د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يودېرشم توری

استاد اسدالله غضنفر 21.06.2006 04:00

عشق يو هسې يو دېرشم تورى را زده كړ
چـې په دېرش توري څكوم د قلم كيلې
(خوشال خان خټك)

كوم ډول مينه؟
خوشال بابا ويلي دي، چې په شل كلنۍ كې يې شاعري شروع كړې ده، په دې حساب هغه غزل، چې پكې وايي:
زما عمر په حساب تر شلو زيات دى
د هغوى يوه لومړۍ غزل ده، په دې غزل كې لولو:
زه به هېڅكله له عشقه نه وانه وړم
عقل څه په شهر تل د ګوتو مروړ كا
زه كه هر څو خپل پيوند شلوم له عشقه
ولې ما او عشق خداى لا وبله جوړ كا

د بنيادم هغه شوق ته، چې په نورو غوښتنو او منجمله د عقل په تقاضاوو زورور دى، عشق وايي؛ ځكه خو د عقل و عشق په مقابله كې د مينې برلاسي د پام وړ خبره نه ده.
خان بابا وايي، چې له مينې به هېڅكله لاس وا نه خلي او ورپسې سمدستي زياتوي، غواړي له عشق سره خپل پيوند وشلوي؛ خو نه كېږي.
همدغه تناقض او پاراډاكس د خوشال د عشق په پېژندنه كې راسره مرسته كوي، دى د مينې قدردان دى، چې: خوشال يې په عالم كې سر بلند كړ
او:
جاويدانه خوښي داده په جهان كې
چې دې زړه د عشق په كار كې منبسط شي.

او ان په بېلتانه كې هم كمالونه ويني:
كل عالم د بېلتانه له لاسه زار كا
زه په څو خبرو خوښ يم له بېلتونه
يو يې قدر د وصال راته څرګند كړ
بل يې سهل راښكاره كړل نور غمونه

خو له داسې خبرو سره سره فرمايي:
دا همه چارې دده دي چې راكېږي
يوه خدايه كور دې وران د محبت شي

دا ولې؟ دا ځكه چې دى خپل شخصيت او فرديت ته اهميت وركوي، ځان له عشقه نه ځاروي؛ بلكې عشق د ځان لپاره د لذت او روحي كمال ذريعه ګڼي.
شايد ځينې كسان، چې د صوفيانه شاعرۍ زرورور اثر ورباندې پروت دى، دغسې مينه رښتونې ونه بولي؛ خو ځينې نور له واقعي مينې همدا معنا اخلي؛ ځكه له بل سره مينه او بل ته احترام د هغه چا په زړه كې ښه ځايېدلاى شي، چې له ځان سره مينه او ځانته احترام ولري.
دى د اوسني پراګماټيسټ انسان غوندې يو څه ته هغه وخت د قدر په سترګه ګوري، چې خير او نېكمرغي ورسره راوړي، دى وايي:
يا دا درې توكه زما له دله واخله
يا يې زر و ماته راكړه لاس په لاس
اول ښه ښكلې محبوبه چې يې ګورم
دويم باز د مهورې، درېيم ښه اس

يعنې كه د خوښې شيان په لاس نه راځي بيا خو بهتره ده، چې زړه ورپورې ونه تړل شي.
خان بابا وايي:
كشكې زه درباندې نه واى مَېن شوى
تا نادانې مينه نه زده، نولوې مې

د خوشال بابا مينه او معشوقه، معمولاً قدسي او اسماني بڼه نه لري، دده معشوقه د واقعي دنيا اوسېدونكې ده، خوبي يې مطلقه نه ده؛ بلكې نسبي ده. خوشال خټك د انتخاپ او غوراوي خبرې كوي:
ښكلي ډېر وو ما تهْ يار كړې
تل د ګلو انتخاب شته

يا:
كه هر څو دي د خوشال معشوقې ډېرې
چې ورتېره تر هر چا ده هغه ته يې

دغه راز فرمايي:
په دا شهر كې دې نه وينم څوك سياله
خبردار نه يم د بل شهر له حاله

خوشال بابا باوري نه؛ بلكې هيله من دى، چې دده معشوقه دې تر نورو نجونو ښكلې وي:
وايي شته په چين ماچين كې ښكلې ډېرې
خدا دې نه كا چې تر تا به وي بهترې

كله ناكله دا معشوقه ده، چې خوشال يې غوره كړى دى:
تا پخپله رضا ونيوه په غوره
اوس دې ولې د خوشال له يارۍ ننګ شي

او يو نيم وخت چې د هغه په زړه كې د چا مينه نه وي؛ نو وايي:
ځار تر هغه مخ شم چې به ما په ځان مَېن كا
سحر دى كه دم دى كه څه نورې فتنې فن كا

عشق تلپاته نه ګڼي:
كه تازه ياريه ښې نه دي خوشاله!
څوك په څه خوښوي غوښې د ورغومي

ځكه خو د بېلتانه درد هم تلپاته نه دى:
لكه اور په بوټي ولګي بيا نه وي
يو څو ورځې دى ارمان د جدايي

كله ناكله انتخاب مشكل شي:
زما زړه د ټول دلبرو تر ميان ورك شو
نوم د كومې يوې واخلم چې څه نومي

او كله ناكله معشوقه سيالانې لري؛ خو ډېرې نه دي:
ډېرې ښكلې سترګې ما ليدلې دي د ښكليو
تا غوندې يو يو په بڼو پورې لري سترګې

او كله بيا يواځې يوه غوره ګڼي:
كه هر څو دي د خوشال معشوقې ډېرې
چې ورتېره تر هر چا ده هغه ته يې

معشوقه يې د مال و متاع غوندې كم اهميته هم بللې ده:
د خوشال خټك خو ښكلى مخ پكار دى
كه د سوات، كه د پكلۍ كه د بونېر دى

خان بابا چې د پښتو تر بل هر صاحب ديوان شاعر د خپل زړه د خبرې په كولو كې صادق دى، دا هم راته وايي:
بې په دا چې ښايسته وو وته ګوري
په بل څيز مې له چا نه كېږي كينه

دغه نخښې څرګندوي، چې د خوشال معشوقې ددې دنيا اوسېدونكې دي، هغه له خپلې مړينې يا د معشوقو له مړينې وروسته وخت لپاره هم دغسې ځمكني خيالونه په زړه كې لري:
پس له مرګه مې يو هسې مكان ګور شواى
چې پرې تل د كښليو لار واى څه به ښه وو
زه دې ستا په در كې ومرم شانه تراشې
ګوندې هډ مې تورو زلفو ته شانې كړې
كه پس له مرګه زړه د خوشال وګورې په ګور كې
هر ګز به د ښه مخ محبت نه وي ځنې تللى

او په يوه څلوريزه كې يې لولو:
كه ته په ګور د مهرويو راشې
بېځي(1) يې واخلې له لحدونو
نور څه به نه مومې د دوى په ګورې
بې تورو خاورو، سپينو هډونو

عشق العذرى:
افلاطون ويلي دي، چې تر زېږېدو دمخه روحونه له بشپړې ښكلا سره يو ځاى وو او چې كله دنيا ته راغله او روحونه مو د جسمونو په قالبونو كې ايسار شو، هجران مو احساس كړ، كه څه هم تر زېږېدو دمخه وخت زموږ نه يادېږي؛ خو چې كله په دې دنيا كې ښكلا ووينو، لېوال يې شو او د هېر شوي خوب غوندې يو څه په زړه كې راوګرځي.
د اّيډيالي يا افلاطوني مينې اصطلاح د نوموړي فيلسوف ذكر شوې رايې ته په پام سره جوړه شوې ده. په اسلامي ادب كې دې ډول مينې ته (عشق العذرى) هم وايي. (عذرى) د عربو د يوې قبيلې نوم دى، چې د عاشقانو په كيسو كې يې پاكه، بشپړه او مثالي مينه انځورېږي. د مجنون مينه همدا ډول وه، مجنون كه څه هم د عامر قبيلې و؛ خو عشق يې (عذرى) بلل كېږي.
زموږ په ادبياتو كې د عشق د درېو مرتبو يادونه شوې ده: نفساني، مجازي او حقيقي. حقيقي مينه له خداى(ج) او مجازي مينه له بنده سره وي؛ مګر پاكه وي.
ويل شوي دي، چې د ظاهري ښكلا ننداره له صوفي سره مرسته كوي، چې غيبي جمال وپېژني، د ځينو صوفي مفكرانو په نظر مجازي مينه ددې سبب ګرځي، چې عاشق ځانولي (خودپرستي) پرېږدي، ايثار ته مخه كړي، نور هوسونه له نړۍ وباسي او د معشوق حسن ته د خداى(ج) د جمال د نخښې په سترګه وګوري.
عبدالقادر خټك وايي:
خو خبر نه دى وګړى له دې رازه
ګڼه بېل حقيقت نه دى له مجازه

د خوشال بابا په كلام كې تر ډېره حده د نفساني مينې ذكر شوى او د ژوند د تجربو انعكاس پكې دى، حال دا چې ميرزا خان انصاري، رحمان بابا، عبدالقادر خټك او نور كلاسيك استادان اكثره وخت د هغې مينې بيان كوي، چې دوى په كتابونو كې پېژندلې ده.
د شاعرانو پر خلاف د افلاطون څرګندونې مشهورې دي؛ خو ده پخپله تر شاعرانو هم شاعرانه خبرې كړې دي او همدا وجه ده، چې د جمال په باره كې دده نظريې د ګڼو شاعرانو د زړه او خيال پر دنيا سلطنت كړى دى.
مسلمانانو مفكرانو، چې د يونانيانو فلسفې يې په غور لوستې، هڅه وكړه، چې دغو فلسفو ته له خپلو ديني عقيدو سره سمون وركړي.
صوفيانو به ويل، چې د مينې مقصد له بشپړ جمال يعنې خداى(ج) سره وصال دى او دې موخې ته د رسېدو لپاره د دنيايي مينې تجربې په كارېدلاى نه شي. كه انسان پر ښكلا مَېن وي، خداى(ج) ورباندې خوشحالېږي؛ ځكه هغه د ښكلاوو سرچينه ده، جنت تر ټولو لويه خوشحالي ده، هلته بنيادم ځان له خداى(ج) سره يو ځاى يا د هغه په څنګ كې ويني او دوزخ هغه اور دى، چې له خدايه لرې شوى بنده وركې سوځي.
خوشال بابا فرمايي:
چې په خلكو كې دوزخ دوزخ يادېږي
بل دوزخ په جهان نشته جدايي ده

څرنګه چې له ديني عقيدې سره سم اّدم(ع) اول په جنت كې و؛ نو د افلاطون په دې خبره كې چې موږ يو وخت له بشپړ جمال سره يو ځاى وو نور قوت هم پيدا شو او د ډېرو ښو شعرونو له ويلو سره يې مرسته وكړه، داسې اشعار، چې هم يې له ديني عقيدې سره ټكر نه درلود، هم وركې جالبه نظريه وه او هم پكې د انسان د نفس غوښتنې يو مخ له پامه نه وې غورځېدلې.
خوشال خټك فرمايي:
عاشقان چې په ښه مخ كا دومره مينه
مګر خداى ويني د ښكلو په جمال

يا:
خداى پخپله په ښه مخ باندې مَېن دى
خداى يې واخله چې له ښكليو يې پرهېز شي

او يا دا:
د كښليو د جمال په ننداره كې ما خداى بياموند
لږ نه دي له مجازه حقيقت ته رسېدلي

شهزاده او ښاپېرۍ:
هغه خبرې، چې له كتابونو يې را اخلو د شعر و ادب په بازار كې ډېر قيمت نه لري؛ مګر هغه څه، چې د خپل ژوند او خپلو تجربو پر اساس يې بيانوو، ممكن نوي اړخونه ولري او ادبي ارزښت يې لوړ وي. د خوشال بابا د عشقي شاعرۍ د لوړ ادبي ارزښت راز په دې كې دى، چې دى ډېر څه له ژونده راته وايي، نه له كتابونو.
فزيولوژي وايي، چې طبيعت د نسل د بقا لپاره په انسان كې مقابل جنس ته تمايل پيدا كړى دى او ټولنپوهنه وايي، چې د مدنيت پړاو ته تر داخلېدو وروسته ټولنې ددغه تمايل د ارضا لپاره اصول او چوكاټونه جوړ كړي دي. ټولنيزو چوكاټونو او بنديزونو د جنسي تمايل له زياتېدو او د خيال او عواطفو له پارېدو سره مرسته كړې او مينه يې زېږولې ده. اوس كه مينه د فيلسوفانو او مصلحانو له كتابونو راوباسو او د ژوند په كتاب كې يې ولولو؛ نو تر ډېره حده هماغسې ده، چې خوشال بابا يې انځوروي.
د شلمې پېړۍ نامتو اروا پوه كارل ګوستاو يونګ (1961_1875) يوه نظريه لري، چې د بشپړې ښكلا په اړه د افلاطون رايه په يوه بله بڼه تاييدوي.
يونګ وايي: د هر نارينه په لاشعور كې د يوې داسې ښځې انځور شته، چې دده لپاره تر ګردو ښځو منلې ده، هره ښځه هم پخپل لاشعور كې يو اّيډيال لري. يونګ د نارينه د لاشعور ښاپېرۍ انيما Anima او د ښځې د لاشعور شهزاده Animus بولي. يونګ وايي: د يو چا د انيما (يا انيموس) د انځور په جوړولو كې په تېرو سلګونو زرو كلونو كې د هغه د ټولو اسلافو د ژوند تجربې اثر لري.
انيما د نارينه د روح د ښځينه فطرت مظهر او ښووندويه ده او يا په بله ژبه د نارينه موْنث روح ته انيما وايي. انيموس بيا د ښځې د روح نارينه اړخ دى. د يونګ له نظريې سره سم بنيادم ټول عمر د لاشعور په اّيډيال پسې ګرځي او چې پر همداسې چا پېښ شي رښتيانۍ مينه يې ورسره پيدا كېږي.
تېر كال (1383) مې په يوه انګليسي ورځپاڼه كې ولوستل، چې د جنوبي افريقا يو سوداګر د پخوانۍ يوګوسلاويا په كرويشيا كې يوه ښځه وليده، ښځه يو نظر ورښكاره شوه، بيا پخپله مخه لاړه؛ خو سوداګر وروسته داسې احساس كړه، چې بې له هغې ورته ژوند كول سخت دي. د سوداګر نه د هغې نوم زده و او نه يې پته ورمعلومه وه، دا يې ښه وګڼله، چې له مطبوعاتو سره مركه وكړي، د هغې نښې نښانې ووايي، ګوندې په دې ډول يې ومومي.
هغه مطبوعاتو ته وويل، چې د سوداګرۍ د كارونو په لړ كې كرويشيا ته په لنډ سفر راغلى و؛ خو اوس يې له دې ملكه پښې نه ځي، ددې ښځې د ليدلو ارزو ورباندې نورې چارې هېرې كړې دي.
اّيا كولاى شو ووايو، چې سوداګر ځكه په يو نظر مَېن شو، چې د كارل ګوستاو يانګ له نظريې سره سم نوموړې ښځه د سوداګر د لاشعور د ناليدلې ليلا په څېر وه؟ زه نه د اروا پوهنيزو مسايلو د څېړنو صلاحيت لرم او نه مې په دې باره كې بل رپورټ لوستى دى، چې سوداګر ته څه ورپېښ شول؛ خو تر كومه حده، چې په ادبي نقدونو كې د يونګ پر نظريه خبرې شوي او ما لوستې دي د هغو په رڼا كې وايم، چې هم سوداګر او هم بل هر څوك هغه وخت مېنېږي، چې د خپل لاشعور د ناليدلې ليلى په څېر يو څوك وويني. دغه معشوقه، چې هر څومره د لاشعور كاملې ښكلې ته ورته وي هغومره به مينه اثرناكه او كامله وي.
خوشال بابا ډېرې ښكلې ليدلي او د خپل پياوړي تخيل په بركت د يو چا د حسن په باره كې اوريدلو خبرو هم د مينې احساس وركړى دى؛ لكه فرمايي، چې:
ځان و زړه يې هغه لور وته پرواز كا
هغه ځاى چې ښه دلبره شنيده شي

دغه راز:
كه په عشق كې زړه د نورو په ليده ځي
زما زړه په اورېده تر ليده ښه ځي

مګر داسې څوك يې په غالب ګومان نه دي ليدلي، چې نورې يې ورپورې هېرې كړې وي.

بياتريس:
د دنيا د مشهور شاعر دانته Dante (1321_1265) په باره كې ويل شوي، چې هغه د خپل لاشعور كامله ښكلې پخپل ژوند ليدلې وه او د هغې د مينې زور و، چې تلپاتې شاعري يې وكړه.
دانته د ايټاليا د فلورانس ښار اوسېدونكى و، شپږ دېرش كلن و، چې فلورانس د دوى د ډلې مخالفانو ونيو او ده نور تر مرګه پورې پاتې عمر په جلاوطنۍ، شاعرۍ او ناكامو سياسي هڅو كې تېر كړ.
لكه څنګه، چې مو وويل دورانت د تمدن د تاريخ په څلورم كتاب كې د دانته د خپلو ليكنو پر اساس راوړي دي، دى په نهه كلنۍ كې په يوه جشن كې پر يوې همزولې نجلۍ مَېن شو، چې سرې جامې يې اغوستې وې او ملابند يې ورباندې تړلى و. په را وروسته موده كې دانته هڅه وكړه، چې دغه نجلۍ يو ځل بيا وګوري؛ مګر ونه شوه.
دوى په دوهم ځل نهه كاله وروسته په اتلس كلنۍ كې سره وليدل. دانته ليكي: "داسې وشول، چې هماغه حيرانوونكې نجلۍ، چې سپينې جامې يې اغوستې وې، له دوو نورو تر دې مشرانو مېرمنو سره په كوڅه كې راڅرګنده شوه او چې تېرېده په ډېر ادب يې سترګې هغه لور ته واړولې، چې زه ولاړ وم، زه بې حده شرمېدم... په دومره سپېڅلي انداز يې سلام راكړ، چې تا به ويل په هماغه شېبه مې د نېكمرغۍ وروستى حد په خپلو سترګو وليد... بيا لكه څوك چې په حال كې نه وي له دغه ځايه لاړم... زه چې د شعر جوړولو په چل پوهېدم، له دې ديدنه وروسته مې وغوښتل، چې غزل ووايم".
خوشال وايي:
چې تا ووينم تازه غزل انشا كړم

دانته دغه نجلۍ د بياترس Beatrice په نوم يادوي. بياترس پر درويشت كلنۍ كې واده شوه. دې پېښې ظاهراً په دانته اثر ونه كړ او د پخوا غوندې يې د هغې په مينه كې شعر ويلو ته ادامه وركړه. بياترس له واده يو كال پس مړه شوه.
دانته د هغې له مړينې وروسته ليكلي دي: "تقدير داسې و، چې يو خورا حيرانوونكى خوب ووينم، په رويا كې مې دا رنګه څه وليدل، چې زه يې هوډمن كړم، چې څو پورې مې ددې مباركې نجلۍ د مقام وړ خبرې نه وي كړې، تر هغو به يې نوم په خوله رانه وړم... كه څو كاله نور ژوندى و اوسم، هيله من يم ددې په اړه به داسې څه وليكم، چې تر دې دمخه، هېچا د هېڅ ښځې په باره كې نه وي ليكلي".
دانته خپله ژمنه هېره نه كړه، د (الهي كمېدي) كتاب يې وليكه. دغه اثر، چې د دنيا د ادب په څو ګوتشمېرو شهكارونو كې حسابېږئ، د بياتريس له مړينې څو ويشت كاله وروسته بشپړ شو او د هغې نوم يې تلپاته كړ. په دې اثر كې شاعر له رومي شاعر ويرژيل سره دوزخ او برزخ ته خيالي سفر كوي او د بياترس په لارښوونه جنت هم ګوري. بياترس په جنت كې وي.
دانته په شپږ ويشت كلنۍ كې واده وكړ او څو ځله نور هم مَېن شو؛ خو نورې مينې يې برسېرنې وې. ځينو ارواپوهانو بياترس د دانته انيما بللې ده. دلته وينو، چې عاشق د نورو غوندې مادي ژوند كوي، واده كوي، سياست كوي او له نورو ښكلو سره تار غځوي؛ خو د روح په تل كې يې يواځې يو كس اوسي، چې شهكارونه ورباندې ليكي.
اّيا د خوشال په ژوند كې د داسې چا څرك لګولاى شو؟
خوشال خټك په (اخلاق نامه) كې، چې د خپل اته اويا كلن ژوند په وروستيو وختونو كې يې ليكلې، د (حسب حال) تر عنوان لاندې وايي، چې كله ماشوم وم؛ نو د پلار به راباندې ډېر ټينګار و، چې سبق ووايم او:
چې مې كال زياتي تر لس شه
را پيدا د څه هوس شه
يوه جن وه په مكتب كې
شب چراغه وه په شب كې
(پرې زما د زړه) وه مينه
(ګډه مينه مې په) وينه
كه مجاز كه حقيقت و
عاشقي واړه دولت و
اور چې بل شي تر دېګ لاندې
خو په تاو سره جوش كاندې
چې په دېګ كې څه پراته وي
هم هغه پكې پاخه وي
د استاد مهر دعا وه
كه د عشق د درد عطا وه
كه د پلار هغه جفا وه
چې يې تل له ما غوغا وه
(په څو) ورځو سواد خوان شوم
(خواننده د) هر ديوان شوم

يادونه:
"پاسني بيتونه د ښاغلي حبيب الله رفيع په زيار چاپ شوې اخلاقنامې څخه رانقل شول. د بيتونو هغه كلمې، چې په لينديو كې راغلې هغه ښاغلي رفيع د اټكل له مخې ليكلې دي؛ ځكه د دوى له يادونې سره سم اصلي كلمې په يواځېنۍ قلمي نسخه كې له منځه تللې دي".
دا نجلۍ به، چې خوشال بابا يې د عمر په وروستيو ورځو شپو كې ذكر كوي، شايد د هغومره عمر وه، چې دانته بياتريس په اول ځل په جشن كې ليدلې وه. په مكتب (جومات) كې به نجونو ته معمولاً تر نهه، لس كلنۍ پورې د سبق اجازه وركول كېده. خوشال بابا د دانته غوندې په كم عمر مَېن شوى، همدې مينې شاعرۍ ته مايل كړى او ددې مينې خاطره يې د عمر تر پايه نه ده هېره كړې.
دانته ليكلي دي، چې كله يې بياتريس په نهه كلنۍ كې په ړومبي ځل وليده، رېږد واخيست.
خوشال فرمايي:
باد يې لاس په پلو كېږدي سره رېږدي

ويل دورانت ليكي: "زلمكي، چې د بلوغ پولې ته نژدې كېږي، دغسې رېږد و رپېدا كېداى شي. موږ اكثرو دا رنګه حال احساس كړى دى او دغه "سپېڅلې مينه"، چې كله راياده شوې؛ نو زړه مو سمدستي منلې ده، چې هغه خو د زلما د عمر يوه تر ګردو روحاني پېښه وه. دا د مخالف جنس او ژوند په باب او د هغې ښكلا او نيمګړتيا په هكله، چې موږ هر يو يې لرو: د روح او جسم مرموزه پوهېدا ده... كه په داسې حال كې د سړي روح هماغومره حساس وي؛ لكه د دانته او يا په بله ژبه، خيال يې پياوړى او جذبه يې زوروره وي؛ نو بيا دغسې بلوغ او مكاشفه غالباً د ټول عمر په خوږې خاطرې او انګېزې بدلېږي".

د لاشعور د چينې په غاړه:
بېرته به انيما ته راشو، د يونګ له نظريې سره سم انيما شاعر ته الهام وركوي، انيما په لاشعور كې اوسي او يونګ دا هم وايي، چې لوى شاعران ځكه لوى شاعران دي، چې د لاشعور په چينه كې د غوټه وهلو او مرغلرو را اېستلو چل ورځي. د هغو مرغلرو، چې زموږ د ټولو تېرو اسلافو د ميراث په توګه زموږ د هر يوه په لاشعور كې پټې دي او چې شاعر يې راوباسي او ورته وګورو؛ نو ممكن په زړه كې راتېره شي: "دغسې يو څه خو زما په زړه كې هم ګرځېدل".
زما په ګومان د پښتو تر بل هر كلاسيك شاعر خوشال بابا د لاشعور چينې ته ورنژدې شوى او د خوب و خيال په دنيا كې يې د انيما څرك ليدلى دى، دى فرمايي:
ښاپېريه مخ په خوب كې راښكاره كړ
لېونتوب مې ورسره مونده سودا هم
چې په هسې مخ مې كسي برابر شول
زه به نور په بل مخ نه كړم سترګې وا هم
مړېدل به يې بې هسې مخه نه وو
په جهان كې وږې سترګې دي زما هم
كه خوشال د يار وصال په دنيا مومي
تمامي دنيا ترې ځار شه مافيها هم

يو بل ځاى فرمايي:
څه خو راښكاره شوه په ځمبل د سترګو لاره
ما وې د اسمان برېښنا ده نه مې پېژندله

خوشال خټك د داسې معشوقې ذكر، چې سمه يې نه پېژني او په خوب كې ورځي څو ځله نور هم كړى دى.
د رابندرنات ټاګور د ګيتاّنجلۍ شپږ ويشتمه ترانه داسې ده:
"دى راغى، زما څنګ ته كېناست؛ مګر زه ويښه نه سوم. اّه، هغه خوب څه بدمرغه خوب و، خواره دې سم!
دى راغى، هغه وخت، چې شپه ارامه او چپه چوپتيا وه، دده په لاس كې بربط و، چې په خوږو نغمو يې زما خوبونه نازولي دي.
افسوس، زما ټولې شپې وللې داسې ضايع تېرېږي؟
اّه، زه ولې تل د هغه چا ديدار هېروم، چې د هغه په ساه زما خوب خوږ او خوندور دى".
(د ارواښاد استاد بېنوا ژباړه).
خوشال همدغه مضمون، چې د لاشعور د معشوقې له تصور سره تړاو وركولاى شو، په يوه بيت كې بيانوي:
يار زما په پالنګ ناست زه لاړ په خوب يم
سراسر زما له لوريه تقصير دى

يو بل ځاى د ټاګور غوندې له ښځينه ليدلوري وايي:
زه يې ناسته په پالنګ يم
كه خوشال له خوبه ويښ شي

يا دا چې:
زه خورې زلفينې ستا په پالنګ راغلم
ته تر اوسه لا اوده يې زما جانه

خوشال بابا ګڼې پښتنې او هندۍ ښكلې ليدلې وې؛ مګر بيا يې هم ويل، چې:
يا زما د بيناييه نظر نشته
يا په دا نژدې ملكونو دلبر نشته

دغه پاسنى بيت هم له دې ګومان سره مرسته كوي، چې هغه د دانته غوندې نه و، چې خپله بياترس يې په واقعي ژوند كې وليدله.

د خوشال د عشقي شاعرۍ ځانګړنې:
پخوانو عربو به ويل، چې هر شاعر يوه همځولې پېرۍ لري، چې ده ته د شعر الهام وركوي او تابعه يې بولي. د زړو يونانيانو له عقيدو سره سم دغه كار د شعر و هنر الهې، موز Muse ته سپارل شوي وو. خوشال، چې د ګڼو كلاسيكو او اوسنو شاعرانو پر خلاف، ډېر څه له كتابونو څخه نه؛ بلكې له خپل ژونده زده كړي دي، د موز او تابعې مرستې ته چندان ضرورت نه ويني؛ بلكې:
يو شان راته ښكاره شو
كار د شعر و د شهوت
كه دادى كه هغه دى
دواړه غواړي ښه صورت
چې ښه حسن ښكاره شي
شګفته شي طبيعت

دا هم د خان بابا وينا ده:
كه د شعر ويل عيب يا هنر دى
د ښه مخ له محبته دى دا حال
محبت د هماى سيوره دى كه څه دى
كه كېميا دى زر كوي سنګ و صلصال

دغه محبت چې خوشال يې يادوي، له مقابل جسن سره دى. دده په شعرونو كې ما يوازې دوه درې ځايه د هلكانو د مينې ذكر وليد، يو په هغه غزل كې چې مطلع يې ده:
دلربا پسره راشه
اى زېبا پسره راشه

بل هغه ځاى، چې وايي:
هغه تور هندو بچه به چېرته غواړم
چې زما د زړه متاع باندې ګرو ده

په يوه فارسي څلوريزه كې يې هم د (افغان پسر) عبارت وينو. نور نو د هغه په زرګونو بيتونه د مقابل جنس د مينې د بيان په باره كې دي.
د پښتو نور شاعران هم له مقابل جنس سره د مينې په باره كې اشعار لري؛ مګر پر هغوى باندې د خوشال له امتيازونو څخه يو امتياز دادى، چې دده په شعر كې د دوه اړخيزې مينې مثالونه ډېر دي. د خوشال بابا په شعر كې معشوقه خبرې كوي او فعاله ده:
تا وې ما و تاته ډېر ځله خوله دركړه
د يارۍ په كار كې هم شي حسابونه؟
تا خوشال ته ووې نورې لا تر ما زېبا دي
څوك تر تا زېبا دي اى زېبا نګارې مستې

معشوقه خوشال ته بلنه وركوي:
په پيغام د بوسې سود نشته خوشاله!
كه زما په زړه مَېن يې رانژدې شه

معشوقه د مستو نجونو غوندې په مَېن پورې ټوكې كوي:
له دلبرې نه مې خوله غوښته اما
ډكه خوله يې راته دا ووې له ما؟

په ژړا مې ځنې خواست د سپينې خولې كړ
په خندا يې وې چې څه كا دا سړى

سپينه خوله يې و ما راكړه وې مې موړ شوم
وې يې خواره وږيه دا خو نيمځرى دى

(نيمځرى د مازيګرنۍ په څير نيمګړو خوړو ته وايي).

وې مې چې په څو رنګه خوشال په تا مَېن دى
وې يې د خټك سړي د مينې څه ثنا كړې

معشوقه كله د عذر غاړه نيسي:
درسته دې له خپلو نمريو واېستم خوشاله!
يو د غاړې هار مې د ګلونو مه شكوه

كله كله خو په دې فكر كې وي، چې د خوشال زړه ته لاره وكړي:
سپينه خوله كه بې ريباره ورپېشكش كړم
په خوشال به مې منت وي كه به نه وي

د خوشال خټك دپاره چې ميخور شي
په مغان مې وښي كېښوول باهو هم لا

همدا د دوه اړخيزې مينې ارزو ده، چې خوشال فرمايي:
يا په ما باندې مَېنه كړې دلبره
يا مې مينه ځنې ماته كړې الهه

ما د پښتو له بل شاعره داسې خبره نه ده اورېدلې:
په دا هومره ډېره مينه
يوه نه لرم مَېنه

خوشال په هغه چا پسې ګرځي، چې دى د هغې انيموس دى:
چې يې بې له ده بل خيال نشته په زړه كې
د خوشال دلبره كومه ده څه نومي؟

همدا له دوه اړخيزې مينې سره دلچسپي ده، چې د خوشال په ديوان كې دا رنګه غزل هم لولو:

نور به مخ په اّيينه برابر نه كړم
نه به دواړې سترګې تورې په رانجه كړم
نه به سپين لاسونه سره كړم په نكريزو
نه به نور په ږمنځې ساز د سر وېښته كړم
نه به ماتې ماتې څڼې په مخ پرېږدم
نه به لاندې باندې لب په پانو سره كړم
چې د مينې يار مې نشته چې مې ګوري
د صورت سينګار و كوم يوه ته وكړم
درست صورت مې سرې لمبې شي شنې ډډوزې
چې د خپل مَېن د مينې راز تر زړه كړم
كه ژوندون تر هر چا خوب دى په جهان كې
اوس بې ياره په ما تريخ شو زه يې څه كړم
هغه يار چې چېرته دى خوشحال دې اوسي
دى دې خپله خوشحالي كا غم به زه كړم

د فرانسې نامتو شاعر پيرلوئيس (Pieere Louys) چې د نولسمې پېړۍ په دوهمه او د شلمې په لومړۍ نيمايي كې يې ژوند كړى دى، د بيلتيس سندرې په نوم د شعرونو يو مشهور كتاب لري. سندرې د بيلتيس په نوم يونانۍ شاعرې له خوا، چې څو ويشت پېړۍ پخوا په يونان كې اوسي او ټول عمر يې په محبت كې تېر دى، ويل كېږي. دغه كتاب د Songs of Bilitis په نوم Alvash C. Bessie په انګرېزي ژباړلى دى.
راځئ دلته د بيلتيس د يوې سندرې ژباړه، چې د Songs of Bilitis ولولو او د خوشال خټك له پاسنۍ غزل سره يې پرتله كړو:
يوازېتوب
"اوس نو شونډې چاته سرې كړم؟ د چا لپاره نوكونو ته ځلا وركړم؟ د چا په خاطر په زلفو عطر وشيندم؟ اوس چې هغه نشته، چې زما تيو ته پسخېده؛ نو په تيو مې ولې سرخي وموښم؟ مړوندونه مې ولې په پيو ووينځم؟ نور خو يې په مړوندونو كې د ټينګولو هيله نه ده راپاتې.
له دې وروسته به څنګه ويدېږم؟ څنګه به كټ ته خېژم؟ نن شپه يې په تاوده لاس پسې زما اسره ناك لاس ټول پالنګ پلټلى دى؛ خو څه يې نه دي موندلي.
نور نو كاله ته، كوټې ته، چې هغه پكې نشته، د تلو جراْت نه كوم، د وره د پرانستلو جراْت نه لرم، د سترګو له غړولو وېرېږم".
كه د مينې، مَېن او معشوقې حال داسې بيان شي، چې د واقعي پېښو ګومان ورباندې وكړو، د بيان دغه طرز ته په ادب كې واقعه ګويي وايي. د خوشال په شعر كې د عشقي شاعرۍ تر بل هر كلاسيك استاد، واقعه ګويي ډېره وينو.
مثالونه:
بخت غوندې ناګاهه زما خوار كره سيده شوې
راغله دې په قصد و كه دا راغلې بې نمط

چې سبا بېګا يې لوند لرم په اوښكو
يادګاري راڅخه پاتې رومال ستا دى

ما ساده پښتانه څه زده چې يې وايې
په پارسۍ پارسۍ خبرو مغولګۍ

په فوق العاده مينه كې عاشق د معشوقې له منګولو د راوتلو توان نه لري؛ خو په واقعه ګويي كې كله كله وينو، چې عاشق له معشوقې لاس اخلي، اخطار وركوي. بد يې وايي او عيبونه يې شماري. له معشوقې څخه دا رنګه مخ اړولو ته په پارسي ادب كې (واسوخت) وايي. د خوشال بابا دا لاندې بيتونه د واسوخت بېلګې بللى شو:
په ښايست كې ښايسته تر ښاپېرۍ يې
ولې دا جهل دې بد دى تر ګواره
پښتنه يې په بد جهل
ستمګره تر مغول يې

چې دا هسې بې نيازي كوې دا ښه كړې
زه به نور ياران پيدا كړم ته به څه كړې؟

حال دې واړه وار په وار راته معلوم شو
ټګه پاره په زړه تريخه په خوله خوږه

رنګ دې ښه دى خوى دې بد دى
زه خوشال يم ما رښتيا زده

خوشال د مينې د رواني اړخونو انځورولو په وخت هم تر نورو پخوانو استادانو حقايقو ته وفادار دى:
په زړه مينه محبت په خوله كنځل كا
څه عجب زېبا د دوو مَېنو جنګ دى

د دلبرو په ماڼې كې هم مزه شته
بېچاره خوشال يې مري له تغافله

هر ساعت سره يو نوى، نوى خيال وي
كه زما دپاره بيا راشې ريباره

په كاته، كاته مې سترګې په خاته شي
چې خبر دې د راتلو راباندې وشي

يا:
دا طالع زما څه اوس نه دي ځايي دي
چې په چا باندې مَېن شم دماغي شي
چې ترې مينه پټوم هومره ايلي كا
چې پرې مينه ښكاروم هومره ياغي شي

د اكثرو كلاسكو شاعرانو معشوقه له شاعره ډېر لرې، په داسې ځاى كې چې د لوستونكي سترګو ته نه درېږي، اوسي. البته، يو نيم ځل د معشوقې كوڅې ته اشاره كېږئ؛ خو هغه د پخوانۍ شاعرۍ د پيروي په لړ كې وي، د شاعر د خپل خيال او خپلې تجربې نخښه پكې دومره نه وينو؛ مګر د خوشال معشوقه د وصال و بېلتون په حالت كې، د كور دننه او بهر، په خوب، خيال او واقعيت كې، په بېلوبېلو ځايونو او حالتونو كې انځورېږي او انځور يې د بل هر صاحب ديوان شاعر تر معشوقې روښانه دى. دلته راځئ د خوشال بابا څو بيتونه سره ولولو او وګورو، چې هغه معشوقه له كوره بهر څنګه راښيي:
هم ځان راته ښكاره كا هم مې ورك شي زر له سترګو
په دا كلي كې واړه پري څېر دي ښايسته

زه ورپسې درومم د يوه نظر په طمع
بيارته نظر نه كا هسې درومي مخ په وړاندې

سرې لمبې يې بلې د خوشال خټك په زړه كړې
سرې ختې اغوستې په دا لارې تېرېدله

چې مې وليده پخپل انګړ ولاړه
ما په ټېكې سترګې بيامونده، بيا لاړه

خوشال په كاري ژوند كې په سخته مبارزه بوخت و، له مغولو سره مبارزه، د قام د ويښولو مبارزه او د خپلې ژبې د پرمختګ لپاره مبارزه. په تفريحي ژوند كې يې ډېر وخت په ښكار تېر كړى دى. دا دواړه ډراماتيك حالتونه دي، د خوشال په مينه كې هم خطر، كشمكش او غورځو پرځو ته تمايل وينو:
څو جفا كار زه خوشحال يم
يار دې هركله بدخوى وي

دى د يار د ګوزار كولو ارمان كوي:
وايي زه به په تا وكړم ځينې چارې
زه ددې چارې ارمان لرم ډېر ځنډ دى

دغه راز:
لاس يې مه پرېږده له لاسه خوله يې واخله
پرېوتلى په ياغي راجا قلنګ دى

چې مړوند څكوې له مانه زما څه شي
په څكول څكول به مات كړې خپل وشي

خوله يې پټه خوره خوشاله!
باز د ښكار غوښې په غلا خوري

خوشال بابا پخپله ټوله شاعرۍ او منجمله عشقي شاعرۍ كې د خپل وخت او خپل ژوند له واقعيتونو الهام اخلي او د انځورونو په اېستلو كې يې دا بخت په نصيب شوى دى، چې خپل نژدې چاپېريال هېر نه كړي.
خوشال بابا فرمايي:
يو د ښكار، بل د كتاب، بل د دلبرو
په جهان كې نورې نه شوې دا درې مينې

دى د ښكار انځورونه د مينې له انځورونو سره يو ځاى كوي او له دغه تركيبه د ډېر نوي، ښايسته خيال انځورونه جوړوي.
په ليدلو دې خوښۍ درسره راوړې
لكه تللى ياغي باز، راغلې بيا يې

هر چېرته چې ته يې هغه لور ته مې نظر دى
هر چېرته چې زاڼې شاهين هورې لري سترګې

چې يې ونيسم په غېږ كې راته ګوري
لكه مست د مور په پيو كې كبلى

خوى دې درست د ترهېدلي غرڅه واخيست
وړاندې ځې تر شا كتنه كوې ښه

زه خوشال د اّهو چشمې مينې سر كړم
د غرڅه غوندې په هسې ګړنګونه

كه نيولې زركه باز پرېږدي له چنګه
زه به هم له لاسه پرېږدم شوخ و شنګه

غواړې چې احصال د فراقجنو درمعلوم شي
ګوره هغه زاڼې چې جدا ځي له كتاره

وګوره و ماته د شهسوارو روش دادى
نخښې ته نظر كړي بيا له پسه نخښه ولي

د بڼو څوكې يې نېغې ځي تر زړونو
چې تېره تېره كاته كا له بازې
ګوندې وي چې بيا مې راشي په منګول كې
لكه باز د زركې تويې كا بڼې

اروا پوهانو ويلي دي، چې په مينه كې معمولاً نارينه د تصرف او نيولو لپاره يرغل كوي او ښځه د دلبرۍ لپاره په شا ځي. د خوشال په شاعرۍ كې زموږ د ګڼو نورو شاعرانو پرعكس، د علم النفس دغه حقيقت ته ډېر پام شوى دى.
خوشال بابا د خانۍ او مينې له تركيبه هم نوي خيالونه پيدا كړي دي:
نه يې ملك، نه يې لښكر، نه يې ګنجونه
تر خانانو دماغي دي ښكلې جونه
كه خانان په زر، په زور، په توره ناز كا
كښلي مخ لري، ښېوې، غمزې، غنجونه

د خانۍ د تورې ځاى نشته په عشق كې
معشوقې وته مريى اوسه خوشاله!

دا هم د وخت د سياسي تجربې انعكاس دى:
مګر تا څخه سامان د سلطنت دى
چې په هوډ مې سپينه خوله غواړې خټكه!

خوشال خټك له قبايلي ژونده، له هغه كلچره، چې مېړنتوب پكې تر ګردو لوى ارزښت دى، د بزګرو او مالدارو د كار له تجربو او ډېرو نورو هغو واقعيتونو، چې ده ليدلي دي، د مينې د شعرونو په ويلو كې استفاده كړې ده.
خان بابا اته اويا كاله عمر وكړ، ده تر بل هر كلاسيك استاد د پاخه عمر د مينې ګڼ او كامياب انځورونه ايستلي دي.
ده كه څه هم ويلي وو، چې:
اوس د جونو هوس مه كوه خوشاله!
پښتنې جونه ترهېږي له دوه مويه

مګر مينې خپل بل مخ ورښكاره كړ:
د خوشال خټك په كار پورې حيران يم
مينه لا ورباندې زور شوه څو زړېږي

عشق تر ځوانه نه زوړ لا كا ژر نسكور
په پخه ونه لا ښه لګېږي اور

د مينې له زياتوالي سره سره معشوقې بوډا مَېن ته زړه نه ښه كوي:
په هر چا د سپينې ږيرې حرمت ډېر دى
خو په نجونو قدر نشته د سپين ږيري
دا بې وخته سپين وېښته نه وو بلا وو
چې د كښليو زړه يې تور كړ له خوشاله!

په دې منځ كې يو بل خنډ هم راپيدا كېږي:
زه وايم كه تل د ښايسته وو ننداره كړم
شرم د پيريه تر دا منځ راته خلل شي

او چې كله شاعر د خپل عمر وروستۍ لسيزې ته داخل شو، راته ويې ويل:
كه خوشال په عمر لاړ تر اويا تېر شو
لا په زړه كې يې د ښكليو اشنايي ده
زوړ خوشال چې د دلبرو ديدن غواړي
د دلبرو په وصال كې روڼايي ده

د نورو شاعرانو په شعرونو كې مينه يوه خصوصي چار ده او شاعر خير په دې كې ويني، چې بېلتون يې په وصال بدل شي. نور شاعران كه له نفساني مينې غږېږي، يا حقيقي مينې؛ خو د ځان ژغورلو په غم كې دي، د خوشال په شاعرۍ كې داسې غزل هم شته:
ناقرار زړونه قرار شواى
د زړه غم يې تار په تار شواى
د هجران غمونه لاړاى
بيا د وصل دندوكار شواى
هغه لاس چې بې حنا دى
بيا حنا سره نګار شواى
شانه ورغلاى تر زلفو
رانجه سترګو سره يار شواى
د پايلو د څړيه
په هر لوري شرنګهار شواى
په ګونګو دې زېړ پړونى
په څووه سره خالدار شواى
وار د غم د ژړا لاړاى
وار د بوس و د كنار شواى
چې عذار د مهوشانو
بيا كبود، كبود رخسار شواى
چې خوشال ورپسې مرينه
ورښكاره هغه ديدار شواى

دلته وصال د ټولنيزې ژغورنې په سمبول بدل شوى دى، چې د شلمې پېړۍ تر شاعرۍ دمخه له مينې، وصال او بېلتونه دغسې معنا اخيستل بېخي نادره خبره ده.
د خوشال د مينې شاعري ولې د نورو غوندې نه ده؟
په تېرو پېړيو كې، په كلي، كوڅه او بازار كې يواځې نارينه وو له يو بل سره ليدل، د اّزادو ښځو مخونه معمولاً پټ يا نيم پټ وو، وينځې هم په حرامسرايونو كې اوسېدې.
خوشال بابا فرمايي:
چې پلو له مخه واخلې زه دعا كړم
هر چا زده چې دعا ښه ده په سحر

چې له مخه دې پلو واخيست لمبه شوې
بېچاره خوشال دې درست سره كباب كړ

كه يې لرې له جماله نه جلباب شي
حبطه به يې تر مخ پورې اّفتاب شي

(جلباب يو ډول لوى پړونى دى).

ددغسې بيتونو په اساس اټكل كولاى شو، چې د خان بابا په چاپېريال كې د ښځو مخونه پټ يا نيم پټ وو. خان بابا په يو غزل كې:
كه په حسن د كشمير خوبان اوڅار دي
يا د چين و د ماچين، يا د تاتار دي

چې پښتنې نجونه له نورو نجونو سره پرتله كوي، وايي، پښتنې ښايسته دي او خوى يې تر ښكلا هم زيات دى، مشكو او ګلابو ته يې ځكه حاجت نشته، چې:
په پينځه وخته لمانځه عطر عطار دي

د دوى د تورو زلفو ښكلا، د ټيك، كټمالې (په ټټر پورې ځوړند يو ډول زېور) او نورو پسولونو اهميت كم كړى دى. سپين پړونى (چې منظور غالباً ساده او بې نقش و نګاره پړونى دى) يې تر هغو ټيكريو ځار شه، چې زردوزي شوې وي.
دغه راز:
كل روزګار يې سر تر پايه پرده پوښ دى
نه ګرېوان تر نامه څيرې په بازار دي

(چې په دواړو مصرعو كې شاعرانه مبالغه ده او اصلي منظور يواځې دادى، چې پښتنې د نورو قامونو تر نجونو د پردې ډېر خيال ساتي) او په ورپسې مصرع كې لولو:
له حجابه پورته غټ كتلى نه شي

حجاب دلته د شرم په معنا دى، يعنې پښتنې چاته نېغ نه ګوري، د حجاب كلمه اوس معمولاً د پردې په معنا استعمالېږي؛ خو د شرم معنا هم وركوي؛ لكه د صائب اصفهاني په دې بيت كې:
از حجاب عشق صائب بود جانم زير تيغ
ګر چه بر من سايه اّن ابرو كمان افګنده بود

دغه بيتونه د نجونو د جامې او هغې فاصلې په باره كې، چې له نامحرمو نارينه وو يې لرله، يو تصور راكولاى شي؛ مګر له دې سره سره د خوشال شاعري له ښځو سره د مينې دومره ګڼ او دقيق انځورونه وړاندې كړي دي، چې د نورو كلاسيكو شاعرانو په عشقي شاعرۍ كې يې مثال نه شو موندلاى. دا ولې؟ زما په نظر دغه توپير څه وجهې لري:
لوى شاعران معمولاً هڅه كوي داسې شعر ووايي، چې د لوستونكي زړه ته پرېوځي، يعنې لوستونكى ګومان وكړي، چې همداسې به وو؛ همداسې معشوقه به وه او همدا واقعه به پېښه شوې وي. خوشال تر بل هر كلاسيك شاعر په دې هنر كې كامياب دى، چې په لوستونكي دا ومني، چې په رښتيا پېښې شوې خبرې اوري.
د مثال لپاره په دا لاندې غزلې كې د معشوقې د حسن د بيان لپاره د هغو زړو انځورونو تر څنګ، چې ممكن هر كلاسيك شاعر ورڅخه استفاده وكړي، د خوشال هغو هڅو ته پام وكړئ، چې خپله معشوقه په يو خاص كس بدلوي: (غزل پوره رانقلوو)
چې په درست تومن اوڅاره
نن هغه ده زما ياره
لا جنوټې، سركونډيه
چې حجاب نه كا له پلاره
يو سوركى پېزوان په پوزه
وربلوټى يو څو تاره
مخ نسرينه، مه جبينه
سنبل مويه، پري واره
شكر لبه، پُر طربه
اّهو چشمه، ګل رخساره
قد عرعره، مو كمره
سر تر پايه قلمكاره
په زړه سنګه، شوخه شنګه
جفا خويه، زړه اّزاره
زه يې قتل په ديدن كړم
دا لا نه ده پروا داره
چې مې نوم ورته څوك اخلي
و ښكنځلو ته تياره
څه كړم؟ كوم فكر علاج كړم؟
دم واهه نه شي له ډاره
ددې خوى خصلت دا هسې
زما ده مينه بسياره
دا يو څه علامت وشو
په ما خوار د خداى دپاره
كه پټ نياز ورځنې غواړم
په نياز نه ده خبرداره
كه خپل زور باندې ښكاره كړم
خېلخانه لري خونخواره
كه يې وغواړم په زرو
زر هم ډېر غواړي بې شماره
نه په زور شي، نه په زر شي
په جهان دي دا دوه كاره
د خوشال تكيه په خداى ده
يا په تا ده شيخ رحمكاره

دلته په لومړيو درېو بيتونو كې د نجلۍ د شهرت د اندازې (چې په ټوله سيمه كې مشهوره ده)، د هغې د عمر، له پلار سره د مناسباتو (چې لا ترې نه شرمېږي) او سينګار په اړه خبرې اورو. دغه بيتونه لوستونكي ته دا ګومان پيدا كوي، چې د يوې مشخصې نجلۍ په باره كې يې ځنې خبرې اورېدلې دي. په ورپسې څلورو بيتونو كې د كلاسيكې شاعرۍ مشترك او مكرر تصويرونه وينو؛ خو له هغه وروسته شاعر د نجلۍ د خوى خصلت او د كورنۍ د ځانګړنو په بيانولو سره د وصال د لارې خاص خنډونه راشمېري او كله چې شاعر په مقطع كې د خداى له مرستې وروسته د شيخ رحمكار د مرستې هيله څرګندوي؛ نو عاشق هم په يو خاص كس بدلېږي؛ ځكه شيخ رحمكار د خاص مكان و زمان سړى دى او د هغه په يادولو سره د لوستونكي دا شك زياتېږي، چې خوشال راته د مينې د يوې عامې نه؛ بلكې خپلې يوې خاصې تجربې په باره كې غږېدلى دى. دغسې شك او ګومان د شعر اغېز ډېروي.

ب: د شخصيت ځانګړنې:
خوشال رښتين دى، زړور دى او په ځان باور لري، كله چې په اخلاقي مسايلو غږېږي په رښتيا ويلو ډېر ټينګار كوي، دى وايي:
په رښتيا ويل غوړېږي د زړه غوټه
دا هم دده وينا ده:
دروغجن سړى د عفوې لايق نه دى
په رښتينو باندې عفوه ده روا

رښتين كسان به ډېر پيدا شي؛ خو چې پر ځان او خپل فكر باور ولري، د داسې كسانو شمېر كم دى.
خوشال هغه نابغه دى، چې له خپل نبوغه ښه خبر دى؛ ځكه نو د چاپېريال د معيارونو تر اغېز لاندې نه راځي، وايي:
توكلت على الله وينا يوه ده
د خوشال له زمانې سره ساز نشته

كله چې رښتين بنيادم په ځان باور ولري ذهن يې د نويو فكرونو په قيمتي خزانه بدلېږي، دغه نوي فكرونه ممكن هغه په ټولنه كې يواځې كړي؛ لكه خوشال چې ان د يارانو په منځ كې يواځېتوب احساساوه:
چا وته ويل كړم ترجمان نشته په منځ كې
زه سمرقندي يم ياران واړه ملتاني دي

خو دى بې زړه نه دى، چې نوي فكرونه او تاند خيالونه ګور ته ورسره يوسي، زړور دى، خپلې خبرې په لوړ اواز كوي.
د ډېرې ښې شاعرۍ او ليكوالۍ لپاره صادق اوسېدل، په ځان باور كول او جراْت لرل ضروري توكونه دي. هغه څوك، چې وېرېږي، چې بيا به خلك راته څه وايي، كه د ډېر ښه استعداد خاوند هم وي، د لوى هنر په رامنځته كولو كې نه كاميابېږي. د ادب د ډګر بې زړه لوبغاړي د سياليو اصلي بايلونكي دي.
خوشال د جراْت، صداقت او پر ځان باور كولو په مټ د مينې په باره كې تر بل هر كلاسيك استاد نوې او خوږې خبرې وكړې.

ج: اخلاقي فلسفه:
زموږ اكثره كلاسيك استادان، د اخلاقي نظريې په لحاظ د رواقي افكارو پلويان دي. رواقي فكر وايي، چې د دنيا خوندونو ته اهميت مه  وركوه او نفس ته لته وركړه، چې روحي اّزادي تر لاسه كړې؛ مګر خوشال تر ډېره حده دخوند اخيستلو او خوشحاله اوسېدلو پلوي دى. دى دغسې خبرې كوي:
په وخت د ښو ګلونو، په خلوت دننه ناست يې
راووځه ننداره كړه، ناسوتي شېخه بدبخته

دا رنګه اخلاقي نظريې هم دده عشقي شاعري له نورو بېله كړې ده.

د: خاني او شتمني:
رحمان بابا فرمايي:

د دلبرو صدقې لره يې غواړم
هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم

خو خوشال فرمايلي دي:
نوره دنيا نشته چې څه وه راڅخه خلكه
وار په وار مې واړه په دلبرو وښندله

خاني او پولداري د خوشال د مينې پر تجربې اثر لرلى دى. خوشال پخپلو شعرونو كې د مقابل جنس په خپلولو كې د پيسو اهميت ته څو ځايه اشاره كړې ده، مثلاً وايي:
سپينه ږيره نه ده غم ده
ډېره مه كړه لټونه
چې نه زر وي، نه ځواني وي
عاشقي ده دروغجنه
په دا هومره ډېره مينه
يوه نه لرم مَېنه

هـ: د زمانې روح:
ويل شوي دي، چې سلطان يمين الدوله محمود به له خپلو مداحانو غوښتل، چې د اياز د حسن ستاينه وكړي. په هغه زمانه كې له نارينه سره د نارينه مينه بده نه ګڼل كېده. معلومه نه ده، چې دغه ډول مينه به له كله دود وه؛ مګر د غزنوي محمود په دوران كې چې ګڼ ښكلي زلمكي د شتمنو او زورورو غلامان وو او محمودي پوځيان به د جنګي عملياتو په وخت په مياشتو مياشتو له كورونو لرې اوسېدل، بچه بازۍ ته لاره په اسانه پرانستل كېدله؛ خو د بابر شاه د اولاد، چې په هندوستان يې حكومت كاوه او هماغلته دېره وو، ښځو ته توجه وه. د جهانګير او د هغه د زوى شاه جهان د مينې كيسې مشهورې دي.
شاه جهان د خپلې معشوقې له مړينې وروسته د هغې په ياد تاج محل جوړ كړ، د سپينو مرمرو هغه مشهوره ودانۍ، چې يوه انګرېز ليكوال "مرمرينه مرثيه" بللې او رابندرنات ټاګور "د زمان پر بارخو اوښكه" نومولې ده. كه د زمانې روحيه بل ډول واى، نه به محمود خپله مينه ښكاروله او نه شاه جهان. شاه جهان، چې پاچا كېده، خوشال پينځلس كلن زلمكى و، شاه جهان له دېرش_ يو دېرش كاله پاچاهۍ وروسته د خپل زوى اورنګزېب له خوا له تخته كوز شو. اورنګزېب د پلار له بندي كولو او د خپلو ټولو وروڼو له وژلو وروسته د چارو واګې په لاس كې واخيستې. د موْر خانو په نظر هغه يو تكړه جنرال و؛ خو تكړه سياستوال نه و. د هغه سياستونو په هندوستان كې د مسلمانانو د قدرت د زوال لاره اواره كړه. د خوشال خټك په قول د اورنګزېب په وخت كې د بابر د وخت بندونه مات شول.
ده د جزيې پخوانى دود را ژوندى كړ، كله چې په زرګونو هندوانو په ډيلي كې د جزيې پر خلاف لاريون وكاوه، ده ګڼ لاريوني د هاتيانو تر پښو لاندې چخڼي كړل. محتسبان يې وټاكل، قمار، كفر ويل او شراب څښل يې منع وګرځول؛ مګر ترياك يې اّزاد پرېښودل.
(خوشال خټك فرمايي:
دور د اورنګ دى د ريا زاهدان ډېر دي
پټه په لستوڼي د شرابو ډك مينا وړه).

له درباره يې سازيان وشړل. د نوروز د جشن په نمانځلو يې بنديز ولګاوه، امر يې وكاوه، چې فاحشې او نڅاګرې دې يا مېړونه وكړي يا دې له ملكه ووځي. اورنګزېب په 1665 كال كې ګمركي محصول د مسلمانانو لپاره دوه نيم فيصده؛ خو د هندوانو لپاره پينځه فيصده وټاكه، ځينو موْرخانو اورنګزېب يو متعصب سني پاچا بللى دى، چې له خپلو نامسلمانو رعاياوو سره يې توپيري چلند كاوه. اورنګزېب چې د خپل سلطنت د قلمرو د پراخېدو فكر ورسره و، پښتنو ته هم ډېرې ستونزې جوړې كړې او ګڼ شمېر يې ووژل.
د اورنګزېب احكام موږ ته د هغه د پلار او نيكونو د وخت د هند او افغانستان د حالاتو يو تصور راكولاى شي.
خوشال خټك، چې د شاه جهان د سلطنت په وروستي كال پينځه څلوېښت كلن و، تر بل هر شاعر د نوروز ډېره ستاينه كړې ده. دده په اشعارو كې له غير اهل دينو سره د دښمنۍ كولو تمايل نشته. د متعصبو سنيانو د فكر پر خلاف يې د دولس ګونو امامانو ډېره ستاينه كړې ده او د ساز و موسيقۍ لېوال ښكاري، وايي:
د مجلس ښايست په څه دى
په نغمه او په شراب
له شرابو مې توبه ده
زه ماهي يم نغمه اّب

په يوه قصيده كې چې د ځوانۍ د ورځو ذكر كوي، دا هم وايي:
چې به ما ليدل په سترګو هغه ولاړل
مخ يې نه په تصور وينم په خيال
د هغو دلبرو پښې شوې تورې خاورې
چې په پښو يې شرنګېدل راته خلخال
د څړيو به يې ږغ لكه رباب و
په اواز به يې زما و وجد و حال
په ديدن به يې له درده رغېدل وو
جداييه لكه درد وه د اسهال
د ځوانيه په وخت ښه سره جوړېږي
ډېرې جونه يو زلمى سره همسال
په نوبت نوبت مې وليدې دلبرې
يا د تورو وېښتو عشق و يا د خال

دا د هغې زمانې ذكر دى، چې اورنګزېب لا نه و پاچا شوى او احكام يې نه وو صادر كړي. اّيا كه خوشال پنځوس كاله وروسته دنيا ته راغلى واى، بيا به يې هم د مينې د شاعرۍ موضوعات همدا وو؟
(له مهالنۍ ځولۍ نه په مننه)