د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوبې نه، يوه رښتيانۍ جگړه ده.

دستګير خروټی 04.07.2006 02:00

په پاکستان کې دموکراسي د بنسټ پالنې له وېرې جنرال ته پناه ور وړې ده.  

د جگړې په هکله جنرال کلايوزويتس Clausewitz وايي:
« جگړه په نورو وسايلو د سياست ادامه ده.»  د وخت په تېريدو او د جگړيز تخنيک په پرمختگ سره جگړې زياته او په زياته توگه گواښونکي بڼه غوره کوي او د قربانيانو ډېره برخه يې ملکي خلک جوړوي. د افغانستان په جگړو کې د قربانيانو لويه برخه ملکي خلک دي او په روانه جگړه کې د ملکي خلکو د وژلو کچه لوړه ده. له هوا څخه را لويدونکی بم او د توپ گولۍ ددې پروا نه کوي چې د چا په غاړه کلاشينکوف او د چا په اوږه چارې ده. د جگړې په هکله په دنمارکي ليکسيکون کې په جگړو کې د ملکي خلکو د قربانيو په هکله داسې ويل کېږي: “ د منځنيو پېړيو په جگړوکې د ملکي خلکو قربانيو٢٪ جوړلوله. په لمړۍ نړيواله جگړه کې د ملکي خلکو قرباني ۴٠٪ پورې جگه شوه او په دوهمه نړيواله جگړه کې دا فيصدي له ٥٠٪ پورې لوړه شوه او د ويتنام په جگړه د ملکي خلکو قرباني تر ٧٥٪ پورې وه”.
 د جگړې په هکله، د جگړې د تاريخ په هکله، د جگړې د لاملونو په هکله او د جگړې د ډولونو په هکله ډېرې ليکنې او څېړنې شوې او کيږي. د قومونو او ملتونو ترمنځ جگړه نوی شی نه دی. د بشر د پيدا کېدو سره جوغت جگړې موجودې وې او د بشر تاريخ له رنگانگ لويو او وړو جگړو ډک دی.  تر اوسه بشر ددې وس نه دی پيدا کړی چې په جگړه غلبه وکړي او ددې خبرې کول هم گران کار دی چې کله به بشر ددې وس پيدا کړي چې د جگړې په ستونزه غلبه وکړي.
جگړه، جگړه ده او په هره بڼه چې وي عادلانه نه ده. د “ عادلانه جگړې” عبارت اول ځل د اگوستين  له خوا په کار ولويد او د هغه موخه داوه چې اوږدو او وینې تويونکو صليبي جگړو ته قانونيت ورکړې او وروسته وروسته کمونستانو د منځنيو پېړيو دي عبارت او د مذهبي مشردې حکم ته نه يوازې په خپلو تگلارو او ليکنوکې پراخ ځای ورکړ، بلکې د Saint Thomas Auqustine په شان يې ددې عبارت په کارولو سره خپلو جگړوقانونيت ورکاوه.
 جگړه ددې له پاره دی چې اقتصادي موخې تر لاسه شي. جگړه ددې له پاره ده چې سياسي موخې تر لاسه شي. جگړه ددې له پاره ده چې خاوره تر لاسه کړي. جگړه ددې له پاره ده چې دا د انسانانو دغه ډله د انسانانو هغه بله ډله په خپله ولکه کې راولي او ورباندې حکومت وکړي. جګړه ددې له پاره ده چې دا او يا هغه مذهب او يا دا او هغه ايديولوژۍ واکمنه شي، کوم چې د ټولو ستونزو د حل کولو وعده ورکوي او په دې ډول  جگړو کې گډون کول د ټولوپه مکلفيت بدلېږي. هغه جگړې چې ايديولوژيک موخې لري او جگړې ته د ايديولوژي پوسيله قانونيت ورکول کيږي له لويو گواښونو، وژنو او ړنگونو ډکې جگړې دي. د بېلگې په توگه د هيتلر جگړه يادولی شو. د ايديولوژيک جگړو يوه گواښوونکې ځانگړتيا دا هم ده چې د نړۍ دا او يا هغه بله برخه د دنړۍ په مرکز بدلوي او نور بايد له دې مرکز څخه پېروي کولو ته اړ شي. ددې ډول مرکز جوړولو ښه بيلگه د شوروي د وخت  مسکو يادولی شو.
همدارنگه کله چې په جگړه کې ايديولوژيک او مذهبي لاملونه رول تر سره کوي جگړه نه يوازي په ژوره توگه بې رحمه او ضد انساني بڼه پيدا کوي، بلکې حل ته رسېدل يې هم له لويو ستونزو سره مخامخ کيږي. دا ډول جگړې د لسيزو له پاره روانې وي. په اروپا کې مذهبي جگړې دېرش کاله روانې وې. د فلسطين او اسرايلو تر منځ په جگړه او شخړه کې  مذهب  له دواړو لورو پياوړی رول لري او له دواړو لورو مذهبي بنسټ پالان  دي چې ستونزه يې پېچلې او اوږده کړې ده.
پورته د جگړې او په تېره بياد ايديولوژيک جگړې په هکله  لنډه يادونه ددې له پاره وشوه چې په افغانستان کې د جگړې د لاملونو د پېژندنې په کار کې را سره مرسته وکړي.
د افغانستان د جگړې په هکله نه يوازې له افغانانو سره پوښتنه شته دي، بلکې نړيوال هم په دې هکله پوښتنه لري. په افغانستان کې له هر چا سره دا پوښتنې شته دي. په دې هيواد کې ولې جگړه ده؟ دا جگړه به کله ختم کېږي او ددې جگړې لاملونه څه دي؟
ما په تېره ليکنه کې دا پوښتنه را پورته کړه چې راځئ د جگړې او د هغې د لاملونو په هکله بيا او بيا کتنه وکړو.
يو څل د جگړې موخه دا وه  چې انقلاب ضد انقلاب او ضد انقلاب انقلاب مات کړي. بيا موخه د شوروري د يرغل ختم کول وو. شوروی ولاړ او يرغل هم ختم شو.  ورپسې انقلاب مات او د يوه گوند واکمنۍ هم ړنگه شوه. خو جگړه ختمه نشوه. بيا د واک په سر يوه کورنۍ جگړه پيل شوه. دې جگړې له يوې خوا په هيواد کې د ځنگل قانون واکمن کړ او له بلې خوا دا جگړه د بلې هرې جگړې په پرتله وژونکې، وينې تويونکې او ړنگونکې وه. دې جگړې د طالبانو د راتگ لاره همواره کړه او هغوی ددې له پاره جگړه کوله چې يوه اسلامي اداره جوړه شي. يوه اسلامي اداره هم جوړه شوه خو د جگړې لمبې هماغه شان بلې پاتې وې. بيا د طالبانو د واکمنۍ د راپوزولو له پاره جگړې نوې بڼه او نوی زور واخيست او افغانستان ته امريکايي او نورې بهرنۍ لښکرې راغلې دا ځل  هيلې او اميد دا وه چې په افغانستان کې به نوره جگړه نه وي او سوله به  بريالۍ شي. په دې هکله نه يوازې له افغانانو سره بلکې په نړۍ  کې هم له ډېرو سره  د سولې له پاره ورته  هيلې پيدا شوې. دې کورنيو او بهرنيو هيلو د يوه ثبات لرونکی او سوله ايز افغانستان په لور کتل. خو له بدهرغه  جگړه همداسې روانه ده او افغانان د پرون په شان  د جگړې په اور کې سوزي. اوس بيا ددې له پاره جگړه ده چې دلته امريکا او ناتو راغلي دي، خو ددې خبرې بشپړ ډاډ شته دی چې ددې ځواکونو په وتلو هم جگړه نه ختم کېږي  جگړه به همداسې روانه وي. نه يوازې جگړه به روانه وي، نه يوازې به يوه بله کورنۍ جگړه پيل شي، نه يوازې به بيا افغانستان ته وحشت را وگرځي،‏ بلکې ددې پياوړي او عملي امکانات شته دی چې افغانستان به د هيواد په توگه د نړۍ په سياسي نقشه کې له منځه ولاړ شي. 

ددې ډول يوې جگړې لاملونه څه دي؟
په افغانستان کې له بده مرغه د ثور په اومه  د واک د ترلاسه کولو چاره په ډېره راديکاله توگه تر سره شوه چې دا پخپله د جگړې لامل شو. د لنډې مودې له تېريدو وروسته جگړې پېچلې بڼه غوره او په جوړښت او عمل کولو کې يې ايديولوژيک، اقتصادي، سياسي او جيوپولتيک لاملونه را ونغاشتل شول.  په جگړه کې د لاملونو او خواو ډېروالې ددې عملې امکانات منځ ته راوړو چي له يوې خوا جگړه اوږده او له بلې خوايې حل هم ستونزمن شي.
 لکه چې پورته ياده شوه په جگړه کې لوری او خواوي بدلې شوې. څېرې، تگ لارې او سياستونه هم بدل شول، خو يو لوری او يو لامل  بې بدلونه پاتې شو او هماغه شان دی چې پرون وو. دا لوری  پاکستان  دی او دا لامل هم جيوپولتيک لامل دی چې زړی يې د “ ډيورند کرښه” ده. پاکستان هماغه تگلاره او هماغه سياست چلوي چې پرون يې چلاوه. د روانې جگړې لمبې هم د پرون په شان د پاکستان له لوری را پورته کيږي. جگړه  له هماغه لوري پلان کيږي، له هماغه لوري زور اخلي او له هماغه لوري يې لاښوونه کيږي.
په تېره ليکنه کې د جگړې  د ايديولوژیک او جيوپولتيک لاملونو په هکله يادونه وشوه. دلته به يو ځل بيا د  جگړې ددې لاملونو په هکله لنډه شانته يادونه وکړم.
په افغانستان کې روانه جگړه پياوړي ايديولوژيک او جيوپولتيک لاملونه لري او دا دوه  د جگړې په کار کې په يو بل ډډه لگوي او يوبل ته د مرستې لاسونه ورکوي.  دواړو ايديولوژيک او جيوپولتيک لاملونو ته د الهام او ځواک ورکولو مرکز پاکستان دی. پاکستاني مولاناگان د جگړې ايديولوژيک برخه لمسوي او ځواک ورکوي او پاکستاني جنرالان د جگړې د جيوپولتيک لامل تر شا ولاړ دي. کولای شو ووايو روانه جگړه  د افغانستان په ضد د پاکستان د مذهبي بنسټ پالنې او جنرالانو گډه جگړه ده او همدا دوه  مذهبي بنسټ پالنه او جنرالان دپاکستان د سياسي سيستم بنيادونه هم جوړوي او د سياسي ډگر لوبغاړي او د پرېکړو واک ورسره دی. که موږ داسې وانگېرو چې په پاکستان کې به دموکراسي راشي او د موجودو ستونزو په حل کې به مرسته وکړي په يوه لنډه موده کې دا ډول يوه  انگېرنه د واقعيت په ځای ارمانگرۍ ته پاتې کيږي . په پاکستان دموکراسي د  بنسټ پالنې له وېرې جنرال  ته پناه ور وړې ده. په بل عبارت دموکراسي د ملا له ډاره نيزې ته پناه وروړې. په پاکستان کې اوسمهال  دموکراسي الترناتيف نه دی، خو دموکراسي په دې پوهيږي که  بنسټ پالنه واکمنه شي  د تباهۍ په لور به د ځان او پاکستاني ټولنه لارښوونه وکړي. د پاکستان ميليوني ټولنه د جنرال او ملا په يرغمل بدله شوې ده. په پاکستان کې انتخاب د دو تر منځ دي او دا دوه جنرالان او بنسټ پالنه دي درېيم الترناتيف نشته دی او که وي هم ددې دو له جملې به په يوه تکيه کوي.
په افغانستان کې روانه جگړه د خپلو لاملونو برسېره خپل پياوړي تاثيرات او پايلې هم لري، کوم چې په خپل وار د جگړې له چارې سره مرسته کوي. دجگړې تاثيرات خواري او بې وزلي دي، د جگړې تاثيرات جنگ سالاري او ترياک دي، د جگړې تاثيرات مهاجرت او بې کوري دي. د جگړې تاثيرات بې باوري، وېره، ډار او ډاډ نه درلودل دي.

د جگړې ايديولوژيک لامل
د جگړې دا لامل ښکاره،  پياوړی او نړيواله بڼه لري او په افغانستان کې روانه جگړه د نړيوالې ايديولوژيکې جگړې يوه برخه ده او معلومه نه ده چې دا به کله ختم کيږي. ددې لامل حل يوازې د افغانستان ستونزه نه ده. دا نړيواله او په تېره بيا د اسلامي نړۍ ستونزه ده او دا هم معلومه نه ده چې نړۍ کله او څه ډول په دې ستونزه غلبه کوي. د جگړې ايديولوژيک لامل د اوږدې مودې او څواړخيز حل غواړي او همدا لامل دی چې افغانستان ته يې بهرني ځواکونه راوستي دي. د طالبانو جگړه يوه ايديولوژيک جگړه ده. طالبان خپله جگړه د کفر او اسلام جگړه بولي او په دې جگړه کې د القاعده  په مرستو تکيه کوي. ملادادواله په خپله وروستۍ مرکه کې وايي:
«سازمان القاعده با ما دوستی خوبی دارد و ما آن را دوست و برادر خود مى دانيم و ايدئولوژى و افكار ما يكى است. ما با آنها رابطه خوبی داريم و هميشه در تماس هستيم به طورى كه مى توانم بگويم روابط ما در بهترين حالت است. ... بله هرگاه كه به آنها نياز پيدا كنيم از آنها تقاضاى كمك مى كنيم. مثلاً انفجارهايی كه انجام مى دهيم از آنها ياد گرفته ايم و عمليات هاى ديگر را هم از آنها مى آموزيم. ميان ما و آنها و مجاهدين عراقى به اصطلاح بده و بستان حاكم است. ما يكديگر را حمايت مى كنيم و پشت هم را مى گيريم ...چه بسا برخى از آنان در عمليات انفجارى شركت داشتند.»   دا مطلب له اريايي ویب پاڼې څخه اخستل شوی.

د جگړې جيوپولتيک لامل او د پاکستان بريالۍ جگړه
 د جگړې جيوپولتيک برخه نه يوازې د جگړې له هماغه پيله بيا تراوسه پورې خپل پياوړی رول ته ادامه ورکوي، بلکې همدې جيوپولتيک لامل افغانستان  د غميزې په لور ور ټيله کړ.
 د جگړې دا لامل  نړيواله بڼه نه لري  دا د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې او يا د ډيورند د کرښې ستونزه ده. دا لامل سره ددې چې په روانه جگړه کې د ښکاره توجيه کونکی رول نلري، خو همدا لامل دی چې جگړې ته لوری ورکوي. جگړه تمويل کوي او نه پرېږدي په افغانستان کې سوله او ثبات راشي. پاکستان له هماغه اولې ورځې له دين څخه  د افغانستان په ضد د جگړې د توجيه کولو د وسيلې په توگه کار اخلي او په دې لاره کې لاس ته راوړنې او بری هم لري.
جگړه اسانه پيل کيږي، خو ستونزه د جگړې په ختم کولوکې ده. يو هيواد ته د لښکرو ننوتل هم اسانه کار دی، خو ستونزه يې په وتلوکې دي. د افغانستان تجربې هم د همدې واقعيتونو د سموالي ملاتړ کوي. خو له افغانستان سره د پاکستان جگړه په بشپړه توگه بل ډول جگړه ده. لسيزې کيږي چې پاکستان له افغانستان سره په جگړه اخته دی او په دې جگړه کې پراخې لاس ته راوړنې او لوی بری هم لري، خو نه تلفات ورکوي او نه يې کور او ښوونځی سوزي او نه خپلې لښکرې د جگړې ډگر ته ليږي. پاکستان نه د نورو په شان افغانستان ته خپلې لښکرې نه ننباسي او نه له دې هيواد څخه د خپلو لښکرو د وتلو ستونزه لري. پاکستان په دې جگړه کې په خپله له افغانانو لښکر جوړکړی او د همدې لښکر پوسيله خپلې موخې لاس ته راوړي. د همدې لښکر پوسيله افغانان وژني، کور يې ورته ړنگوي، ښوونځي او کلنيکونه يې سوزوي، زده کونکي او ښوونکي يې وژني او ددې ړنگ شوي هيواد د جوړولو مخه نيسي. پاکستان نه يوازې جگړه په مخ بيايي، بلکې په بريالۍ توگه خپلې ستونزې او انسان وژونکي افغانستان ته صادروي. 

اصلي ستونزه څه شی ده؟
اصلي ستونزه د ډيورند کرښه ده. دا د افغانستان په وجود کې "Achilles' heel"  د اشيل پونده ده. له بده مرغه افغان حکومتونه له هماغه پيله په دې هکله يوه سمه او مشخصه سياسي استراتژی نه لري. کله په دې هکله سياست او چلند په سندرو او شعارونو تکيه کوي، کله بيا يوازې پارونې او لمسونې کوي او کله بيا له دې ستونزې په څنگ تېريږي او د گوتو له منځه ور ته گوري. کله بيا دا ستونزه د ممنوعاتو قلمرو ته ور ننوځي او خبرې کول ورباندې حرام شمېرل کېږي. اوسنی حکومت هم په دې هکله روښانه تگلاره نه لري او داسې ښکاري چې له ستونزې تېښته کوي. له دې ستونزې تېښته نشته. دا ستونزه چې د ډيورند کرښه  ورته ويل کيږي دا ډول يوه ستونزه ده چې له ستونزې يې تاثيرات لوی او پياوړی دی.  که له ستونزې وتښتې له تاثيراتو به يې څه ډول تښتې؟! اوس هغه وخت راغلی چې دا ستونزه حل شي. د ډيورند کرښه د جگړې د جيوپولتيک لامل زړی جوړوي. ددې مسئلې حل به د جگړې د ايديولوژيک لامل رنگ هم ورژېړ کاندي او طالبان به دي ته اړ شي چې خبرو ته کيني او د جگړې په ځای د سياست لاره غوره کړي. ددې ستونزې د حل تر ټولو ښه فرصت همدا اوس دی. له افغانستان سره دنړۍ پراخه خواخوږې شته دي. له دې فرصت څخه گټه اخستل په کار دی.
له پاکستان سره رغنده او په اصلي ستونزې خبرې کول په کار دي.  تر اوسه  د دواړو هيوادونو تر منځ ديپلماتيکو سفرونو او د هغوی تر منځ خبرو او مذاکرو ددې ستونزې د حل او يا ددې ستونزې د حل په لور کومه لاس ته راوړنه نه لري. ښاغلی کرزی جنرال مشرف  ورور!  او پاکستان هم  ورور هيواد! بولي. خو دا  ورور!  او  ورور هيواد!  د هر بېگانه په پرتله د افغان د کور په ړنگولو او د افغان په وژلو اخته دی. په عمل کې همدا نن  بېگانه په جوړولو، خو ورور! په ړنگولو لگيا دی. له دې  ورور!  سره په اصلي ستونزه  سپينې، رغنده او پرانيستې خبرې په کار دي. 
 که د افغانستان لمړی د ولس له خوا ټاکل شوی ولسمشر ددې ستونزې حل ته اقدام نه کوي نو به يې څوک کوي؟  هغه وخت تېر شوی چې دې ستونزې ته د گوتو له منځه وکتل شي. دا هغه ستونزه ده چې افغانستان يې د غمېزو، تراژديو، جگړو او د اور د لمبو په لور ټېله کړی او همدا ستونزه وه چې افغانستان يې د شوروي غېږې ته وروغورزاوه. د ډيورند د کرښې ستونزه او يا د جگړې دا جيوپولتيک لامل بايد غوڅ شي.
بې له شکه د ښاغلي ولسمشر په اوږو ډېر لوی تاريخي بار پروت دی او له گواښونکو دندو سره مخامخ دی، خو کله چې يو سياسي  مشر په داسې حالت کې د لويو موخو د تر لاسه کولو هڅه کوي گواښ منل هم ور سره شته دي. په دې هکله فرانسوي پوه ارنست رنان وايي:« هغوی چې کم گواښ مني، کم لاس ته راوړي»  د ډيورند دکرښې په هکله په بې ساري چټکۍ سره د نامعلومو او نامشخصو سياستونو او چلندونو وخت په تېرېدو دی. روان حالت په دې هکله د يوه روښانه او مشخص سياست غوښتنه کوي. که دا ستونزه نن نه حل کيږي نو کله به حل کيږي. که دولت  د پرون په شان ددې  کرښې د نه منلو تگلارې ته ادامه ورکوي. د حل بله لاره کومه ده او څه کول په کارده او دا کار به  کله، څه ډول، په کومو وسيلو او په کومو امکاناتو تر سره کېږي؟  په هغو مسئلو کې چې د ميليونونو خلکو برخليک پورې تړلی وي يوازې مخالفت کول کافي کار نه دی او مخالفت کول د مسئلې له حل سره مرسته نشي کولای. د مخالفت په صورت کې مهمه خبره د الترناتيف وړاندې کول دي. 
افغان ټولنه هغه پرونۍ ټولنه نه ده. افغاني ټولنه د پرون په شان له سياست  څخه بېگانه ټولنه هم نه ده. دا ټولنه په سياست او پېښو د تاثير درلودلو غوښتنه لري. دا ټولنه د ستونزو په هکله د دولت د روښانه او ښکاره تگلارو غوښتنه کوي. ددې ټولنې هر اوسېدونکی په خپلو هډوکو، سلولونو او حجراتو ددې کرښې په هکله د نامعلومو، پارونکو او انتظار ايستونکو سياستونو پايلې احساس کولای شي، کومې چې په بې ساري توگه  سوزونکي او وژونکي دي. ټولنه په دې خبره هم پوهيږي چې دلته لوبې نه، بلکې جگړه ده.  يوه ريښتنې جگړه، يو ريښتنی وحشت، چېرې چې وینې توېږي، چېرې چې بمونه اوري، چېرې چې توپونه غريږي، چېرې چې انسانان حلاليږي، چېرې چې له تن څخه سرونه  جلا کېږي، چېرې چې ښوونځي سوزول کېږي او چېرې چې ماشومان او ځوانان په دې گناه وژل کېږي چې زده کړه کوي.
 خلک پوښتنه کوي:  د څه له پاره؟