د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژبې مري

ډاکټر ماخان( ميږى) شينوارى 05.02.2006 03:00

د پښتنو تل لرلې ناخوالې: د ژبى په وده او کره کونه کې د هرې ژبې ويونکي په دولتي څلورديوالۍ کې کوښښ کوي، چې د ژبې په پوهنيزه اړخ، ساده کولو او غښتلې کولوکې يې هڅه وکړي۰
په خپله خټه کې خو دا پوره د خواشينۍ وړ خبره ده، چې د يوه قوم وګړي دې د خپلې رسمي ژبى د وروسته پاتيوالي په هکله ناخوالى کوي، دا او يا هغه ملامته کوي۰ ځکه چې :
په يوه هيواد کې د کومې ژبې رسميوالي په دې مانا دی، چې دا ژبه د ليکلوست، ښوونې روزنې او د دولت يانې په دولتي څلورديوالي کى، همداسې د ښوونې روزنې اود لوړو زده کړو ژبه وي، لکه زموږ په هيواد افغانستان کى چې دري يوه رسمي، سراسري اوپه ټوله مانا دولتي ژبه ده۰ داسې د ژبى په هکله او په ځانګړي توګه د پښتو په هکله خو هم بايد کوم پښتون يا بل افغان دې ته اړ نه شي، چې د ژبې په هکله دې څه ناخوالى وکړي، خو دا چې افغانستان يو ځانګړوالى لري، د منطقې د نورو هيوادونو سره، او د خپل تاريخ په اوږدو کې، په ځانګړي توګه پښتانه د ډيورند د کرښى وروسته زيانمن شوي( په دې هکله هم يوه ليکنه ګرانو لوستونکو ته وړاندې کوم، چې په اکتوبر ٢٠٠٣ زيږ ک۰ کې مې ليکلى)، نو همداسى دهيواد د ډيرکى ژبه هم د دې ځانګړوالي له امله په ځان پسې دا د ناخوالو ځانګړوالى لري، چې زه غواړم دا په دې ليکنه کې روښانه کړم او خپل اند په دې هکله ګرانو لوستونکو سره ګډ کړم۰
ما څو کاله د مخه په دې هکله دا ليکنې لرودې، خو اوس وتوانيدم، چې دا ليکنى ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړم، په دې هيله، چې پښتو هم هغه قانوني ورکړشوى خپل ځای ونيسي او بالاخره موږ له دې ناخوالو، چې ورسره ګير يو، خپلواک شو، نه يواځې پښتانه بلکې ټول افغان اولس، چې د دې ناخوالو سره په يو ډول نه يو ډول لاس په ګريوان دی۰
که چيرې د داسې ليکنو څخه کوم د تجزيه غوښتنو يا د بلې کومې ژبى په تاوان، يا د بل کوم قوم په تاوان څه راځي، چې هغه ناروا وي، بايد وغندل شي، خو که چيرې د نورو ژبو او نورو، زموږ د هيواد کلتورونو ته په کې درناوى وي، او يواځې د خپل حق غوښتل يې موخه وي، چې د تاريخ په اوږدو کې او اوس هم د افغانستان دولت او حکومتي چارواکو ترې سرغړونه کړى او کوي يې، دا روا غوښتنه ده او بايد کوم پښتون په دې ونه ډار شي ، چې ګوندې څوک به يې فاشت يا ناشناليست وبولې۰
هيڅ څوک يو بل چا او يو بل قوم ته د تاوان اړولو حق نه لري او هيڅ کله بايد د خپل قوم د روا حق څخه څوک د بل د خوښۍ لپاره تير نه شي ۰ که څوک چا ته له خپله جيبه يا له خپله ځانه خپل څه ورکوي، خو خپل يې دی او حق يې لري، خو د قوم د ملکيت څخه تيريدنى حق بايد څوک ځان ته ورنه کړى شي، ځکه چې د اولس حق دی او ترې تيريدنه يې ناروا ده۰ بيلګه يې ژبه راوړى شو، چې د اولس ملکيت دى، که څوک ترې تيريږي، دا د خپلې ژبې اوخپل قوم سره زيات تيرى دی۰
کوم قانون، چې منځ ته راځي اړتيا ورته وي۰ دا چې په افغانستان کې پښتو ژبه سراسري رسمى ده، په دې مانا، چې اړتيا ورته شته او تر اوسه لا د اړتيا څخه نه ده لويدلى يانې د له منځه تلو لپاره تر اوسه لار ورته نه ده ازاده شوې۰ دا اړتيا ورته ځکه شته، چې پښتانه په افغانستان کې ډيرکۍ قوم دی۰
موږ پښتنو تل په شعر او ادب کى ځانونه ستائيلي، ژبه مو ستائيلې ، پښتونولې مو - چې په ککره کې ژبه ده - ستائيلى او ستايو يې، خوکه دې ته پوره پام وکړو، نو دا مو زياتى کړى، ځانونه مو تيرباسلي، د ريښتياينې څخه مو تيخته کړې او ريښتياينه مو پټه کړې۰ موږ ګورو يا ريښتيا ده، چې همدا موږ پښتنو د خپلې ژبې سره مينه نه ده ښوولى، که نه نو کومه بيلګه به مو شته وى، چې دې ناخوالو ته به مو اړتيا نه پيښيدى۰ ګورو، چې پښتانه تل دا ناخوالې کوي، چې د ژبې سره يې هغه قانونې تلنه نه ده شوې، په دې هکله - زما په اند- زياته ناروا د دې ژبي سره پخپله پښتانه کوي۰ يو څوک چې پخپله له خپل حق تيريږي، نو بل څوک يې ورته د ورکولو چمتووالى نه لري او نه يې دنده ده، چې د ځان لپاره نوى پرابلم پيدا يا رامنځ ته کړي۰ څوک چې له ژبى تيريږي، هغه له خپل حق څخه نه - لکه د مخه مو ګوته ورته ونيوله- بلکه د اولس له حق څخه تيريږي، چې دا ناروا ده، له قانون څخه سرغړونه ده او د ژبې سره تيرى۰
راځۍ دا پوښتنه رامنځ ته کړو، چې کله او کوم پښتون په پښتو ترې نه تيريدونکى ولاړ دی۰ موږ پښتانه د کمى رنځ باندې اخته يو او دا راته ښه نه ښکاريږي، چې پخپله داسى يوې وروسته پاتې ساتل شوې ژبه باندې د هغه خپل ورکړ شوي يا لرلي حق باندې ودريږو، که په دولت کې دننه پښتانه وي او يا له دولت څخه دباندې پښتانه۰ موږ پښتنو د پښتو روحيه ضعيفه کړې، چې زموږ روحيه ياني د پښتنو روحيه ضعيفه ده۰ که پښتو ته په غور وکتل شي نو يوه خورا توانمنده او غښتلې ژبه ده، د هرڅه امکانات په کې دننه دي، خو که پښتانه وغواړي۰
که يو پښتون ته ووايې ، چې « پښتون نه يې» زيات زوريږي۰ که جنګ درسره ونه کړي، نو پوره در څخه خپه کيږي۰ مګر دې ته يې پام نه وي، چې دی په ژبه پښتون دی او ژبه چې پريږدي، نو بيا په کې د پښتانه څه پاتي کيږي؟ هيله ده، چې ګران لوستونکى دې ته پوره غور وکړي او خپله پښتونواله يا په خپل کلتور باندې ولاړوالى ته پوره پام وکړي۰
که د پښتون د پټي په پوله تير شوې، چې هغه لار نه وي، نو کيدۍ شي چې له لږ خبرو تاو راتاو څخه ورسته سره ووژنې۰ د خپل ځان د حق څخه که په مرګ تير شو، خو دا پښتون د قوم په حق نه دی ولاړ او ګورو، چې د حکومت او د حکومت څخه دباندې پښتون، له پښتو څخه ، چې د اولس حق دی تيريږي، او دا د اولس حق پښتو تر پښو لاندې کوي۰
ستونځې شته خو دا ستونځې دقانون په څلورديوالې کې د خپل ځان لپاره اوبى( حل ) لري۰ پښتو ته په قانون کې د سراسري ژبې په څير حق ورکړ شوى، که څوک يې تر پښو لاندې نه کړي۰
اوس راځو خپلې اصلي موضوع ته:

د ژبې پيدايښت
ژبه په ناڅاپى توګه منځ ته نه راځي، ژبه د انسانانو د اړتياو سره سمه منځ ته راځي، د انسان د اړتياو سره غبرګه وده کوي او پرلپسې توانمنده کيږي۰ ژبه د ښووني او روزنې د ودې سره وده کوي او د پيدايښتي ژبى يا طبيعى ژبى څخه نوې کليمې او لغاتونه منځ ته راځي۰ نوې کلمي يا د هغه پيدايښتي کلمو له يوځاي ايښولو( ځنځيرونې ) يا ترکيب څخه منځ ته راځي يا څه ورته نوې جوړيږي او يا يې له بلى ژبي رانيسى۰ د هغه څه لپاره، چې په پيدايښتي ژبو کې ورته نومونه نه وي، هغه بيا د هغه چا په نامه ياديږي د کوم له خوا، چې دا نوي څه ميندل شوى وي يانوي کشف شوي او يا منځ ته راغلى وي، چې ښې بيلګې يې د تودوخى درجي يووالي يا يوونونه( واحدونه ) دي، چې کالوين او يا څيلزيوس ( سيلزيوس) ته ګوته نيولي شو۰ لکه څنګه چې د ژبى غښتلتوب د ودې سره تړلي همداسى د ټولنى وده هم د ژبې د غښتلتوب لاسته راوړنه ده يانى د ژبى وده اود دې ژبى د خلکو پوهنيزه وده يو بل سره سيده او په څټ تړاو لري۰
لنډ : د ژبي وده د هغي اړونده ټولنې وده ځان پسې لري او د ټولني وده د هغي اړونده ژبي وده په ځان پسې لري۰ راځۍ، چې اوس د ژبې لنډ پيژند ورکړو يا ژبه تعريف کړو

ژبه څه شى دی ؟
پيژند( تعريف، له الماني دودن څخه ): ژبه د نخښو يو سيستم دی، چې د خلکو ترمنځ د پوهيدلو او پوهولو او همداسى د خپل اند څرګندونې او د بل اند باندې پوهيدنې، د پوهى ورکونى اوپوهي لاس ته راوړنې لپاره ترې کار اخستل کيږي۰ ژبه يا څه ويينه، فکر کونه، د خبرو، نخښو او يا دروحيې ( مخڅيرې) له لارې څرګنديږي۰ د انديز يا فکري څه روښانه ونى لپاره يا وينا کيږي او يا يوه څيره کښل کيږي او يا دبدن د غړو په خوزښت هغه انديز څه روښانه کيږي۰ د دې لپاره چې دا نخښى او علامې ښه وپيژندل شي او ښه انسان پرې وپوهيدلي شي، نو د ژبو ټولنه منځ ته راځي، چې په دې نخښو – که د وينا له لارې وي، که کښل شوي وي او يا که د بدن د غړو د خوزښت له لارې وي – دا د همغى ژبې ټولنه ښه پرې پوهيدلى شي۰
داسى د نړيوالې ټولنې په کچه هم نخښې شته، چې د نړۍ يا نزدې د نړۍ په کچه پرې پوهول او پوهيدل کيدۍ شي۰لکه د خوزنده ماشينونو، چې په لارو د هغو د خوزښت لپاره قوانين پلى شوي، چې نړيوال دي او دا په نخښو خلکو ته د تلو راتلو لارې هواروي يا په ګوته کوي۰د ويلو يا نوره هم ښه د خبرو کولو ژبو ترمنځ تخنيکي ژبي هم شته، چې نړيوالې دي، ښه بيلګه يى کمپيوتر يا شميرونى دی، چې ژبه يى نړيواله ده۰ د داسى تخنيکي ژبو ترمنځ به توپير وي مګر د نړيواليواليو يا نړيواليتوب ترمنځ يې کوم توپير نه شته۰
ترهغو چې نړۍ په ځانګړو ټولنو او قومونو ويشلې وي، د زياتو ژبو ټولني به وجود ولري او هرې ژبنۍ ټولنې ته به هغه د خپلى ژبنۍ ټولنې د ژبو نخښې ښه د پوهيدنى وړ وي اوزر۰
لنډ :
ژبه هغه اله ده، چې انسان خپلى هيلې غوښتنې او پوهه يو له بل سره خپلو منځونو کى روښانه کوي، يانې خپل اند بل ته روښانه کوي او د بل ځان ته رانيسي۰ دا کار د کتابونو ، يو له بل سره خبرو ، راديو تلويزيون او ۰۰۰ له لارې ځان(صورت) نيسى دا په دې مانا، چې ژبه د يوبل څخه د بيلو بيلو لارو له لارې د پوهيدلو او پوهولو اله ده۰
دا پوهونه او پوهيدنه په کومه ژبه ښه ځان نيسي يا سر ته رسيږي؟
پوهونه او پوهيدنه په هغه ژبه ښه سر ته رسيږي، په کومه ژبه چې څوک ښه و پوهيږي او ښه وپوهولى شي۰ دا به نو هرو مرو مورنۍ ژبه وي، يا د هغه اړونده قوم ژبه۰ دا په دې مانا، چې دا بيا بيتوپيره نه ده، چې دا ژبه دې يا دا وي يا هغه ۰ دلته د مورنۍ ژبى غوره والي ښه څرګند بايد په ګوته شي، چې انسان پرې زر څه زده کولى او زر څه ورزده کولى شي۰

ژبه د پوهولو او پوهيدلو اله يانې څه؟
لوى څښتن انسانان پيداکړي او دا يى بيا په قومونو ويشلى ، چې د هر قوم سره يى د هغه قوم خپله ژبه پيداکړې۰ د دې قوم وګړي په همدې د خپل قوم په ژبه يو او بل سره پوهوي۰ په همدې مورنۍ ژبه د هغه قوم وګړي ، يو بل ته هغه زده کړي څه ښايي او دا نور په همدې ژبه ، چې ورښوول شوي دي زده کوي۰ دا کار په بله ژبه هم کيږي، خو دا کار پوره ستونځمن دی، چې د دې ليکنې له دننه به نوره هم روښانه شي۰
هغه قوم چې ښوونه او روزنه يې په خپله ژبه دې، ګړندى پرمخوده کوي او هر څه زر ورته زده کيدۍ شي او زريې ور ښوولى شي۰
اجازه راکړۍ، چې دا خپل ځان د بيلګې په توګه راوړم او په دې هکله خپله ناتواني تاسو ته په ګوته کړم، چې د نورو نزدې ښه زده شوو ژبو سره يې لرم۰ زه د ژبو په زدکړه کې ښايي لږ ستونځي ولرم، خو بيا هم هغه خپله لاره پرې وازولى شم۰ ما د خپل ژوند د دوه پردرې وخت څخه زيات له هيواده دباندې تير کړى، مګر اوس هم زما لپاه لومړنۍ ژبه پښتو پاتې شوې ده او په الماني کې دا اوس هم ټيکه ليکنه نه شم کړۍ او په خبرو کې هم زياته ناټيکوالي لرم۰ دا اوس هم ماته زما ځوى زما ليکنيز ناټيکوالۍ په ګوته کړ، چې يو تورى را څخه پاتى وو۰ ګورو چې د خپلې مورنۍ يا لومړۍ ژبې غوره والى څومره راوتلى دی۰ په نامورنۍ ژبه کې د پوهنې زدکړه زياته ستونځمنه ده، ځکه ستونځمنه ده، چې:
-- زده کړى په دويمه ژبه د ستونځو سره مل دي، په دويمه ژبه څوک ښه نه پوهيږي، نو ځکه ښه نه شي  پوهيدلى
-- څوک به نوې پوهنه څنګه زده کړي، چې د پوهنى سره د ژبى نابلدتيا له امله د ننه خپل اريزې ستونځي هم ولري؟ دا به يواځې په ياد راوړم، چې ماته دا اوس هم هغه څه، چې ما په ښوونځي کې لوستلى، پوهيدل يې راته
ستونځمن ښکاريږي۰ پوهيږو چې ښوونې ورښوونې، پرې پوهيدنه او پرې پوهونه په خپله مورني ژبه کې څومره ساده او په بله ژبه څومره ستونځمن دي دلته په ياد راوړم، چې ما زده کړې په پښتو کړي، خو په داسې پښتو، چې د نومونو په مانا نه پوهيدو ، بى له تړاو کلمو څخه يى نور څه پښتو نه وو او لا تراوسه همداسى ده۰
ژبه د پوهيدلو او پوهولو اله په دې مانا نه ده، چې ګوندې مورنۍ ژبى دې هغه خپل غوره والى د لاسه ورکړى وي او دا دې بى پروا وي، چې څوک يو د بل سره په کومه ژبه پوهيدل او ورپوهول کوي يا غږيږي۰
د دې لاندې، چې ګوندې ژبه د پوهولو او پوهيدلو اله ده، دا د ليکلوست پښتانه څنګه پوهيږي؟
د دې لاندې د ليکلوست پښتانه هغه د خپلې ژبي غوره والى ته پام نه کوي( يا يى نه شي کولى)۰ په خورا خواشينۍ به دا ووايو، چې په حکومت کې دننه پښتانه دي، که دباندې، يواځې د خپلې مورنۍ ژبي د غوره والى څخه نه بلکې د خپلې ژبې څخه سوچ تيريږي، حتى دا اوس هم خبرې نه پرې کوي اودا د مورنۍ ژبې غوره والى يى چې څوک منځ ته راواچوي هم ښه يې نه راځي۰ پښتو د دولت په څلورديولى کى هم هغه خپل قانونى ځاى نه دی نيولى ، يانې د قانون ساتونکو اورګانونو يى په قانون پلي کوونې باندې پښه ايښوولى او تراوسه يى د قانون په ضد کار کړى، د ليکلوست ژبه نه ده سراسري شوى ، چې دايى له قانون څخه ورکړ شوى حق دی۰ نو پښتانه لاتراوسه د مورنۍ ژبى غوره والى يا نه پيژنى او يا وايي ، چې دا نو پرابلمونه منځ ته راولى او دا خبره هم يواځې پښتانه کوي۰ نور قومونه په دىپوهيږي، چې دا د پښتو حق دی ، خو پښتانه يې نه پريږدي، چې دې ته اړوالى يى هم احساس کړى واي۰ موږ پښتانه لا تراوسه خپل ځانونه داسې غولولى شو لکه څنګه مو چې تراوسه دا کار کړى، چې مورنۍ ژبه دې دومره غوره نه وي، خو داسى فکر نه کوو، چې داژبه، چې خبرې پرې کوو، نو دا دې ولې پښتو نه وې۰
ژبه د کلتور ښوونه او زده کړه ده، ژبه کلتور دۍژبه د کلتور په ککره کې ځای لري ، نو له دې امله د پوهيدلو او پوهولو څخه ورزياته ده۰

 Culture کلتوريا کلچر  (لاتين کلمه ده)څه ته وايي؟
پيژند( تعريف): ١ ) کلتور د ژوند د څرګندونې فکري يا انديزه ټولګه ده ۰
٢ ) روزنه ( تربيه) د ژوند نازکډول
٣ ) د بکتريي روزنه، چې د دې او نورو اړوندو سره يې موږ سر او کار نه لرو۰
په کلتور پوهيدنه او د کلتور زده کړه، چې د ژوند څرګندونى فکرې يا انديزه ټولګه وي ، نو دا کار په پيدايښتي توګه په ژبه کيږي، يا د ژبى له لارې وړاندې کيږي، نو له دې امله ويلي شو، چې پخپله ژبه کلتور دی او د کلتور په ککره کې ځای لري۰
کړى شو چې ووايو ، چې د پښتنى کلتور په ککره کې هم ژبه ځايلري، که څنګه؟ چې نه يواځې په دولت، ښوونه او روزنه کى يى هغه خپل قانوني ځای نه دی نيولى، بلکى زموږ په هيواد کې ، چې پښتو د پښتنو شتون له امله سراسري رسمى ده هغه ورځنۍ ژبه نه ده۰ په پوهنه کى پښتو- لکه څنګه چې اړيين او قانوني دى- هغه خپل ځای نه لري، پښتو او پښتانه له پوهې وروسته پاتى دي۰ که ووايو، چې پښتانه کلتور نه لري، نو دا به بيځايه وي، ځکه چې هر اولس خپل ځان ته يو ځانګړى کلتور لري، ځانګړې ژبه لري او پښتانه هم د داسى يوه ځانګړي کلتور او ځانګړې ژبى خاوندان دى( په دې زيات نه غږيږو، چې پښتانه څومره لوړ يا ټيټ کلتور لري، موږ يواځې يوڅو ريښتياينې دلته څيړو)او پښتو ژبه هم يوه خورا غښتلې ژبه ده، که چيرې د دې ژبې ويونکي په پوهه سمبال او غښتلي شي او دا ژبه له کاره ونه غورځوي او يا يى داسى له کار غورځونې ته پرې نه ږدي۰خو که ووايو چې ډيرو پښتنو يا کم له کم له هغه زياتو د ليکلوست پښتنو خپل پښتني کلتور پريښودۍ او يا لږ تر لږه ورته غوره والي نه لري دا کار شوى۰ که ژبه ژوندۍ پاتى وي، وده وکړي، کلتور ژوندى پاتيږي او وده کوي۰ چې ژبي وده نه وي کړې کلتور وروسته پاتى وي۰
پښتو ژوندۍ پاتى شوې په غرو رغونو کې او همداسى مو پښتنى کلتور، چې پر مخ تللى او که وروسته پاتي دی ، د همدې غرو روغوپښتنو له برکته دی۰

ژبې مري:
که کومه ژبه له اړتيا ولويږي، که کومه ژبه په ټولنه کې له دې ولويږي، چې د خبرو اله نه وي، د خبرو ليکلوست څخه ولويږي، دا په دې مانا، چې په ټولنه کې نوره د پوهيدلو او پوهولو اله نه وي، يانې ځای يى بله ژبه ونيسي، د دفتر څخه ووځي، د ښوونځي ژبه نه وي، په لوړو زده کړو يانى پوهنتون کى خپل ځای ونه لري نو داسې ژبى د مرګ سره مخامخ کيږي، چې ګران لوستونکى يې د تاريخې بيلګو سره ښه بلد دي۰ دا د نړۍغټ کلتورونه او ژبي، چې له منځه تللې يواځنى لامل يې د ژبي د کاره او اړتياوو لويدل دي او بس۰

پښتو مري » ؟ «:
د دې سرليک لاندې، چې «پښتو مري» ښايې ځنې پښتانه ښه ليد ونه لري او د دوی په اند به داسى ليکنې د پښتنو زړونه وغورځوي او ناهيلۍ به راپيداشي، خو زما موخه د داسى ليکنو څخه او بيا د داسې سرليک لاندې داده، چې موږ پښتانه خپلو ناتوانيو او د دې ناتوانيو لاس ته راوړنو ته په پام شو او پرې نه ږدو، چې ژبه مو په مرګوني رنځ رنځوره وي۰ لا تراوسه وخت دى که وغواړواو بايد دا وغواړو۰ زه د ژبې په هکله ښه ليد لرم ژوند مې ژبه ده نور څه راته دومره غوره والى نه لري، مګر دا چې موږ پښتانه د کمۍ په رنځ ګير يواو ژبه راباندې دومره ګرانه نه ده، ځکه يې پريږدو۰ وخت له وخته تير نه دی يا يې همدا وخت دی، چې پښتو مو لا پوره له لاسه نه ده ورکړې او د پوهنيزه کيدو توان په پښتنو او پښتو کې لا پوره پاتې دی، ځکه، چې دا په منطقه کې يو ستر قوم دی، که دې دليکلوست پښتنو پښتو يا ټولو يا يې زياتو د لاسه ورکړې، نو په کلو او بانډو کې لا پښتانه زيات دي او ژبه ژوندۍ ساتي۰ نو زما هيله له دې سرليک سره دا ده، چې پښتو راباندې ګرانه شي او دا ژبه مو د نړۍ د ژونديو او پوهنيزه ژبو په لړى ( قطار) کې ودريږي۰
١٢ په سلو کې پښتنو پښتو پريښودې که نور هم دا د ليکلوست پښتانه پښتو پريږدي، که څه هم دا د ليکنى له لور وي، نو پيدايښتي ده، چې بيا نو پښتو مري، ځکه، چې هر دليکلوست پښتون، چې پښتو پريږدي، دا د پښتو لومړى پل دی، د مرګ په لور۰ موږ پښتانه د نورو ژبو سره مخامخوالي (ضديت ) نه لرو، خو خپله ژبه بايد راباندې ګرانه کړو او وپوهيږو، چې پريښوول يې ګوناه ده۰
لکه چې پورته مو ګوته ورته ونيوله، ژبي مري، چې د هغى ژبې د ټولنى ژبنيزې اړتياوې پوره نه کړي، د ليک لوست او خبرو ولويږي، د ښوونى او روزنې ژبه نه وي او د دولت په څلورديوالى کې هم هغه خپل د اړتيا وړ قانوي ځای غوره نه کړي او دا اړتياوې يې نورې ژبى پوره کړي۰
د کلتور او کلتوري ودې يانې د ژبى د ودې ځاى د هر هيواد مرکز وي۰ پښتو په کابل کې، چې د افغانستان زړه دی، له خبرو اترو لويدلى، چې دا د قانون سپکاوى حتى غير قانونى کار دی۰ په کابل کې ګورو، چې که دوه پښتانه هم سره يوځاي شي، يو له بل سره په پښتو نه غږيږي ۰
که چيرې يو پښتون د يوه غير پښتون سره په پښتو خبرې پيل کړي، سملاسي ورته ويل کيږي، چې په پښتو نه پوهيږي۰ دا که يو کس، چې ښوونه او روزنه ترې پاتې وي پروا نه لري، خو که څوک د ليکلوست خاوندان وي، نو دا کار هم د قانون سره مخامخوالي دی، چې بايد ونه منل شي۰ دا غير پښتون هم بايد پښتو ته همداسى په درنه سترګه وګوري، لکه پښتانه، چې زموږ د هيواد نورو ژبو ته او همداسى په پوره کچه دري ته په درنښت ګوري اود کوم پښتون څخه به وا نه وريدل شي، چې ګوندې په دري دى پوه نه شي۰ دې ته دې ګران هيوادوال اجازه راکړي، چې زموږ د هيواد دري ژبى ته د يوې توانمندې ژبي په څير ګوته ونيسم، چې نه يې څوک په تاوان خوښ دي، نه څوک بايد دا حق ځان ته ورکړي، چې د تاوان رسولو نيت يې وي، ځکه چې اجازه يى نه شته او نه څوک تاوان وررسولى شي، ځکه چې هغه پوره توانمنده ژبه ده اوپښتانه هم همداسى نظر ورته لري۰ زموږ د هيواد ژبه ده او هرو مرو يې په همغه قانوني څلورديوالى کى درنښت په کار دی، له پښتو ژبې څخه نه کم او نه زيات۰

دا چې پښتو مري، په لاندې توګه يې روښانه کولى شو:
پښتو د قانون په څلورديوالۍ کې د افغانستان سراسري ژبه ده۰ دا په دىمانا، چې د افغانستان دولت د دې ژبې او همداسې د قانون په څلورديوالى کې د نورو ژبو حقوقو ته بايد په درناوي وګوري او د ولتي ژبې په څير بايد وګڼل شي۰ دې ته به په لاندې ډول ګوته ونيسو:
د افغانستان دولت او د پښتو ژبه۰
د افغانستان په دې اوږده تاريخ کى پښتو په افغانستان ګې د دولت ژبه نه ده پاتې شوې۰ پښتو په افغانستان کې د قانون له مخې سراسري ژبه ده مګر په دولت پورې اړونده د قانون په څلورديوالي کې ورته دا نن هم پام نه کيږي۰
دا چې ولې؟ او دا د چا ګوناه ده؟
بايد همدلته په ګوته کړم، چې دا ګوناه د تاريخ په اوږدو کې او دا اوس هم يواځې د په حکومت کې دننه خلکو ده، چې دا کار يې د قانون په مخامخ(ضد) کار دی او قانونې بايد ورته کتنه وشي، چې له دې کار څخه يانې د پښتو له پامه غورځونې څخه بايد راوګرځي او د حکومت په څلورديوالي کې د پښتو قانوني حقوق ترپښو لاندې نه کړي۰
په واک کى دننه پښتانه ، چې په دري غږيږي، دا خو موږ نه رده وو، خو د پښتو پريښوول يې د پښتو سره تيرۍ دی۰ موږ پوښتو، چې داسى شعور يا پوهه لکه پښتنو کې چې ده، داسې شعور نو زموږ نور په قدرت کى دننه ورونه ولي ونه لري؟ موږ لکه جمهور ريس ښاغلى کرځى، چې خپل زيات وخت په درى غږيږي، ولى زموږ ښاغلى مسعود او خليلى هم بايد په پښتو ونه غږيږي، چې پښتانه پوه شي ، چې کلتور ته يى درناوى کيږي۰
دا دلته – بيا هم له ډاره، چې هسې بې ځايه د فاشت له نومولو ډايريږم – ورزياتوم، چې : دا ګوره د کوم قوم په مخامخ(ضد) خبرې نه دي، له داسى خبرو بايد بده ګټه وانه خستل شي او نه په کې د کومې ژبى د لوړتيا غوښتنه شته۰ موږ قانون بايد وپيژنو او په قانون تلنه وکړو۰ موږ يواځې او يواځې په دې ډول له يو بل سره له کينو ازاديدلى شو، چې يو بل او يو د بل کلتور او ژبى ته د قانون په څلورديوالى کى احترام وي او هيڅ قوم بايد د قوم حق باندې تيريدني ته اړ نه شي او نه دې تيريدنې ته ځان اړ وګڼي، که نه نو بيا به دا يو تل پاتى جنجال وي۰ پښتانه که چيرې د بل ورور قوم ژبي ته تاوان رسوي، چې دا کار يې د لاسه هم ناشونى دی ، دا د افغانستان د قانون سره مخامخوالى دی او بايد قانونى تلنه په ځان پسي ولري۰
پښتو او دري د افغنستان دوه سراسري رسمى ژبى دى۰ که چيرې تاجک له خپلى دري ژبې تير شي نو دا به يې له خپلى ژبى سره خيانت کړي وي او يا يى کوم پښتون يا بل څوک دى ته اړ باسي چې ګوندې په دري دى ورسره خبرې نه شي او يا دى په درې ليکنه نه کوي يا نه غږيږي۰ دا يې حق نه دی او دې خبرې څخه تيريدنې ته بايد راو بلل شي، همداسى د پښتون هم دنده ده، چې له خپلي ژبى تير نه شي او نه د بل دې خبرې ته غوره والئ ورکړي، چې ګوندې، دې په قانون کى ځای ورکړ شوې ژبي باندي نه پوهيږي۰ هر څوک بايد هغه په قانون کې ورته ټاکلى حق وپيژني۰ او د بل او خپل حق ته په هغه ورکړ شوي حق قائيل شي او کار ترې واخستل شي۰
لنډ : په واک کې دننه هم قانونمندي بايد وپيژندل شي او په هغي بايد هم هغسې تلنه وشي، که دا په هره څانګه کى وي۰ د ژبو په هکله دا لږ غوره له دې امله ده، چې دا ژبه په يوه قوم اړه لري او د ژبي په هکله قانون ته په درنه سترګه نه کتنه يا د قانون نه پلى کونه احساسات راپاروي، چې دا بيا د دې ټولني په پوره زيان تماميږي۰ زه وايم، چې قانون قانون او بيا قانون پيژندنه قانونقبلونه او ورسره سمه تلنه۰
پښتو تراوسه دولت نه ده منلې، چې ګوندې دولتي ژبه دې وي، دا حق يى دولت يا دولتونو ترپښو لاندې کړى۰
پښتنى واکوالو او د ي د ليکلوست خاوندانو د خپل تاريخ په اوږدو کې د خپلى ژبي سره مينه نه ده ښولى حتى بيخي يى پريښودلى او د پښتو د ليک لوست څخه تير شوي دي، که دا د احمد شاه بابا څخه راونيسو ترنن ورځې، نو د ډهلي تخت به يى هيراوه، چې د افغانستان د غرو سرونه به يى وه ياديدل، مګر پښتنى کلتور- چې ژبه يى په ککره کې پرته ده- سره يى کومه مينه نه ده ښوولى، نن هم همدا حال دی، چې په واک کى شريک پښتانه له پښتوتير دي، په دلايلو به يې دومره ووايو، چې ځنې وايي ډاريږي، چې وروري به ورانه شي۰ وايو، چې : وروري به وي خو حساب ترمنځ۰ ځنې بيا د فاشست نامه څخه ډايريږي او ځنو ته بيا ژبه کومه مانا نه لري، يانې پښتو ورته مانا نه لري۰ دوی په ځانګړي توګه او په دولتي څلورديوالي کى له پښتو تير شوي، دا د قانون سره مخامخوالي(تضاد) دی چې پايله يى بايد د قانون منګولو ته راکښونه وي، ځکه: قانون د دى لپاره دی، چې بايد پلى شي۰ پښتو خو د افغنستان رسمي ژبه ده او دا د دولت دنده ده، چې د نورو رسمى يا هغه کليوالي رسمي ژبو ترڅنګ د هغه قانون په څلورديوالۍ کې وده ورکړي او په دې لار کې د هلو ځلو دنده لري۰ که دا کار هرې بلې ژبي ته هم ونه شي، دا غيرقانونى کار دی او بايد د دولت له مسئولينو څخه دا وپوښتل شي، حتي دوی بايد د قانون په چوکاټ کې د قان پر خلاف تلنې له امله محکمى ته راکښل شي۰
يوه ژبه – هره ژبه چې وي- چې په يوه هيواد کى قانونى ځای ورکړشوى وي، وده نه شي کولى، چې دولت دا قانون پلي نه کړي او قانون ته شا کړي يانې د قانون په مخامخ( څټ يا ضد) کار وکړي۰ که چيرې دولت دا کار نه کوي، نو بيا د دې اړونده ژبي د ويونکو دنده ده ، چې دولتي چارواکي حتى محاکمى ته راوغواړي۰ دا کار ستونځمن دی، خو په دې لور بايد کم له کمه هڅې وکړي، دا حق دی اوبايد وغوښتلي شي، دا د قانو پلى کول دي او بايد پلى شي۰
په واک کى دننه پښتانه وايي، چې ګوندې دوی ملت جوړوي۰ دا خورا اړيينه خبره ده۰ د ژبي غوره والي اوس په دې وخت کى دومره اړيين نه ورته بريښي۰ د ملت جوړونه د هر افغان لپاره يو اړيين کار دی، نه يواځې د پښتنو لپاره او نه په دې نرخ، چې له ژبې تير شي۰ له ژبې تيريدنه د ملت جوړونې ته زما په اند زيان رسوي، ځکه چې دا د يوه قوم د حق سپکاوۍ دی۰ موږ پوښتنه کوو، چې ايا دا په دې ډول ملت يواځې پښتانه جوړوي، چې له پښتو تيريږي او که زموږ نور په دې واک کى دننه ورونه هم زموږ پښتو ته په داسې درنه سترګه نه ګوري، چې د ملت جوړولو له خاطره په پښتو خبرې او ليک لوست وکړي او خپلې ژبې ته شا کړي ؟ او که څنګه؟
د دولت په څلورديوالي کې بايد څه وشى؟ يا نوره هم ښه: قانون په دې هکله څنګه قضاوت کوي۰
دا چې پښتو رسمي سراسري ژبه ده په دې مانا، چې پښتانه په دې هيواد کى يو ستر قوم دی، چې په څومره والى يې نه غږيږو، خو دا چې ډير دی او له دې امله پښتو رسمي او سراسري ژبه ده، نو دا ترې لاس ته راځي:
اول : الف : د افغانستان په دفترونو کى:
د افغانستان هر غړۍ، چې په دولتي څلورديوالى کى په کار بوخت وي، بايد په دري او پښتو وپوهيږي، چې څوک ورسره په پښتو غږيږي، دی ورته ونه وايې ، چې په پښتو نه پوهيږي، يانى په پښتو دې ورسره خبرې نه شي۰ همداسى د دري قانوني حق هم دی ۰ يا لکه چې د دري دا قانوني حق، چې له پوره څخه ورزيات دی۰ موږ د پښتو لپاره د قانونى حق څخه ور زيات څه بايد و نه غواړو، يانى په دولت کى دننه يو پښتون هم بايد يوه دري ژبى ته دا ونه وايي، چې ګوندې په دري نه پوهيږي، چې دا کار تراوسه هم نه دی شوى۰
ب: دا چې د پښتنو له امله دا ژبه رسمى ده نو هر پښتون بايد او بيا وايم، چې بايد په پښتو او يواځې په پښتو وغږيږي دلته هغه کسان ځانګړوالى لري، چىد ليکلوست خاوندان نه وي، چې د همغه کس په ژبه بايد دا د ليکلوست خاوند ورسره وغږيږي۰
که چيري دري ژبى له دري تير شي نو بيا د دري رسميوالى ته څه اړتيا ده او همداسى پښتون، چې له پښتو تيريږي، نو د رسميوالي اړتيا يې بيا له منځه بايد لاړه شي اوداسي به وشي، کهچېرې پښتانه ورته پام ونه لري۰
دويم : د ښوونې روزنى په څلورديوالى کى : په افغانستان کى، د افغانستان په هرګوټ کى بايد د پښتنو لپاره په پښتو ښوونه او روزنه شته وي، دا يې قانوني حق دی۰ دا حق د دري ژبې لپاره هم بايدوي۰
د ښوونې ژبه مو پښتو نه ده پاتې شوې، دا د يوه ستر قوم ژبه په ښوونځي او لمنځتون(جماعت ) او هر ځای کې له ليک او لوست پاتې شوې ده۰
د قانون د پلى کونې څارنه د دولت په غاړه ده۰ دولت خو دا چې د دې څارنه نه کوي، پخپله دا حق ترپښو لاندې کوي او په دولتي څلورديوالى کى يې پښتو په ښوونځيو کې له پښو غورځولى ۰ دا په دې مانا، چې د پوره زياتې اړتيا سره سره د افغانستان دولتى د واک خاوندان د پښتنو لپاره د دې مخه نيولې، چې پخپله مورنۍ ژبه پښتو زده کړې ورته شوني کړي، چې له دندې يې سرغړونه ده۰ په دې هکله هره پلمه بې ځايه او د قبلولو وړ نه ده۰
دريم : پوهنتون کې: پښتو د افغانستان د رسمې ژبى په څير قانونې حق لري، چې د افغانستان د هرګوټ پوهنتون کى درسى ژبه وي او همداسې دري۰ ګورو، چې په ځانګړي توګه کابل او همداسې نورو زياتو ولايتونو کى لاتراوسه پښتو د درس ژبه نه ده پاتې شوى داسى يو څو پوهاند يا استادان دي، چې خپل درسونه په پښتو ورکوي۰ دا د قانون سره د هغو پښتنو مخامخوالى ( تضاد) دی، چې په پوهنتون کې درس ورکوي، خو په پښتو نه۰ پښتو خو لکه د پخوا مو چې وويل د پښتنو له امله رسمى سراسري ژبه ده۰ که خپله پښتانه په دې ونه دريږي او د واک خاوندان يې پاملرنه ونه کړي، خو پيدايښتى ( طبيعي ) ده، چې مري، ځکه چې له اړتيا لويږي۰
په پوهنتون کى بايد درس ورکونه او درس نيونه او بيرته ورکونه څنګه وي ؟
موږ په افغانستان کى دوه ژبي رسمي سراسري لرو، پښتو او دري۰ دا په دې مانا، چې پښتون درس ورکونه او زده کړه په پښتو کوي او دري ژبى يې په دري۰ د دې نورو قومونو وګړو بيا خپله خوښه ده، چې ورښوونه او د ښونې نيونه او بيرته ورکونه څنګه کوي، خو د قانون له مخى، چې پښتو کم له کمه لومړنۍ ژبه ده هغوی هم بايد د خپلو ځانونو او راتلونکو د اسانتيا لپاره هم ومنى، چې درس ورښوونې او زده کړې په پښتو وکړي، دا د ملت جوړنه کې هم غوره لور لري او موږ دې کار ته د قانون له مخې ټول رابولو۰
دا چې په افغانستان کې دا دوه ژبى سراسري رسمى ژبى دي، دا د پوهنتون لپاره هم قانوني شکل لري، چې ترې تيريدنه يې ناقانوني ده او هم هغسې تلنه بايد ځان پسې ولري۰
لنډ: پښتانه بايد درس وروکونى او درس نيونى په پښتو کړى او دري ژبى په دري، که نه نو بيا د دې ژبو سراسري کيد لپاره بايد اړتيا نه وۍ حس شوې۰ دا داسى ده ، چې پښتو ژبى زده کړي هم خپلې زده کړې بايد په پښتو بيرته ورکړي، که استاد يې پښتون وي او که تاجک۰ همداسى دري ژبى زده کړى هم بايد خپل هر څه په درې سرته ورسوي، بې له دې، چې په پام کې ولري، چې استاد يې د کومى ژبى خاوند دی۰
تاجک استادان او زده کړي بايد د خپلې ژبې سره مينه ولري او ترې تير نه شي، همداسى پښتانه استادان او زده کړي بايد له پښتو تير نه شي او هيڅ څوک بايد د خپلې ژبې پريښوولو ته اړ نه شي او د هيڅ ډول زور لاندې هم بايد څوک دا تيريدنه ونه مني۰

د ژبې غوره والى
او ل : دا چې ژبه د کلتور په ککره کې ځای لري او کلتور د يوه هيواد د پوهنې کچه په ګوته کوي، نو ژبه په پوهنه کې زيات غوره والى لري، ځکه چې: په خپله ژبه زده کړه ساده ده او زده کوونکي اوزده کړى هره پوهنيزه موضوع ښه رانيولى شي۰
دې لاندې ته د ګرانو لوستونکو پام را اړوم او د پښتنو ستونځي ته ګوته نيسم۰
په دولت کى او له دولت دباندې پښتانه د ژبې غوره والى ته دومره پام نه کوي، ځکه، چې پښتنو د تاريخ په اوږدو کې د کمۍ احساس پيداکړى، پښتو يې پريښوولې او د بل کلتور يې غوره بللى، چې اغيزې يې په راتلونکى زيږنده باندې خورا زيات دي۰ پښتون خپل ځان له دې نه دی ژغورلى، چې څوک ورپورې ونه خاندي او بې عقله ونه بلل شي۰ دا د افغان غول نومونېنې څخه د تختيدنې لار يې پښتو پريښوونه کى ليدلې يا نې چې هوښيار وي او له دې امله يې احترام وشي ، نو پښتو پريږدي، چې دا د پښتوژبې غوره والي له منځه وړي۰
دويم : د ژبي غوره والي په لومړنيو زده کړو کې خورا غوره اود پام وړ او اړيين دی۰ هرڅوک په خپله ژبه هرڅه زر زده کوي۰ ګورو، چې د پښتنو کوچنيانو څخه تاجک کوچنيان ، په ځانګړي توګه کابل کې، چې ښوونه يې په دري ده چټک زده کوي۰ پښتون د درس په پيل کې په دري نه پوهيږي، نو په نه پوهيدونې ژبه به څنګه زده کړه وکړي۰ که چيرې پښتانه په کابل کې دومره لږ واى، چې پښتو يې بيخې پريښودې واى ، خو دا کار بيا دې پښتو پريښودو پښتنو ته هم ساده کيده، خوچي کوچنيان په کور او د کور دباندې په پښتو روځنۍ ستونځي اوبى ( حل ) کوي، نو بله ژبه بيا که هرڅومره اسانه هم وي نه شي زده کولى۰
په دې هکله به زه په کابل کې ، چې د ٢٠٠٤ ز ک۰ د اګست څخه وروسته مې شپږ مياشتې تيري کړي، خپلې ليدنې کتنې ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړم۰
د پښتنو کوچنيان، چې له ميندو پلرونو سره ، دزياتو کالو جنګ وروسته کابل ته راغلل، دا چې په کابل کې درسونه په پښتو نه وو او دا د پښتنو کوچنيان په دري نه پوهيدل، نو ميندو پلرونويې خپل کوچنيان، کم له کمه دوه کاله راټيټ ټولګيو کې واچول۰ دوی به چې د نورو کوچنيانو سره کښيناستل پيدايښتي (طبيعي) ده، چې زوريدل به ، ځکه ، چې له يوې خوا په دري نه پوهيدل او له بلى خوا به د نورو همټولګيوالو څخه لوي وو۰
د دې کار په ځان پسى راوړنه څه ده؟
دا پښتانه زده کوونکي، نو بايد ځانونه کم حس کړي او دا د کمۍ رنځ همدا د ښوونځي د پيل څخه د ځان سره اخلى ۰ دا پښتانه کوچنيان نو په ډيرو ستونځو سره ځانونه و يوه پوهنيز ځای ته رسولى شي۰
دوی خو د دري ژبو زده کوونکو سره اصلآ سيالي نه شي کولى، دا چې څو کاله خووروسته پاتى او له دې برسيره ځان ته په هغه ځای بيا نه شي قائيل کيدۍ، چې يو تاجک يې لري۰
په کابل کې د درس سيستم، چې طبعآ غيرقانوني دی۰
غير قانونى په دې،چې د پښتنو لپاره په کې په پښتو زده کړې ليکلوست ځای نه وو، چې پښتانه يې د کمۍ په رنځ اخته کړي او کوي يې۰ دا جرآت د پښتنو کوچنيانو ميندو اوپلرونو هم نه دی کړى، چې راپورته شي او دا خپل حق له دولت څخه وغواړي او دولت خو تل په پښتو په پښو ختلى دی۰
له يوې خو ا يې کتابونه داسى وو، چې په هغى هغه تاجک کوچنيان هم نه شو پوهيدلى، پښتانه خولا څه کوې:
بيلګه :
د دويم ټولګي لپاره کتابونه( دې ته مو ګوته ونيوله، چې درس په پښتو نه وو او لا تراوسه دا قانون دولت ترپښو لاندې کوې ) ، چې دري ليکل شوي وو، په هغي هغه تاجک مور اوپلار هم، چې خورا لوړ درس يې نه وي ويلى پوهيدى نه شي۰
د دويم ټولګي کتاب د سعدي په شعرونو پيل کيدل يا نوره هم ښه له پنجکتاب څخه رانيول شوي وو، چې پيل يې داسۍ دی:
کريما ببخشاي برحال ما که هستم اثير کمندې هوا
د دريم ټولګي کتاب يې داسى پيل وو
نام حق بر زبان همى رانيم ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
( زه ډيره بخښنه غواړم، که په ليکنه کې مې کومه ناټيکوالى راوستې وې، زما هم درې داسى ښه نه ده زده، خو پوهيدنه او پوهونه پرې کولى شم)۰
زما د ترور ځوي په کابل کې اوسيده، چې زامنو سره به يې کله کله د لوست مرسته کوله، نو په همدې کريما باندې به ګير وو او له دې څخه چې ترڅو زه هلته وم راونه ووت، ځکه، چې د ځوى سر يې نه پرې خلاصيده۰ ما ورته وويل، چىدا پريږده بل ځای ته لاړ شه۰ د کتاب بل ځای خو به بيا ساده وي، خو دى په دې ښکيل وو، چې په پيل يې پوه نه شي، نو بيا ورسته ورته ستونځى پيښيږي۰
ګران لوستونکي دې دې ته پام وکړي، چې دا څومره زورونکى او ستونځمن کار دى او تاسو باور وکړۍ، چې زما خوب يې له ځان سره همداسې د ستونځو په لور وځغلاوه۰
ما د ښوونځى د دويم او دريم ټولګې دا کتابونه، چې طبعآ په دري دي د پوهنى وزارت ترڅنګ د کتابونو پلورنځيو څخه واخستل او د علومو اکاډمى ته مى له ځان سره يووړل( دا دې دلته په ګوته شي، چې ما دا شپږ مياشتى د پوهنې اکاډمى کې د دندې په توګه بيکاره تيرې کړلې)۰
هلته مې دا کتابونه هغو د پوهى خاوندانو ته وښوول اوومې ويل، چې : داخو د دري ژبو زده کوونکو سره خورا تيرى دى، چې درسونه يى داسې ستونځمن پيل کيږي او د پښتنو زده کوونکو سره سوچ کفر دی او د دولتي چارواکو څخه خورا تيرۍ او د پښتو تر پښو لاندې کول اود پښتنو کوچنيانو راتلونکي بې برخليکه کول دې او د هغوى د ناپوهۍ او د کمۍ رنځ باندې ګيرول دي۰ دا بيا هم وايم، چې دا ستره ګوناه د دولتي چاراواکو ده، چې تر يوې کچى پښتانه ميندې پلرونه هم دا ګوناه په غاړه لري۰ دلايل يې پښتانه او دولت زيات راوړي، چې دا يا هغه دليل دی يا دا، مګر د چا تحقيرول بيا په ځانګړي توګه د کوچنيانو تحقيرول هيڅ د مننې نه دي او بايد ونه منل شي۰ دا حالت چې ما ليدلی ، نو زما کينه يې راپارولې۰
ما په کوچنيوالي کى پنج کتاب، ګلستاب ، خلاصه او قدري لوستلي، خو په مانا يى نه زه پوهيدلى يم او نه زما استادان پرې پوهيدل۰ په خلاصه او قدري خو پوهيدل، ځکه چې هغه ژباړل کيدل، په پنج کتاب او ګلستان خو هيڅ نه پوهيدل۰ باور وکړۍ، چې زه دا اوس هم په « کمند (ي) هوا » باندې نه پوهيدم او نه پوهيږم ( هيله ده، چې ټيک به مې ليکلى وي) نو يو داسى کوچنى به ، چې په هيڅ کلمه دري باندى نه پوهيږي څه زده کړاى شي او څنګه به له روحى ناروغۍ ازاد وي۰
دلته په المان کى پښتانه کړى شي ، په پښتو ژبه ازموينه ورکړي، د دريمى يا دويمى ژبى پرځاى او په افغانستان کې خو د قانون له مخې دا لومړۍ ژبه ده، نو پښتانه ولى داسى ځانونه کم بولى اوولى د دې کمۍ رنځ څخه ځانونه نه خپلواکه کوي، د قانون په څلورديوالى کې نه زيات او نه کم۰ په المان يا کم له کمه په نورد راين وستفالن کې پښتو د دويمې او دريمې ژبې په څير پيژندل شوې او دا دلته د اوسيدونکو پښتنو له برکته۰
دا چې زموږ پښتانه کوچنيان په پښتو ليکلوست نه لرې ، د دې لاس ته راوړنه يا نتيجه څه دۀ؟
دا خو په پوره روښانتيا ويلى شو، چې د کوچنيانو روحيه به بيخى خرابيږي، د کمې د رنځ سره به ګيريږي او يا به بيخي له ښوونځي پاتيږي۰ ځانګړوالي به يې شته وي، چې ځنې کوچنيان به ځانونه ښه رسولى شي، چې د ما سره يې بيلګي شته ۰
د کابل پوهنتون يوه پوهاند خپل پخوانى وخت را په ياد کړ او و يى ويل، چې: په يوه وخت کې په پوهنتون کې ترسلو زده کړو شاوخوا په لومړي سمستر کې ناکام شول، د هغو له جملى يوازى يو تن تاجک وو، چې هغه هم له هرات څخه راغلى وو، نو وګورۍ دا ستونځي او دا د کمۍ مرض سرچينه، چې پښتانه ورسره خپل هيواد کې ګيردي۰
زه خپلو تاجکو ورونو ته په پوره درناوي قايل يم، ځکه چې دوی د خپل کلتور او خپلې ژبې سره، چې د کلتور په ککره کې ځای لري مينه لري او دوی او ژبى يې پوره وده کړې او نور هم د ودې په لور روان دي، د کمۍ مرض څخه ازاد دي، د ژبې سره مينه لري او دا نه ترې تيريدونکې مينه، موږ پښتانه هم بايد له خپلو هيوادوالو څخه دا زده کړه وکړو او له پښتو سره مينه پيدا کړو۰
هرڅه له مرکزه کيږي، د يوه هيواد هرپرمختګ يا وروسته والى د مرکز د کړنو لاس ته راوړنه ده۰

نو د ژبې په هکله څه بايد وکړو ؟
لومړى : پښتانه، چىپه ښار کې له هرچا سره مخ کيږي، کم له کمه هغه خپلې لومړنۍ خبرې بايد په پښتو پيل کړي، که بيا يې ځان د قانون په څټ اړيين باله او پښتو يې پريښوله هغه ته دې بيا پام وکړي۰ په دې هکله بايد په کابل کې تل داسى تبليغ شي، دا د تيت پاڼوله لارې او همداسې د ليکنو ، اخبارونو او مجلو له لارې، لنډ او اغيزمن۰ پښتانه دې نه خپه کيږي، که څوک ورته ووايې، چې په پښتو نه پوهيږي، خو د خواشينۍ ځای دا دی، چې پښتانه له پښتو تير شي۰
دويم: په کابل کې په ځانګړي توګه د پوهنې وزارت ترمخ او د نورو غوره ځايونو ترمخ بايد په کابل کې د پښتنو کوچنيانو لپاره د پښتو ليکلوست غوښتنه وشى او دا کار بايد نا پريکيدونکې دوام وکړي، تر څو دا قانون پلى شي۰
دريم : په همدې ډول بايد د کابل پوهنتون، د پولې تخنيک پوهنتون او د لوړو ښوونو جوړښتونو ترمخ پاڼې خپرى شي او دا تل، چې په کى ليکلي وي: د پښتون استاد دنده ده، چې خپل درسونه په پښتو ورکړي، چې دا امر قانون کوي او داسى بايد وي۰ همداسې د پښتون زده کړي دنده هم ده، چې د زده کړو بيرته ورکونه يانى ازموينى او داسې نورې په پښتو بيرته ورکړي او د تاجکانو لپاره همداسې امر بايد وي، چې خپل کارونه په دري سرته ورسوي۰