د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له بن نه تر لندنه (( دوهمه برخه ))

حبيب الله غمخور 17.02.2006 02:00
د طالبانو د رژيم له نسکوريدوراپدې خوا په افغانستان کې په ميلياردونو ډالر لګيدلي دي .افغان دولت وايي د 2005 زکال د نومبر تر پايه پورې د دغو پيسو دقيقه شميره 8,4 ميليارده ډالره ده. په بله ژبه د ښاغلي کرزي له واکمنۍ وروسته هر کال افغانستان ته تر دوو ميلياردو ډالرو ډيرې پيسې راغلي دي . که څه هم د چارواکو په وينا ډير څه له صفره پيل شوي خو ولس بيا وايي دولتي اداري فساد او د پيسو ناسمې لګونې ددې لامل گرځيدلۍ هغه څه چې بايد شوي وای ونشول . د ولسمشر د دفتر ريس جاويد لودين هم دا مني دبي بې شي راډيو سره په مرکه کې هغه وايي ((په تيرو څلورو کلونو کې د فساد ، ټوپکسالارۍ او په ځينو نورو برخو کې ډير څه نه دي شوي خو هڅه روانه ده. )) دولتي چارواکي تل دا وايي چې ددوي سره دوعدو شوو پيسو نږدي 78په سلو کې چې 6,8 ميليارده ډالره کيږي نادولتي مرستندويو ټولنو او د ملګرو ملتونو په څير نړيوالو ادارو په افغانستان کې لګولي دي . که څه هم د دغو نادولتي مرستندويو ټولنو پر کار خورا ډيرې نيوکې له ډير پخوا رواني وې . خو نړيوالو له پيل نه په دولت کې کاري ظرفيت ته ګوته نيوله او داسې ويره يې ښووله چې هسې نه دغه پيسې پر ځای ونه لګيږي ، او شخصې جيبو ته ولاړې شې چې متاسفانه تر ډير داکار په يوه او بله بڼه وشو .
 اوس دکلاوې سر ورک دی ، دولت انجوگانې او انجوگاني بيا دولت او دامنيت نه شتوالی ملامتوي ،مگر افغانان دسرته رسېدلو چارو پر اساس قضاوت کوې ،اودغو ټکو ته گوته نيسې کوم چې دنړيوالودمالي ،مادې او پوځي مرستو په بدل کې دهغه پلي کول له انتقالي ،عبوري او اوسنۍ ادارې څخه هيله درلوده . دلندن دکنفرانس په درشل کې او تر هغه راوروسته يو شمير جگپوړي چارواکي په زيات خوشحالۍ دخپلو برياوو يادونه کوي ،مگر افغان ولس ددوي ددغوبرياويادونه دنړيوالو او افغانانو په سترگو کې خاوري اچول بولې . ددې ليکني په لومړۍ برخه کې مې په ځينو برخو کې دناخوالو په هکله يادونه وکړه ،اوس غواړم ددغو گوتنيونو لړۍ يو څه نوره هم پراخه کړم .
 دښونې او روزنې ،عالې تحصيلاتو ،رغتيايي خداماتو ،مخابراتو ،کليو دپراختيا په برخو کې مې ځغلنده نظر وړاندې کړ ،په تفصيل يې ځکه دليکلو څخه ډډه کوم هغه متل دی وايي : (( چيزيکه عيان است چې حاجت به بيان است )) فکر کوم هر افغان پدې ښه پوهيږې چې ددولتي چارواکو لخوا پدغه څه دپاسه څلورو کلو کې دپورته ياد شوو پيسو په مصرف دهيواد د اقتصادي بيا رغاوني په برخه کې څه وشوه ؟
 1 / له طبعي ذخايرو څخه لکه معدنونه او کانونه جنگسالارو او محلې قوماندانانو تر دولت زياته گټه اخيستې ده ،زه دانه وايم چې نوې معدنونه ولې ندې کشف شوي اويا نوي جيالوجيکې سروې گانې دې تر سره شوې واي ،هغه څه چې له پاچا نه تر بزگره هر چاته معلوم وه نه يواځې داچې ونه ساتل شوه بلکه هر ورځ دا ملي شتمنې دهغو لخوا چې په يوه او بل نامه يې ددې ولس په ښارگو کې خپل کرغيړن غاښونه ښخ کړې چور او تالاکيږې ،دبيلگې په توگه هره ورځ په سلهاو ټنه دډبروسکاره په غير فني توگه استخراجيږې او توربازار ته دافرادو لخوا وړاندې کيږې ،گاذ او اومه تيل هم په همدغه ډول له مځکې راايستل کيږې او پر خپل سر پلورل کيږې ،داچې معدني قيمتي ډبرې هره ورځ له پنجشير نه نيولې بياتر بدخشان ،سمنگان ،لوگر ،فارياب ،پروان او دهيواد په نورو سيمو کې دچپاولگرو لخوادپاکستان په بازاروکښې ليلاميږې هر څوک پرې خبر دی، ولي دولتي چارواکي په يوه او بله بهانه ځانونه تيروې او ځانته دنجات لار لټوې .
 2/ دپکتيا پکتيکا خوست دننگرهار دمربوطاتو ،کنړ او نورستان ځنگلونه دمحلې قوماندانانو لخوا ورېبل شوه او لرگې ېې په پاکستان دا زموږ تاريخي دښمن هيواد کې پلورل کيږي ،دهيوادشمال غربې سيمو کې د پيستو ځنگلونه وريبل شوه ،زه هغه وخت نه يادوم کوم چې دښاغلې استاد ربانې دټولواکۍ په دوران کې دپاکستان په هڅونه ددغه تنظيم مربوطو قوماندانانو لخوا دپيستو ددرختو ريښې پاکستان ته يووړل شوې . دلوستونکو دزياتو معلوماتو لپاره بايد عرض کړم ،پاکستان خو زموږ دهيواد ويرانۍ ته مزبوطه ملاتړې وه او ده ، په هغه وخت کې چې ښاغلۍ استاد رباني داقتدار پر گدۍ ناستود پاکستان دولت داستخباراتوپوسيله په ظاهر دتجارانو په بڼه دافغانانو په منځ کې تبليغ شروع کړ چې دپيستې ددرختو ريښې رانيسو او زيات ارزښت لري ځکه نو دغو ښاغلو قوماندان صاحبانو دتراکتورونو په وسيله تر کومه ځايه چې يې توان و دپيستې درختې چپه او ريښې يې پاکستان ته يووړې او پر هغوی يې وپلورلې . زموږ داوبولگولو سيستم لکه څنگه چې خراب او ويجاړوو پر هغه حال پاته دی ،يو وړوکۍ بند هم ندی جوړ شوۍ ،او نه کومه ټوټه مځکه تر اوبو لاندې شوې ده . هغه بندونه چې پخوا جوړشوې وه دخپل سرنويشت انتظار باسې . همدا اوس په زرهاوو جريبه دولتې مځکه شته ددې پر ځای چې بې مځکوخلکو ته ووېشل شې دقوماندانانو او محلې زورواکانو لخوا کرل کيږي او حاصيلات يې دهغوي گداموته ليږل کيږي .
 4 / پدغو پنځو کلو کې ټولنيزي مرستې ،د ښارواوسېدونکوته دحد اقل پاکو اوبو رسول ، دبيوزلو لاس نيوۍ ،دجگړې دمعلولينو او شهيدانو ديتيمانو او کونډوسره مرسته اويا هغوی ته دکار او نورمال ژوند امکانات برابرول ،دښځو او ماشومانو پر حقوقو بربنډ تيرۍ ،ماشومې انجونې په زور واده کول ،دفقر او غريبۍ پر ضد مبارزه ،په دولتي اداروکښي درشوت درواج ،ملي شتمنيو باندې خيټه اچول ،په ولاياتو او ولسواليو کې وبې وسلو خلکو سره ډول ډول ظلمونو دقومې ژبنې او مذهبي اختلاف اچونکو پر ضد وړ او پر ځای اقدامات او داسې نورې په سلهاوو ددولتي ادارو ملي او وطنې دندي چې بايد تر سره شوي واي متاسفانه تر سره نشوې . دټولو افغانانو دمکررو غوښتنو سره دمرکزي احصايې اداره ونشوه توانيدلاي چې سرشميرنه تر سره کړې او دهيواد دنفوسو شمير معلوم کړي ددې کار لپاره ناسنجول شوي گامونه پورته شول بيځايه پيسي ولگېدې ولي گټه يې معلومه نشول ،که بل هر وخت دولت غواړي سر شميرنه وکړي هر څه له سره بايد شروع شي ،پدې هم هر څوک پوهيږي چې بيله سر شميرنې څخه نه دهيواد داقتصادې پر مختگ لپاره دقيق پلان سنجول کيداي شي او نه دبهرنيو هيوادو مرستي عادلانه ويشل کيداي شي اونه هم دغه ستونځې چې په هيوادکښي دقومونو او ژبو په اړوندراپيداشويدي حل کيداي شي ،ددغو بيځايه او بې فايدې پيسو دلگوونکو نه هيچا پوښتنه ونکړه .دپارلمان دکار تر شروع څو ورځي مخکښي يوه مسخره حساب ورکونه چې هر چارواکۍ بايد خلکو ته حساب ورکړې دراډيو او تلوېزيون له لاري پيل شو ،پدغه کار سره ممکن دولسمشر هدف داو چې خپلو وزيرانو ته نجات ورکړې ،څرنگه چې داحساب ورکول په حقيقت کې دژورنالست سره د20دقيقو لپاره د مرکو بڼه درلوده ځکه دټول ولس دخندا وړ وگرځېده .
 5 / دسوداگرۍ سيستم پدغو پنځوکالو کې داسې يو ځانگړۍ نظم جوړ کړې چې له يوي خواددولت په حساب گټه تر لاسه شې او له بلې خوا دبهرنيو هيوادو دتوليداتو په مقابل کې دخپل هيواد دمحصولاتو څخه ملاتړ وشې . دافغانستان دصنعتي محصولاتو چې ډير يې لاسې دې او زراعتي حاصيلاتو لپاره چې تازه ميوي دي تر اوسه يې په بهر کې دخرڅلاو بازار پيدانشو کړاي ، پدې هکله باغوانانو او بزگرانو زيات شکايتونه وکړ مگر چا کوم وړ اقدام ونکړ ؛دا سوال پر ځای پيداکيږې چې پدغه حالت کې څنگه کيداي شې دبزگرانونه توقع وشي چې هغه دې کوکنار نه کرې ؟؟؟
 دازادبازار تر نامه لاندي هر افغان چې په هيواد کې پانگه اچونه کوې اوغواړي يو شۍ توليد کړې په مقابل کې ددولتې چارواکو په مرسته دبډو دتر لاسه کولو په بدل کې ورته(يوډول) توکې له بهر نه را واريدېږې او په ټيټ قيمت بازار ته عرضه کيږي ،طبعي خبره ده چې په لومړي گام کې په افغانستان کې توليد شوۍ توکۍ نشي کولاي له بهرنی يو توکو سره سيالي وکړې ،په هيرات کې دبوټواو بخارديگونو د جوړولو دوړوکو فابريکو دخاوندانو چيغې تر اسمانه پورته شوې خو دچارواکو غوږوته ونه رسېدې ،او نه هم دبهرنيو توليداتوپه مقابل کې هغوی حمايه شول . دهيوادپه لويو ښارو کې نجاران،خياطان،حلبې سازان ،ميسگران ،بوټ سازان اونور کسبه کاران ددولت دپرانيستو دروازو قربانيان شول .پداسي حال کې چې دولت مکلفيت لري ملي پانگوال وهڅوي تر څو دلويو او وړو فابريکو په واريدولو سره دملي دوليداتو په څنگ کې خصوصې توليدات پياوړي کړې ،ملي سوداگر ،او پانگوال دبهرنيو پانگوالو او سوداگرو په مقابل کې حمايه کړې دولتي تبليغاتي وسايل دملي او افغاني خصوصي توليداتو لپاره تبليغ وکړي ،له پورته نه تر کښته افغانان وهڅول شې دملي توليداتو له محصولاتو نه استفاده وکړې . دهندوستان تر خپلواکۍ وروسته بيا تر نن پورې دبهرنيو توکو په مقابل کې دهندوستان دحکومت لخوا په هندوستان کې دتوليدشوو توکو داستعمال او له هغو څخه دحمايي دسياست له تجريبو څخه کيداي شې افغاني چارواکې هم دملي صنايعو دانکشاف او حمايي په خاطر استفاده وکړې . له هغه وخته چې دغاليو او کمبلو داوبدلو کاروبار شروع شويدۍ په سيمه کې افغانستان لومړې ځای درلود،دهزارجات او نوروسيمو کمبلې او دهيواددشمالي ولاياتو غالۍ او دقره قل دپوستکو څخه جوړسوې توکې ، په غزنې اوکابل کې جوړ شوې پوستينان او پو ستينچې ،دهرات وريښمين دستمالونه اونور دټولي نړۍ په بازاروکښي دلوړ ارزښت لرونکې دې . که څوکلن جنگ افغانان دخپل ټاټوبي پريښودلو ته مجبور کړه او داانسانې سرشاره استعدادونه هم مهاجر شول ،هغوی مجبور شوه هلته دخپلې کورنۍ داقتصادې ستونځو دحل په منظور دبل چانوکران شي او بل چاته کار وکړې ، له بده مرغه دافغان په کور کې دبل شوې اور له برکته پاکستان او ايران ډير څه تر لاسه کړه ،چې له برکته يې پاکستان اتمې قدرت شو او ايران اوس دامريکا په گډون هر هغه چاته چې ايران ته کاږه وگورې غاښ چيچې اوغواړي دډغرووهلو ډگر ته ور ودانگې ،دغالۍ ابدونکوافغانانودخولې تويولو په برکت هر ه مياشت دپيښورپه مربوطاتوکښي داټک ښارگوټې نه چې د50 نه تر 60 دغالۍ اوبدلو فابريکې فعاليت کوي تر 12000متره مربع غالۍ داروپا بازاروته دپاکستاني غاليو په نامه ليږې ؛ دا بايد هر چاته څرگنده وې چې دپاکستان په تاريخ کې هلته لاسې غالۍ ندې اوبدل شوې . دسوداگرۍ ،کانواو صنايع وزارت ددې پر ځای چې تر هر څه دمخه يې بايد له پاکستان او ايران څخه دخاصو او ځانگړو امتيازاتوپه ورکولو سره داطلايي لاسونه او له استعداده ډک مغذونه وطن ته راستانه کړې واي هغوی تر اوسه هلته دتوهين او غربت په حالت کې شپې اوورځې تيروې ؛ که له چارواکو پوښتنه وشې چې ولې دوی تر اوسه هلته پراته دې ډير ساده او دخندا وړځواب وايي موږ ورته ويلې چې اوس په وطن کې خيريت دی کولاي شي دوباره وطن ته راشۍ . مگر په حقيقت کې دا ټول درواغ او دخلکو غولول دې نه په وطن کې خيريت دی اونه هم دوی دومره مالې امکانات لري چې کډه راپه شاکړې اودلته راشي ،که راشې چيري او کوم ځای ته ولاړ شي ،چيرې واوسيږې او څه وخورې ،دولت ددغو خلکو لپاره چې ملي سرمايه ده کوم ځانگړۍ پلان لري ؟ او څه ډول مرستې له دوی سره کيږې ؟ . متاسفانه دچارواکو دايوه خبره زده ده وطن ته راشۍ خيريت دی .
 دلته مې هغه څه موده پخوا د2005زکال دجنوري دمياشتي په 28 نيټه په هالنډ کې د((افغاني کډوال دراتلونکي په لور)) په کنفرانس کې چې زه هم هلته بلل شوۍ وم دهالنډ دپارلمان ديوې وکلې ميرمن فراه کريمي دوينا يوه جمله راپياد شول هغي وويل : (( زه افغانستان ته تللې وم هلته مې ښاغلۍ کرزۍ له نږدې وليد دارگ څلورخواوي مې هم وليدې .... بايد ووايم کله چې ښاغلۍ کرزۍ نشي کولاي دځان امنيت وساتې څنگه کيداي شي دهغو امنيت دي وساتي کوم چې دوباره يې وطن ته غواړې . . . )) . پداډول شرايطوکې دهغوکسانو په اړوند چې وطن ته راگرځېدل يې په شکل داشکالو دهيواد په گټه دی دولتي چارواکي ځانگړي امکانات او دژوند دښوشرايط په برابرولو ملي مکلفيت لري .
 6 / مالي سيستم په ويجاړ حالت کې قرار لرې هره ورځ دپه سلهاوو زرو ډالروپه خرڅلاو د اسعارو په مقابل کې دافغانۍ ارزښت په مصنوعي بڼه ساتل کيږې ، ددې لپاره چې افغانۍ له دغه بهران څخه خلاصه شې اساسي چاره يې هيڅوک نکوې . ماليات خو اول شته نه اوکه چېرې دصادراتو او واريداتو څخه دکوم ناخبره سوداگر او يا هغه چا څخه چې مال پر بله لار نشي وړاي او راوړاي کومه اندازه ماليات تر لاسه کيږي .لومړۍ خو اندازه يې دددولتي کارمندانو لخوا دبډو اخيستلو په مقابل کې کميږې اوبله لاداچې دفدرالې سيستم داصولو په اساس دولايت چارواکې خپله برخه ځينې جلاکوې او پاته يې که زړه وغوښتل مرکز ته راليږي اوکه نه بيا نو دعوي وې . ددولتي مالي لگښت مرکزې سيستم اوپر هغه کنترول شکلې بڼه لرې ، دا لامل دی چې پدغو پنځو کالو کې دولت ونشوتوانيدلاي چې حتا دملکې مامورينو معاش ددولتي عايداتو څخه ورکړې . ډير څيړونکې پدې فکر دي چې دمالياتو ټولول او له فساد سره جدي مبارزه به افغان چارواکو ته د استدلال لپاره هغه منطق ورکړي چې د نړيوالو مرستو لا ډيره برخه پرې خپله کړي . 7 / جالبه داده يو شمير کسان چې دغوښن واک څښتنان دې کولاي شې له دولت نه مځګي رانيسي او يايي غصب کړې،هلته کورونه جوړ وي او په ښه گټه يې خرڅوې ،رښتياخو داده چې دهمدې لاري ځانگړې خلک ميليارډران شول ،ولې ددولت په چوکاټ کې دښار او کورجوړولو محترم وزارت او يا دکليو دپراختيا وزارت بياددې په عوض چې داکارونه تر سره کړې او له دغې لاري دولتي بودجې ته گټه ورسوې ، هغه دښونځۍ تعمير چې دښوونې او روزنې وزارت ورته ضرورت لرې او هغه بايد ددولتي کمپنې او يا شخصي کمپنۍ پواسطه جوړ کړې ،هره ورځ يې دجوړيدو راپورونه ورکوې . که په کابل کې دځينو کسانو لخوالوړ منزله مارکيټونه ،هوټلونه اوبلډنگونه جوړيداي شي ،د دولت اړونده اداري ولې داکار نشې کولاي ؟ ددې پر ځای چې دولت بايد عايداتې منابع ولري اودکار زيات ځايونه پيدا کړئ پدې ورستيو کې غواړې هغه کوچنۍ فابريکې چې پخوا ددولت لخوا جوړي شوې وې پدې نامه چې دولت نشي کولاي هغه پر پښو ودروې او کارونه يې سمبال کړې غواړې پر اشخاصو خرڅې کړې ،ددغه ناشنجول شوي کړنې پايله به په دغو شرکتونو کې د رپورټونوله مخي 25000 کسان کار نکوله جملې څخه به ډير کسان کار له لاسه ورکړي ،خو د ماليې وزارت وايي د دغو بې روزګارو کسانو لپاره پلان لري او هيله کوي چې ځينو ته يې تر دوو کالو پورې بشپړ معاش ورکړي او په عين حال کې يې وروزي چې نوی مسلک زده کړي . درنو لوستونکو دا کاملا له بهرنيو سرمايداري هيوادو څخه رانقل شوې هغه طريقه ده چې سرمايداران دخپلو گټو لپاره يا فابريکه تړې او يا يې بل هيواد ته چې هلته يې ډيره گټه وې ليږدوې بيانو دولت مجبور دی چې هغوی دبلې ريشتې يا مسلک وزده کولو ته وهڅوې . دا دسرمايدارې ټولنې دورستيو مراحلو تجربه په هغه هيواد کې چې داقتصادې پر مختگ دفيډالې او ماقبل فيوډالې مناسباتو سره لاساوگريوان وي په کوم دليل کيداي شي عادلانه اوپر ځای وي؟ زه دخصوصي پانگې اچونې مخالف نه يم ولې زموږ دهيواد په دغو ستونځمنو شرايطو کې دامريکا او ياکوم اروپايي هيواد دسرمايه گذاريو اکټونه موږ نور هم له خاورو سره خاورې کوې ،اوپدغه شکل دهيواد اقتصادې پر مختگ ناشونۍ کارد ۍ .
 دحيرانتيا وړ خبره خولاداده چې پدغه پنځو کلونوکې له ولسمشره تر وزيره يوه هم پخپلو خبروکښي دصنعتي پرمختگ اوکرهڼيزو چارو دميکانيزه کولو يوه کليمه پر خوله نده راوړې . ايا داددې معني نلري چې دا اوسنۍ چارواکې په اوبو کې لوټه ايږدې او پر تيريږي ؟ همدا دليل دی چې دملي کدرونو روزلوته هيڅ ډول پاملرنه نه کيږې ،اونه هم يوه فابريکه جوړه شوېده . ډيره جالبه ده پدې شپو او ورځو کې يوه انجو دعربې هيوادو لپاره دلته ځوان کارپوهان او يا کسبگر لټوې چې هرو مرو به هلته د خټکاريوپه دنده گمارل کيږي ،ځکه عرب افغان انجېنېر او دلوړ تحصيلاتو خاوند ته بل کار نه ورکوې . زموږ دولتي اړونده وزارت په زياته خوښي هر ورځ دامسله ريکلاموې ،اوداسي دليل راوړي چې دوې هلته ولاړ شي مزدوري وکړي پيسې به خپلو کوروته راليږې دابه يوه لويه مرسته وي .مگر ددغو ښاغلو څخه که پوښتنه وشې په نړۍ کې داسې يو هيواد درته معلوم دی چې دمزدورۍ په پيسودې پرمختگ کړۍ وې په يقين چوپ به پاته شي . بهر ته دکارگرانو ليږل هغه وخت مؤجه او پرځاي دې چې زموږ په هيواد کې دکاردځاي دپيداکولو هيڅ امکانات نه وې . دوی له يوې خوا وايي هر څه جنگ وران کړې دې موږ يې له صفره شروع کوو اوله بلي خوا ځوانان دکار لپاره بهر عربي ملکونوته دشيخانو داستثمار لپاره لېږې . څنگه له دغه څرگند حقيقت څخه سترگې پټوې چې تر ((60)) زره زيات پاکستاني ،ايراني ، ترکې ،اوهندي کارگران په افغانستان کې کارکوي ددغو هيوادو کمپنۍ نه يواځې داچي په ټول هيواد کې يې تعميراتې کارونه پخپل لاس کې نيولي اوچارواکوته دبډي په ورکولو بل څوک دقراردادحق نلري او له ځانوسره خپل وزگار کاگران هم راولې ،چې زيات شميريې دکار په بغل کې په ورانکاريو او استخباراتي چوپړ هم مشغول دې ؛ ولې متاسفانه چارواکي دبيکارانو دشمير دکمښت په نامه ځوانان بهر ليږې .دا چارواکې وايي دوی يعني پاکستاني ،ايراني ، تر کې او هندې کارگران ماهران دې . داډير دشرم خبره ده ،مهربانې وکړۍ تاسو هم ماهران دعربې شيخانو لپاره نه بلکي خپل هيواد ته وروزۍ اودلته يې په کار وگمارۍ . داددې بيلگه ده چې دوی نه غواړې داوطن ابادشي دلته زراعت پر مخ ولاړ شي لويي او وړې فابريکې جوړي شي ،دمځکې نس وسپړل شي کانونه او معدنونه يې دهيواد دپرمختگ لپاره پکار واچول شې . همدا ددوې ددغو ماحرانه تلاښو پايله ده چې په هيوادکې سوله نه راځې . په لنډه توگه ويلاي شم په هغو برخو کې چې بايد ډير ژر عملې کارونه تر سره شوې واي او خلکو يې ثمر لمس کړئ واي متاسفانه هيڅ کوم گټور کار تر سره نشو . د(( ډاياگ)) پروگرام له نن څخه پنځه مېاشتې وړاندې پېل شو او موخه ېې د ډي ډي آر يا بې وسلى کولو او ملکي کولو دلړئ دوام دی چې له مخې ېې دچارواکو په وينا(( 63000 )) وسله وال کسان بې وسلې شوې او ملکې ژوند يې پيل کړيدۍ . دلندن په کنفرانس کې ترېکړه وشوه چې د(( ډاياگ ))پروگرام بايد په دوکالو کې پلۍ شی او ټول وسله وال گروپونه چې تر اوسه يې په هيواد کې شمير تر ((2000)) اوړې بې وسلې کړه شي ، ددې کار لپاره يو ځل بيا په ميليونو ډالره په پام کې نيول شوې دې .سوال دادۍ چې څنگه کيداي شې فکر وشي چې دا وسله والې ډلې پخپله خوښه وسله دولت ته تسليم کړې اوددغو بې شمارو گټوڅخه چې دهيروينو له قاچاق نه نيولې دکوکنارو کښت ،په سيمه کې هر څه دوسلې په زور تر لاسه کول ،لوټول ،دچور اوچپاول څخه دې لاس واخلې ، تر څودولت قوې امنيتي ځواک ونلرې داکار ناشونۍ معلوميږې ؟ په پنځو کلو کې نه ملې پوځ جوړ شو او نه د ملې پوليسوليکي غښتلې شوې ،دنړيوالو دميليونو ډالرومرستو او روزنيزو کارو سره سره دچارواکو په وينا ايله دملي اردو او پوليسو نيمايي شميرپوره شوېده . لندن دپرېکړې په اساس دافگانستان حکومت ته دنده ورپغاړه شوېده چې دڅلورو کلو په اوږدوکښي (( 70)) زره کسيزملي اردو او ملي پوليسو دليکوټاکل شوي اندازه تکميله کړې ؛ دا پداسې نازکو امنيتي شرايطو کې چې هر ورځ دهيواد امنيتي حالت خرابيږي او په اطرافو کې ددولت واک کمزورۍ کيږې ،ترهگري ،ځانمرگې بريدونه ،دخلکو اودولت تر منځ واټن دهرې ورځي په تيرېدو سره مخ پر زياتېدو دی .دتيروڅلوروکلو دتجريبو څخه څرگنديږې چې ددغو دواړو پراگرامو پلې کول به يوه اندازه ستونځمن او ناشونۍ وې . دولتي چارواکې بايد دادرک کړې اوومنې چې امنيتي ناروغې کيداي شي په اقتصادي جوړوني سره تداوې شي .
 دلندن کنفرانس دروان کال دجنوري دمياشتي په 31 نيټه ددو ورځو لپار د(( 60 )) هيوادو دجگپوړو چارواکو په گډون جوړ شو ،په رښتيا سره دالومړۍ ځل دی چې ددوهمې نړيوالې جگړي وروسته ديوهيواد دستونځو دحل لپاره دنړۍ مختلف هيوادونه چې مختلفې گټي او اهداف لرې سره يوځاي کيږې اوديوه هيواد دبياجوړونې په اړونده گډه پريکړه کوې .اوس له افغانانو سره داډار دی چې داپه چور او چپاول کې ماهر دولتي اپارات ، چې له افغانانو څخه نيولې بهرنيان هم غولولاي شي که بيادا امکان تر لاسه کړې اوتر دغو پيسو يې لاس ورسيږي دتيرو څلورو کلو په شکل به داځل هم هرڅه حيف او ميل شې ،او ددې کار پايله به هرومرو له افغانستان څخه دنړيوالو مخ اړونه وي ؛ افغانان به يو ځل بيا تنهاپرېږدي ، يو شميردولتي چارواکې خو بيله هغه هم له بهرنه راغلې وه که يې خوښه نشول او يا حالت خراب شو دوباره به هلته ولاړ شي له کومه ځايه چې راغلې وه ،ځکه حقيقت خو دادۍ چې يوه هم تر شا پلونه ندې نړولې ددوباره تگ لپاره يې په زيات مهارت دفرار لار ځانته پرانيستې پرې ايښېده . البته دداسي لو يې غونډي دجوړيدو دليل يې ممکن داوې چې نړيوال دافغانستان په جيوپوليتيک ارزښت پوهېدلې دې ،که داځل بيا افغانستان هير شي چې دداشان هيرېدو نښي نښانې دامريکا دمتحده ايالاتو په پوځې پاليسۍ کې ليدل کيږې ،اوياله نظره وغور ځول شې افغانستان به دافراطي بنسټپالو تروريستې سازمانو ،دکوکنارو دکښت او هيروئنو دتوليد او سوداگرۍپه نړيوال مرکز بدل شې . اروپا بايد پدې پوهيدلي وې چې په دافغانستان کې دامنيت راوستل او هلته دبياجوړونې او اقتصادې پر مختگ لپاره مرسته ،ددموکراسۍ دپلې کولو لپاره لاره خلاصول ، په حقيقت کې دنړۍ دامنيت ،اوپه دغو هيوادو کې داوسنيو مذهبي اونژادې کړکيچ دله منځه وړولپاره پر ځای او گټوره پانگه اچونه ده . که څه هم تر اوسه نه دکوکنارو کښت کم شو او نه هم دافغان بزگر لپاره چې له همدې لارې فاميل ته ډوډۍ پيداکوي دکښت بل کوم غښتلۍ بديل پيداشوئ دی دابايد په ياد ولرو چې تر ((300 0000)) زيات افغان بزگر او کښته گر له دغې لار ي عايد تر لاسه کوې . دا هم دمنلو وړ نده چې په افغانستان کې دنړۍ(( 90 )) په سلو کې هيروئن توليديږې . په هر کچه چې دنړيوالو په سترگو کې که دافغانستان او افغانانو اعتبار ته دکورنۍ جگړې دوام ،ترور او پدې ورستيو کې ځان مرگې بريدونو او دالقاعدې سازمان دغړو موجوديت تاوان رسولۍ په هغه پيمانه دکوکنارو کښت دهيروېنو توليد او پټي سوداگرۍ هم زيان رسولۍ دی . دادۍ دلندن کنفرانس دروان کال 2006زکال دجنوري نه دفبروري تر دوهمي ورځي پوري ددو ورځولپاره داير شودکنفرانس برخه والو دپنځوکالو لپاره دافغانستان سره پداسي حال کې چې دافغانستان دولت دپنځو کلونو لپاره د((20 )) ميليارډه ډالرو غوښتنه کړې وه (( 10,5)) ميليارډه ډالرو ژمنه وکړه ، دکنفرانس گډون کوونکودا هم ومنل چې (( 50 ))په سلو کې وعده شوې مرسته دې دافغانې دولت لخوا ولگول شي . افغان دولت به دغه پيسې دملي پرمختيايي تگلاري دپلي کولولپاره کاروي ،دامرستي به ديوه کال ،ځېنې ددريو کلونواويوه برخه به يې دپنځو کلونو لپاره وې . دافغانستان ددولت هغه پنځه کلن پلان چې تر اوسه خپله افغان له هغه نه خبرتيا نلرې دنړيوالو دقبول وړوگرځيد ،دافغانستان او نړيوالو تر منځ دافغانستان دملي پرمختگ يو معاهده چې دکمپکپ (( Afghanistan Compcp)) په نامه يادېږې لاسليک شوه پدغه سند کې ان تر 2016 کال پوري دافغانستان سره دمرستو لر ليد ليدل کيږي . دابايد څرگنده شي پدغو مرستو کې هغه پيسې ندې شاملي کوم چې په افغانستان کې دامنيت دټينگښت دتروريستانو او القاعدي دسازمان دځپلو لپاره لگول کيږې ، ځکه ديوه ناتايد شوي خبر له مخي هره ورځ په افغانستان کې روانه جگړه يواځې امريکا ته په 27 مليونه ډالره تماميږې . امريکا تر اوسه په افغانستان کې 18 زره سربازان لري چې ويل کيږي په نږدې راتلونکي کې به يې شميره تر ((16500 ))يا(( 16000 )) پورې راکښته شي ،او ناټو چې اوس(( 10000 )) سربازان لري تر(( 15000 )) پوري به يې شميره زياته شي . ددغه تړون دارزښت په هکله دانگلستان لومړي وزير توني بلير وويل : ((له يوه ناکام ه دولت څخه ديوه ديموکرات هيواد په لور دافغانستان خوځښت دده دهيواد په گټه دی )) بې بې شي 2006.02.02
 ښاغلي کوفي عنان دملگرو ملتو دسازمان سرمنشي پخپله وينا کې دتړون په هکله څرگنده کړه : داتړوندنړيوالې ټولنې استازي اړباسي چې په افغانستان کې پاته شياو خپلو همکاريو ته دوام ورکړي . ښاغلې کرزي دبي بې شي سره په يوه مرکه کې څرگنده کړه : پنځه کاله وروسته به دهر سړې کلنۍ عايد 500 لوړ کړه شې . پدې کنفرانس کې دافغانستان دتيرو کلنو دکړو وړو ارزيابي وشوه ،خو داسې نه لکه چارواکي چې يې تبليغوي ؛ هلته پر امنيتي مسايلو ،وزگارتيا دخلکو ورځنۍ اقتصادي او ټولنيزي ستونځې ، ددولت سره مخ پر ډيريدومخالفت علتونه ، دسولي دټنگښت پر خلاف دځينو دولتي کسانو لخوا هلې ځلې ،دمطبوعاتو آزادي اودژورنالستانو سره دچارواکو برخوردونه ، ځکه تر اوسه دمطبوعاتو آزادې دزوردخاوندانو او بنسټپالودقوت او ځواک تر سيوري لاندي ده دمطبوعاتواو نورومدني آزاديو مخه کيداي شي دقانون په عوض په فتوا ونيول شي ،له فساد نه دخلاصي دولتي اداري جوړښت ،اقتصادي مرستي ،دسولي ټينگښت ،دکوکنارو دکرلواو مخدره موادو دپټې سوداگرۍ او تروريزم پر ضد دمبارزي لارو چارو لټول،دبشر دحقوقو څخه دفاع ،دملي کدرونو روزنه اونورواړينو مسلو په هکله بحث وشو . دپورته ياد شوو موضوعگانو په څنگ کې دبشر دحقوقو ،او اظايو دتأمين او په هيواد کې ديوه اغيزمن داسې قضايي سيستم رامنځته کول کوم چې په ټول هيواد کې حاکم ،خلکو ته دمنلو وړ او دنړيوال عدلې سيستم سره په مخالفت کې نه وې ،دهغوي په نظر تر اوسه دافغانستان قضايي سيستم غير مؤثر او بې کفايته دی فساد هلته هم قوې لاره پيداکړې ده .هغو په افغانستان کې ددوي په وينا ديوه دموکراتيک نظام غوښتونکې دې ، چې اساس يې داجتماعي عدالت او دموکراتيکو پرنسيبو پر بنسټ ولاړ وي ،دوی وايي زموږ لپاره دموکراتيکه اداره اودبشري حقوقو څخه دفاع يو له اساسي او دوامدارو کولو غوښتنوڅخه ده . داڅرگنده خبر ده که دنړيوالو لخوا هر څومره زياتي مرستې په هربڼه چې وې له افغانستان سره وشې تر څو چې په افغانستان کې سالمه ،خواخوږې او مسلکي اداره جوړه نشي ،په هر شکل او قيمت چې کيږي سوله ټينگه نشي ،دټوپکسالارو دزور کمبله پخپله دهغولخوا چې همدا اوس ورسره مرستي کوي او په دولت کې هم دهغوي لپاره بېله استحقاقه لوړ مقامونه لټوي ټوله نشي ، په عاميانه اصطلاح دامريکا او اروپايي هيوادو لخوا هره ډله اوگروپ پر خپل ځای کښينه نول شې ،دوسله والو ډلو دونرانوته په گوته نشي چې دافغانستان په وړاندې وخپلو بې شرمانه مداخلو ته دپاي ټکۍ کښيږدې ،اوبلاخره نور په افغانستان کې دزبرځواکو لخوا دنړيوالو سياسي ،اقتصادي او پوځي لوړتيا غوښتنو په خاطر اوبه خړې نشي چې ماهيان پکښي ونيول شي ،او افغانستان د زبرځواکودسياليو او غچ اخيستني په مرکز دبدليدو مسله ختمه نشي ، که په زرهاوو ميليارد ه ډالره نن دکرزي دحکومت سره دمرستي په نامه سبادبل چادحکومت سره راولېږل شي پايله به يې دافغان بيگناه ولس وژنه ،زورونه او کړېدل وي . دغه ډول مرسته کوونکې هيوادونه به له بده مرغه غيرله دانسانانودمړو دجسدونه بله کومه فايده تر لاسه نکړې . افغانې متل دې وايي (( جنگ شيديار سرشيديار)) که نړيوال په رښتياسره غواړې دافغان ولس سره مرسته وکړې ، چې داپه حقيقت کې له ځان سره مرسته ده ،ځکه په افغانستان کې دبل شوې اور لمبې تر سرحدونو وتلې اونوري هم وزې ؛ لازمه ده چې نړيوال دملگرو ملتو دسازمان له لارې پر اوسنيو چارواکو په ځانگړي توگه ولسمشر هغو دلواو تنظيمو چې تر اوسه دافغانستان په سياسي ژوند کې مطرح کيږي فشارواچوي تر څو هغه يوه سالمه اداره جوړه اودهغه دندوسرته رسول چې دلندن په کنفرانس کې دنړيوالو سره ژمنه شوې وروسپارل شي . پر همسايه هيوادو په خاصه توگه ايران او پاکستان دملگرو ملتو دامنيت دشورا له لار ي زور راشي چې په افغانستان کې خپلې لاس وهنې بندي کړې ،تر څو چې داهيوادونه خپلې مداخلې بندې نکړې ټولې مرستې او دبيا ۍوژونې کار له خاورو سره خاورې کيږې ؛ ټول نړيوال دهغه جملې همدا(( 60 )) چې دافغانستان سره دمرستي په خاطر يې دلندن په کنفرانس کې گډون درلود او دمرستو وعده يې وکړه پدې ښه پوهيږې چې دپاکستان حکومت او پوځې استخبارات يې شپه او ورځ په افغانستان کې امنيت په خرابۍ او سياسي پوځي حالت په بې ثباتۍ مصروف دې ،ولې دامريکا اوانگلستان په گډون ټول نړيوال دپاکستان دبربنډو مداخلو په مقابل کې ستر گې پټوې او چوپ پاته کيږې ؟؟؟ هغه چې دافغانستان په حکومت پوري اړه لرې که چيري داځل بياهم دبياجوړونې کار دپخوا په ډول روان وې ،پانگه اچونه تشويق او حمايه نشي ،په توليدي او نورومؤسسو کې دزيات کار امکانات پيدانشي ،دبيکارۍ مخه ونه نيول شې،دخلکو اقتصادي بڼه ښه نشي ،قانون پلۍ نشي او داداري فساد جرړي ونه ايستل شي ،دولت خلکوته په رون حساب ورکولو مکلف نشي او سرغړونکۍ په هر مقام کې چې وې محاکمې ته راکش نشي ،عدلې سستم اصلاح نشي ،دبشر دحقوقو درناوې او دمطبوعاتو واقعي آزادي تامين نشي ،او په دولت کې کار واهل ته دکار ونه سپارل شي که څوک غواړي يانه پايلې به يې ددولت څخه دخلکو بيلتون او ددولت دمخاليفينو دليکو غښتلتيا او پياوړتياوي .
 ددې لپاره چې دولت وکولاي شې ددغو بهرنيو مرستو څخه پر ځای گټه واخلې اړينه يې بولم چې ددولتي دستگاه دپاړسوب مخه ونيول شي ،يو شمير هغه وزارتونه چې اصلأ يې موجوديت اړين نه برېښي او يا کيداي شي ديوه لوي رياست په چوکاټ کې کارونه پر مخ بوزي لازمه ده په هغه راتلونکې کابينه کې چې پارلمان ته درايو دتر لاسه کولو لپاره وړاندې کيږې پر ځای مثبت تغيرات راشي . زه زموږ دهيواد دټولو اړخونواو دولتي دندو په نظر کې نيولو سره لاندي وزارتونه اړين بولم ، پدغه موده کې عيني تجربې وښودله چې دنور و وزارتونو شته والۍ داوس لپاره اړين نه برېښې :
 -دکورنيو چارووزارت ،دملي دفاع وزارت ،دبهرنيوچارو وزارت ،دعدليې وزارت ،دسوداگرۍ وزارت ،دښوونې او روزني وزارت ،دلوړو او مسلکي تحصيلاتو وزارت ،دماليي وزارت ،دملکي هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت ،داقتصاد يا دپلان وزارت ،دمخابراتو وزارت دکانو او صنايع وزارت ،دلارو اوسړکونو دجوړولو (فوايدعامې وزارت ) ،دښاراو کليو دجوړولووزارت ،دکرهڼي او مالدارۍ وزارت ،داطلاعاتو او کلتور وزارت ، دروغتيا وزارت ،دمهاجرينو وزارت ،دانزژې وزارت .
 کيداي شي چې د دکليو او پراختيا وزارت دښاراو کليو دجوړولو په وزارت کې مدغم شې ،دحج او اوقافو ، دښځو دچارو ، دمعيوبينواو معلولينو وزارتونه دې و لوي رياست ته راټيټ شي . دقومونو او قبايلو وزارت دي دقبايلو دمستقل رياست په نامه ونومول شي . دمخدره موادو سره دمبارزي وزارت دوې دندې لرلې چې يوه دنشه يې توکودکرلو مخ نيوۍ ؤ چې داکار دکرهڼې او مالدارۍ دوزارت دنده ده او بل دمخدره موادو دپټي دسوداگرۍ پر خلاف مبارزه چې دا دنده بايد دکورنيو چارو وزارت او سرحدې قواوې تر سره کړې . دهوايي چلند له وزارته بايد دتوريزم برخه داطلاعاتو اوکلتور په وزارت پورې مربوطه شې . پدې هيله چې دهيواد هر جگپوړې او ټيټ پوړۍ مسؤل کس دانساني عاطيفي او وجدان دقضاوت او محکمې نه دبرأت اخيستلو پر بنياد خپلې ورسپارل شوي دندي تر سره کړې ؛ولسمشر لږ وعدې ورکړې او ډير څه سرته ورسوې ترڅو وکولاي شې داهره ورځ دلاسه وتونکۍ اعتماد دوباره ترلاسه کړې .