د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کندز ; ولسمشره شرعی محکمي ولی چوپه خوله پاتي دي؟

قاُضي نجیب الله جامع 15.01.2017 16:12

افغانستان کې میشتو امریکائې ځواکونو په یو کم ساری اعتراف کې ومنله چې د ۲۰۱۶ کال په نومبر میاشت کې یې د کندوز ښار په بوز کندهاري سیمه کې درې دیرش ملکي وگړي وژلي او اووه ویشت نور یې ټپيان کړي دي.

دوی زیاته کړی چې حمله یې له خپل ځان څخه په دفاع کې کړی ده ځکه نو هیڅ چاته په هیڅ ډول ځواب ویونکی نه شي کېدلای.

امریکايې ځواکونو پر افغانستان دخپل له جنایته ډک یرغل په شپاړلس کلن پیر کې په لسګونو ځله هرځل لسګونه بې ګناه افغانان په ډېرې بې رحمۍ او قساوت ووژل او هرځل یې هڅه کړې چې خپل کار توجیه اوپړه ټوله ددوی لخوا پر وژل شویو او ټپی شویو او یا کم ترکمه پر طالبانو ورواچوی او یا که دا پلمه هم پری ودریږی لکه د بوز کندهاری د ټولوژنی نو بیا یوازی په غولونکی بښنه او سپین سترګی ځان باسی.

اوس خبره داده چې کله د کندز د بوږنونکی پیښه چې بهرنیان اړ شول تر څو د ولس د سختو غبرګونونو او نیوکو له ویري پر خپل جنایت او وحشت اقرار وکړی اما زموږ د قانونی نظام د ولسمشر او د هغه په اصطلاح زموږ شرعی باصلابته قضایی او عدلی ارګانونه چې باید د قضایی اجراءاتو حکم یی صادر کړی وای، ترڅو تورن کسان دا که په هر کورنی زورواکې او یا بهرنی خپلسري ډلي پوری تړلی وی د عدالت میز ته چې د یوی ایډیالی او قانونمندی ټولنی د سیاسي ټېکاو او ټولنیز نظم له ځانګړنو او لومړیتوبونو څخه دی او نړیوال هم د همدغه ډول رنګینو او ښکلیو انسانی شعارونو د تحقق په موخه افغانستان اشغال کړل ولی نه راکش کیږی او یا ولی تر اوسه هم په دی اړوند مسول ارګانونه چوپه خوله پاتی دی؟.

ددغه پوښتنی په ځواب کې باید ووایو چې ستونزه واضحه ده، قوانین هم لازم حقوقی او شرعی صراحت لری ولی اوبه له سره خړی دې ځکه کله چې د ګډ حکومت رهبرانو له امریکا سره د امنیتی قرار داد تر عنوان لاندی د ګندمک او دویم ډیورنډ ننګین تړون په داسی توګه لاسلیک کړل چې نه یوازی د افغان ملت د دیني اعتقاداتو سره په ټکر کې کړنه وله بلکی د همدی تړون په پایله کې اساسی قانون تر پښو لاندی او د هیواد قضایی نظام په لومړی ځل خپله د ولسمشر له لوری چلینج او په لویه کچه باطل کړای شو او بهرنیو ځواکونو ته د هر ډول جنایت، خیانت او خپلسري څخه د مصونیت زمینه چې د افغان وژني د شوم جریان د فتنه ډکې دسیسه له ناولی ډنډ څخه چې همدغه امنیتی تړون دی سرچینه اخلی.
 

ځکه کله چې تاسو د دغه تحمیلی او بی منطقه ظالم قرار داد اساسی مباحث د جرایمو او جزاءګانو اړوند له حقوقی پس منظره مطالعه کړی نو درته جوته به شی چې هلته له سره د افغان انسانی کرامت په نامو څه شی درک نه لری بلکه که لږ تاریخی معلومات ولری په ځانګړی ډول د یهودی فقه تلمود متن او احکام که د مسلمانانو د وژلو او تباه کولو په اړه له دغه قرارداد سره مقایسه کړی نو که د متن له مخی ورسره بدل وی ولی د اهدافو او ماهیت له حیثه د امنیتی تړون موضوع د افغان انسان او د یهودی فقه تلمود د مسلمان انسان اړوند د جنایت خپلسري او وحشت په بحث کې به هیڅ تفاوت و نه لری.

هغه چې د جنرال نیکلسن سپین سترګي او له جنایت څخه په دفاع نامعقولی او خندونکې څرګندوني چې عام خلګ یی له خپل ځان څخه په دفاع کې وژلي دي ځکه نو هیڅ چاته په هیڅ توګه جوابده نه شي کېدلای. د یو داسی ګونګ منطق او وچ مشروعیت څخه چې امنیتی تړون دی الهام او قدرت اخلی نه د بیچاره او مظلوم ولسمشر خیالی شرعی محکمی چې ټول صلابت، خپلواکی او شرعی وجاحت یې دومره بی اغیزه دې چی یو کورنی فاسد، غاصب، پردې پال او جګړمار له پاره د پوښتنی او ګرویګنی خوله نه لری.

ځکه واقعیت دادی تر څو چې له امریکاء سر د امنیتی تړون ( فتنه ) په سر یوی حتمی حلاری ته چې هغه د بهرنیانو د نظامی شتون او پوځی اډو پای دي یوی معقولی هوکړی ته و نه رسیږو نو نه یوازی چې د امن راتلل، اقتصادی ټیکاو او یوی سیاسی اجماع ته رسیدل به محال وی بلکه ترڅنګه به یی هغه تمدنی ناخوښیو او سیمه یزو تربنګنېو ته چې له منځنی ختیځ څخه یی داعشی سوزونکو لمبو څخه اوس هم نور زموږ د مظلوم ملت زغم ګران شوی او امریکا عملا د خپلو اسټراټژیکو موخو د تامین په موخه دغو اورونو ته په منځنی اسیا هیوادونو کې د یو بل څو اړخیزه قطبی جګړی د رامنځته کیدو شوم نیتونه لری.

او لدې ټولو اندیښنو ور اخواء افغانان به آخر تر څو د دوى د وحشتونو په اور كې سوځي؟ له امريكا سره امنيتي تړون چې د ډېرى افغانانو لپاره د منلو وړ نه دي، د هېواد لپاره د امن سبب شو او كه د چین او هند یا د هند او پاکستان د نيابتي جګړو ګواښ؟ نو ښه لاره داده چې که غواړو دلته یو نیم بند امن او مشروعیت لرونکی حکومت ولرو او یا حد اقل پدی ارمان یو چې زموږ د محکمو صلابت او شرعی وجاحت د یو افغان ملی غرور، انسانی وقار او دینی حیثیت خوندی شی نو باید چې ددغه د دنیوی غلامی او اخروی ذلت د تړون د پر خلاف چیغه پورته کړو ځکه د بهرنيانو پوځي اډې؛ د جګړې د دوام تر ټولو لوى لامل دي.

په

درنښت