت ، دولت او حتی جامعه له سره واړوي ،او خپله رقیبه ډله وټکوي ، نورو لا کوښښ وکړ چې د جامعې قومي ترکیب ته هم تغییر ورکړي .
دوی ټولو د دغې فرضیې په اساس عمل وکړ چې انساني چارې په یوې ټاکلی طرح کې اچول کیدلی ، او ټولنې دهغه له مخې په مطلوب ډول سمیدلی شي ، مخصوصډ هغه وخت چې دولتی قدرت تر لاسه کړل شي . خو دټاکلي طرح له مخې ژوندۍ انساني چارې سمول دا معنی لري چې انسان به د وریځو یا اقلیم په  شان یعنی په میخانیک ډول عمل کوي ، اما انسان شعور او عقـل لري ،او په هره شیبه کې یې زړه وغواړی خپل فکر او خپل عمل ته تغییر ورکوي . په همدې سبب په انساني چارو کې میخانیکی منظم توب او حتمی توب نه شته ؛ نا متوقعی او نا څاپې حیرانوونکې پیښې ورسره وي ؛ او دمنظمودورانو، طرحو، او سیستمونو مفکوره اساس نه لري .
په دې حال کې دعملي مصلحاتو د پاره د بریالی کیدو چا نس په دې کې ښکاري چې دخپلې خاصې ټولنې او خلکو تاریخ ، کلتور، او عنعنه په خپلو اصلاحی کړنلارو کې له نظر و نه غورځوي ، اود خلکو غوښتنې او دهغو د زغم او حوصلې حد په پام کې ونیسي انسانان په اصل کې خپل ځانونه او د خپلو ارادو تحمیل غواړي .
فیلسوف ډیوډهیوم وایی چې « هر څه چې ده ځان ـ مینه ده . ستا له ماشومانو سره مینه کیږی ، په دې چې هغوی د تا دي . ستا ملګری هم د همدغه دلیل له مخې او ستا هیواد تا جلبوي یوازی تر هغه ځایه  چې هغه په خپله د تا سره ارتباط لري. که د ځان فکر له مینځه یووړل شو، هیڅ څیزبه په تا باندې اثر  ونه کړي . ته به په ټوله معنی غیر فعال او بیعلاقی شي .» ‍
 انسانانو په تاریخ کې د انسانی کارونو تر څنګه غیر انسانی یا حیوانی او وحشي کارونه هم کړي ،  او اوس یې هم کوي ، لکه چې افغانانو په تیرو شلو کلونو کې دانقلابی او افراطی کړو،اوهڅونو،او قدرت ته ځان رسولو، اویا دګټلي قدرت په ساتلو کې دغسې کارونه په ډیرې پراخې پیمانې وکړل .
په دغه حیوانی کارونو کې د انقلابي روښانفکرو تعلیمیافته ګانو، او زغم نه منونکو جذمیونو رول اساسی او ډیر و .
دوی په خپل دغسې سلوک سره نه دا چې پر مختګ ونه کړ، د جامعي د تدریجی اما ډاډه پر مختګ  مخه یې هم ونیوله ؛ د جنګونوپه کولو،د خلکو په وژلو، اعدامونو، او مهاجرکولو سره یې دوطن خلک
کم کړل؛ افغانستان یې بیرته وغورځو ، او ضعیف یې کړ او ځانونه یې هم یا مرګ ته ورکړل یا له وطن نه پرار کړل ، په دغه قرن {شلم قرن} کې دا دوهم ځل دي چې انقلابی روښانفکران ناکامیږی ، لکه چې اول ځل د پاچا امان الله خان په وخت کې ناکام شوی و .
افغانان لکه چې نه غواړي له تاریخ نه زده کړه وکړي .
 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 ٭ ـ پوهاند دوکتورمحمد حسن کاکړ،  روښانفکران څوک دی ؟ ، ۸۰ او۸۱ پرله پسی ګڼه،۱۹۹۸ع کال ډسمبر ۲۲مه نیټه، په اروپاکې د افغان ټولنپال ولسواک ګوند خپرونه  " افغان ملت "