د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي روغه جوړه: سياست کۀ ضرورت؟

لطف الله مشعل 09.03.2006 01:00
د "ملي روغې جوړې" له اصطلاح سره افغانان ښه اشنادي. افغانانو د خپل لرغوني کلتور او بډایو انساني ارزښتونو په لرلو سره لسګونه پيړۍ وړاندې، د روغې جوړې او له سوله ايزه لارو د شخړو او کړکيچونو د حل منلي او پرمختللي نرخونه او ارزښتونه لرل، چې له برکته يې لوی قامي او سيمه ايز کړکيچونه په سوله ايزه توګه او له اخ-او-ډبه پرته حل شوي٠ دغه درانۀ او انساني ارزښتونه لا تر اوسه په افغانانو کې موجود دي، او همدا دم ګړۍ د هيواد په ګوټ ګوټ کې، د اشخاصو، اقوامو او ډلو ترمينځ زرګونه کړکيچنې معاملې، چې ممکن اوسنۍ قضايي قوه يې د حل له توانه عاجزه وي، د منل شوو افغاني نرخونو، ارزښتونو او مرکچيانو له خوا حل کيږي٠
 
 {د ربړو او ستونزو د حل دغو لرغونو سيمه ايزو حل-چارو ته د خلکو د ميلان دوه غټ دلايل دي : يو دا چې د سيمه ايزو مشرانو (مرکچيانو) په وسيله د کړکيچ حل د قانون د تنفيذ د اوسنيو ادارو "د ټولنې د خدمتګارانو" له زورونې (مالي تاوان او تبعيض) نه د کړکيچ دواړه خواوې ژغوري او بل دا چې د اوسنيو محاکمو د فاضلو قضاتو او ماهرو ذواتو له ( جبري شکرانې او بخشش) نه هم د ځان ژغورنې اقتصادي نسخه مجربه ده}.
 
 خو د سياست په اوسنۍ مکاره نړۍ کې د ملي روغې جوړې د اصطلاح کارول د مرحوم ډاکټر نجيب الله له نوم سره تړل کيږي٠ چې د شپيتمې لمريزې لسيزې په منځينيو کلونو کې يې د هغه وخت د برسر اقتدار شوروي-پلوه کمونست ګوند (د خلکو د ډموکراټيک ګوند) د سياستونو د ناکامۍ نه وروسته د خپل اقتدار د مودې د غزونې او د خپل ګوند او "سور انقلاب" د ماتې او رسوايي د پټونې په موخه ملي روغې جوړې سياست ته مخه کړه٠ څه ناڅه سياسي بنديان يې را خوشې کړل او د هغه وخت په ودان کابل کې يې د روغې جوړې ښه ډولونه و ډمبول٠ کنفرانسونه يې جوړ کړل او اخوا ديخوا يې ښې چيغې نارې سره راجوړې کړې ٠ خو کوم ځای يې ونه نيوه٠ سره ددې چې د مرحوم ډاکټر نجيب سياسي بصيرت او پوخوالي کولای شو دغسې يوه پروسه بريالۍ کړي، خو اوبه له ورخه تېرې وې٠
 
 د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د جهاد او مقاومت په ليکو کې د سلګونه زره ازادي غوښتونکو او کمونست-ضد افغانانو ککرۍ خاورې شوې وې او په مليونونو افغانان لا په پرديو هيوادونو کې مهاجرت او پرديسۍ ته اړ وو. د کمونست رژيم د ځواک اصلي اډانه (شوروي اتحاد) پخپلو اقتصادي ستونځو کې راګير وو او په کابل کې پرچم پلوه مليشې ورځ په ورځ پياوړې کيدې. د مجاهدينو اوه ګونې پاکستان-ميشته او اته ګونې ايران-ميشته جهادي ډلې هم ښې په درز کې مخ په بره روانې وې٠ د هيواد ډير ولايتونه د مجاهدينو د مستقيمو بريدونو لاندې وو، د امريکايي سټنګر توغنديو له برکته، روسي مېګ ٢١ او سو ډوله الوتکو هم نه شو کولاي چې په ډاډه زړۀ په مجاهدينو او بيګناه افغانانو د اورونو بمونه را وغورزوي٠
 
 همدغه فکتورونه ووچې پيښور-ميشت ټولو جهادي ګوندونو په يوه خوله د ډاکټر نجيب ملي روغه جوړه رد کړه٠ د پيښور په نشاط ميل کې د حضرت صاحب مجددي ددفتر تر څنګ په لوي ميدان کې هغه لويه غونډه زما لا تر اوسه په سترګو کې ګرځي راګرځي چې لومړی ځل مو ټول جهادي رهبران په يوه سټيج او يوه خولۀ سره وليدل٠ د جهادي رهبرانو په ډله کې د حکمتيار صيب غږ سختې غړغړې کولې او مرحوم مولوي صاحب خالص خو د خپلې تفنګچې او چرمي کتا رزمې سره (لکه پاچاخان ځدراڼ) نيغ په سټيج ناست وو٠ د حزب اسلامي د ځوانانو د څانګې مشر شهيد طالوت موحد چې د مولانا کشاف صيب سره يې په ګډه سټيج چلولو، د ملي روغې جوړې په ضد دومره په زوره زوره چيغې وهلې چې که د استاد رباني د نرمې او نازکې وينا وقفه پکې نه وي راغلې ، لاوډ سپيکر ته د نږدې ناستو کسانو غوږونه يې کاڼۀ کړي وو٠ همدا لاملونه وو چې د نجيب ملي روغه جوړه ناکامه شوه او ګرد سره افغانانو ښه په زغرده رد کړه٠ خو، د ډاکټر نجيب مرحوم د ملي روغې جوړې ناکامه او ډېره ناوخته هڅه د ملي روغې جوړې د کلتور د هميشنۍ ناکامۍ په معني هيڅکله نه شي افاده کيداي٠
 
 لکه څنګه چې ما وړاندې يادونه وکړه، روغه جوړه، هغه که په ملي سطحه وي يا محلي او يا کليوالي سطحه، د افغانانو د دودونو او بډايه ملي ارزښتونو يوه تلپاته او خورا ارزښتمنه برخه ده او وي به٠
 
 زمونږ هيواد او ځورېدلی افغان اولس نن سبا د روانې دېرش کلنې غميزې په يوۀ حساس او تاريخي درشل کې قرار لري٠ د اوسني سياسي بهير هره شيبه او د دولت او افغاني دولت ضد ډلو ټپلو هر اقدام د هيواد او خلکو له سرنوشت او راتلونکي سره نېغ په نېغه کلک تړاو لري٠ په دې خو به ټول افغانان يوه خوله وي، چې که دا اوسنی چانس هم له لاسه لاړ، نو ډير امکان شته چې د افغانستان له بحران نه يو تلپاته ناسور جوړ شي چې بيا به يې نه سياست پوهان د رغولو په چل پوهيږي او نه سياسي مداريان، طلبه کرام خو هسې هم د سياسي چارو مبتدي طالب العلمان دي، هغوي به يې بيا څه حل را پيدا کړي٠ اوس خو هغه د قرون وسطی وخت نه دي چې د مفيد الطالبين په روايتي کيسو او يا د رحمان بابا (رح) او حافظ شيرازي د شعرونو په فالونو هيوادونه جوړ او چارې يې منظمې شي٠
 
 د اسيا د لوی سياستپوه او عالم ډاکټر اشرف غني احمدزي د خولې خبره ده چې "امنيت په زور او جبر ټينګيدای شي خو ثبات او تلپاته کراري د زور او جبر له لارې نشي ټينګيدای". د ډاکټرغني د همدې وينا په مصداق به افغاني امنيتي ځواکونه او د بين المللي ايتلاف ښه مسلح وسله وال و کولای شي چې د بي ٥٢ ډوله الوتکو او غالۍ ډوله بمونو په زور څه نا څه نسبي امنيت ټينګ کړي خو تلپا تې سوله او ثبات به ډېره مشکله وي چې قايم کړای شي٠ د هيواد د امنيتي ارګانونود رهبرۍ په ليکو کې د خدمت کولو او د تروريزم پر ضد د جګړې د لومړۍ کرښې د خبريال په توګه زما تجربې هم دا ثابته کړې ده چې افغانان بيا په تېره دجنوبي او ختيځو سيمو اوسيدونکي، د زور او جبر له لارې کرارول نا شونې ده٠ يواځينی شی چې دوی کرارولی شي نرمه ژبه، د پخلاينې هڅه او ددوی ارزښتونو ته په درنه کتل دي او بس٠ دا هسې نظرياتې او مفکوروي خبره نه ده بلکه دا پر عملي تجربې ولاړ يو رښتوني حقيقت دي چې ترې انکار کول، په دوه ګوتو د لمر پټول دي٠ مونږ په کابل کې په غټو سترګو ليدل چې د موقتې دورې په اوايلو کې يو افغان د لونګۍ او څپليو سره کابل ته نۀ شو راتلی او که را به غلو نو به د طالب او القاعده په ټس کې د امنيت ملي په کوم رياست کې ميلمه وو٠ هغه غريب به چې خلاص شو نو به د انتقام او غچ اخيستو په نيت غرو رغو کې په طالبانو پسې ګرځېد چې ورسره ملګری شي او له دولت نه خپل انتقام واخلي، ځکه په دې خو ټول ښه پوهيږي چې يو پښتون چې بيګناه وځورول شي، وطن پرېدي خو پور او پيغور نه پرېدي٠ او د پورونو او پيغورونو همدا لړۍ وه چې د تښتېدلو او مات شوو طالبانو ليکې بيا تازه شوې او دادی وينو يې چې لګيا دي د سولې او کرارۍ په لاره کې لکه د خنډ هسې ولاړ دي او نه پرېږدي چې هيواد کې کراري او سوله راشي٠
 
 اوس چې دملي روغې جوړې کميسون جوړ شوي او له نيکه مرغه د هيواد يو غير متنازعه دروند روحاني او جهادي شخصيت جناب حضرت صاحب مجددي يې د مشر په توګه خدمت ته ملا تړلې ده، د ډېرو افغانانو په زړونو کې د اميد او هيلو زړي را ټوکيدلي٠ د دغه کميسيون هڅې بايد پراخې شي، د هغو سيمو او ولايتونوڅخه چې هلته د ترورستانو هڅې روانې دي بايد قومي مشران او جيد علما کرام په دې کميسون کې شامل کړای شي تر څو د افغانستان د کړکيچ لپاره د حل يوه معقوله، مروجه او عنعنوي لار پيدا شي٠
 
 په افغانستان کې د بين المللي ايتلاف د قواوو شتون يو لوی غنيمت دی، خو په دې مانا نۀ چې هغوی به ددې توان ولري چې زمونږه کورنۍ تربګنۍ به را حل کاندي٠ د باغي جنګسالارانو د خپلمنځي جګړو د مخنيوي، د بهرنيو ترورستانو، القاعده او پنجابي طالبانو د مقابلې لپاره دغه بين المللي ځواکونه بهترينه وسيله ده چې هم به د امنيت په تامين او د بهرنيو خصوصا ګاونډيو هيوادونو(چې اوس خو اټومي قدرتونه دي او مقابله يې زمونږ د اردو له توانه بهر ده) د لاس وهنې د مخنيوي په برخه کې مرسته کوي او هم به د ولايتي بيا رغونې ټيمونو PRTs له لارې د بيا رغونې په پروژو کې مالي او تخنيکي برخه اخلي٠ که ايتلافي ځواکونه د افغانانو د مرستې او همکارۍ هيله لري نو ده نړيوال ځواکونه بايد د افغانانو د ارزښتونو او مذهبي مقدساتو او ملي نواميسو سخت خيال وساتي، د کورونو بيځايه تلاشي، د بيګناه وګړو ځورولو او د ړندو سترګو له بمباريو دې ځانونه وژغوري٠
 
 زمونږ خپلمنځي ستونزې: لکه د افغاني ناراضه طالبانو پخلا کول د حزب اسلامي د ناراضه غړو پخلا کول او د هيواد په جنوب او ختيځ کې د ځورول شوو بيګناه وطنوالو دلاسايي او پخلاينه او له سوله ايز بهير سره د هغوي يو ځاي کول يواځې دغه ډول ملي او بېطرفه کميسيون کولاي شي تامين کړي او بس٠ نو ځکه په ډاډ ويلاي شو چې د هيواد اوسني حساس او نازک شرايط په پام کې نيولو سره دې حتمې نتيجې ته رسيږو چې اوسمهال د ملي روغې جوړې هڅې يو سياست نه بلکه يو اشد ضرورت دي٠
 
 دغه ضرورت ته بايد هم د دولت مشرتابه او هم ملي او ملتپاله کړي سخته توجه وکړي، دغه کميسون تقويه کړي او پرې نږدې چې د تيارو او نهيليو په دې تور تم کې د امېدونو او رڼا دغه ايکې يواځنۍ کړکۍ هم بنده شي٠