د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د پارلمان د ايرانۍ غړې پېژندنه

حقيار احمدزى 11.12.2006 03:00
دادى دافغانستان په پارلمان کې دناستې ايرانۍ و کيلې لنډه پېژندنه پدې هيله وړاندې کوو چې افغان چارواکي لږ دشعور سترګې وغړوي او دافغانانو پر برخليک ددې لوبېدونکيو او دپرديو داجيرانو او جاسوسانو مخه ونيسي .
 دا معلومات څه دکبرى عالمشاهي دنيکه سيد ابراهيم عالمشاهي په لاس ليکلي معلومات اوخاطرې دي چې د (شعله او از کابل الى مرز ايران) په نوم کتاب څخه اقتباس شوى او څه يې له نورو مطبوعاتو څخه کټ مټ رانقل شوي دي .
 ((په ١٢٨٤ هجري لمريز کال کال دايران په مشهد ښار کې زېږېدلى سيد محمد ابراهيم عالمشاهي په ١٣١٢ کال دحقوقو په رشته کې دخپلو زده کړو له بشپړولو وروسته تصميم نيسي چې افغانستان ته راشي په دې خاطر چې په نهم پښت کې ځان دعالم شاهي اولاده بولي نو په ١٣١٣ هجري لمريز افغانستان ته له راتللو وروسته دهرات ديوې نوموتۍ کورنۍ په مرسته دافغانستان تابعيت اخلي .
 عالمشاهي افغانستان ته له راتللو وړاندې په ايران کې يوه مېرمن يو زوى او دوه لوڼې درلودې، زوى يې سيد محمداقا هم افغانستان ته دعالمشاهي له راتللو څو کاله وروسته دې هېواد ته راځي خو لوڼې يې دواړه په ايران کې پاتې کېږي .
 ابراهيم عالمشاهي دلته دپروين په نوم له يوې نجلۍ سره چې ديوه نوموتي افغان سيد لور وه واده کوي چې وروسته يې بيا دخپلې مېرمن پروين خور انيسه خپل زوى سيد محمد اقا ته واده کړه .
 دوى دلته کورنۍ جوړه کړه او دخپل خسر دکورنۍ د اثرو رسوخ او د خپل استعداد او وړتيا له مخې د ښه نوم او شهرت خاوند کېږي تر دې چې په لوړو دولتي پوستونو کې يې هم دتقرر اوازې خپرېږي، ښاغلى عالمشاهي دخپل استعداد او وړتيا سربېره هم ډېر وخت پر دولتي څوکيو نه پاتې کېږي چې ښايي دليل يې هماغه ايران ته نسبت (ايرانى والى ) وي نوموړى په ١٣٢٩ هجري لمريز له دندې ګوښه او په کور کښېنول کېږي .
 هاغه دولتي ادارې چې عالمشاهي پکې رسمي دندې اجرا کړي دي دعظمى صدارت دتفتيش رياست، دکابل پوهنتون دحقوقو پوهنځى، دپښتنې تجارتي بانک مشاوريت دي نوموړى د خپل فاميل دژوندانه ددوام لپاره دارالوکاله هم جوړوي او وروسته د حفيظ الله امين په وخت کې نادرکه کېږي چې بچيان يې هم ( ددانش، معوش او فروزان په نوم درې لوڼې او دسيدا مجد،سيد رضوان اوسيد سروش په نوم درې زامن) دده له مېرمن سره له هېواد څخه بهر وځي او دده ايرانى زوى سيد محمد اقا په ١٣٥٧ لمريزکال ديوې ترافيکي پېښې له امله په حق رسېږي او دکابل دکارته سخي په سلام تپه کې خاورو ته سپارل کېږي .
 په مشهد کې دعالمشاهي پاتې ايرانى فاميل افغانستان ته دده له راتللو وروسته هملته خپل ژوند جوړوي او دده له راتللو وروسته يې مېرمن هم په حق رسېږي .
 دعالمشاهي دواړه ايرانۍ لوڼې هملته ودونه کوي، دده يوه لور چې معصومه نومېږي دايران دمشهداړوند دفراګرد دمولان دسيمې له اوسېدونکي محمد ناصر ناصريان سره چې دامامت او اخوندۍ دنده يې درلوده خپل ژوند شريکوي او ددې واده مېوه دسيد حسن اوسيد محمد اقا په نوم دوه زامن او دکبرى او زهرى په نوم دوه لوڼې دي چې وروسته يې زامن دسيد حسن نصيريان او سيد محمداقا نصيريان او لوڼې دبي بي کبرى نصيريان او بى بى زهرى نصيريان په نومونو مشهورې کېږي. دبي بي معصومې دواړه زامن دايران په اردو کې دعسکرۍ دخدمت ددورې له تېرولو وروسته اوس دمشهد ښار په څلور پوړيزه ودانۍ کې ددې ښار مشهور او نوموتي ګنډونکي (خياطان) دي .
 دبي بي معصومې دمېړه ناصر ناصريان ورور سيد حسن خفتان خوا نومېده چې دخفتن خواه زوى سيد رضا دى .
 سيد محمد ناصر ناصريان له مړينې وروسته دمشهد په بهشت رضا نومې هديره کې خاورو ته سپارل کېږي همدا ډول بي بي معصومه هم په همدې ورځو کې له نړۍ څخه سترګې پټوي . (شهادت ميرى او دشعله په نوم دکتابونو په حواله)
 دمعصومې لور کبرى نصيريان چې په ١٥، ٧، ١٣٤٣ هجري لمريز دمشهد په فراګرد کې زېږېدلې او له مشهد څخه داخستل شوې ٥٧١٦٧ نمبر تذکرې درلودونکې ده ، له لومړني ښوونځي څخه تر فراعت وروسته داقتصاد په رشته کې په يوې مسلکي لېسې کې ترلسم ټولګي پورې زده کړې کوي او په همدې وخت کې مخکې تر دې چې دلېسې دوره خلاصه کړي په ١٨، ٨، ١٣٦٦ کال په مشهد کې د ٦٧٠٢٥ ثبت شمېرې اود مشهد ښار ددفتر په ١٠٧ شمېره دسيدمصطفى حسيني به نوم له يو چاسره واده کوي
 چې ددې واده مېوه هم دسيده مينا په نوم يوه لور چې په ١، ٧، ١٣٦٨ کال زېږېدلې او د قم دحوزې ١١٤٢٢ نمبر تذکره لري او سيد علي چې په ١، ١، ١٣٧١ کال زېږېدلې او دقم دحوزې ٦٤٤٣٦ نمبر تذکره لري دي . خو له لږ وخت وروسته د کبرى نصيريان ژوند له سيد مصطفى حسيني سره خړ پړ کېږي او د طلوع تلويزيون خبريال ته دمصطفى حسيني (دکبرا دمېړه) دوينا له مخې مېرمن يې ؛ تر هغې ١٣ کاله کشر په ١٩٧٦ م ( له ١٣٥٥ هـجري لمريز کال سره برابر)) دمشهد په ښار کې زېږېدلى ډاکټر علي عبدالله سباغي چې دايران په اردو کې يې دداکټرۍ دنده درلوده تېر باسي او افغانستان ته يې راتښتوي .
 ديادونې وړ ده چې ډاکټر علي عبدالله سباغي هم په ايران کې ښځه او دوه بچيان لري چې زوى يې هم معيوب او اوس هم دامام خميني دمرستې رسولو په مرکز تر کتنې لاندې دى او لور يې (شوره) له ده سره افغانستان ته راغلې .
 کبرى اوډاکټر سباغي په ګډه پرېکړه کوي چې چې يوبل به خپل مېړه او بل به خپله مېرمن په ايران کې پرېږدي او افغانستان ته به راځي
 دوى په هرات کې دڅه وخت له تېرولو وروسته دغزني ولايت دخواجه عمري ولسوالۍ ته راځي او دعالمشاهي له کورنۍ سره دتړاو هڅه کوي خو له هاغه ځايه هم کابل ته راځي ،په دريمه کارته او وروسته دلسمې ناحيې اړوند دلومړيو مکروريانو په ١١ بلاک کې ژوند غوره کوي .
 کبرى نصيريان دقانوني پړاوونو له تېرولو وروسته په ١٣٨٢ هـ ل کال دوږي په ١٣ مه دکډوالو په چارو کې دملګرو متلونو دادارې په عالي کمشنرۍ کې په افغانستان کې دايران دسياسي پناه اخستونکي په توګه رسماً پېژندل کېږي او بي بي کبرا نصيريان په راحله سباغي واوښته .وروسته هم ددوهم ځل لپاره له ١٦، ٦، ٨٣ څخه تر ١٠، ١٠، ٨٣، په همدې نوم او همدې شهرت په افغانستان کې خپله اقامه تمديدوي او تر اوسه هم له دې ادارې څخه په افغانستان کې دايرانۍ پناه اخستونکي په توګه امتيازات اخلي او دايرانۍسياسي پناه اخېستونکې په توګه ثبت ده .
 دا موضوع لويې څارنوالۍ او سترې محکمې ته دملي امنيت لخوا په لېږل شوې مکتوب کې هم تائيد شوې ده . همدا راز دلويې څارنوالۍ دتحقيق درياست داستعلام په ځواب کې هم ليکل شوي چې په دې رياست کې موجوددي . په دې دوره کې مېرمن سباغي په بېلا بېلو ټولنيزو ادارو کې کار کوي .
 د ١٣٨٤ په لومړيو کې مېرمن سباغي يو ناڅاپه خپل نوم په بي بي راحله کبرا عالمشاهي اړوي او له غزني څخه ولسي جرګې ته ودرېږي، دغزني يو شمېر خلک په دې خاطر چې دعالمشاهي تخلص يې ځان پورې نښلولى و هغې ته څه نا څه رايې ورکړې اود ټاکنو کميسيون هم دپيسو او واسطو په زور ګټونکې اعلان کړه .
 ديادونې وړ ده چې په ١٣٨٢ کال کې افغانستان ته دمېرمن راحلې کبرا له راتللو وړاندې نوموړې يو ځل څه باندې ٣٠ کاله مخکې هغه وخت چې ددې عمر شپږ کاله و، له خپلې مور سره افغانستان ته دنيکه دليدلو لپاره راغلې وه او دلته تر يو نيم کال او دوه ورځو تېرولو ( د٠ ١٣٥هجري لمريز دلړم له لسمې څخه د ١٣٥٢ دثور دمياشتې تر١٣ مه) وروسته بېر ته له خپلې مور سره ايران ته لاړه . ))